په دې باندې موږ ټول پوهيږو ، چې د ښو خلکو دوستان ډير وي
دا خو يو واقعيت دى . لومړى بايد دا معلومه کړو چې ښه خلک کوم دي ؟ څوک دي ؟ او کوم اخلاق بايد انسان د ځان کړي چې
خلک ورته ښه وايي .
زما په نظر ښه انسان هغه څوک دى چې د خپلې عقيدې پابند وي او د خپلې عقيدې لاره په رښتيني
ول تعقيب کړي ، صداقت ، عدالت او هر وخت د انصاف طرفدار وي او د نوموړي د لاس نه بل مسلمان انسان ته ضرر ونه
سيږي او نه په ژبه باندې د بل انسان او مسلمان غيبت وکړي او په ټولنه کې مادي او معنوي باور ولري .
کله چې نور
خلک پدې باور شي چې نوموړى انسان امانتګار او په هر کار کې صادق او عادل دى ، نو ورو ورو دغه خبره خوله په خوله
کيږي او په هر ځاى کې ددغه سړي د ښو صفت کيږي ، داسې پيښې هم کيږي چې نوموړى سړى ډيرو ليدلى هم نه وي . خو خلک يې
دوستان وي نو زما هيله همدا ده چې موږ بايد د داسې صفاتو لرونکي شو چې دوستان مو ډير او دښمنان مو کم شي . څومره
چې په يوه کلي يا ښار کې دوستان ډيريږي دښمنان په طبيعي ډول کميږي .
درنو لوستونکيو ! موږ او تاسو ته دې رب ا
عالمين توفيق راکړي چې د ښو اخلاقو په درلودلو سره ډير او ښه دوستان ولرو . دوستان چې ډير شي نو هر هدف ته د
سيدو منزل هم اسان وي او د ټولنې د خوشبختۍ او نيکمرغۍ سبب ګرځي .
په ډيره پښتنه مينه
–
خوست