اخر دومره بې اعتماده؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17189
پښتونځارعبدا ودود
دخبریدو نیټه : 2008-03-18



 روان ؤم په لار کې مې پيشو وليدله، ماته يې راوکتل. کت و يې زما پام هم ځانته واړاؤ.
په کتو کې يې مينه وه. معصومه مينه. زړه مې وغوښتل،چې حال ترې وپوښتم. دمينې خبرې و سره وکړم. دژوند کيسې ورسره و وايم. او پردې  پوه شم، چې دوى ته  ژوند څه معنى لري؟
نو ورته ودرېدم. رانه منډه يې کړه. ورته کښېناستم. غېږ مې ورته خلاصه کړه او ورنه مې وغوښتل چې راشي! ما ورنه دراتلو هيله درلوده، خو دې رانه بيا منډه کړه او په يوۀ ځاى کې ودرېده، مخ يې ماته را وګرځاوۀ. بيا مې ورته زارۍ پيل کړې، چې راشي،دزړه خواله سره وکړو او دژوند کيسې او فلسفې سره ووايو.
 تاسې باور وکړئ، زارۍ مې ډېرې ورته وکړې. دسليمان عليه السلا م سم مې ور واچاوۀ. هان چې د ډېرو زاريو نه مې سترګې له اوښکو ډکې شوې.
خو دې راته هماغسې کتل او زاريو پرې هيڅ اثر نه کاوه. له ناکامه پاسېدم. سوړ اسويلى مې له خولې ووت او له ځان سره مې وويل، چې دا انسان څومره بې اعتماده دى چې حيوانات يې هم په مينې، زاريو او ننواتو باور نشي کولى!