منډيګك ١٣ ځله يو پر بل باندي آبادي د پنځه زره كلن ژوندانه تاريخ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1714
علي احمدكهــــــــــــــــزاد
دخبریدو نیټه : 2004-12-18

   تل د ژبو څخه اوريدل كيږي او همدارنګه په مقالو كښي وايو چي افغانستان د پنځه زره كلن مدنيت او تاريخ درلودونكى دى . دغه خبرو تر تيرو څو كلو پوري تر ډيره حده پوري نرري اړخك درلود او پر نقلي اقوالو او يو څه برخه د اريائي سرودونو يا نيمه تاريخي يا نيمه افسانوي اسطورو او داستانونو باندي ولاړه وه مګر د تيرو پنځو  شپږو كلو څخه راپه ديخوا زموږ دغه اتكا علمي جنبه پيدا كړه په يوه نقطه             كښي د افغانستان                    په يوه غونډۍ  چـي د(منډيګك) په نامه ياديږي داسي شواهد په لاس راغلي دي چي د پنځه زره كلن تاريخي مراتب او قبل التاريخ د افغانستان د اسېدونكو ګوښي په اثبات رسوي.

منډيګك عبارت د يوې تپې څخه ده چي د جلګه څخه (31) متره  لوړوالي لري او د كندهار په شمال غرب كښي د (50) كيلومتري په فاصله كښي د كشك نخود په علاقه كي او د شاه اغا غرو ته نژدې موقعيت لري .

كه په يوه ډير پراخ چوكاټ كي يې راواخلو دغه غټه تپه د دغو دوو رودونو لكه هلمند او ارغنداب د منځ په حوزه كښي واقع ده او دغي تپې ته نژدې د كشك نخود رود يا مانده تيريږي چي يو سېلابي رودخانه ده او عموما دغه وچه وي او كله كله په باراني وختونو كي طغياني شي .

د منډيګك د غونډۍ ننى موقعيت په يوه داسي منزوي منطقه كښي انسان په حيرت كش اچي مګر په قبل التاريخ دورو كي دغه حتما د قافلو د مسير پر سر لاري كي د دوو رودخانو قرار درلودى او په مجموعي توګه ټوله هغه كښتنۍ ساحه چي د دغو دوو غټو رودونو لكه   هلمند   او   ارغنداب   حوزه

تشكيلوي په قبل التاريخ دورو كي په افغانستان كي يو د ژوند د مهمو مراكزو څخه شمېرل كېدل .

د كيندنو د كارد شروع څخه بيا تر ختمېدو پوري چي څو ورځي مخكي د ( موسيو كوزال ) چي يو فرانسوى لرغون پوه او د قبل التاريخ آثارو متخصص دى د خوا څخه اعلام شول يوولس (11) ځلي لمنداره كيندني د منډيګك په غونډۍ كي تر سره شوي او (15) پوړه آبادۍ د مختلفو تاريخي دورو يو په بل پسې كشف سوي . د منډيګك د غونډۍ (31) متره لوړوالى په حقيقت كي د پنځلسو آباديو د راټولېدني صورت اخستى دى چي د (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد په دوران كښي يو پر بل آباد سوى دى نو په دې توګه (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد (13) پوړه آبادي يو پر بل باندي په مختلفو دورو كښي منځ ته راغلي دي او د (2000) كلو څخه راپديخوا دغه تپه متروكه پاته سوې ده او په بل عبارت سره د افغانستان د اسلامي تاريخ په ټولو ادوارو كي دغه تپه غير مسكوني پاته سوې ده او تر دې حده چي (600) كاله مخكښي تر اسلام ژوندانه خپله كډه ددغي تپې څخه ټوله كړې وه او ددغي تپې د آبادي دوام ټوله (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد پوري اړه لري .

د كندهار د منډيګك د ميلاد نه مخكي مدنيت ټوله د برونز (مفرغ) په دوره پوري اړه لري ځكه چي ددغي تپې په اخري اشغال يا نيوني كښي د ژوندانه او آبادي داسي شواهد د تپې د مخ څخه په لاس راغلي دي . دغه اثار د اوسپني د دورې د اثارو څخه يو ډير كوچنى او ناچيزه شيان دي چي لاس ته راغلي دي چي د ديوالو دابادۍ طرز پخسه يي دى بنا هغه خلګو چي په كراره كراره سره د منډيګك په تپه كښي ژوند كوى د هغو ټولو ژوند د اوسپني عصر څخه دمخه و او د منډيګك تپه علي العموم ددي تپې او منطقي د اوسيدونكو د تحول مراحل  د مفرغ دوره معرفي كوي .

