د کابل جگړه او گندمک ته بیرته په شا کېدنه
جگړه: د افغان لومړۍ
جگړه
نېټه: ۱۸۴۲ کال د جنوري مېاشت
د جگړې خواووې : بریتانوي اود هندوستان دبنگال پوځ او د شاه شجاع لښکر
د پښتنو د غلزیو د توکم پرضدافغانان د بریتانیا او د هندوستان پرتښېدونکي لښکرو یرغل کوي
جنرالان: جنرال الفنستن د کابل د امیرپه ځانگړې ترا د اکبرخان او د غلیزو دمشرانو پرضد
دلښکرو شمېره: ۴۵۰۰ بریتانوي او هندي سرتیري د غلزیو د یوه ناڅرگنده شمیر جنگیالیو پرضد ، په اټکلیزډول دېرش زره تنه
پوځي جامې ، جنگي توکي او اوزار
ب
یتانوي پلیو سرتیرو اریب او ریونده لمن لرونکي صدري ، سپین پرتوگونه او لوړې پوځي خولۍ (شاکو) او زاړه ترا
نصواري پلټیکښ یا پلته یز نیزه لرونکي توپک درلودل. هندي پلیو سرتېرو هم ورته وسلې او کالي درلودل.
غلزایي توکمیزو سرتېرو جیزایل اوږد خولي پلټیکښ یا پلیته یز توپک او تورې درلودلې.
[جیزایل توپک په هغه
وخت کې په افغانستان کې جوړېدل. د توپک د ډول دلېدلو لپاره لاندینې انځورته کتنه وکړﺉ چې له
http://www.warlordsofafghanistan.com/jezail-musket.php
څخه دلته د نښې په توگه را ا خېستل شوی
دﺉ- ژباړونکی]
گټونکي:
"افغانان- ژ". بریتانوي او هندي ځواکونه له یوڅو تنو یرغمل نېول شویو او یوه تن ژوندي پرته، ټول پوپناه
ول
په پورتنۍ ځمک انځورې
کې د تېښتې هغه لاره وینـﺊ چې په ۱۸۴۲ کال کې په کابل کې "بریتانوي کابل میشتې" فرقې بیرته د هندوستان پرلور
نېولې وه
برېتانوي کنډکونه
۴۴ پلی ځواک ، چې وروسته د ایسکیس پرنوم و نومول
و او اوس شاهي انگلیکن کنډک بلل کېږي
دبنگال دلښکر کنډوکونه:
د بنگال دوېم سپک ، آس لرونکی
ځواک
دبنگال اروپایي لومړنی پلی ځواک
دبنگال ۳۷ بومي پلی ځواک
دبنگال ۴۸ بومي پلی ځواک
دبنگال ۲ بومي پ
ی ځواک
دبنگال ۲۷ بومي پلی ځواک
دبنگال د آس سپرو د توپخانې ځواک
جگړه:
په نولسمې پېړۍ کې په هندوستان کې د بریتا ترنیواک لاندې ټولنې د ختېځ هند د ښاغلې کمپنۍ په منگولو کې وې.
د دغې پیاوړې سوداگریزې ټلوالې زړه یا مرکز په لندن کې ؤ چې د ټلوالې دگډون والو او د برېتانېې ولسي جرگې ته یې د
ځواب ویلو پازوالي پرغاړه درلودله.
د همدغې پېړۍ په لومړۍ نېماېۍ کې فرانسویانو د برېتانوي ډارنې خپسې په څیر
وسانو ته لاره ورکړه او پایله یې په ۱۸۵۴ کال کې د کریمېن [په سویلي اوکرایین کې د تورسمندرگي او آزوف ترمنځ سېم
ه- ژ] جگړه وه. په ۱۸۳۹ کال کې برېتانوي هندوستان وېره درلودله چې روسان چې په ختېځې آسیا کې د تزار د سترواکۍ دلېکو
غځولو ته لېواله دي دافغانستان له لارې به پرهندوستان یرغل وکړي.
