ګرانو اوښاغلو لوستونکو !
پو هيږم چې د پښتني قبيلو د نومو نو سره به ز موږ ډير ګران هيوادوال اشنا وي، په تيره بياپښتانه چې په ځا
نګړي تو ګه هر يو تن يې د پښتنو په بيلا بيلو قبيلو، خيلونو، ښا خو نو او څانګو پورې اړه لري.البته د
پښتنو په اړ وند ډير شمير ختيځ پيژندونکو اوپه تيره بيا انګريزي محققينو او څيړونکو ډير پنډ پنډ کتابونه او
يرې مقالې کښلي دي چې په هغوکې د پټان د کتاب دليکوال سر اولف کيرو ،د بليو bellew دافغانستان توکمونه کتاب،
د مونټ ستوارت الفنستن د کا بل سلطنت بيان او په کلکته کې د بريتانيا د هغې ډکشنرۍ نو مو نه اخيستلای شو چې په
١٩١٠مپلادي کال کېې په انګريزي پو ځي اډه کې چاپ شوې وه او The Dictionary of Pathan Tribes نوميږي٠ له بلې خوا په هند کې د انګ
يزي واکمنۍ دوخت يو شمير مسلمانانو هم دپښتنوپه باب غټ غټ کتا بو نه کښلي دي چې د ډپټي کمشنر محمد حيات
خان حيات ا فغاني، دشير محمد خان ګنډا پور تواريخ خو رشيد جهان او زردار خان ناغر صو لت افغاني چې
دپښتنې قبيلو په اړوند په زړه پوري معلومات پکې را ټول شوي يادولای شو ٠ همدا راز زموږ د هيواد ګران افغانستان
نامتو پوهانولکه ارواښاد علامه عبدالحی حببي،ارواښاد استاد احمد علي کهزاد، ارواښادعلامه رشادبابا،ا
واښاد استاد عبدالروف بينوا، ارواښاد قيام الدين خادم،ارواښاد استادصديق الله رښتين،ارواښادحبيب الله تږ
ی،استاد پوهاندکاکړ ، ښا غلي استاد محمد ولي ځلمي ،ښاغلي او قدرمن محقق قدرت الله حداد ،ښاغلي پوهاند
عبدالرسول امين،ارواښاد حکيم تڼيوال او ارواښاد دوست شينواري دپښتنو دنسب اوتو کم په باب دقدر وړ خدم
تونه کړي دي چې دستايني وړ دي٠ پر دې سر بيره په پښتو نخو اکې د ار وا ښاد قا ضي عطاؤالله خان،سيد بهادرشاه ظفر
کاکا خيل اودسهيلي پښتونخوا د مشهور ليکوال پر فيسور ولې محمد خان سيال کا کړ نومونه يا دولای شوچې دپښتنو پو
ه او بشپړه پېژ ند ګلوي يې راته کړې ده٠
په١٣٦٧لمريز کال کې چې ما دافغا نستان د علو مو اکاډمۍ د پښتو څيړنو په
نړيوال مر کز کې د علمي غړي په تو ګه دنده ترسره کوله نو ددغه مر کز له خوا دپښتني قبيلو په نا مه پروژه راکړل
وه چې ما دغه درې کلنه پروژه په ١٣٧٠کال کې بشپړه او د چاپ له پاره برابره کړه چې نوموړی کتاب د پښتني قبيلي په
نامه په١٣٧٠لمريز کال د کا بل په پو هنې مطبعه کې د٤٠٠٠ ټو کو په تيراژ چاپ شو،خو له بده مر غه د١٣٧١ کال کې
کله چې ټوپکمار د ځواک پر ګدۍ کښينا ستل نو مې وليدل چې دکابل دده افغانانو په يوه دو کان کې دهمدې چاپ شوي
کتاب نه دپوړيو کار اخيستل کېده ،خدايږو ډير خواشينی شوم ٠په هماغه کال مې درې نور کتابونه هم دحيات
افغاني،خوشال خټک او داودي تا ريخ په نامه په اريانا مطبعه کې چاپ شوي وو چې ددغو چاپ شوو کتا بونو پته رانه و
که شوه وروسته مې چې پته و لګو له نو ټوپکمارو دخپلو خوړو د پخولو له پاره د همدې کتابو نو د سوځولو نه
ګټه اخيسته، خو دوی د دې نه څه خبروو چې هره کر ښه يې د زړه په وينو لبکل شوې وه او په شپو شپو به د پرښنا د ن
توالی له کبله به تر سهاره دخاورو دتيلوڅراغ او ډيوې ته ناست وم٠په١٣٧١ کال مې چې حالات ناسم وليدل او کور مې
چور،تالا او وران شو نو د هيواده مهاجر شوم او دادی دهغې مودې تر او سه لا هماغسي د خپل ګران هيواده ليرې پ
وت يم٠خو له نيکه مر غه مې دغه ټول يا دشوي کتابونه ددانش دخپريندويه ټولنې په مر سته له سره بيا چا پ کړل چې د
وې خدای په مرسته مې يو څه روحي ارامتيا تر لاسه کړه٠
ګرانو و روڼو دپښتنو دغه قبيلې چې انشالله د
بينوا د ويب پا ڼېپه راتلونکو پاڼو کې به يې ولولئ د الفبا په تر تيب به درته وړاندي شي دوې ګټې لري ٠له يوې
خوا به دپښتنو دقبيلو له نو مو نو سره اشنا شو او له بلې خوا که چيرې ما د ځينو قبيلو د خيلونو،ښاخو نو او څا
نګو د نو مونو په بر خه کې تير وتنې کړي وي، نو زما نيمګړی کار به بشپړ کړئ چې دا په خپل ذات کې دپښتنو
دنسب د شجرو دبشپړولو په اړوند به ستاسو لوی خد مت وی٠
په درنښت