د میوندجگړه (نېټه: ۲۷ جولای ۱٨۸۰ د افغان دوېمه جگړه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17066
ژباړه : رحمت آریا
دخبریدو نیټه : 2010-07-28

 

سرچینه:دلته کلیک کړی

جگړه:د افغان دوېمه جگړه  نېټه: ۲۷ جولای ۱٨۸۰   سېمه: په سویلي افغانستان کې د کندهار لوېدیځ ته
د جگړې گډون وال:  د بمبیي د پوځ بریتانوي او هندي سرتیري د افغان د سمبال شوي او توکمیزپوځ د سرتیرو پ ضد
جنرالان: ډگر جنرال بوروز د ایوب خان پرضد
د پوځونو شمیر: ۲۵۰۰ بریتانوي او هندي سرتیري له ۶ آر ایچ  د ندو توپونو او ۶ لنډ خـُولو سپکو توپونو سره ، د افغان ۹۰۰۰پلي او ۳۰۰۰ سپاره سرتیري ، ۶ د توپخانې بطریې  له «۳۶ توپونه» سره.
پوځي جامې ، وسلې او توکي:
بریتانوي او هندي ځواکونه په ټولیز ډول له بومي هندي لېواگانو څخه جوړ ول چې له دریو سترو لښکرو څخه راټول شوي ول: د بنگال لښکر، د بمبیي او مدراس لښکرونه ، او کوشني سیمه یز پوځونه لکه د حیدرآباد د سیمې اونوي پوځونه ، د پنجاب د پیاوړي لښکرسرحدي ځواکونه. هندي  ېواگانې د بریتانوي لېواگانو له ځواکونو سره یوځای د جگړې ډگر ته پلي کېدل.  

برېدمن هکترمک لین د شاهي پوځ د سپرو توپخانه لرونکی ډلگي ته د لویې تنگې درې په څنډو کې لارښوونه کوي 

د ۱۸۵۷ کال پوځي پاڅون په هندي لښکرکې ستر بدلون رامنځ ته کړ. له پوځي پاڅون څخه مخکې د سترو څارگرو لښکرونو غنډونه د هندوستان له مرکزي او  لویدیځو ولایتونو څخه د برهمني هندوانو او د مسلمانانو  د لوړو کښو یا طبقاتو له ټولنو څخه غوره کېدل ، په ځانگړي ډول د هند له شمالي برخي اود څخه. په ۱۸۵۷ کال کې د بنگال د لښکر له ۹۰ پلیو لېواگانو څخه ۶۰ یې پوځي پاڅون وکړ او نور گڼ شمیریې د ۱۸۵۷ کال له پوځي پاڅون څخه مخکې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره خواره واره شول او لښکر یې پریښود. همدغه شمیر ته ورته د بنگال د سپرو د لېوا سرتیري ورک شول.

د مېوند دجگړې ډگر

بریتانوي پوځونه د بنگال د پوځ ، د بمبیي او مدراس د څارونکو سترو لښکرونو د څو پالیالو ېواگانو په مرستې چې پاڅون یې نه ؤ کړﺉ پرپوځي پاڅون لاس بري شول. خو په بنسټیز ډول  بریتانویانو خپله مخه د نیپال د راجپوتانو د توکم گورخاص، سیکهانو، د پنجاب او بلوچستان مسلمانانو او د شمال لویدیځ سرحد (پښتونخوا- ژباړونکی) د پټهانانو لور ته واړوله او د هغوی په مرسته یې ډهلی له سره ونیو او د پوځي پاڅون اور یې مړ کړ.
له پوځي پاڅون څخه وروسته بریتانویانو د هندوستان د "سترو توکمونو" سکالې (موضوع) ته وده ورکړه. د بریتانویانو په خبرو کې تل دا یادېدله چې گڼ شمیر هندي توکمونه د سرتیرۍ لپاره مناسب دي او همدغه توکمونه ول چې په یوه وخت کې یې هندوستان د بریتانیا لپاره وژغوره. هغو هندي لېواگانو چې په ۱۸۷۸ کال کې پرافغانستان یرغل وکړ که څه هم گڼ شمیر یې د بنگال له لښکرڅخه ول په ټولیز ډول د همدغې سکالې "ستروتوکمونو" له تل څخه گومارل اوغوره شوي ول: جټان ، سیکهان ، مسلمانان، د پنجاب هندوان ، پټهانان، بلوچان او گورخاصان.
له پوځي پاڅون څخه مخکې هر لښکر د جگړې د ډگرلپاره دتوپخانې او آسونو بشپړو بطریو ونډه درلودله. له هغه وروسته یوازې هندي لښکراجازه درلودله چې غرنۍ بطریه ولري. له ۱۸۵۹ کال وروسته د بریتانیې د شاهي توپخانې لښکر ټول پوځي لښکرځایونه او آسونه ضبط کړل.

په ۱۸۷۸ کال کې په لېواگانو کې د دښتي علمیاتو لپاره "خاکي" پوځي جامې دود شولې. دغه چل ددې لپاره ؤ چې پوځي جامې له ځمکني رنگ سره سمون ولري او رنگونه یې پراډه لرونکي "خاکي"، توربخون زرغون او روښانه خاکستري ول.

د شاهي د توپخانې د آس سپارو غنډ

دافغانستان د ځمکنیو حالاتوپه پام کې نیولو سره د پوځي جامو دغه قانون- لېک مناسب نه وه، په ټولو لېواگانو کې د افسرانو جامې یوازې د پوځي چوپړ د دورې د جامو په ډول جوړې شوې وې.

