قلم ورو ورو لګيا وو ، پر له پسې يې توري
ليکل او کرښي يې جوړولې او دا ژمنه يې بيا بيا يادول چي زه د پوهي رڼاه خپروم ؛ ناتوانه انسان ته توان
ورکوم ؛ د فکر لوړتيا او ژورو تيا يې پياوړې کوم ؛ اونوري ژمني . دا يې ليکل چي : زما ژبه د ارزښتمن فلزه
جوړه ده ، زما له ژبې راوتي جملې د هر لوستي لپاره د هوسايې الهام لري ، زما په ژبه د هري ژبي ويونکۍ پوهيږي
؛ د چا سره چي زه مل يم د هغه سره زيات انسانان مله وي ؛ څوک چي ما نه لري هغو ته اړ وي چي ما لري
؛ زه پر انسان دومره ګران يم چي د خپل زړه د پاسه مي ساتي ؛ او ... قلم لا په خپله ستاينه بوخت وو ،
چي ناڅاپه ږغ شو .
واورۍ ، واورۍ ، زه مېخ يم ، زما هم ډيري ګټي شته ، زه د اور په لمبو سور
وۍ او د څټک او سندان تر منځ زيږېدلۍ يم ؛ زه د پيوند زړۍ يم ، زما پرته نه د کور ور جوړيږي
او نه د جنګيالي سپر ؛ زما ارزښت هم له کروند ګر سره شته اوهم د صنعتګرسره ؛ ما ته عام او
خاص او ټول انسانان اړ دي ؛ زما شتون د ودانۍ شتون دۍ ؛ زه هم د قلم په څير دفلز له ذاته يم ؛ زه تر هر
چا لوړ لوړ يم ، قلم هسي لګيا دۍ او خپلي ښېګڼي وايې . لا د مېخ خبري پای شوي نه وې چي د قلم او ميخ ناندريو
ته د کابل ښار د بيلا بيلو سيمو نه د شهېدانو ارواح راورسېدل او د انصاف تله يې په لاس کي ونيول او دا حکم يې واو
اوه :
موږ د کابل ښار د شهیدانو ارواح په ګډه وايو چي ، موږ نه ستاسو دبي دوه پنځوس ډوله الوتکو او نه
د ځانمرګو بريدونو ډاريږو ؛ نه ستاسو د ډالرو او نه د ايرو پروا لرو ؛ موږ مِظلومانه شهېدان شوي يو او اوس
يوازي د الله ( ج ) د رضا لپاره شهادت ورکوو او وايو چي : قلم او ميخ يو شان نه دي ؛ تر ټولو ستر توپير يې
دا دۍ چي د قلم ملګرتوب نا اهله ، اهل کوي ، داسي اهل چي هم يې ځانته ګټه رسي او هم بل انسان ته
؛ خو ميخ چي د نا اهله ملګرۍ شي ، د بل انسان د سر پر کوپړۍ ټکوهل کيږي ؛ زموږ د سر پر کوپړيو دا زخمونه د
اناهلو په لاس د ميخونود ټکوهلو له امله دي . نو ای د مځکي خلکو ! تاسو دمېخ او قلم په توپير پوه شۍ
! پام کوۍ چي مېخ او څټک د نا اهلو لاس ته پرې نږدۍ ، که نه بيا به تاسي هم زموږ غوندي دې نړۍ ته زموږ په
ان مظلومانه را وليږي .