دغې پراخ لمنې ویرې په
هندوستان کې بریتانوي گورنر لارد الکند وهڅاوه چې له افغانانو سره په لومړۍ جگړه کې ښکېل شي، په جگړو کې ، د
پوهاوي له اډانې وتلې یوه ترټولو کم عقله اوکرغېړنه جگړه.
دافغان ترلومړۍ جگړې پورې ، د سرکار( هندي اصطلاحي
نوم چې دبرېتانوي ختیځ هند کمپنۍ ته ویل کېده) د خپل اغیزمنتوب او نېک چلند له مخې سترنوم درلود. برېتانویان نه م
اتېدونکې او پرهرڅه بریالي بلل کېدل خو د افغان جگړې دغه انگېرنه پر بل مخ واړوله. د ۱۸۴۲ کال د جنوري په مېاشت کې
له کابل څخه تېښته او د الفنستن د کابل د فرقې بشپړې پوپنا کېدنې په ختیځ کې بریتانوي نړېوال درېځ ته لوی تاوان
ورساوه او له هغه سره په سیالۍ کې څټه یې ۱۰۰ کال وروسته د سینگاپور په نړېدلو راپورته شوله.
ددغه ناورین اوپوپناکېدنې لاملونه په لنډ ډول دا دي:
د افغانستان په ځېږغرني ځمکني
جوړښت کې دجگړې د کمپاین ستونزې او د هغه ترخه تونده هوا ، سرغړونکی سیاست ، ددغه هېوادهغه وسلې او سړغاړی
ولس او د داسې لوړپوړي بریتانوي چارواکي په گومارلو کې د بریتانوي چارواکیو پاتې راتلل چې د جگړې
د دغه کمپاین په پرمخ بیولو کې رغنده هوښیاري او وړتیا ولري.
دختیځ هند د کمپنۍ بنسټیز ښکر په ډیرې ویرې له اباسېنده تیرشو ، او له هندوستان څخه په راتللو یې ډار درلود چې خپل ټولنیزدریځ به له لاسه ورکړي اوپه ترهورلړلي زړه پردغه هیواد ورننوتل. سرتیري د تودوخې ، ناروغۍ او د کندهار پر ورانیو ډکې ارې باندې د توکو د نشتوالی او نه رسېدنې او له ویرونکو غرونو څخه په تیرېدنې د افغان توکمونود پرله پسې یرغ ونو له امله ووژل شول. په کابل کې بریتانوي لښکر یوځل په ویروونکي توگه د یوه کوشني لښکر کچې ته راټیټ او د بولندوییۍ له نا تکړه والي سره مخامخ شو. سیتا رام [سیتا رام گویل له ۱۹۲۱ تر ۲۰۰۳ کال پورې د هند دشلمې پیړۍ مخکښ لیکوال او خپروونکی – ژ] په خپلو یاددښت لیکونو کې وایي: که د لښکربولنده د بریتانوي ښځو په لاس کې وه ښایي هرڅه به سم وای.
د افغان د لومړۍ جگړې د ناورین پایلو په ۱۸۵۷ کال کې د بنگال په
ښکرکې دپوځي سترپاڅون لپاره د یو لارښود لامل وگڼل شو.
د جلال آباد په ساتنه کې دبریالیتوب اوپرمختگ ترلاسه
کول د ختیځ هند دکمپنۍ د تللي نوم په بیا ترلاسه کولوکې ډیره مرسته ونه کړه.
شمېرنه:
کله چې برېتانویانو کابل او غزني ونیو نو شاه شجاع یې له ځان سره راوستلی ؤ چې د دوست محمد پرځای یې
کښینوي او دغه هیواد ته د برېتانوي پوځ د راتگ موخه هم ددغې پاچاهۍ بدلول ول او دوست محمد هم د خپل پوځ له نه م
اتړ څخه چې غرونو ته ختلی ؤ ناهیلي شوې ؤ. د ۱۸۳۹ کال د آگست پراومه نیټه برېتانوي او هندي پوځ د شاه شجاع په م
گرتیا پرکابل ورننوت.
