(سټون هینج) د انګلستان په ویلشیر کي د نړۍ دماقبل تا
یخ يو له هغو مشهورو يادګارونو څخه دئ چي د جوړېدلو زمانه یې له ۳۰۰۰ق.م څخه تر ۱۶۰۰ ق.م پوري اټکل سوی
ده . يعني دا ځای تقریباٌ د مصر د اهراماتو همزولی دئ .
په سټون هینج کي لوی لوی ډبري په دائره وي
کل سره ولاړي دي او ځيني يې د نورو پر سر ايښول سوي دي . د لرغون پوهانو په نېزد دا ډبري د ډيرو ليریو سيمو څ
خه تر ډیرو رودونو او میدانو په ډېر وخت او خوارۍ را تيري سوي او بيا دلته په خورا زحمت اوحکمت ځای پر
ځای سوي دي. د دې لپاره چي دا ابیجي ټيږي پر مځکه ښه تکيه سي نو د ښکرنو او هډوکو په مرسته ژوري کندي ورته
کيندل سوي دي .
لرغون پوهان په دې عقیده دي چي دا ډبري ۲۲۰۰ ق.م ته نیزدې دلته درول سوي دي او د
اوخوا شېله کېدای سي واردواره لا په ۳۱۰۰ ق.م کي ورته جوړه سوې وي.
د دې ځای د جوړولو اصلي هدف تر اوسه
وچاته سم ندئ څرګند ، خو دا ګمان کيږي چي ښايي دا لمر ته دعبادت ځای و، يا به د کومي ستري نجومي جنترۍ یوه ب
خه وي. خو په هر حالت د ا ځاي سړي ته د ډبري او ژړو(برونزو) د عصر یاد ورتازه کوي .