د ربيع الاول مياشت د نبوي اخلاقو پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17184
محمدنور كټوازۍ
دخبریدو نیټه : 2008-03-17


ربيع اول په اسلامي تاريخ كې ډېر روښانه او ځلانده مياشت ده په دغه مباركه مياشت كې د نړۍ هغه ستر شخصيت دې نړۍ  ته  تشريف راوړی چې لوی څېښتن تعالی يې په خپله فضيلت او احسان پدې ډول بيان كړی ً و ما ارسلنك الا رحمته اللعالمينً ددغه ستر مقام لوي والۍ ددې نه نور ښه څنګه بياندلای شي په لنډ ډول د انسانيت وياړ، د انبياؤ امام ، سيدالاولين و اخيرين احمد مجتبي صلي ال ه عليه و اله وسلم دې دنيا ته دراتګ له كبله دغه نيكمرغه ورځ ډېره د ارزښت وړ ده.
دا يو تاريخي حقيقت دی چې د ستر لارښود بختوره زوكړه يه يوې داسې ټولنې او چاپيريال كې وشوه چيرته چې هر لوري ته ظلم، فساد، قتل او غارت ګ ي، كفر او د ګمراهي تېارې خپرې وې ستر لارښود د نبوت وړانګې او د سپيڅلي قران رڼا له ځانه سره د انسانيت د خلاصون لپاره او د خالق او مخلوق تر منځ ولاړ د كفر او شرك ټول ديوالونه ونړول او دمخلوق او خالق تر منځ يې لار پ انيستله.
كله چې پيغمبر دې نړۍ ته سترګې پرانستلې په هغه وخت كې د عربو حالت ډير خراب او لويدلي وه هر چيرته د ظلم او بربريت دور وه د ځنګل قانون دود شوی وه، كمزوري د زورورله لاسه نا قراره وه د ښځو او مريانو حالت ډېر بد وه په وړو خبرو وينه تويول عام شوي وه ،بيت الله چې د لوي څيښتن تعالي د عبادت كولو لپاره جوړه شوې وه د درې سوه شپېتو بتانو باندې ډكه شوې وه داسې حالت وه چې ورور د ورور وينو ته تږي وه نه صرف د ښځو پت بلكه د هغوی شتون شرم ګڼل كېده، انسانان د خالق پر څای د سل هاؤ باطله معبودان (خدايانو) په لمانځنې بوخت وه.
هر لوري ته تياره او د مايوسي دوره وه داسې به ووايو چې انسانيت د شرمندګی په كنده كې لويدلي وه د ابراهيمي دين شكل وران شوی وه چې ا هي همت په جوش راغې او د عربو د شګلنې خاورې او د فاران د غونډيو څخه دنبوت د نور مياشت درب العالمين پيغام د ټول انسانيت پرمختګ او د دردونو د دوا نسخه له ځان سره راوړه او د حضرت عبدالمطلب په كورنۍ كې د عبدالله په كور كې د حضرت امنې په غېږ كې د انبياؤ امام، د كون ومكان وياړ رحمته اللعالمين حضرت محمد مصطفي دنيا ته تشريف راوړ او د الله تعالي اخيري پيغام يعني سپڅلۍ قران د پاتې نړۍ لپاره د لارښوونې لپاره د ځان سره راوړ.
د پيغمبر له اتګ سره انسانيت د انساني شرف ريښتنۍ اعزاز حاصل كړ هغه عرب چې د يو بل دښمنان وه د يو بل ساتندويان شول.د ښځو او مريانو د توهين او تحقير په ځای عزت او قدر شروع شو بيت الله چې په بتانو لړل شوې وه د خدای تعالي د عبادت پاره تر قيامته پورې پاكه شوه بې معنی ژوند په يوه سيخه لار روان شو او د حقوق الله او حقوق العباد د تصور په عملي ډول را څرګند شو.
هر وګړي ته بنسټيزو حقونو د ساتنې برابرول د دواړو جهانونو د رحمت ستره لاس ته راوړنه وه چې هميش تاريخ په وياړي.
په سپيڅلي قران كې څښتن تعالي فرمايلي ً بې شكه په ايمان لرونكو باندې د خدای لوي احسان دی چې هغه (الله تعالي) د دوی نه يو رسول ددوی په منځ كې مبعوث كړ چې د هغه (الله تعالي) ايتونه ورته اوروي او ذكر كوي او دوی ته د كتاب او حكمت درس (زده كړه) وركوي. په رښتيا ددې نه لومړی دوی په ښكاره ګمراهي كې وه (سورت ال عمران).