دبریتانوي لښکر څارنه او بولندویي د هند دناﺋب الحکومه استازي
سرویلیام مکناتن کوله چې له خپلو کارکوونکو سره یوځای د سیاسي مأمورینو په جامه کې راغلی ؤ.
په لومړیو کې ه
څه ډیر ښه پرمخ ولاړل. برېتانوي پیسو او انگلو- هندي پياوړي لښکر، افغان توکمونه د څار او ولکې په اډانه کې
وساتل ، امیرانو ته به یې بډې ورکولې اوپه ورڅیرمه سیمو کې به یې چور او تالا گډه کړه.
هندوستان ته له تاو تریخوالي ډک د بیرته تښېدنې په
ار کې،افغان توکمیز جنگیالي د کابل فرقې ته د یرغل لپاره څارو ناست دي
د ۱۸۴۰ کال د نوامبرپه مېاشت کې په کوهستان کې د یوه برید په ترڅ کې د بنگال د آس سپرو دوه ډلگي د افغانانو دیوه کوشني ځواک پرضد چې بولنده یې نېغ په نیغه د دوست محمد په لاس کې وه د ورکړ شوې دندې په تر سره کولوکې د خپلو بولندویانو د بولندو په پلي کولو کې پاتې راغلل. له دغې پیښې لږ وروسته ، په غرونو رغونو کې پټ اوله ژونده ناهیلی دوست محمد خپل ځان مکناټن ته سپاري او ورته سلامي کیږي او هندوستان ته په شړوني او جلاوطنۍ د برېتانوي او هندي سرتیرو په بدرگه چې شتون ته یې په افغانستان کې اړتیا نه وه او مشري یې ستربولندوی سر ویلابي کاټن کوله ، ولېږل شو.
د ۱۸۴۰ کال د دسامبرپه مېاشت کې شاه شجاع او مکناتن د افغان ویروونکي ژمي له امله جلال آباد ته په شا کیږي او د ۱۸۴۱ کال په پسرلي کې بیرته کابل ته راستانه کېږي.
په دغه اټکل چې د شاه شجاع، دامیرپه توگه د واک پرگدۍ د کښینولو لړۍ نوره
بشپړه شوې نو برېتانوي پوځیانو ته اړېنه وه چې د کابل له ښاره د باندې پرښار سپرې د بالا حصار غونډۍ ته چې یوه
پېاوړې ماڼۍ ده ولاړشي او دځان لپاره دودېزه لښکرکوټ جوړ کړي. د پوځي ځواک یو بشپړ غنډ ووت او نورمېشت کنډکونه
په لښکرکوټ کې پاتې شول او د هندوستان د ژوند په څیر یې ژوند پیل کړل او خپلې کورنۍ یې را وبللې چې ورسره یوځای شي
او د افغانانود مخ په ډیرېدو له دړکو (تهدېد) ډکوسترگو لاندې یې دژوند اوخوښیو سیالي پیل کړله.
د اړو دوړ څو نښې
نښانې لېدل کېدلې. په خېبر کې غلزايي توکمونو له هندوستان څخه د راتلونکو توکو پر کتارونو په پرپسې ډول برېدونه
کول. توکمیزې اله گولې شمالي بلوچستان په بنسټیزډول د حکومت کولو له منگولو و اېست. د شاه شجاع لېکنې د لویو ښا
ونو د پلازمېنوله لېکو د باندې په ځانگړي ډول سویل لویدېځو سېمو کې لکه د هلمند د سېند پرغاړه پرتو سېمو کې چلند نه
درلود.
