ټولپوښتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17651
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2008-04-13


زورورو میلتوپه یوې ټول پوښتنې کې له افغان  اولس نه وپوښتل :
(ستاسو په  نظر په  دیموکراسی کې دپارلمان او دولت  یوالۍ اولس ته  کومه ګټه لري؟  )
زورواکو ویل : ستاسو څه شی دی!
عوامو ویل :نظرڅه شی دی!
اولس ویل :دیموکراسي څه شی ده!
دولت ویل: پارلمان څه شی دی!
پار مان ویل: دولت څه شی دی!
ګاوندیانو ویل: یوالۍ څه شی دی!
شورا ویل :اولس څه شی ده!
کارمندانو ویل: ګټه څه شی ده!
ښځو ویل: څه شی  څه شی دی!
ټولپوښتنې ویل: هیڅ ګټه نه لري.  دانه یو والۍ خبري ،عشقي، سیاسي، جنګي  افغاني سیریال دی.

یو بهرني خبریال د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې له خلکو نه و پوښتل:
( په اساسی قانون کې دوی ژبې: پښتو او دری ملي کیدل بس دي؟)
کږو ویل: اساسی څه شی دی!
زورواکو ویل: قانون څه شی دی!
سترګو وویل: ژبه  څه شی ده!
ځېنو ویل:پښتو څه شی ده!
ځېنو ویل: دري څه شی ده!
بین المللی وویل: ملي څه شی دی!
بې واسطو ویل:  کېدل څه شی ده!
ښاریانو ویل: بس څه شی دی!
ټولپوښتنې  ویل:
  دا جنجال مو تر   اووم پښته بس دی .