په کندهار کي د علامه رشاد
خپرندويه ټولني له خوا دا ځل شپږ ټوکه بېلابېل علمي، تاريخي او ادبي کتابونه چاپ سول، چي په لاندي ډول د
پېژندل کېږي :
(۱) شل مقالې - يوولسمه برخه :
د ارواښاد علامه حبيبي مرحوم د مقالو د راپيل کړي لړۍ يوولسمه ب
خه ده، چي د مطيع الله روهيال په زيار راټوله سوې او ترتيب سوې ده. کتاب ټوله (۱۹۰) مخه کېږي، چي د علامه حبيبي
بېلابېلي علمي، څېړنيزي، ادبي او تاريخي مقالې پکښې راغلي دي.
(۲) شل مقالې - دوولسمه برخه :
دا هم د علامه
حبيبي د مقالو دوولسمه برخه ده چي مطيع الله روهيال يې د راټولولو، ترتيب او کمپيوټر چارو زحمت ګاللی دئ،
کتاب ټوله ۱۸۰ مخه دئ، چي د علامه حبيبي مرحوم (۲۰) بېلابېلي علمي، ادبي او تاريخي مقالې پکښې يو ځای سوي دي.
(۳)
شل مقالې - ديارلسمه برخه :
د علامه حبيبي د مقالو ديارلسمه برخه ده، چي د هغه اروښاد (۲۰) بېلابېلي علمي، تا
يخي او ادبي مقالې پخپلو (۱۴۰) مخونو کي رانغاړي، د ټولولو زيار يې ښاغلي روهيال ګاللی او د علامه رشاد خپ
ندوه ټولني له خوا په کندهار کي خپور سوی دئ.
يادونه : د نوموړو درو سرو برخو مقالو چاپي لګښت د علامه حبيبي
د څېړنو مرکز له خوا ورکول سوی، چي په دې وسيله د هغه مرکز له درنو مسئولينو څخه د زړه له کومي مننه کوو، چي د
علامه حبيبي مرحوم يو شمېر علمي، تاريخي او څېړنيزي مقالې يې د خپلي مالي پېرزويني له مخي پر افغانانو ولو
ولې.
(۲) احمدشاهي کندهار (دوه ټوکه) :
دا د تکړه ليکوال او څېړونکي محمدمعصوم هوتک اثر دئ، چي د دوهم ځل له
پاره دواړه ټوکه په يوه پښتۍ کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ سو. ښاغلي هوتک په دې کتاب کي د احمد
اهي کندهار يو بشپړ انځور وړاندي کړی دئ او دغه ښار يې په ښه ډول معرفي کړی دئ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه
ښاغلي هوتک ته له لويه خدايه د اوږده او خواږه ژوند غوښتنه کوي، څو د راتلونکي نسل له پاره دغه ډول نور مغتنم
او څېړنيز آثار وليکي.
(۳) افغاني شاغاسيان :
دا هم زموږ د تکړه ليکوال او څېړونکي استاد محمدمعصوم هوتک
د يوه ناچاپه اثر (کندهاري وروڼه) يو څپرکی دئ، چي د ليکوال د زوی ذکي هوتک له خوا په انګليسي ترجمه سوی او
انګليسي ترجمه يې د
(Afghan Shaghsis) په نوم چاپ سوې، نوموړی کتاب د افغاني شاغاسيانو د کورنۍ بشپړه پېژندنه
ده، چي د افغانستان په تاريخ کي د يو ځانګړي څپرکي حيثيت لري. موږ ښاغلي هوتک او د هغه زوی ذکي هوتک ته د دغه ع
مي او څېړنيز کتاب د چاپېدو مبارکي وايو.
(۴) پښتو متلونه :
د پښتو متلونو دغه مجموعه زموږ د تکړه او خوږ ژبي
مترجم ښاغلي نسيم سليمي په زيار راټوله سوې او ترتيب سوې ده، ښاغلي سليمي د دې ټولګي له پاره يوه مغتنمه سريزه
او د متلونو پر اهميت يوه خوږه څېړنه هم کړې، چي په خپل ځای کي د يادولو وړ ده، پر کتاب باندي ښاغلي هوتک هم يوه
لنډه ليکنه کړې، ښاغلی هوتک پخپله ليکنه کي د ملتونو د راټولولو پر لومړيو هڅو ږغېدلی دئ، او تر ډېره ځايه يې د
متلونو ټولي چاپي نسخې رامعرفي کړي دي، ټوله کتاب د سريزي او ياداښت سره (۸۰) مخونو ته رسېږي، او د پښتو متلونو
په برخه کي يوه په زړه پوري زياتونه ده.