سرویلیام کاتن چې د هندي بریتانوي ځواکونو د لوی بولندوی په توگه کار کاوه خپل ځای جنرال ا فنستن ته ورکړ، جنرال اوس زوړ شوی ؤ اوپه ډگر کې یې د ځواک د بولندوییۍ وسه نه درلودله خو دومره له ځوښه ډک ؤچې یوازې د بل افسر مخه یې نیولای شوه او نه یې پرېښود چې د هغه پرځای د سمې بولندوییۍ کاروکړي.
دجیزاییل په توپکوسمبال افغان توکم یز جنگیال
د ۱۸۴۰ کال له ژمي نیولې تر ۱۸۴۱ پورې په افغانستان کې مېشت د برتیانوي او هندي ځواکونو برخلېک ،
د پوځي وړتیا او د مورال د وېجاړېدلو د پام وړ یو انځور رابرسیره کوي داسې چې د بولندوییۍ پرڅوکۍ ناستو بو
ندویانو نه دغوڅ ځواب ویلو وړتیا درلوده اوپه ټولیزډول نه
یې پر ځان د ډاډ نوښت درلود. په افغانستان کې
یوازینی لوړپوړی پوځي بولندوی چې د هرډول وړتیا خاوند ؤ د کندها د لښکرکوټ بولندوی برید جنرال نات ؤ .
کړکېچ
د ۱۸۴۱ د اکتوبرپه مېاشت کې پیل شو. په همدغې مېاشت کې برید جنرال سېل خپل غڼد په پوځ کې د لږوالي د راوستلو په موخې
له ځان سره واخیست او له کابله ووت اود پیښاور د غرونو له لارې د هند پرلور وخوځېد. د سفرد لارې پرسر د هغه پوځي
کتارد غلزایي د توکم د جنگیالیو او د امیرانو تر بولندوییۍ لاندې د وسله والو سرتېرو تربرېدونو لاندې په پرله
پسې توگه راغی. د سیل په غنډ کې چې ورسره ۱۳(م) پلی کنډک هم مگری ؤ ترگندمک پورې وجنگېده او په دغه ترڅ کې یې خبرتر
اسه کړ چې بېرته د کابل پرلور راوگرځي، سیل بولندې ته غاړه کښېنښودله اوتر جلال آباد پورې پرمخ ولاړ.
په
کابل کې د پام وړ بلوا راپورته شوې وه. د ۱۸۴۱ کال د نوامبر دمېاشتې په دوېمه نیټه دافغانانو یوه پارېدلې ډله د ب
ېتانیې د یوه لوړ پوړي سیاسي چارواکي الکساندر برنس پرکور ورننوتل چې نوموړی یې سره د هغه له نورو څوتنومأمو
ینو و واژه. منل شوي څیړنې څرگندوي چې که برېتانويانو په کلکوالي اوپیاوړي موټي غبرگون ښودلای وای نو د کابل
پاڅون یې را ایسارولای شوای. خو دغسې غبرگون د الفنستن له وسې وتلی ؤ. یوازینی کاریې چې کولای شوای دا ؤ چې خپل م
ستیال بریدجنرال شلتون ته د واک له ورکولو ډه ډه وکړي ترڅو ددغه پاڅون د را ایسارولو لپاره د غبرگون نوښت په
لاس کې واخلي.
د کال ترپایه پورې دکابل د ځواکونوحالت لاپسې ویجاړ شوځکه چې افغانانو هغوی بیړې کولوته اړکړل او
له اړینو توکو څخه یې بې برخې کړل او له لا نږدې واټن څخه یې لا وزبېښل.
د ۱۸۴۱ کال د دسامبر پر۲۳ نیټې مکناتن له
افغان امیرانوسره په یوې غونډې کې د گډون کولو لپاره لمسول او غولولای شوی ؤ او و وژل شو. کابلیان د چټکې غچ
اخیستنې لپاره پرپښو درېدلي ول او بریتانوي او هندي کنډکونه په خپلو لښکرکوټونو کې له ویرې ریږدېدل.
