ستا د راتلو په انتظار کي شپي او ورځي شميرو.
ته کله زم
وږ ټاتوبي ته راځي؟
دي پلو ته راتاو سه، اي پسرليه.
وايي ستاسره خوشحالي،ارامي ،هوسايي اوسمسورتيا ملګري
وي ، بلبلان او بوراګاني ستا سره جوړه روان وي اوپه خپلو زړه راکښونکو نغموسره ویروونکي چوپتيا ماتوي ، نو
بيا څه له دي خوانه راګرزي ؟
وګوره دلته هرڅه بل ډول دي ،وراني ډيره ده ،زړونه مات دي خوشحالۍ او ارامي ددي
دياره کوچ کړی دي ، راسه پسرليه دي خاوريني او مصیبت ځپلي ورشو ته راسه .
دلته اوس هم دتوپک په خوله خبري کیږ
ي ، دتوي سوي وينو سوړ بوي پوزي له راځي .
راسه پسرليه ستا زړه وړنکو وږموته ډيره اړتياده .
دلته اوهلته نوي
هديري جوړي سويدي ،زرغوني جنډي پري ولاړي دي اودنوي جوړسوو قبروشاوخواکي زړه بوډي دخپل نازولي ځوانيمرګ زوی
د کونډي سره په سلګو سلګوژاړي ،یتيم ماشوم په چوتياسره دقبر په تيګو لوبي کوي .
دلته ژوند يوتصادف دی خو
وژنه هره شيبه ممکنه ده .
مخ په وړاندي غبار اوتروږمي ده څه نه ښکاري ، اي دصلحي پسرليه راسه اودروښنايي ډک
وزرونه پردي خوا راوغوړوه .