دهرې هندي لېوا  مشري د بریتانوي افسرانو له خوا کېدله چې ۶۵۰ سرتیري او ۷ افسران ول. دا دپوځي قطعاتو لپاره د افسرانو یوه نامناسبه شمیره وه چې په دغې شم یرې کې ټولې تخنیکي پریکړې د بریتانوي افسرانو له خوا نېول کېدلې او دغه شمیره په ځانگړي ډول د هغو قطعاتو لپاره نامناسبه وه چې د لږې تجربې لرونکي قطعات ول.

دبریتانیا په پلیو پوځي ځواکونوکې هر سرتیري ۰.۴۵ مارتیني  هنري یو ډزی توپک درلود. د هندي لېواگانو سرتیروسنایدر توپک درلول همدارنگه هغوی یو ډزي توپک خو زاړه ډوله ټوپک  درلودل او پلیو منظمو قطعاتو له زړو وسلو څخه په نوي ډول جوړ شوي ډک خولي توپک هم درلودل.

سپاره پوځونه په تورو، نیزو ، کارابین توپکو، بریتانویان په مارتیني هنري او هندیان په سناید توپکونو سمبال ول.

بریتانوي توپچي ځواکونو ډول ډول توپونه درلودل ، گڼ شمیریې نرم خولي لنډ جاغور لرونکي  سپک توپونه ول ، خو په اغیزناک ډول نه ول مگر که چارواکو د اروپايي لښکرو د توپونو په شان پولادي جاغورلرونکي جوړ کري وای اغیزه به یې زیاته وه. د توپخانې مرستندویه برخه اغیزمنه نه وه او په افغاني اړخ کې افغاني ځواکونو څرگنده کړه چې هغوی د بریتانویانو په پرتله ښه پیاوړې توپخانه لري.

هندي پوځ د سولې په وخت کې د لښکرکوټ او چاوڼیو په جوړښتونو کې  له پورته ویل شوې لېوا څخه لوړ بل څه نه درلودل. د پوځي افسرانو لپاره پوځي عملیاتي روزنه نه وه. د جگړې درامنځ ته کېدلو په وخت کې د فرقو او غنډونو پوځیان راجلبیدل او د تجربې له مخې یې باید کار کړای وای.

په ۱۸۷۰ کال کې بریتانوي لښکر اوږد مهاله پوځي چوپړ په لنډ مهالي واړاوه. دغه تگلاره په نړۍ کې د بریتانیا د نورو پوځیانو لپاره نه وه پلي شوې نو په افغانستان کې د لېواگانو دپوځیانو د چوپړ موده لنډ مهالې وه حال دا چې په نورو سیمو کې د اوږد مهاله چوپړ امر لا په خپل ځای ولاړ ؤ. هندي لېواگانې هم تر دغه دمه د همدغې اوږد مهالې دورې په کتار کې راتللې. که  دغې تگلارې ته په نړۍ واله کچه وگورو د لنډ مهالې دورې سرتیري هم د جگړه یزې پیاوړتیا له اړخه او هم له ناورغیو سره د مقاومت له اړخه د اوږد مهاله سرتیرو په پرتله خوارځواکي او ضعیف ول.

په ځمک انځوره کې په افغانستان کې د افغان –ب یتانیې د دویمې جگړې  ټولې سېمې ښکاري: علي مسجد ، پیوارکوتل، چهارآسیاب او کابل په شمال ختیځ کې . احمد خیل په م نځ کې او میوند او کندهار په سویل کې.

دجگړې گټونکي: له ولولو ډک افغانان

دبمبيي پلې لېوا

بریتانوي لېواگانې:
اې بي بطریه، د شاهي توپخانې اس سپاره، چې نن ورځ د مېوند بطریه بلل کیږي، ۲۹ کومانډویي کنډک ، شاهي توپخانه
د درېمې ملکې خپله (د بمبيي سپور پوځ)
درېیم سندهه (د بمبیي سپور پوځ)
د علیا حضرتې ملکې شپږشپتیمه پلې لېوا (له ۲۲ کم پنیو څخه لږ)، د ۱۸۸۲ کال شاهي برکشایر لېوا چې نن شاهي گلاسسترشایر، بریکشایر او د ویلتشایر په نوم یادیږ ي.
لومړۍ شاهي لښکر "گریندایرز" (بمبیي لښکر)
د بمبیي دیرشم بومي پلی ځواک (دبمبيي پوځ)
دبمبیي دوېمه کم پنۍ،  مورچل او سمڅې جوړونکې او کان پیژندونکي/لوژیستیک  (نیمه کمپنۍ )

په انگلستان کې شپږشپیتمه پلې لېوا مخکې له دې چې هندوستان اوبیا د افغان دوېمې جگړې ته و درومي

شمېرنه:
کله چې  د ۱۸۷۹ کال د مارچ په مېاشت کې ډگر جنرال سر دونالد ستیوارت ه خپلې فرقې سره چې له بنگالي او بریتانوي لېواگانوڅخه جوړه وه شمال ته د کابل په لور وخوځېد ، کندهار یې د هغه ښارافغان واکمن والي ته پرېښود او دبمبيي او بریتانوي د فرقې سرمشري یې تورنجنرال پرایمروز ته ورکړه. د افغانستان په شمال کې د بنگال لېواگانې په ۱۸۸۰ کال کې له افغانستان څخه ووتلې او یوازې د کندهار ولایت د ب یتانیا او هندوستان تر ولکې لاندې پاتې شو.

په ۱۸۸۰ کال کې کندهار ته خبر راورسید چې د افغانستان د بې واکه شوي امیر ، امیرمحمد ایوب خان ورور امیریعقوب خان له خپل لښکر سره د کندهار له شماله په تیرېدلو له هراته غزني ته د رسېدلو په حال کې دﺉ.