ډیرې
ژغورهڅې ترسره شولې چې د افغانانو ترولکې لاندې لوړې غونډۍ بېرته ونیول شي خودغه هڅې په ډیرې خوارځواکۍ شنډې شولې
ځکه چې سرتیري ډېروېرېدلې ول او د خپل د لښکرکوټ د بولندوی د بولندې د پلي کولووړتیا یې نه درلودله.
د ۱۸۴۲
کال د جنورۍ په مېاشت کې د پای د لړۍ د پیل شېبه هغه مهال پیل کیږي کله چې بریتانوي هندي فرقې د ۴۵۰۰ سرتیرو او له
هغې ډلې څخه د ۶۹۰ تنو اروپایانو او ۱۲۰۰۰ تنو میرمنو، ماشومانو او ملکي چوپړکارانو په گډون ، له امیرانو سره
یو جوړ جاړی او تړون وکړ چې په ترڅ کې به یې د خیبر له بیروونکي غاښي څخه د هندوستان پرلور دهغوی د خوندي تی
ېدلو د بدرگې ژمنه وکړي. فرقه له لښکرکوټونو څخه د دروملو په موخې راووتله. له ټولو امیرانو سره د جوړ جاړۍ د یوې
برخې په توگې ټول توپونه، د آس سپرو د بطریې او درېو غرنیو توپونو او یو شمیر بریتانوي بولندویانو او د
هغوی له کورنیو پرته چې د یرغمل په توگه ساتل کېدل ،باید افغانانو ته ورکړل شوي وای چې یرغمل کسان د سفر د ونډیم
اري (قصابي) او کوتلځي د خپسکې له ویرونکو منگولو څخه څه ناڅه خوندي ځای ته بوتلل شول.
د بېرته په شا کېدنې د
خوندیتوب د ژمنې له کولو سره سره پرپوځي کتارونو یرغلونه له هغې لومړۍ شیبې څخه پیل شول کله چې فرقه له لښکرکوټ
څخه دباندې راووتله.
لښکر په لومړۍ ورځ وکولای شول چې یوازې شپږ مایله واټن ووهي. شپه یې پرته له کیږدیو
اوپوښښ تیره کړه او لا د همدغې شپې په تېرېدلو په گڼ شمیر سرتیرو او له فرقې سره بدرگه په ملکي وگړو کې د سړې
هوا د سړښت له کبله مړېنه خپره شوه.
پربله ورځ خوځښت پیل شو، برېد جنرال شلتون د الفنستون د مرستیال په توگه
ه خپل نا اغیزمنتوب وروسته د بولندو ترټولو کرغیړنه بولنده له ځانه څرگنده کړه او د لښکر د ټول کتار د ا
انې د ساتلو په ترڅ کې د لښکرد کتار پر وروستنۍ لېکلې باندې د یرغل په مخنیوي کې پاتې راغی.
په بتخاک کې د کابل
امیر ، اکبرخان را ورسېد او ویې ویل چې هغه ته د استازي په توگه دنده ورکړل شوې ده ترڅو پرته له ځورونې په ب
پړخوندیتوب د لښکر د تیرېدلواو د سفرلارې چارې برابرې کړي. هغه ټینگار وکړ چې د لښکر کتارونه دې ودریږي او کمپ دې
ووهې ، دپیسو غټه شمیره یې وشکوله او بیایې هم ټینگار کاوه چې نور بولندویان او افسران دې د یرغمل په توگه ورکړل
شي. یو له هغو آړونو(شراېط) څخه چې له امیر سره پرې خبرې وشولې دا ؤ چې برېتانویان دې باید له کابل او جلال آباده
ووځي. اکبرخان یرغمل ځکه او ترهغې مودې پورې غوښتل ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې برېدجنرال سیل له جلال آباده وتلای او
بیرته هندوستان په شا شوی وي.
