ليکه خلک ولاړ و ، يو تن چې نيکټايي په غاړه کې ټالۍ وهلې له چاکليټو او شي
ينو ډک پتنوس په لاس کې نيولى و او مخکې وروسته کېده .
مخامخ يو سره پټۍ بنده وه، رييس صاحب چې تورې
عينکې يې تندي ته پورته کړې وې ، تازه يې له خولې سګرټ وغورځو او له نورو رامخکې شو :
حاضرينو !
هميشه د
موسسو او انجوګانو په فعاليتونو نيوکې کېږي ، يو شور ګډ دى چې انجوګانو وطن لوټ کړ ، د ملت په نوم راغلې
پيسې يې وخوړې او ...
هغه ، چې په سترګو کې يې د غرور خندا ښکاره شوه ، مخامخ پټۍ ته يې لاس ونيو :
نن موږ
د يوه داسې پول پرانيسته کوو ، چې زموږ د کارکونکيو په بېسارو هلو ځلو جوړ شوى دى ، په دغه شان پُلونو
خامخا په زرګونو ډالر لګېږي .
هغه څنګ ته ولاړ کس نه لويه قيچي راواخيسته ، راټول کسان يې پټۍ ته نږدې
اوبلل .
قيچي په پټۍ خوله ښخه کړه ، پرې شوه او بيا داسې لاسونه وپړکېدل لکه د ٢١ مې پېړۍ له کومې نوې اخت
اع چې پرده پورته شوې وي .
يو ولاړ سپين ږيري غږ کړل : رييس صاحب ! په دې پول به يواځې موږ تګ راتګ کوو
، که د موټرو زور هم لري ؟
رييس په غرور وويل : ټانګ خو پرې تېر کړئ ! او بيا له همدې خبرې س
ه يې خپل موټروان ته اشاره وکړه .
کروزين ورو- ورو را روان شو، غره هار يې د لاسونو په پړکا
کې ورک و ، چې کله يې مخکيني ټايرونه پله ته ورسېدل پول ولړزېد ، د سمټو ټوټې او کاڼي ترې را ولوېدل موټر
وان ترې خيز کړ .
راغلو کسانو لاسونه په سترګو کېښودل او رييس صاحب د سيند په څپو کې خپل موټر ته حيرانې
– حيرانې کتلې .
يادښت : په دغه ليکنه نظر ورکړئ !
Numandost75@yahoo.com
کابل, د
وري څلورمه