١-ابداليان:
ابداليان چې په
درانيانو سره هم شهرت لري دافغا نستان په تا ريخ کې يو نا متو ټبر دی چې دنامه رېښه يې د ٤٠٠ميلادي شا او خوا کې
سپين پوستي اريايې قبيلې ته چې اپتل Aptal يا هپتالي نو ميږي رسيږي چې دغې قبيلې په با ختر او تخارستان کې يو غښتلی
دولت جوړ کړ او د برتانوي دايرتالمعارف Ecncyclopedia Britanicaپه استنادمور خانو يې نوم ابدلوي هم راوړی دی٠(١) چې په تا
ريخو نوکې يې نوم په بيلا بيلو بڼو هپتل(اودل)=ابدل=يفتل او ابدال ضبط دی٠
دابدال په هکله زيات افسانوي
وايتونه هم شته چې دلته به يې راوړل بيځا يه نه وي٠روايتونه وايي چې د اسلامي دورې په تا ريخ کې لو مړنی سړی چې د
(ابدال=اودل)په نامه ياد شوی دی دپښتني قبيلو مشهور نيکه دی چې د خپل نا متو کهو ل سره دسليمان په غره کې او
سيده٠دی دترين زوی دشر خبون لمسی او دسړبن کړوسی دی او دده نو م په پښتو ادبياتو او پخوانيو او زړو نسخو کې
(اودل) او د جمع منسوب په بڼه (اودلی=ابدالی) ضبط دی چې د ٤٤٠ هجري يا ١٠٤٨ ميلادي کلو نو په شا او خوا کې يې
پښتانه قبايل پر ځان راټول کړي وو او دده له تو کمه ملک سليمان د عيسی زوی چې په زيرک سره مشهور و پښتني قبيلي
د سليمان له غره نه کند هارته بوتلې ا وهلته يې مېشته کړې او د خپل ژ وند په پای کې يې خپل زوی ملک بارک پر مشرۍ و
ټاکه او تر بارک وروسته د زيرک بل زوی ملک پوپل د خپل نفوذ ساحه د اوسني بلو چستان تر شال او ژوبه وغزوله او
د٦٥ کالو تر مشر تو ب وروسته د ٨٩ کلو نو په عمر ومړ٠
داسې فو لکلوري روايتو نه هم شته چې په پيل کې ابدال بل
نوم در لود، خو کله چې د خواجه احمد ابدال چشتي حضور ته چې د خپل وخت مشهور پير او ستانه و ورغی او دهغه خد مت
ته يې ملا وتړله هغه ورته دابدال نوم او لقب ور کړ چې له هغې راهيسې په دغه نوم مشهور او اولاده يې د ابداليانو
په نامه يا ديږي او پښتا نه په خپلې ورځنۍ محاوره کې ابدال د اودل په نا مه هم يادوي(٢) خو دا روايت ا فسانوي ار
زښت لري٠
داسې روايت هم شته هغه وخت چې دابدال د پلار تر ين دمړينې وخت را نيږدې شو نو ويې غو ښتل چې د خپلود
يوزامنو يعنې ابدال، سپين او تور له جملې نه يو تن پر خپل ځای د مشرۍ له پاره و ټاکي چې د تور او سپين د خپګان
سره سره يې ابدال د مشرۍ له پاره مناسب او وړ وباله٠ پښتانه د تاريخ په رڼاکې اثر ليکلي دي چې ابدال يا اودل د ٤
٠ هجري کلو نو په شا او خوا کې ژوند کاوه٠
ويل کيږي چې دابدال تر مړينې ور سته ر ځړ د خپلې کورنۍ مشر شواو ده
دخپلو نورو زامنو د جملې نه خپل مشر زوی عيسی په خپل ځای وټاکه٠دعيسی د زامنو نه سليمان تر ټو لو پوه او هوښيا
و نو ځکه دی په ځيرک يا زيرک مشهور شو چې تر اوسه هم پښتانه هو ښيار سړي ته ځيرک وايی،که څه هم عيسی د ميرک په
نامه مشر زوی درلود ،خو سليمان يې د هو ښيارۍ په وجه په خپل ځای وټاکه٠دزيرک په څلورو زامنو کې مشر بارک نوميده
چې پلار يې دی د کو رنۍ مشر ټا کلی و، خو تر څه مو دې وروسته مشري د پوپل لا سته ورغله٠ لوی ابدالي احمدشاه بابا
چې د پو پلزيو دسدوزو په څانګې پورې يې اړه در لوده د١٧٤٧ ميلادي نه تر ١٧٧٣ ميلادي پورې يې يوه لويه امپراتوري
جوړه کړه چې به تا ريخ کې ددرانيانو دامپراتورۍ او يا دDurani Empireپه نامه سره شهرت لري٠
درانيان چې د پښتنو د
سړبني پښتنو په ټو لنيزې ډلې يا ګروپ اړه لري په دوو سترو ښاخونو يعنې ځيرک او پنج پای باندې ويشل شوي دي چې با
کزی ،اڅکزي، پو پلزي،الکوزي، محمدزي او سدوزي د زيرک څانګې دي او نورزي، سهاکزي،اليزي،ادوزي او ماکو دپنج
پای څا نګې دي٠دابداليانو کو رنۍ د ١٧٤٧ميلادي نه تر ١٨١٨ ميلادي پورې پر افغا نستان واکمني کړې چې بيا حکومت
بارکزيو او دهغو يوې څا نګې محمد زيو په لاس کې وه٠
دوداودستور:ددرانيو دهرې قبيلې په سرکې يومشر موجوددی چې ک
ه کله ددغې مشرۍ مو قف په يوې کو رنۍ کې موروثي پاتي کيږي خوکله کله په دغه بر خه کې تغير هم را تلای شي٠ ددغې
بيلي د ښا خو نو خلک خپلو مشر انو ته پوره او بشپړ درناوی لري او اکثره لانجې د جر ګو او مر کو له لاري چې د ټو
و پښتنو يو منل شوی دود دی اواروي٠دوی اکثرا په جوماتونواوحجرو کې سره را ټو ليږي او د خپلو ستو نزو داوارولو
په اړوند تصميمونه پکې نيسي٠درانيان ميلمه پال خلک دي٠ ښا يسته څيري،دنګ دنګ قدونه، ګرد مخونه او پراخې ټنډې
لري٠
درانيان اکثرا په کندهار،هيلمند،ارزګان، فراه ،هرات ،بادغيس، فارياب ،بلخ ، کندز اودهيوادپه نورو
مختلفو بر خو ا او هم په سهيلي پښتو نخوا کې په کو يټه ،شال ، پشپن ، لور لايي، زيارت ، ژوب او نورو ډيروسيمو
کې استو ګنه لري٠دايران په ختيځو بر خو کې هم ډير شمير درانيان چې په پخوا وختو نو کې هلته ليړ ديدلي دي ميشته
دي.
