خوښه مو نه ده !؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17369
محمد نعمان دوست ، کابل
دخبریدو نیټه : 2008-03-30


څو  ورځې وړاندې د هېواد  د شمالي او سويلي  ځوانانو ترمنځ  د فوټبال سيالي وه .
 د غه سيالۍ د تخار په مرکز تالقان ښار کې په لاره اچول شوې وه  ، په سياليو کې کوربه لې خپلې هلمندۍ سيالې ډلې څخه ميدان وګټه .
 سميع الله ، د تخار د لوبډلې يو ځوان دى چې د دوه ګولونو  په وهلو سره يې خپله ډله بريالۍ کړه .
 خو سميع الله د  ځينو سياسي او تنظيمي ځوانانو په څېر نه دى او تراوسه يې زړه او دماغ ته د تعصب  زهر نه دي رسېدلي .
هغه نه پوښتنه وشوه چې له برياليتوبه وروسته څه احساسوې ؟
 پوهېږئ ،  د سميع الله ځواب څه و  !؟
 هغه وويل :
 د امهمه نه ده چې موږ  له هلمنديانو لوبه وګټله، دا ګټل هيڅ ارزښت نه لري .  تر ټولو مهمه داده چې هلمنديانو وروڼو موږ سره په يوه ميدان په خوشحالۍ وبه وکړه .
سميع الله ، ته له هلمنديانو سره ګډه لوبه ډېره لويه خبره ښـکاري . هغه ويني چې د دې هېواد قومونه د څو شومو څېرو او ډلو ټپلو له خوا ټوټه _ ټوټه شوي دي .
اوس د همدغو ډلو او ټپلو له شامته   زموږ تخا يانو  ته هلمنديان  او هلمنديانو  ته تخاريان  ، پنجشيريانو  ته کندهاريان  او کندها يانو  ته پنجشيريان او ...  پردي ښکاري .
د سميع الله له خبرو ښکاري چې عام ولس په خپل منځ کې کومه ستونزه نه لري ، هغوى د يوبل له ليدو نه خوند اخلي خو څوک شته چې دوى خپلو کې مينې ته نه پرېږدي .
 دغه  ( څوک ) د خپلو شخصي ګټو لپاره عام ولس سره جنګوي ، وژني يې ،معيوبه کوي يې ، په دښمنيو او تربګنيو يې اړوي خو خپله سوداګري جاري ساتي .
 راځئ ! په ځان ورحمېږو دغه ( څوک ) پيدا کړوو ، خپل غچ ترې واخلو او وړاندې له دې  چې م وږ تباه کړي  مونږ يې له منځه يوسوو .
 خوښه مونه ده ؟؟؟