له جگړې مخکې د شاهي آس سپرو - توپچي ا ي بي او پلې بطریې 

 دکندهار والي پربریتانوي پوځیانو ټینگار وکړ چې د هلمند د سیند په غاړه کې دې د گرشک په سیمې کې د ایوب خان مخه ونیسي که نه نو د هغه په دغه پوځي خوځښت به په ټول هیواد کې پاڅون رامنځ ته شي.
هندي دولت جنرال پرایمروز ته لارښوونه وکړه چې گرشک ته دې یو غنډ واستوي او له احتیاطې یا زیرمې فرقې څخه دې څو لېواگانې د هغوی پرځای را وغواړي. 
پرایمروز تورنجنرال باروز د جگړې د ډگرد غنډ د قوماندان په توگه او تورنجنرال نوټال یې د توپخانې دپوځ د قوماندان په توگه وگمارل.

دبمبیي سپکه توپخانه

د ۱۸۸۰ کال د جولای په څلورمې نیټې د توپخانې دوه لېواگانې ، دبمبیي درېېمه سپکه توپخانه  او د سندهه د آس سپرو درېېمه ېوا له کندهاره ووتلې چې ورپسې په سبا یې پلي او د توپخانې ځواکونه له ښاره ووتل.
 
د جنرال باروز پوځونه د والي له پوځونو سره یوازې له دغه امله یوځای شول چې د والي د پوځونو په منځ کې پاڅون را پورته شوی ؤ او گڼ شمیر یې د ایوب خان پوځونو ته ور اووښتي ول، بریتانویانو د شپږو زَړو لنډخولو سپکو توپونو کارونه بنده کړه او پرځای یې ه ۶۶ فرقې د پلېو سرتیرو بطریه ځای پرځای کړه.

د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۶ نیټه باروز ته د څارکښو له خوا خبر راورسید چې د ایوب خان ځواکونه د مالموند له غاښي څخه د تېرېدلو په حال کې دي او بله ورځ به د مېوند کلي ته راو سیږي چې له هغه وروسته به د غزني پر لور ودرومي. که باروز د همدغه خبر په اورېدلو د خوځېدلو قومانده ورکړې وای نو له ایوب خان څخه به مخکې مېوند ته رسېدلای وای. د هغه په بدل کې د هغه ځواکونه د بلې ورځ پرسهار وختي وخوځېدل ، دا ځنډ له دغه امله پیښ شو چې ځواکونو د بارتړلو لپاره وخت ته اړتیا لرله.

د ۶۶ پلي ځواک یو سرتیری په سویلي افغانستان کې

کله چې بریتانوي / هندي ځواکونه مېوند ته ورسېدل ، د ایوب خان پوځ له ورایه ښکارېده چې د بوړبوړکیو او دوړو په توپان کې  تېرېده او دښته یې په دوړو کې پټه کړې وه. باروز دغې ته په کتلو اټکل وکړ چې له افغانانو څخه مخکې مېوند ته رسېدلای شي نو پوځ ته یې د مخ په وړاندې د تگ بولنده ورکړ.
د باروز پوځ له مېوند څخه واوښت او دیوې تنگې درې د ۲۵ فټیزې ژورې برخې ته ورسېد چې دغه دره د هغه د مورچل له مخې تېرېدله. ددې پرځای چې په مېوند کې  د درې په غاښي کې دفاعي څنډې ونیسي ، باروز خپلو پوځونو ته د ورڅیرمه پراخې پرانیستې دښتې مخې ته د درې د غاښي په څنډه کې د ځای پرځای کېدلو امر ورکړ.

د ایوب (خان) ځواک د کابل اوهرات له روزل شوېو لیواگانو، له والي څخه تښتېدلي او قومي سرتیری ځواکونه ول چې ټول ټال ۱۲۰۰۰ تنه ول چې په منځ کې یې ۳۰۰۰ سپاره هم ول. د ایوب خان د ځواکونو په پرتله،  د جگړې د گر د کرښو لپاره ،  د باروز ځواکونه د بارتړلو او وړنې راوړنې گارډ / لوژیستیکي له سرتیرو سره ۱۵۰۰ پلي ، ۳۵۰ سپاره ول.

دبمبيي بمب اچوونکي

دبریتانوي پوځونو توپونه له درې واوښتل او داسې مورچل یې ونیو چې افغانان د هغوی د توپونو د اور تر لمبو لاندې راغلل.
د باروز له اټکل او موخې پورته د توپخانې اور لا اغیزناک ؤ، نو له همدې امله یې د پرمختگ لپاره  پلي او سپاره ځواکونه په بېړه مرستې ته ور ولیږل  چې شپږشپېتم ځواک یې ښۍ خواته، د جیکبزتوپ لرونکي یې دمنځ له لوري او لومړي بمب اچوونکي یې کیڼې خواته د مرستې په لپاره چمتو ول.

د جگړې لومړۍ لړۍ د توپخانې د ځواکونو په مردکیو پیل شوه ، افغانانو د پیاوړو او مـُدرنو د ستیټ –آف –دی آرټ آرمسترانگ توپونو په لرلو پر بریتانوي سرتیرو ډزې پیل کړې. د بمب غورځوونکو لومري او سپاره ځواک ډیره درنده مرگ ژوبله  ولېدله او د جیکبز توپ لرونکي ځواک د بمبارۍ له لاسه په پټن ځای کې پټ شو.