د هر نبي راتګ د هغه قوم، سيمې يا امت لپاره د خالق كاٸينات احسان وه چې د هغه په واسطه د يوه ګمراه قوم په صحيح لار باندې د لارښوونې فرصت پيدا كېده البته د ستر پيغمبر دنيا ته د راتګ احسان د پورتني ايت څخه ښه روښانه كيدای شي.
د پيغمبر د نبوت او رسالت شاهدي د خاتم النبين په دې منصب باندې ټاكل او په ټولو انبياؤ باندې دده فضيلت او لوی والي سره سره د نړۍ درب لخوا خپل ګران په داسې مقام باندې وګمارل شو چې د يو لك او څلو ويښت زره پيغمبرانو كې يوه ته هم حاصل نه وه او هغه مقام د رحمته اللعالمين چې نه يواڅې د انسانيت لپاره بلكه د ټولې نړۍ د موجوداتو لپاره د خدای تعالي ستر احسان او د وياړ سبب وګرزيده. د مقام مصطفی تر ټولو د لوړ مقام سبب او دليل ده چې د رب تعالي په عالم ارواح كې د حضرت ادم عليه سلام نه واخله تر حضرت عيسي عليه سلام پورې راتلونكو ټولو پيغمبرانو څخه د محمدي بعثت او د ستر پيغمبر د نبوت او رسالت اقرار اخيستي ځكه د لوی څيښتن تعالي ارشاد دي ً كله چې الله تعالي د ټولو پيغمبرانو څخه وعده واخيسته چې تاسي ته كوم څيز كتاب او حكمت دركړم، او بياتاسي ته هغه رسول صلي الله عليه واله وسلم راشي نو تاسي ته لازمه ده چې په هغه ايمان او د هغه مرسته وكړی (الله ورته) وفرمايل ايا تاسي اقرار كوي او دهغه ذمه په خپله غاړه اخلي ټولو وويل(الله) مونږ اقرار كوه (پس الله) وفرمايل اوس (تاسي ټول) شاهدان اوسۍ او زه پخپله له تاسي سره شاهد يم (سورت ال عمران).
معلومه ده چي د محمدي بعثت يوه م عمولي خبره نه بلكې د نړۍ ترټولو سترنعمت دی چې خالق پرخپل مخلوق باندې پيرزوكړ له هر نبي نه دا وعده اخسيتل وي وه چي دهغه په ژوندكې د ده نبوت د شتون نه پر ته كه بل پيغمبر تشريف راوړي نو بياد هغه نبوت به نه چليږي بلكې هغه نبي  به هم د رحمت عالم په نبوت او رسالت باندي ايمان راوړي د هغه تاييد او مرسته به كوي نو معلومه شوه چي د انبيا  و كرامو سره داسي معامله كيږي نو بيا د هغه دامت ځه صفات كيداي شي ظاهره ده چي هغوي ته خولا لازم ه ده چي په امام كايينات باندي بشپړ ايمان راوړي او دخپلو پيغمبرانو د وعدي ملاتړ وكړي  اودرب د فرمانونو سره سم د محمدي اطاعت او فرمانبرداري وكړي ځكه چه د ده مبارك په راتګ سره ټول شريعتونه منسوخ شوي او تر قيامت پوري يواڅې او يواڅې د شريعت محمدي د ستور به ژوندي وي .
دادخداي بل احسان دی په انسانانو باندي چي ستر پيغم بر د يوي سيمي  ، قوم يا ژبي لپاره راونه ليږل شو بلكې د ټول انسانيت د لارښوني او پر مختګ او خلاصون لپاره په دي ستر مذهب باندي وګمارل شو . لكه ځرنګه چي ارشاد فرمايي( ّقسم دي په دغه قران محكم ( حكم كوونكي په حق خاوند د حكمت) باندي چي بيشكه ته اي محمده ! ) خا مخا د هغوي رسولانو څخه يي ( چي ليږل شوي دي خلقوته ) پر سمه لاره ( يا ته يي روان پر سمه لاره چي توحيد دي نازل شوي دي تاته دغه قران په نازليدو)د غوره رحم كوونكي د پاره  ددي چي و ويروي ته هغه قوم چي نه وه ويرول شوي پلرونه د دوي پس دوي غافلان دي ( له توحيده) خامخا په تحقيق حقه ثابته وي خبره ( د عذاب) پر اګثرو د دوي ( په ازل كي) پس دوي نه راوړي ايمان (سورته يس )


پاى
 ستاسي دلابرياليتوب په هيله