راپورتاژ څه شی دی؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16929
محمدکريم نور
دخبریدو نیټه : 2008-03-01


راپورتاژ یا د سترګو لیدلي حال نکل هغه راپور ته وایي چې په ښتینتیا ټیکاو ولري۰ راپورتاژ په دوه ډوله دی:
۱- د سترګو لیدلي حال نکل چې لوستونکو او لیدونکو ته د مالوم اتو د ورکونګ لپار پکارېږي۰
۲-یونلیک یا د مساپرۍ راپور چې لوستونکو یا لیدونکو ته پردۍ نړۍ، د هغې ناآشنا، د حیرانتیا وړ ځایونه، پردی هڅوبی او د پردیو خلکو نکل کوي، او یا هم د دې لپاره چې لوستونکي او لیدونکي وهڅوي چې په سیل ووځي۰ نو ځکه هم ډېرې داسې هاندو هڅې شوې دي، چې دغه ډول راپورتاژونه داسې په زړه پورې ولیکل شي چې د وستونکو او لیدونکو لپاره د لرې ملکو او نالیدلو څیزونو دکتنګ ارمان ورکړي۰ خو لمړی ډول راپورتاژ یوازې او یوازې دا موخه لري چې لوستونکو او لیدونکو ته د یوې پېښې په اړه مالومات، په ټولنه کې یو نوی اوښتون یا هم د یوه نوي دوی (قانون) او د هغه اغېز په ټولنه کې څرګند کړي۰

که څه هم د رېنېسانس له دورې څخه زموږ پوهاوی د ښتینتیا د پوهېدا لپار ډیر پرمختګ کړی، خو د اتلسمې پېړۍ تر پیله د هغه څه نکل چې سړي به په خپلو سترګو لېدلی او په غوږواورېدلی وو، د ډېرو لوستونکو له خوا دروغ ګڼل کېده۰ د بېلګې په توګه:
که کوم لیکوال به یوه منظره په تورو انځور کړه، مانا دا چې د هغې منظرې په باره کې چې ده په خپلو سترګو لیدلې وه، او هغې پرې کومه اغېزه چې کړې وه، یو څه ولیکل، نولوستونکو او له بده مرغه ډېرو لیکوالو ته به هېڅ د منلو وړ نه وه۰ د خبري رسنیو له ډیرښت سره سم لوستونکو او لیدونکو ته دا اړتیا پیدا شوه چې دوی ناورینونه؛ جګړې، جرمونه او همدا رنګه جرګې، نیاوي او پارلم انې پرېکړې، سپورتي نندارېزونه او لوبې له ډېر نږدې په خپلو سترګو وویني یا یې د لوست په وخت داسې احساس کړي لکه دوی په خپله چې د لوبې برخوال وي۰
په شلیزو کلو کې د راپورتاژ د ګټځای او کارونګ په باره کې ډېرې خبرې وشوې؛ چا به ډېر ګټور، چا به لږ ګټور او چا به هم بې ارزښته ګڼه۰ خو په داسې یوه وخت کې چې ټولنه په پوره تېزی مخ پر وړاندې تله، سوادګري ډېرېده او د انسان کار د ماشین په مټ سرته رسېده، نو خلکو ته د لارښوونې اړتیا پیدا شوه۰ کله چې د نړۍ ملکونه د تېلېفون او تلګراف په سیم یو له بل سره وتړل شول، خبریالان به ګرد ګرځېدل، او د هغه څه په باره کې به یې راپورتاژونه لیکل چې لیدلي یې ول۰ نو دوی وکړای شول چې دغه په زړه پورې شیان لوستونکو ته د راپورتاژ له لارې وروپېژني۰

ځینې لیکوالان بیا پدې اند ول چې که د یوې بټۍ په باره کې زر راپورتاژه ولیکل شي، بیا به هم دغه اپورتاژونه د دغې بټۍ یو رښتینی انځور ونه شي ګرځېدای۰ ډېرو بیا په بل اند ول:
که چېرې یو ملي بس موټر ټکر وکړي، نو د دغې پېښې انځور، د مړو او زخمیانو ښوونه، د موټر یا ګاډي د تورو او سوو ټوټو ښوونه به دا ګټه ولري چې پېښه به د ټولو آړونو سره لوستونکو او لیدونکو ته وړاندې کېږې چې دوی به ښه پرې پوه شي۰ پایله دا شوه چې لیکوالانو هنر او ادبیاتو ته وړاندېتوب ورکړ۰ ځکه دوی ویل چې ادبیات لوستونکو ته ښه ترا او په زړه پورې لارښوونه کوي اوله دوی س ه مرسته کوي چې نالیدلي څیزونه ښه وپېژني۰ خو خبرلوڅان پدې اند ول چې ګواکي راپورتاژ د رښتینتیا انځور دی، اپورتاژ د خلکو ادبیات دی، نه د شاعرانو او ادیبانو۰ المانی خبرلوڅ اروین کیش ویل:

شاعریا ادیب که هر څه لیکي، له رښتیا سره هېڅ تړاو نه لري او نه به هم د رښتیا تر پولو ورورسېږي، خو خبریال هغه هنرمند دی چې یوازې اویوازې رښتینتیا انځوروي او د خلکو په ژبه یې وایې، په سپینه او ډانګ پویلې ژبه یې وایي۰ خبریال په راپورتاژ کې د ژبې په مټ یو پټ حقیقت را څرګندوي، خبریال بې پرې پاتې کېږې، دروغ نه وایې، خو د ټولنې د احساساتو پیروي کوي۰ خبریال د رښتینتیا انځورګر دی او تل د مظلوم پر خوا ولاړ وي۰
راپورتاژ چې د نورو ژورنالیستي لیکبڼو څخه یوه پېښه ښه ترا روښانوي او لوستونکي ښه اغېزمنوي، نود نولسمې پېړۍ په پای کې ځینې لیکوالو او خبرلوڅانو هڅه وکړه چې د راپورتاژ څخه ناوړه ګټه واخلي، او دوی وکړای شوای چې د راپورتاژ یوه نوي بڼه ولیکي:
خبریال د خپل سکالو، د هغه لیکدود او له خپلې موخې، چې راپورتاژ یې په لوستونکوڅنګه اغېز وکړي، یوه پېښه جوړوله۰ ډېر خبرلوڅان نه یوازې دا هڅه درلوده چې یوازې د پېښې برخوال وي، بلکې پېښه پوره اغېزمنه کړې چې بیا یې په باره کې داسې څه ولیکې چې زړه یې وي او له رښتیا څخه به هم لرې نه وي۰ خو پام مو وي چې ځېنې وخت باید خبرلوڅ د یوې څېړنې لپاره د پېښې برخوال وي چې مالوم ات رابرسېره کړي، پدې آړ چې دی خپل رول بې پلوه ولوبوي۰ دلته به یو ځل بیا ولیکم چې راپورتاژ له آره او یوازې او یوازې پر رښتینیتا ټیکاو لرې او یوازې به رښتینتیا انځوروي۰

د راپورتاژ لیکدود
راپورتاژ نه د مینې ناول په څېر او نه هم د شعر په غونډلو لیکل کېږي۰ دا چې راپورتاژ د نړۍ یا هم د ټولنې د یوه یوازېني څېز په باره کې مالومات ورکوي، باید ډېر څرګند، روښانه، اسانه او په ساده ویو ولیکل شي۰ د راپورتاژ غونډلې له آره لڼدې، خو ک ه کله اوږدې هم وي، پدې آړ چې د پوهاوي وړ وي۰ لیکونکی باید د خپل سکالو مناسب او سمه ژبه وامري چې د هر لوستي او نالوستي د پوهېدا وړ وي۰ راپورتاژ باید د لوستونکو او لیدونکو احساسات وپاروي او دوی ته د ډېرې لېوالتیا وړ وګرځي۰ د راپورتاژ په غونډلو کې نوم او ستاینوم کم وي، خو هغه ستاینوم چې شته وي، د الماسو په څېر ګران وي۰ مانا دا چې په خپل آر ځای لیکلی شوی وي چې ارزښت یې ډېر وي او سکالو ته څرګند او روښانه رنګ ورکړي۰ راپورتاژ په دوترې ژبه نه لیکل کېږي، ډېرې فرعي، شرطي او پسیف غونډلې نه لري۰ د بېلګې په توګه:

د ناټو په نظامي عملیاتو کې، چه یوه اوونۍ یې دوام وکړ، اوډېرې کورنۍ بېځایه، ډېر یاغیان مړه او ډېر یې ژوندي ونیول شول، اوس د ناټو د مرکزي قوم اندانۍ په وینا د موسی کلا څخه په شا شوي او دا یې یوه تاکتیکې په شاتګ وباله او دوی زیاته کړه چې که چېرې یاغیان او د دموکراسۍ دوښمنان بیا د خلکو د ځور سبب وګرځي، نو ناټو ځواکونه به په دوی مرګونی ګوزار وکړي۰
که چېرې پر دغه غونډله غور وکړو، پوهېږو چې ډېره اوږده ده، د غونډلې زړی ناڅرګند دی، آربرخه او فرعې برخه یې نامالومه ده، رطي برخه هم لري او بله پوښتنه دا ده چې آیا زموږ په ټاټوبې کې هر بزګر د \'تاکتیکي\' په مانا پوهېږې که نه۰ پر دې سربېره سړې پوښتې چې آیا یاغیان او د دموکراسۍ دوښمنان یوازې طالبان دې که نور څوک هم؟ نو د دا ډول غونډلو او ویو څخه ډډه کول اړین دي۰ موږ کولای شو چې برسېرنۍ غونډله په لاندې ډول هم ولیکو، خو دا به ستاسې لپاره یو وړاندېز وي، تاسې کولاې شئ چې تر دې یې نوره هم اسانه کړئ:

ناټوځواکونو له موسی کلا څخه په شاتګ وکړ او خپل جګړه اییز عملیات یې وروسته له یوې اوونۍ نیمګړې پرېښودل۰ دوی وایې چې د کوم چل له مخې یې په شاتګ کړی، خو که طا بان بیا موسی کلا ته ننوځي او خلک وځوروي، نو ناټو ځواکونه به پر دوی مرګونی ګوزار وکړي۰ ناټوځواکونه وایې چې ېر طالبان یې ژوندې نیولې او ډېر یې مړه کړي۰ د دغې جګړې له امله د موسی کلا ډېرې کورنۍ بېځایه شوي دي او نورو ځایونو ته یې ګډه کړي۰


په راپورتاژ کې ناڅرګندې غونډلې هېڅ ځای نه لري۰ د مثال په توګه:
د کورنۍ جګړې په وخت کې د ډېرو افغانانو پر سرونو مېخونه ووهل شول او پر ډېروښځو تېری وشو۰
د افغانستان په پارلمان کې قومې تعصب ته لمن وهل کېږي۰
کرزی د شمالي ټلوالې څخه ډارېږي۰


دغه ډول غونډلې له آره ناڅرګندې غونډلې دي چې لوستونکو ته هېڅ کوم پیغام نه لري۰ موږ کولای شو چې په لاندې ډول یې روښانه او په ډانګ پویلې ولیکو:

د کورنۍ جګړې په وخت کې محقق، خلیلي او د دوی هزاره پلویان د ډېرو افغانانو پر سر مېخونه ټک وهل۰
د نظار شواری سرتېرو پر ډېرو ښځو تېری وکړ۰
محقق، علومي، دوستم، قانوني اورباني قومي تعصب کوي۰
کرزی د قانوني، احمد ضیا مسعود، فهیم او عبدالله څخه ډارېږي۰
اوس مالومه شوه چې څوک چا مړه کړل، څوک څه کوي او څه غواړي۰
دا چې راپورتاژ له آره د پېښو په باره کې مالومات ورکوي، نو ژبه یې ډیره ساده، لنډه، انځوریزه او د اخبار په څېر سپینه او په ډانګ پویلې وي۰ د دغو پرنسیپونو په پام کې نیولو سره د راپورتاژ ژبه خوځنده وي او هېڅکله د لوست په وخت کې د سړي په خوله کې نه نښلي، او نه هم د اورېدا په وخت کې غوږو ته نا اشنا وي۰
هر هغه سکالو چې په باره کې یې راپورتاژ لیکل کېږي، باید په خوځښت راوستل شي، ځکه هر هغه ویینه چې په خوځښت رانه وستل شي، د انځور، تبصرې، کالم او یا هم د محاسبې د سند یو شکل امري۰ خو خبریال په راپورتاژ کې باید خپل عمل مخ پر وړاندې یوسي، نه د ځان لپاره نه هم د لوستنکو پاره کومه د دمې موکه برابره کړي۰ مانا دا چې راپورتاژ باید ډېر راوان ولیکل شي۰ کله چې یو راپورتاژ ښه لیکل وی وي، عمل او موخه په کې مالوم وي، په همدې کچه لوستونکو ته هم ډېر د لیوالتیا وړ وي۰ هر راپورتاژ باید پیل، م نځ او پایله ولري، مانا دا چې د نکل په څېر وي، خو پدې توپیر چې نکل به خوامخوا رښتیا نه وي، حال دا چې راپورتاژ به حتماََ پر رښتینتیا ټیکاو لري۰

