نړيوال هم بايد د افغانانو په وړاندې خپل اخلاقي مسوْوليت تر سره كړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1726
عبدالله
دخبریدو نیټه : 2004-12-19

څه موده وړاندې د افغانستان په  پلازمېنه  كابل كې د نشه يي توكو د كركيلې او قاچاقو د مخنيوي په اړه په ملي كچه كنفرانس جوړ شوى و چې په دغه يو كنفرانس كې واليانو، سپين ږيرو او مشروانو ګډون كړى و.

د كنفرانس يو ويناوال ولسمشر كرزي و چې د خپلې نوې دندې په پيل يې هېواد كې د نشه يي توكو د له منځه وړو ژمنه وكړه . ولسمشر ولس ته وويل چې د نشه يې توكو كركيله په نړۍكې د افغانانو دريځ ته زيان اړوي، كه مخه يې ونه نيول شي نو كېداى شي چې نړيوال لـه موږ څخه مخ واړوي او موږ يو ځل بيا په سپين ډاګ يوازې پرېږدي، چې په دې صورت كې زموږ د ګاونډيانو لاس به زموږ په لور رااوږد شي او موږ به يو ځل بيا د خپل منځي جنګونو او د خپل ولس او هېواد د تباهۍ په لور ولېږدوي او د خپلو ناوړو هيلو او ګټو قرباني كړي.

ولسمشر دا هم وويل چې د يو افغان په صفت افغاني غرور نور راته اجازه نه راكوي چې هر بهرنى استازى راته ووايي چې تاسې نشه يي توكي كرئ او زموږ هېواد ته، نشه يي توكي ستاسې لـه هېواده راځي.

 ولس مشر وويل: بهتره به دا وي چې په خپل مټ پر سيندونو د اوبو بندونه وتړو او خپلې شاړې پرې ابادې كړو. ولسمشر په پاى كې ولس د نشه يي توكو نه كرلو او د خپل هېواد په خپلو مټو ابادولو ته راوباله.

دا رښتيا ده چې نړيوالو پر افغانانو خورا زيات زور اچولى چې د نشه يي توكو كركيله بنده كړي، دا چې افغان ولس هم يو سوله خوښوونكى ولس دى، نو د نړيوالو د هوډ هركلى يې وكړ او په يو هوډ سره يې د نشه يي توكو كركيلې ته شا واړوله.

افغانانو د كوكنارو كركيله د مجبوريت لـه مخې كوله، كومه ټوټه ځمكه يو افغان بزګر يې په لاس كې لري په هغه ټوټه ځمكه باندې د كوكنارو د كرلو پرته د خپل  د ژوندانه لس فيصده اړتياوې نه شي پوره كولى. افغانانو چې د شلمې پيړۍ په پاى كې  پخپلو سرښندونو سره، نړۍ د سره ښكېلاك لـه ګواښ او منګولو څخه وژغورله، دا دى اوس يې هوډ كړى چې د يوويشتمې پېړۍ په سر كې نړيوال لـه نشه يي توكو څخه وژغوري او د نړيوالو په وړاندې خپله اخلاقي دنده سرته ورسوي، خو دا چې افغانان دا مهال نوي د پرديو لـه پلمو او توطيو نه فارغه شوي او هېواد يې د جنګونو په لړ كې ويجاړ او كنډواله شوى، نو نړيوال هم بايد د افغاني بزګرانو په وړاندې خپل اخلاقي مسووليت سرته ورسوي او لـه هغوى سره هر اړخيزې او بنسټيزې مرستې وكړي كه څه هم په دې اړه يو شمېر هېوادونو د مرستو كولو ژمنې كړې دي¸ خو تر اوسه يوازې د امريكې متحده ايالاتو په رښتينې توګه د افغانانو مرستې ته رادانګلي او د 780 مليونو ډالرو په اندازه د مرستې وركولو ژمنه يې كړې ده.

كه څه هم د نشه يي توكو لـه كركيلې او قاچاقو څخه تر بل هر ځايه زيات اروپايي هېوادونه زيانمن كېدل، د افغانانو د توقع او تمې په خلاف، اروپايي هېوادونه لـه افغانستان نه ځانونه په ډډه تېروي او لكه څنګه چې ورته ښايي لـه افغانانو سره مرستې نه كوي. د اروپايي هېوادونو لـه ډلې نه تر اوسه اوه مليونه پونډه د بريتانيا هېواد ژمنه كړې چې لـه افغاني بزګرانو سره به مرسته كوي.

په افغانستان كې د نشه يي توكو پر خلاف د مبارزې لـه پاره يو شمېر تدبيرونه تر لاس لاندې دي او څه اندازه پيسې غونډې شوې دي، خو په نړۍ  كې د نشه يي توكو د بشپړ لـه منځه وړلو لـه پاره دا تدابير بسنه نه كوي، بايد په نړيواله كچه يوه منظمه ستراتيژي ورته وټاكل شي چې په هغې كې د بېوزلو هېوادونو د بزګرانو لـه پاره د كر د ځمكې او د كار د زمينې برابرول او نورې مرستې شامل او په پام كې نيول شوې وي.

ددې ټولو هڅو تر څنګه دا به هم اړينه وي چې د نورو مخدره موادو لكه سګرټو، نصوارو، چرسو او شرابو توليد او قاچاق لومړى كم او بيا لـه منځه يوړل شي.

 

د بخلاینې له پرله پسې  ۷۹ مې ګڼې څخه په مننې