پر بلې ورځې د سړې شپې د سړښت له امله پوځي ځواک ډیر بې سیکه او خوراځواکی شوی ؤ او
یوازې څو تنو سرتیرو د دندې د ترسره کولووړتیا درلودله. د لښکر کتارد خورد کابل د پنځه مایلې درې په نري غاښي کې
د تیرېدلو په حال کې ؤ چې له له سره ترپایه او له هره گوټه ورباندې له لوړو څوکوڅخه په مورچلونو کې د پ
اتو توکمیزو جنگیالیو اور راغی. د کتار د وروستنې لیکې ساتونکی ځواک ۴۴ (م) کڼدک ؤ او تر هغو وجنگېده ترڅو
توکمیز جنگیالي یې له درېو خواو لیرې وساتل. د تنگي درې په خوله کې ۳۰۰۰ مړي ولوېدل.
د ۱۸۴۲ کال د جنوري د مېاشتې
پر۹ (مې) نیټې اکبرخان د نورو یرغملو غوښتنه وکړه او ویې غوښتل هغه واده کړل شوي افسران دې ورته دیرغمل په
ول ورکړل شي چې له خپلو کورنیو سره یوځای دي. د دوه وو راتلونکو نورو ورځوپه ترڅ کې د لښکرکتار د غاښي په اوږدو
کې پرمخ روان ؤ او له توکمیزو جنگیالیو سره یې پرله پسې جگړه کوله.
د ۱۸۴۲ کال د جنوري دمېاشتې د ۱۱ (مې) نیټې پ
ماښام اکبرخان پرجنرال الفنستون او برید جنرال شلتون غږ وکړ چې خپل ځانونه دې د یرغمل په توگه وروسپاري او د
ښکر بولنده یې برید جنرال انکویتیل ته وسپارله. لښکر دجگدلک دغرونو د لمنو راوتلو څنډو ته را ورسېد او دلته یې
ځانونه د غلزایي جنگیالیو له اغزیو اوځوځانو ډکو دفاعي لیکو کې وموندل. یوه ډیره ناهیلې جگړه دوی ته په نښه شوې
وه ،پرآسانوسپور توپچي ځواک پاتې توپونه یې دفاعي کرښې ته راوړل خو یوازې څو تنو وکولای شول چې له دغه وژونکي
خنډ ځای څخه تیرشي.
په گندمک کې د علیا حضرتې ملکې د ۴۴ پلي ځواک د ژوندیو پاتې شوېو سرتیرو وروستنۍ جگړه یزه درېدنه
و وستنې جگړه په گندمک کې د جنوري د مېاشتې پر ۱۳ (مې) نېټې په واورو کې تر سره شوه. ۲۰ تنه بولندویان ، ۴۵ تنه ا وپایي سرتېري چې گڼ شمیریې له ۴۴ (م) پلي ځواک څخه ول د غونډۍ په پوټۍ کې راگیرپاته شول. افغانانو هڅه وکړه چې س تیرو ته ډاډ ورکړي چې د هغوی د ځورولو موخه نه لري. بېا له څو الا کولو وروسته پر یوه یوه له پټن ځایونو ډزې پیل وې. تورن سوټرد کنډک رنگه بیرغ تر ځانه تاو کړ او له دوه یا درې تنو سرتیرو سره په اړاندۍ (اسارت) ونېول شو. پاتې سرتیري یا په ډزو ووژل شول او یایې سرونه پرې کړای شول. یوازې ۶ تنه افسران وتښتېدل او له هغې ډلې څخه ۵ تنه یې د سړک په اوږدو کې ووژل شول.
د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ د ۱۳ (مې) نېټې پرماسپښین په جلال آباد کې میشت بریتانوي س تیري د کابل د فرقې بولندویانو ته سترگې په لار ول او له لیرې یو تن سپور ویني چې د ښار دکلاگانو دیوالونو ته کرار کرار رانږدې کیږي. هغه ډاکټر برایدن له پوځي کتار څخه یوازینی ژوندی پاتې شوی سړی ؤ.
