ارواښاد استاد علامه عبدالحى حبيبي
په كندهار كښي د احمد شاه با با د زمانې راهيسي د كاكړو يوې مشهوره كورنۍ افغاني ټولني ته ډير درانه پوهان او ستر روښان فكران وړاندي كړي چي د هغو دجملې څخه يو هم ارواښاد عبدالحى حبيبي صاحب و . ښاغلى حبيبي صاحب د عبدالحق كاكړ كندهاري زوى په ديارلس سوه اته ويشتم هجري سپوږميز كال كښي د كندهار په لرغوني او باستاني ښار كښي وزيږېد .د ارواښاد د مادي ژوند نسبي ښه حالت هغه ته اجازه وركړه چي د هغه وخت په ښوونځيو كي تر پنځم ټولګى پوري زده كړه وكړي او كله چي په ديارلس سوه شپږم لمريز كال كي د ښووځى څخه فارغ شو نو د ښوونكي په توګه مقرر شو . څرنګه چي محبوب استاد د پياوړي استعداد خاوند و نو ډير ژر يې په ليكلو او شعري پارچو پيل وكړ .
په پښتو ژبه كي د ادبياتو د تاريخ ليكنه تر ټولو لومړى ارواښاد استاد علامه حبيبي صاحب پيل كړې ده ، په ديارلس سوه دولسم لمريز كال كي چي دى په كندهاركي د طلوع افغان د جريدي مديرو ، په هغه جريده كي يې د پښتو ژبي شاعرانو پېژندګلوي ته دوه خاص ستونه
خاص كړل . پياوړي استاد د پښتو ادبياتو او د پښتو ژبي د تاريخ په روڼولو كي ډير ستر موفقيتونه ګټلي دي او د لويي برخي خاوند دى . ددې كار اغاذ او ادامه تر ډيره حده دده د همت او زحمت د وجي دده د قلمي او علمي خدمت پله يې ډيره درنه كړې ده . او همدا راز ارواښاد د ادب د دنيا خوري وري څانګي راټولي كړي او دنوي پوهي په رڼا كي يې د هنر او د ادب و مينه والو ته ډالۍ كړي چي په دې كار سره يې د لرغوني هيواد د تاريخ اصلي جوهر او تاريخي وركي زېرمي رابرسيره كړي او په خپل بي پايه هاند او هڅو يې څه د پاسه يو سلو دو ديرش ډير مهم شتمن تاريخي او ادبي اثار ليكلي او يا خويې پر هغو داسي سريزي ورزياتي كړي چي واقعا يې د نامالومو ادبي ، تاريخي او تصوفي اثارو زيرمي خلكو ته روښانه كړي.
لوى استاد نه يوازي داچي د مطبوعاتو په روزنيز اړخ پوه و بلكي عملا يې دغه لاره پاللي او ټينګه تعقيب كړې ده په تېره بيا د ملي ژبي پښتو د احيا او پرمختيا كښي دده هڅي خورا درنې وې ، نه يوازي دا چي دى په پښتو ژبه كي يو پياوړى ليكوال و بلكي په فارسي ژبه كي هم يو پوخ ليكوال و او په دواړو ژبو كي ډير مهم او پاخه اشعار لري او د دواړو ژبو يو خوږ ژبى شاعر او ادبي ليكوال و سربيره پردې چي قدرمن استاد د پښتو او فارسي ژپو يو پياوړى ليكوال و خو ده په انګليسي ، عربي او اردو ژبو كي هم لوى لاس درلود .
پياوړى استاد په خپل ژوند كي يو لړ ارزښتناكه دندي هم تر سره كړي دي چي نوموړي په ديارلس سوه اووم هجري لمريز كال كي د طلوع افغان د جريدې مرستيال او وروسته تر درو كلونو د هغې جريدې مسوول شو او همدا راز اروښاد د پښتو ټولني لوى مدير ، د طبوعاتو د مستقل رياست مرستيال ، د پوهني د وزارت مشاور ، د كندهار د پوهني ريس ، په چمن كي د تجارانو وكيل ، د ادبياتو د پوهنځى ريس ، د كابل مجلې مسوول چلوونكى ، افغانستان د تاريخ د ټولني ريس او د كابل په پوهنتون كي استاد پاته سوى دى .د افغانستان د تاريخي خاوري او دكندهار د فرهنګي او باستاني بېدياوي ددې علمي او ادبي شخصيت علمي ، تاريخي ، ادبي ، ژبني او ټولنيز ميراث به د افغانستان د خپل اولس او د هنر او ادب د مينه والو په منځ كښي د يوه مدني ميراث په توګه تر نسلونو نسلونو پوري په ډير ارزښت او درنښت سره پاته وي .
د ادب ډيوه مړه شوه
ته يوګل وې د عــــــــــــــــــــــــرفان ورژېدلې
ته غمخور ددې اولس وكـــــــــــــــــــوچېدلې
تا ټول عمــــــــــــــــر و وقف كړى و اولس ته
ددې خلكو په غمــــــــــــــــــــــــوكي ربړېدلې
ستاوه هيله چي ټول خلــك فهميــــــده شي
شپه او ورځ ددوى لپـــــــــــــــــــــاره كړېدلې
تا د مرګ په ساعت هم فراغـــــــــــــت نكړ
تا پر وخت د زكنــــــــــــــدن پاڼي ليــــــكلې
رنځورانو ته د جهل لوى درمــــــــــــــــل وې
ته ددې ميني وتلى علامــــــــــــــــــــــــــــه وې
ددې سيمي د تيارو بله ډيــــــــــــــــــــوه وې
تا د علـــــــــــــــــــــــم تږي ډير دي اوبـه كړي
ته د پوهــــــي د سحرونو مجموعــــــــــه وې
تا په علم باندي پـــــــوه ډير ناپوهـان كړل
ددې خاوري د اسمان رڼه مشعــــــــــله وې
توره شپه كي دي دلمـــــر په شان رڼا كړه
د ايشيــــــــــــا د زړه منلى نابغـــــــــــــــه وې
د افغان د سيمي لوى عالـــــم پښتون وې
پښتونخــوا كي ته سپېدي د سباوون وې
ته ډيوه د فضيــــــلت وې ددې خـــــــــاوري
هم سينــا هم بيـــروني وې ټول دې واوري
ها چي نيم قرن يې خــــــــدمت كړ ودې ملك ته
د هغه په ياد به نن لا اسمـــــــــــــــــــان ژاړي
ليكوالان او اديبـــــــــــــــــان سره را ټول دي
دې نامور او مورخ ته جنــــــــــــــــت غواړي
ها د علم تاج چي نن ولاړى په ګور شو
د هغه په لوړ نامه به افغان ويـــــــــــــــــاړي
ستر استاد د پښتو ژبي حبيبـــــــــــــي ولاړ
لوى ليكوال او پوخ څېړونكى د دري ولاړ
20- 2- 1363 لمريز خيرخانه مينه كابل