د توپخانې له دوه اړخیزه اور وروسته افغان پلي ځواکونه د هندي/بریتانوي پوځ پر لومړي کرښې د برید لپاره ور ننوتل ، لېکه یې ماته کړه. باروز د یوه بې ځایه او تش خوځښت په کولو لومړي بمب غورځوونکي پوځ ته د برید بولنده ورکړه ، که څه هم د افغان پوځ پرمخ را روان ؤ باروز خپله بولنده بیرته واخیستله ځکه چې بمب غورځوونکي ځواک د افغان د ځواکونو د اور له امله ډیره مرگ ژوبه ولېدله.

د پ انیستې دښتې پر لور د افغانانو پرمختگ ،  د بریتانوي / هندي ځواکونو کینه برخه تشه پریښودله، دغې ویرې باروز اړ کړ چې د جیکبز د توپک لرونکي ځواک دوه کمپنۍ تشې خوا ته  ور ولیږي او له کینې خوا څخه د بارتړلو د گارد/لوژیستیک د توپک لرونکو په منځ کې د دوه سپکو توپونو په مرستې یې ملا ور وتړي. 

 د بریتانوي بولندویانو پام دغې خب ې  ته نه ؤ چې د ځواکونو  بلې تشې خوا ته یوه بله دره تېره شوې ده  چې ښۍ خواته له لویې درې سره یوځای کیږي. د جگړې په وخت کې افغانانو دغه دره وکاروله چې د بریتانوي/ هندي پوځونو تشې ښۍ  خواته ور ننوځي ترڅو د شپږشپیتم ځواک د س تیرو مخه ځان ته ورواوړي، تر هغه مخکې ددغه ځواک مخ د خپل گاونډي ځواک د جیکبز د توپ لرونکو او د لومړۍ بمبیې د بمب غورځوونکو د ښې برخې زاویې ته ؤ.


په م ېوند کې له توپونو څخه ساتنه :
د شاهي توپخانې د آس سپرو بطریه چې نن (د مېوند بطریه یادیږي)

اوس نو د با وز ځواک په کلکه د را غونډو شویو آسونو د لېکو په شان په یوه ټکي کې راټول شوي او پلي ځواکونه د بې یبرې یا بې ثمره پرمختگ په لومو کې راښکیل شول ، د افغان سپارو ځواکونو له سترگو څخه د کیڼې خوا تشه خطا شوه ،قومي او پلیو ځواکونو او د هغوی توپونو د بریتانوي پوځ ښۍ خوا ته د یوې څنگیزې درې له لورې ورننوتل.

د همدغې ورځې په وختي م اسپښین کې د سپکو لنډ‌ خولو ټوپونو مردکي پای ته ورسیدل او ځواکونه له مورچلونو را ووتل ، دا داسې یو خوځښت ؤ چې د جیکبز د توپچي ځواک کیڼه خوایې چې لا مخکې د افغان توپخانې او د سیمې د تودوخې له امله تاواني شوې وه ، له گډ وډۍ سره مخامخ کړه.


کله چې د افغان ځواکونو اور زور اخلي د شاهي توپخانې د سپرو ځواکونو توپچیان هغه وخت خپل بې آسه ملگري راپورته کوي چې غواړي په شا تیښته وکړي

د سپکې توپخانې په شاته کېدلو افغان سپاره ځواکونه بریالي شول چې د بریتانوي /هندي ځواکونوپرمورچ ونو د کیڼې تشې له لورې د شا له خوا ورننوځي. د جیکبز د توپخانې توپچیانو او او توپک لرونکو هڅه وکړه چې د افغان د ځواکونو ددغه پرمختگ مخه ونیسي او ټولوپه یوه وار پرافغانانو ډزې پیل کړې خو د بریتانویانو اور اغیزه نه در ودله ، کمپنۍ تجربه نه درلودله او بولنده یا قومانده یې دداسې بولندیانو یا قوماندانو په لاس کې وه چې نوي پوځ ته راغلي ول او خپل سرتیري یې سم نه پیژندل.
افغانانو له څنگیزې درې څخه د بریتانوي / هندي ځواک زړه ته د ښۍ خوا له تشې ورننوتل.د سندهه د آس سپرو ځواکونو یو خوځښت وکړ چې دافغانانو ددغه پرمختللو د مخې خنډ شي خو اس سپاره بی ته شا تگ ته را وبلل شول.


د شپږشپیتمې پلې لېوا سرتیري په مېوند کې

ایوب خان خپل دوه توپونه د څنگیزې درې غاښي ته راوړل او له لنډ واټن څخه یې ښایې له درې سوه متریز واټن څخه پر لومړۍ بمب غورځوونکې لېوا د اور بولنده ورکړه . په نږدې ماسپښین کې دتوپوخانې اور بند و او افغان قومي ځواکونو د هندي /بریتانوي ځواکونو د کرښې په زړه کې د ننوتلو نوښت په لاس کې ونیو. د جیکبز د توپخانې دوه کمپنیو کیڼه خوا په تیښتې پریښودله او د لومړۍ بمب غورځوونکۍ لېوا خوا یې په بشپړ ډول تشه پریښودله.

افغانانو د بمب غورځوونکو شمیره راټیټه کړه، او داسې ښکارېدله چې هندي سرتیري ډیر ستړي ول او د ویرې له اره یې د مقاومت وسه له لاسه تللې وه.

د آر ایچ اې توپونو د جگړې د کرښې په زړه کې مورچل ونیو اوپه بېړه یې    افغان ځواکونو ته د سلامي کېدلو وروستنی ډز وکړ، افغانان دڅو جریبو په واټن کې کیڼ خواته د بریتانیې د لار ورکی  توپخانې د په شا کېدونکو توپچي ځواک لوري ته را نږدې کېدل.  هغوی په سترگو لېدل چې د جیکبز د توپخانې د ځواک  پاتې وې توپونه د شپږ شپیتم پلي ځواک په کیڼ اړخ کې ویلي شوي ول او دکرښې ښۍ خوا یې په توره تیاره  کې پرې ایښې وه.