په راپورتاژ کې خوځښت د ناموزونو قطبونو تر منځ، یا هم د هغو ویینو تر منځ چې یو د بل ضد وي، ډېر پیدا کېږي۰ د بېلګې په توګه:
که په یوه ټولنه کې یو واکمن او شمن سړی له واکه ولوېږي، یا هم له هغې ټولنې په ګرد سره وشړل شي چې دی یې استازی وو او یا هم د ټولنې یو غریب سړی په ناڅاپه توګه شتمن او واکمن شي۰ کله کله داسې هم کېږي چې په یو ټولنه کې یو څوک ځان پردی احساس کړي او یا هم هغه ټولنه چې دی په کې لوی وی وو، اوس ده ته پردۍ ښکاره شي۰ یا هم کله چې دوه داسې کسان چې چا یې د ناستې ولاړې ګومان نه شوای کوالای، سرلیک دومره سره نږدې کړي چې غواړي واده وکړي۰ دا ټول پدې مانا چې تر څو د راپورتاژ سکالو خلکو ته نا آشنا وي، همدومره په زړه پورې او د حیرانتیا وړ وي۰
کله چې راپورتاژ په زړه پورې وي، نو خوځند او روان هم وي، خو پردې سربېره کېدای شي چې لوستونکو او لیدونکو ته د لیوالتیا او حیرانتیا وړ نه وي۰ د بېلګې په توګه:
که چېرې یوه الوتکه له زر متره لوړوالي په ځمکه راولوېږي، نو دا به یو ناورین وي او د ډېرو لوستونکو لپاره به یو نوی خبر وي۰ کېدای شي چې د ډېرو لپاره په زړه پورې هم وي، خو پدې کې کومه لېوالتیا نشته۰ لېوالتیا به هغه وخت ولري چې په الوتکه کې یو بم اېښودل شوی وي چې وروسته له شلو دقیقو به وچوي۰ نو لوستونکي او لیدونکي په پوره لېوالتیا دې ته تم وي چې آیا بم به وچوي که نه۰ په راپورتاژ کې لېوالتیا، اور ته د تېلو په څېر ده، خو داسې نه چې یو یو څاڅکی ورواچول شي، بلکې ګیلن ګیلن چې لمبې یې لوړې شي۰
په راپورتاژ کې نقل قول یا د چا خبرې نکل کول هم یو نوی رنګ او یو نوی غږ ګڼل کېږ ي۰ خبرې کول له آره یو کړ دی او کړ په خپله یو خوځښت دی۰ کله چې په راپورتاژ کې د چا خبرې نکل شي، نو په راپورتاژ کې یو نوی رنګ، نوی احساس او نوی فکر پیدا شي۰ د بېلګې په توګه:
که د راپورتاژ په یوه صحنه کې چې د مینې په باره کې وي، دوه مین به څنګ پر څنګ ناست وي، د مینې خبرې به کېږې، د مینې شعر به لوستل کېږي، تېره شپه، راتلونکې شپه، غېږه، شونډې، ښکلا او ښکلول او ګلان به یادېږي چې د لوستونکو یا لیدونکو لپاره به پوره په زړه پورې وي او دوی به له ځان سره واخلي، خو که په همدې صحنه کې د بل چا غږ \'\' اوس د وژنم، نه د پرېږدم\'\' ولیکل شي یا هم واورول شي، نو دا به دغه صحنې ته یو نوی رنګ ورکړي او د لوستونکو او لیدونکو لپاره به یو نوی احساس او یو نوی فکر پیدا کړي۰ خو د خبرو نکل به له آر سکالو سره اړه لري۰
دا چې راپورتاژ د یو کړ په څېر دی، نو یو څه باید پېښ شي چې سړی د هغه په باره کې یو راپورتاژ ولیکي۰ په راپورتاژ کې باید د یو کړ پایلې مالومې وي۰ موږ باید دغه پایلې په سترګو ووینو، په غوږو یې واورو او احساس یې کړو چې وروسته یې نکل وکړای شو۰ د نکل هنر په دې کې دی چې د یوې پېښې ډول ډول پېړۍ یو له بله واخستل شي او بېرته یو له بل سره داسې ونښلول شي چې د پوهېدا وړ وي۰ خو خبریال دا اجازه نه لري چې د پېښې تر اغېزلاندې راشي، دی باید پر پېښه واکمن وي، همدارنګه خبریال اجازه نه لري چې پېښه اغېزمنه کړي۰ خبریال باید د پېښې اړینې برخې ولیکې، او هغه چې اړینې نه دې، له لیکنګ یې ډډه وکړي۰

دا چې په ېوه وخت کې ډېر څه پېښېدای شي، نو خبریال کولای شې چې ډېرې اوږدې صحنې رالنډې او ډېرې لنډې چې د راپورتاژ د سکالو زړی جوړوي، اوږدې کړې، خو پدی آړ چې ښتینتیا له منځه یونه وړل شي۰ د یوي صحنې د لنډونګ او اوږدونګ ګټه پدې کې ده چې د هرې پېښې وزن په هر ګام او صحنه کې مالوم شي۰ خبریال کولای شي هغه صحنې چې ډیرې اړینې دي د راپورتاژ په پیل کې ولیکي، که څه هم چې له آره د راپورتاژ په پیل کې نه وي، او هغه چې ډیرې اړینې نه دي، د راپورتاژ په پای کې ولیکي۰ خو د دغو صحنو تر منځ باید داسې تړاو وي چې د لوستونکو او لیدونکو لپاره د پوهېدا وړ وي۰

نور بیا۰۰۰