ډاکټر برایددن د شپاړلس زرو پنځه سوه تنو دلښکر له
لې څخه یوازېنې ژوندی پاتې شوې ملکي سړی جلال آباد ته را رسیږي
مرگ ژوبله:
ټول لښکر له هغې ډلې څخه ۶۹۰ تنه بریتانویان ، ۲۸۴۰ تنه هندي سرتیري او ورسره ۱۲۰۰۰ تنه بدرگه ملگري
په بشپړ دول ووژل شول او ډیر لږ یې یرغمل شول.د ۴۴ (م) پلي ځواک ۲۲ تنه بولندویان او ۶۴۵ تنه سرتیري سرترپایه
ووژل شول. د افغانانو مرگ ژوبله چې ترټولو غټه شمیره یې د غلزیو له توکم څخه جنگیالي ول ، نا څرگنده ده.
تر هغه وروسته:
د افغانانو په لاس ، د بریتانوي او هندي سرتی
وچړاو او ټول وژنې د بریتانیې د سترواکۍ د ملا ستنې له سره تر پایه ور ولړزولې. ویل شوي دي چې د دغه خبرپه اورېدلو
د هند ناﺋب السطنه لارد اکلند گوزڼ "فـَلـَج" وواهه. برېد جنرال سیل او سرتیري یې تر یوې مودې پورې هندوستان ته د
په شا کېدلو په اندیښنه کې ؤ خو ډیرې سلا گانې وشوې او تورن برادفورډ او تورن هیولاک ټینگار کاوه چې فرقه دې د خیز
د دړې (تختې) په توگه د لښکر د غچ اخیستنې په موخې تربل کاله پورې په جلال آباد کې پاتې شي.
د کڼدکونو کیسې او دودونه "پایلې"
- دافغان لومړۍ جگړې برېتانوي چارواکو ته په ډ اگه اوپه
وښانه ترا څرگنده کړه ترڅو نیغ په نیغه پوه شي چې پرافغانستان باندې یرغل ناشونی او دټول هیواد نیول هم نا
ونی دﺉ او ټولې هغه هڅې نه بریالۍ کیږي چې په ترڅ کې یې یو حکومت پر"دغو وگړو" وتپل شي ځکه ددغه هیواد وگړو ته
د زغملو وړ نه دﺉ. ددغه په کولو یوازینۍ رامنځ ته کېدونکې پایله پاتې راتلنه "ناکامي" او دپانگو بې ځایه لگښت او د
ژوند له لاسه ورکول دﺉ.
- له دغې وېرلړلې لړۍ جگړې څخه بریتانوي پوځ یو شمیر سبقونه زده کړل. له هغې ډلې څخه یو یې دا ؤ چې سیاسي مأمورینو ته باید اجازت ورنه کړل شي چې د پوځي اټکلونو ، ورمنډ او جاج اخیستنې واگې دې په لاس کې ونیسي.
- جگړې په ډانگ پېېلې ترا رازده کړل چې دپوځي بریا او مورال په لوړولو کې د مشرانو کړنه او پ یکړه ترکومې کچې پریکنده ونډه لري.
- هېښنده دا ده چې بولندویانو په ځانگړې ډول لوړپوړي بولندویان لکه الفنستون او شلتون خپل ځانونه د یرغمل په توگه سپاري او په دغه ډول د خپل ځان د ژوندي پاتې کېدلو ژمنه تر اسه کوي خو خپل نور سرتیري پریږدي چې د افغانانو په لاس په کوتلځایونو کې په ډله یز ډول ووژل شي.
اخځ:
افغانستان : له داریوشه تر امان الله پورې ، لېکوال: تورن جنرال سرجیورج مک م
ون
د افغان جگړې : لېکوال : آرکېبالدفوربز
© britishbattles.com 2005.
© britishbattles.com 2007. Email : info@britishbattles.co.uk
۲۰۰۸ کال د مارچ ۲۰ نېټه
آټاوا – کاناډا