په مېوند کې د افغانانو پرضد د شپږ شپیتمې ېوا  وروستنۍ لاس او گریوان کېدنه: یولس تنه (۲ تنو افسرانو او نهو تنو سرتیرو ) د خیگ له کلي څخه دباندې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. د سپي نوم چې بوبي دﺉ د هغوی ترپښو لېدل کیږي.

باروز ، نټال ته بولنده ور ولیږله چې له خپلو سپرو سره دې د افغانانو مخه ونیسي تر څود دغې خونړۍ شیبې ولکه بېرته په خپل لاس کې واخلي. هغه په ډیرو ستونزو یوازې یو سلو پنځوس تنه سپاره راټول کړای شول او په نېمه او مړژواندي زړه هغو افغان ځواکونو ته ورنیږدي شول چې تر بمب غورځوونکې لېوا راټول شوي او هغوی یې کلابند کړي ول او کله چې هغوی ته نږدې شول بیرته په تیښته راغلل.  باروز پر خپل آس سپور شو او د جگړې د ډگر ترکرښې نږد ې ورغی ترڅو له نورو سپرو سره یوځای یرغل وکړي خو بری ور په برخه نه شو.

بریتانوي توپخانې له یوه مورچله د پليو ځواکونو تر څنگ پورې د توپخانې اور کاوه او دلته وه چې د لویې درې له څنگه پلي ځواکونه تېر شول او د نورو یرغلونو لپاره یې په څو څو ځله بیرته ودانگل.

پلي ځواکونه په دوه وو جلا ډلو کې ترشا شول ،دکیڼ خوا ځواکونو د مونداباد خوا ته په شا شول چې د شپږسپیتمې پلې لېوا ، د مورچل اوسمڅو کېندلو کنډک او ماین پیژندونکي ول او دبمب غورځوونکو ځواک د خیگ د کلي خوا ته په شا شول. لویې درې ته د په شا کېدلو په وخت کې د بمب غورځوونکو گڼ شمیر سرتیري ووژل شول . شپږشپیتمه پلې لېوا د دوه هندي لېواگانو د ملا د تیر له ماتیدلو وروسته دړې وړې شوه او په څو ډلو وویشل شوه او د په شا تگ په حال کې په جگړه کولو شا ته کېدله.


دشپږشپیتمې لېوا او د بمب غورځوونکې لېوا شا گڼ شمیر افغانانو نېولې وه ، له درې څخه په تېرېدلو د خیگ کلي ته  واوښتل او ټول ټال سلو تنو پاتې شویو بولندیو افسرانو د خيگ دکلي په یوې څنډې کې په یو بڼ کې خپل وروستنی تم ځای ونیو او جگړې ته ودرېدل. له هغوی څخه لاره او گودر ورک ؤ ، له دغې ډلې څخه ژوندي پاتي شوي دخيگ د کلي له لارې یو بل دیوال لرونکي بڼ ته واوښتل او دلته یې د دوېم ځل لپاره خپل وروستنی مورچل ونیو. دغه وروستنی مورچل او جگړې ته د ېدل له کلي څخه د باندې له شپږشپیتمې پلې لېوا څخه یولس تنو ژوندي پاتي شویو وکړ، دوه تنو بولندیانو او نهو تنو سرتیرو.

د فوربوري په بڼ کې د یادښت ت ټولو لوی د زمري څلی. ترڅلي لاندې لېکنې د میوند د جگړې یادونه او د شپږشپیتمې پلې لېوا د له لاسه ورکولو یادونه تازه کوي

دپوځ نور ژوندي پاتې شوي سرتیري بریالي شول چې د جگړې له ډگر څخه په شا شي، د افغان دپوځ د پرمختگ مخه د بمب غورځوونکې لېوا د ژونديو پاتې شویو ډلگیو له پلوه ونیول شوه او تر هغه دمه وجنگېدل چې مردکي یې خلاص ول او بیا افغان پوځونو ته سلامي شول.

بریتانوي بولندوی باروز د خیگ له لارې د وتلو لاره وموندله خپل د سپرلۍ آس یې یو بل ټپي افسر ته ورکړچې د سیندهه د اس سپرود یوه بریدمن افسر «وارنت» په لاس ژغورل کیږي ، بولندوی نه پوهېده چې د هغه د پلي پوځ ښی اړخ  د هغه تر شا د مرگ تر پولي پورې جگړه کوي.

بریتانوي او هندي سرتیري او د پوځي پنډغالي چوپړ مارسرتیري د افغان د سپرو ځواکونو له لاسه په تیښته ول او د کندهار پر لور پرسړک باندې د تیښتې په حال کې په ځغاسته شول. ددغې خورې ورې شا ته کېدلو په ترڅ کې چې د افغان پوځونو له خوا سرتیري مخې ته اچول شوي ول که څه هم گڼ شمیر یې ژوندي ونیول شول ، ووژل شول او یا ټپیان ول خو بیا هم د افغان د پرمختلونکي سپاره ځواک م خه د سندهه د سپارو سرتیرو یوه ډلگي او د آر ایچ اې بطریې او د لوژیستکي او ساتونکي گارډ سرتیرو تر یوخ وخت پورې ونېوله .

دپلیو افغانانو مخه د یوه مقاومت په ترڅ کې په خیگ کې د بمب غورځوونکي ځواک له خوا خوره وره شوله خوهغوی ته داسې شیبه په لاس ورغله چې بریتانوي ، هندي او لوژستېکي سرتیري  یې لوټ کړل.
  