د منډيګك د تپي د اشغال د اولي مرحلي څخه چي پوره (5000) پنځه زره كاله تيريږي ډير لمړني شواهد او اثار په لاس راغلي دي چي عبارت دي د ډبرينو بسيطي ادواتو او د حيواناتو د هډوكو څخه . د لمړني اشغال او د پنځلسم اشغال په مابين كښي د هلمند او ارغنداب د حوزو اوسيدونكو د ژوندانه د تحول مختلف پړاونه ترسره كړي دي لكه: خښته يې اختراع كړل او بيا يي لمر ته وچه كړل او د كورو په جوړولو كي چي ديوالونه به يي دخښتو څخه جوړول مشغوله شوي دي او په كراره او ترتيب سره د خاورينو لوښو خاوندان سوي دي او ددغو لوښو د خميره څرنګوالي او نوعيت كرار كرار فرق كړى او ښه كيدل تر دې حده چي نقشي او رنګ سوي لوښي چي د حيواناتو او مرغانو عكسونه (چي هغه مخصوص د هغو د ميلاد نه مخكي دورو وه اونن ورځ يې نسل د منځه تللى دى ) باندي رسم سوي وه منځ ته راغلل . د منډنګك په تپه كښي د ژوندانه مراتبو لمړى نيم زراعتي او نيم كوچي جنبه درلودل او وروسته هلته مسكوني او مستقر ژوند راښكاره شو او د پخسي په ذريعه سره آبادۍ شروع سولې او وروسته بيا خښته منځ ته راغله چي تر اتمي او نهمي مرحلې پوري يي دوام وكړ او همدارنګه تيكري او سفالي لوښي نور هم ښه سول او په اتمه او نهمه مرحله كښي د تپې اشغال و خپلو عالي مدارجو ته ورسيده او ددغو مرحلو لوښي د (كويټي بلوچستان) د ميلاد نه مخكي لوسو سره څه نا څه شباهت لري .

فلزي شواهد (مس، مفرغ) د تپې د اشغال د شپږمي مرحلې وروسته په سترګو شوى دي او دهغې مشهوري كيمياوي تجزيې له مخي چي د (140) نمبر كاربن پر اصولو ولاړه ده او د امريكا په متحده ايالاتو كښي تر سره سوې ده د منډيګك د تپې ددغي مرحلې ژوند د ( 2625) مخكي تر ميلاد كلونو سره سر خوړلى دى .پسله دې چي د منډيګك د تيې د اتو مرحلو د عمراني موادو تراكم په كافي اندازه سره وو په حدود كي د (20) مترو د خپلي جلګه څخه لوړه سوې وه او يوه بله مجلله دوره و منځ ته راغلې ده چي عمراني شواهد يي د يو غټ عمارت په شكل سره چي غټي پايې لري او د خښتو څخه جوړ سوي دي نظر يې جلب كړى دي . ددغه شان عمارت وجود دمخكي تر ميلاد په دريمه زريزه كي د لرغون پوهانو د حيرت سبب ګرځېدلى دى .د منډيګك په تپه كي سربيره پر نقشي او خاورينو رنګ سوو لوښو چي د مرغانو او حيواناتو عكسونه به پر رسم سوي وه د حيواناتو كوچنۍ مجسمې او په خاصه توګه د ښځو هيكلونه هم كشف سوي دي چي د (الهه مادر) يا بغ بانو په عبادت او پرستش پوري مربوط دي . د يوې مجسمې په غاړه يو امېل يا ګلو بند دى چي په ځنځير كي دى او ددغي مجسمي دگ دوو سينو په منځ كي حريزي او نور زيورات تر سترګو كيږي . ددغو زيوراتو شته والى د دريمي زريزي په اواخرو او د څلورمي زريزي په شروع كښي د ارغنداب د سيمي د تاريخ نه مخكي مدني ژوندانه د پراخوالي مرتبې را په نښه كوي چي د افغانستان اوسېدونكي او د (موهنجوډيرو) د سند د حوزې اوسېدونكي يو شان د ژوندانه مرتبې د ميلاد نه مخكي په (5000) كلونو مخته پى كړى دى او امكان لري چي د منډيګك تپه د ژوندانه د ميلاد نه مخكي زاړه مراتب را ښكاره كړي .

 

 

 

ليكوال: علي احمدكهــــــــــــــــزاد

ژباړه: ضيا الرحمن رحمانــــــــي