د غنډ پاتې ژوندي سرتیري تر کندهاره په خاپوړو په تیښته کې ول او مخې ته یې ناببره د افغان سپارو د ژغورنې یو کوشنۍ ډله ورغله او ژوندي کسان یې را وایستل. 

تلفات: د بریتانوي او هندي ځواک ۲۱ افسران او ۹۴۸ تنه سرتیري ووژل شول. ۸ افسران او ۱۶۹ تنه سرتیري ټپیان شول. بمب غورځوونکي ځواک ۶۴ په سلو کې خپل ځواک او ۶۶ پلې لېوا ۶۲ په سلو کې د ۱۲ تنو بو ندویانو په گډون خپل ځواک له لاسه ورکړ. د سپاره ځواک تلفات ډیرلږ ول.
د افغان د ځواکونودتلفاتو  په اړه یوه د ډاډ وړ اټکل تر ۳۰۰۰ پورې ښیي چې د جگړې د طبیعت د له ځانه تیرېدنې د غبرگون څرگندویه ده.


د مېوند په جگړې کې د شاهي د اس سپرو د توپخانې بطریه چې د افغانانو له پرمختگ او ویرې څخه د تیښتې او شا ته کېدلو په حال کې ده

د لېوا مرگ ژوبله:
ايي/ بي بطریه، د اهي توپخانې آس سپاره، ۱۴ وژل شوي، ۱۳ ټپیان
د دریمې ملکې خپل ځواک (دبمبیي د اس سپرو ځواک) ۲۷ وژل شوي ،۱۸ ټپیان
ددریم سندهه اس سپاره، (د بمبیي ځواک) ۱۵ وژل شوي ، ۱ ټپي
د علیا حضرتې ملکې شپږشپیتم پلی ځواک ، ۲۸۷ وژل شوي ، ۳۲ ټپیان
لومړی بمب غورځوونکی ځواک ۳۶۶ وژل شوي ،۶۱ ټپیان
د بمبیي دیرشم این آی (د جیکبز ټوپک ل ونکي) ۲۴۱ وژل شوي ،۳۲ ټپیان
د بمبيي د انجنیرۍ او ماین لټوونکو له دوېمې کمپنۍ څخه ۱۶ وژل شوي او ۶ ټپیان

دعلیا حضرتې دریمې ملکې له شپږشپیتم پلي ځواک څخه پخوانې سرتیری نایتنگیل (بلبل) په ۱۳۳۰ کال کې خپلو کوشنیانو ته د افغان د جگړې مډال ورښیي

تر هغه وروسته:
په دغې خونړۍ جگړې کې د افغاني پوځ بریا دایوب خان د هغې موخې مخه ونیوله چې د غزني په لور یې درومل او د غزني پرځای یې کندهار ته مخه کړه. د مېوند په جگړې کې بریتانوي او هندي فرقې له ټولې رسېدلې مرگ ژوبلې سره سره لا دا بشپړه وړتیا درلود له چې له کابل څخه د رابرتز او د هغه د ځواکونو تررسېدلو پورې مقاومت وکړي.


د شاهي توپخانې د اس سپرو ځواک په لندن کې د پوځي روزنې په م هال کې

د لېواگانو له خولې کیسې او دودونه
- په افغانستان کې ، میوند د جنگ د طبیعیت د تېرې چړې څوکه انځور کړه. له شماره وتلو بریتانوي او هندي ځواکونو د افغان له ستر ځواک څخه جگړه  گټلای شوای خو په دغه آړ (شرط) چې  که سرتیري د تجربې خاوندان وای او د وړتیا لرونکو او پوهو بولندویانو له خوا یې لارښوونه شوی وای. اړنگ (شک) ن ته چې باروز زړه ور ؤ خو هغه په جگړه کې بولندویي (قومانده) نه وه کړې او د توپخانې ،پلیو او د آس سپرو د گډو ځواکونو تجربه یې نه درلودله. هغه خپلو پوځونو ته داسې ته دورتـلنگ بولنده ورکړه چې هلته مورچل نیول پناه ځای نه درلود او د جگړې د بولندویۍ  په  ورکړه کې  په داسې ځای کې پاتې راغی چې له هغه ځایه یې کولای شوای د جگړې د پرمخ بیولو نوښت په لاس کې ونیسې . په احمد خېلو کې جنرال ستیوارت پرته له توپخانې د افغان د پوځونو دیرغلو له امله د ړنگېدلو په لومو کې را چاپیر شوی ؤ. په مېوند کې افغان پوځي ځواکونه، هم د شمیر اوهم د توپخانې د اورد اغېزمنتیا له امله برلاسي ول، او د جیکبز په توپخانې کې د جنرال باروزد پلي پوځ په ځواک کې یو په درېیم ډلگي یې بشپر نه ول او دغو ډلگیو بې تجربې او څه ناڅه نا روزل شوي بولندویان درلودل.

- باروز د حالاتو د اغیزمنتیا په پام کې نیولو کې پاتې راغی. جگړه په بې پناه، له دوړو ډکه او له حده وتلې تودوخې او په  وچې دښتې کې را پېښ شوه. د جگړې په هغې ورځ ډیریو سرتیرو ډوډۍ نه درلوده او په جگړه کې د اوبو رسول هم لاوختي په ټپه درول شوي ول. د جگړې د ډگراو د انجنیرۍ اولوژیستیکي کرښو تر منځ د افغان سپارو ننوتنې د ډوډۍ ، اوبو ، وسلو او د ټپي شویو د ژغورنې لاره وتړله. د جگړې د ډگر د پریکړه کوونکو سپکو توپونو مردکي پای ته ورسېدل او له ډگر څخه ووتل او دغه کار د جیکبز د توپخانې د ډلگیو دځواک پر مورال چې د پلیو ځواکونو په کیڼ اړخ کې یې مهم او اړین دریځ نیولی ؤ مرگونی گواز وکړ.

- د پږ شپیتې پلې لېوا مرگ ژوبله د رودیارد کیپلینگ په شعر کې په ویرلړلي ډول غبرگون موندلی دﺉ. د شعر نوم  «هغه و ځ» دﺉ.  که څه هم مک گونيگال دغه شعر ته ریتم جوړ کړی دﺉ خو نه په هغه ډول چې ښایي .

- په شپږشپیتمې پلې لېوا کې د "بوبي' په نامه یو سپی ؤ اوڅښتن یې بریدگي کیلي ؤ. بوبي د جگړې تر وروستنۍ شیبې پورې ژوندی پاتې شو او د بیرته په شا تللو وخت کې که څه هم ټپي شوی ؤ له نورو سره په شا شو او ځان یې کندهار ته ورساوه. کله چې لېوا بیرته انگ ستان را ستنه کېدله علیا حضرتې ملکې ویکتوریا سپي ته انگلستان ته د ستنېدلو اجازه ورکړه او هغه ته یې د اوزبورن په کورگي کې د افغان د جگړې په کمپاین کې د نورو ژوندیو پاتې شویو سرتیرو ترڅنگ مډال ورکړ.


د اوزبورن په کورگي کې ملکه ویکتوریا د مېوند له جگړې څخه ژوندي پاتې شوي بوبي سپي او دشپږشپیتمې پلې لېوا غړیو ته د افغان د جگړې مډال ورسپاري

- د ايي بطریې ، بي ب يگیډ، د شاهي د توپخانې آس سپارو ته د ویکتوریا ۲ صلیبونه او ۸ ځانگړي د ویاړنې مډالونه ، د جگړې په وخت کې د ویاړلو کارونو او د په شا تللو د ویاړنې مډالونه ورکړل شول.  له بطریې څخه په رسمي ډول د هغوی د ویاړونو په اړه د پوځي پریډ پر مهال د نایب السلطنه له پلوه مننه وشوله.
.
- هندي سرتیرو چې د هیوادپه شمال (بریتانوي هند) کې د افغان په دوېمه جگړه کې په میړانه جگړه وکړه دبنگال له پوځ څخه ول. د بمبیي د ځواک لپاره د میوند جگړه لومړنۍ ویه نښته وه.  د جگړې د بایللو په تورو وریځوکې د دریو لېواگانو نږدې بشپړې له منځه تلنې د بمبيي پرځواک یې د پیاوړو گوت نیونو لپاره لاره پرانیستله.

- مېوند په بریتانیا او اروپا کې شور او زوږ را وپاراوه. د باروز دوه تنه لوړ پوړي بولندویان پوځي نیاوتون( محکمې) ته را وکاږل شول خو بیرته یې براﺋت وموند. د شاهي توپخانې د آس سپارو د سپکو توپونو د بطریې بولندوی تورن سلیډ ته په جگړې کې د هغه د کړنو له امله پوځي سزا واورول شوه چې له خپل پوځي بارک څخه بهر نه شوای وتلای.

- د بریتانیې د سرتیرو کړنې له یوه تر بله توپیر درلود. شپږشپیتمه پ ې لېوا، د جگړې د ملا ستنه وبلل شوله. لېوا په ځان تېرېدنې هڅه وکړه چې د افغانانو مخه ونیسي. د لېوا د بیرغ په ساتلو کې څو تنه سرتیري او بولندویان ووژل شول. افغانان هم دهغو جنگیالېومېړانې ته چې په خیگ کې جنگېدل هیښ پیښ ول په ځانگړي ډول هغو یولسو تنو ته چې څو تنه افغان برید کوونکي یې وویشتل او کله چې وسله او مردکي یې خلاص شول نو نیزه په لاس تر هغه وجنگېدل ترڅو چې مړه شول. د بیرته په شا تگ په وخت کې یو شمیر بریتانوي سرتیري د تندې او د افسرانو د مالونو د بارونو د بارولو په وخت کې د ستړیا له  کبله د تللو وسه یې نه درلودله او بله لاره نه وه مگر دا چې هم اغلته پريښودل شي او د هغو افغانانو په لاس چې په شا شویو سرتیرو پسې گرځېدل سرونه یې ور پریک کړي . بریدگي مو نیي ته د علیا حضرتې ملکې ویکتوریا صلیب ورکړ شو هغه په بې پروایۍ د بریالي شویوافغان قومي ځواکونو له منگولو څ خه توپ او ټپي شوي توپچیان و ژغورل. توپچي کولین د شا تگ په وخت کې د خپلو کړنو له امله د ملکې صلیب ترلاسه کړ.

د شاهي توپخانې د آس سپروله لېوا څخه بریدگي مولیني د یرغل په حال افغانانو له منگولو څخه دټپي شویو توپچیانو د ژغورنې له کبله د ملکې صلیب تر لاسه کړ.
د شیرلوک هولمز محرر او ملگري ډاکټر واسټون ته چې په مېوند کې په ۶۶ ځواک کې یې د جراح په توگه کار کاوه  یو ټپ ورسېد چې له هندوستان څخه انگلستان ته ۲۲۱ بي بیکر سټریټ ته را ستون شي.
د ۶۶ ځواک د برک شایر د لیوا د وژل شویو سرتیرو په ویاړ د فوربي په پارک کې د یوه ستر زمري مجسمه و درول شوه چې تر لاندې یې د برکشایرد ښارگوټې کا نامې ولیکل شوې؛ د ویاړنې او ویر هغه یاد - څلی چې د ډگروال گالبریت او د هغه د سرتیرو یادونه ژوندي ساتي . د م جسمې گرد چاپیره د ۶۶ ځواک د هغو سرتیرو نومونه کېندل شوي دي چې د میوند په جگړه کې له پښو وغورځېدل.
له کاڼو جوړ شوی دغه زمری باید په برابره توگه د شاهي توپخانې د آس سپارو ، د بمبیي د درېیم  سپورځواک،د سندهه د آس سپرو د ځواک، لومړۍ بمب غورځوونکې لېوا ، د این آی بمبیي دیرشم ځواک ، د جیکبز د توپچي لیوا او دبمبیي د انجنیرۍ او وژیستکي سرتیرو په ویاړ وگڼل شي چې په مېوند کې یې د بریتانیا د شاهي تاج تر سیوري لاندې جگړه کړېده.

د « اې لویه څښتنه – میوند»  په شعر کې [لاندې ولولې] وروستنی پاراگراف وایي: د «هغه میړه »
( په ۱۹۷۰ کال کې افغان سترجنرال سلیمان) وخندل او زیاته یې کړه: هرگوره، په افغانستان کې د وسله والو شپنو ویرې ته دادﺉ اوس په بهر کې په درنده سترگه کتل کیږي او ان دا چې بریتانیا به بیا پرموږ یرغل ته زړه ونه تړي!

شع
هغه ورځ
شاعر: رودیارد کیپلینگ
کیپلینگ دا شعر د میوند په جگړې کې د ۶۶ ځواک په ویاړ او یاد لیکلی دﺉ
[گرانو لوستونکو! زه شاعرنه یم او له بده مرغه نشم کولای چې دغه شعر په شعري ژبه راونغاړم ، ما یوازې د ژباړې کار کړی دﺉ او که شاعران لېواله وي کولای شي هغه ته شعري بڼه ورکړي- ژباړونکی]

هېلې شولې ډوبې ، وسې مولاهو شوۍ
دتیښتې په هرگام کې موگومان کاوه ټپ اخلو
لارې شولې ورکې سترگو لارې لټولې
وېره غوړېدله سپینې ورځې شولې تورې

اوس ترانه نه شته چې سندربولي یې ووایي
نه هغه سازیان شته چې دترانو سازونه وغږوي
کاشکې له خپلې ماتې مخکې مړ وای
کاشکې مړوای چې دا مې په سترگو نه وای لیدلي

 د سزا له لېدلو مو نور زړونه تور ول او هغوی پرموږ ښه پوهیدل
دډلگي بولندوی را پورته شو او په توره یې ووهلو
او چا چیغه کړه ، ویې ویل پام کوي!  ځان وژغورﺉ! هرڅوک چې کولای شي ځان دې وژغوري
اوتوپکونه مو له غاړو لیرې وغورځول – اې لویه څښتنه!
پرځمکې دیرش مړه او ټپیان ول، ډیر ول ، نه مو شو شمیرلای
کله چې د مورچل لېکه ماته شوه ، نه نه ، له شلو زیات نه ول

م گر خدایه! د تیښتې د لیکې په اوږدو کې یې د پسونو په شان ، زموږ غاړې را وریبلې
او دا ټول هغه څه ول چې په تیښتې کې را په برخه کېدل
شا ته مې د تورې شرنگ تر غوږونو شو، خو ما د تور زن مخ ونه لېد
او نه پوهېدلم چې چیرې ولاړ شم ، ځکه زه ونه درېدلم اوپه تیښته کې مې دلېدلو وس مې نه درلود
بیا مې د سوالگر ږغ تر غوږونو شو چې په تیښتې تیښتې کې وپۍ غواړي
گومان مې وکړ چې د سواگر دغه ږغ پیژنم- او – خو پوه شوم چې دا زما ږغ ؤ
موږ د تېښتې په نیمې لارې کې تر څـَـــپـَــریو لاندې پټ شولو
د کلیو گردچاپیره د کورلیانو (خرگوش) په شان پراته وو


اوجگړن خپل جوړوونکي څښتن (خدای) ته سپکې وویلې ، ځکه چې هغه یې د همدغې ورځې د لیدلو لپاره ژوندی ساتلای ؤ
ډگرو ال خپله تو ه ټوټې ټوتې کړه او ویې ژړل
مخکې له دې چې پیل یې کړو ، موږ خولا له پخوا خوسا شوي وو- موږد سمېدلو او دسپلین  څ پړه نه وه لېدلې
د بولندې هغه امرونه به مو منل چې زموږ خوښېدل


هو! هر کوشنی نغاره چې حق لري چې سم او ناسم و نه مني
د هغه څه بیه مو باید ورکړې وای چې موږ ته یې را وښودل،  او موږ د غه بیه ورکړه!
کېسه کاغذونو او لېکنو ښاېسته کړې ده ، مگر پوځ تر هرچا ډیرښه پوهیږي چې څه ورپیښ شول
د لیواگانو له تښتیدلو وروسته ستړي ستوم انه او اوښ بانه شولو (د اوښانو رسۍ مو په غاړې)
موږ هر یوه ته یې د انگلستان پر میرڅي باندې د سوبې مډالونه اکړل
هېله لرم زما سندره دې خوښه شي ، ځکه چې رښتیا ده!


اوس ترانه نه شته چې سندربولي یې ووایي
نه هغه سازیان شته چې دترانو سازونه وغږوي
کاشکې له خپلې ماتې مخکې مړ وای
کاشکې مړوای چې دا مې په سترگو نه وای لید ي