په ملتان کې ميشته ابداليان : هغه ابدالي پښتانه چې د کند هار له شا او خوا نه يې مها جر تو نه کړي او په م
تان کې مېشته شوي دي په او سني وخت کې د ملتاني پټانانو يا افغا نا نو په نا مه يا ديږي٠په دوی کې هم د نو رو
افغانانو په څير زي او خيلو نه شته٠ په تا ريخ کې ملتان ته د ابد اليانو تګ پوره معلوم نه دی ،خو دځينو شو اهدو
له مخې داسې اټکل کيدای شي چې دوی به ملتان ته دهند دمغولي واکمن عالمګير اورنګ زيب او شا عالم دوا کمنيو په
وختونوکې هلته تللي وي٠داسي روايت هم په لاس کې لرو چې په ملتان کې د ابداليانو د ورتلو نه دمخه د ځمندد قبيلي
خلک چې هغوی هم سړبني پښتانه دي ميشته وو او کله چې دغه پښتانه ابداليان ملتان ته وکو چيدل نو هلته په رنګپور
ګهريان واله کې مېشته شول چې ډير شميرو يې دسو داګرۍ له لارې خپله ګوزاره تر سر ه کوله او دابداليانو هر ښاخ چې په
ملتان کې مېشته وو هر يوه يې ځان ته بيل بيل مشران در لودل٠کله چې د ابداليانو شمېر په ملتان کې زيات شو نو ددوی
او ځمند پښتنو تر مينځ د کر نيزو مسالو په سر شخړې رامينځ ته شوې او په پای کې ددوی تر مينځ خو نړۍ جګړې وشوې چې په
نتيجه کې دځمند پر قبيلې بريالي او هغوی يې له هغې سيمې وشړل٠همدراز په دغو جګړو کې دځمند قبيلې ډير خلک ووژل شو
٠کله چې ددغو پېښو خبر د ډيلي مغولي دربار ته ورسيد نو د ملتان نه يې د ابداليانو دوتلو فر مان ورکړ٠هغه وخت چې
ابداليانو ته ددې خبرې پته ولګيده نو خپل درې تنه استازي يې د ډيلي مغو لي در بار ته واستول ٠ مغولي دربار ته د
ابداليانو د پلاوي په رسيدو فر مان معطل شو ، خو ابدالي مشران تر بل امره پورې بنديان شول٠
کله چې په دکن کې مر
هټه او نورو د مغولي دربار پر خلاف په بغاوت لاس پورې کړ ، نو دربار له دغو بند يا نو نه غو ښتنه وکړه چې که چيرې
ددې قبيلې خلک ددوی سره د مر هټه وو او نورو با غيانو پر خلاف ورسره مر سته وکړينو دوی به دغه مشران له بنده خو
ې کړي٠دغو مشرانو د خپلې قبيلې دجنګيالو سره دکن ته لاړل او ډېرې تو رې يې ووهلي ٠مغولي واکمن پرته له دې چې دوی د
ملتان نه ونه شړل،بلکې ډېر خلعتونه،منصبونه او جا ګيرونه يې هم دوی ته ورکړل چې تر اوسه پورې ځينې په ملتان کې مې
ته او د ډېرو شتو او جا يدادونو څښتنان دي٠
دملتان په ابدالي وا کمنانو کې نواب مظفر خان ډير مشهور سړی تير
وی دی چې نو موړی درنجيت سنګه له خوا چې د لا هور سکه واکمن و په ١٨٧٥ بکر ما جيتي کا ل *کې ووژل شو٠سکهانو په م
تان کې ډېر پښتانه له تېغه تېر کړل او هغه پښتانه چې د سکهانو د قتل عام نه خو ندي پاتې شوي وو نو دوی له ملتان نه
وليږديدل او دنواب محمد خان بهادر خيل سدوزي سېمو يعني منکيرا او بکهر ته لاړل او کله چې منکيرا هم د رنجيت
سنګه د پو ځو نو لاس ته ور غله نو هغوی په دېره جاتو په تېره بيا په دېره اسما عيل خان کې مېشته شول٠
ماخذونه:
1-عبدالرؤف بېنوا،دافغا نستان نو ميالي، لو مړی ټوک،٣١٠ مخ٠
٢-حيات افغاني، د ډپټي محمد ح
يات خان ،پښتو ژباړه ١٤٢مخ،ددانش د خپر ند ويه ټو لنې چاپ ،پېښور،١٣٨٦ کال٠
٣-پښتانه دتاريخ په رڼاکې،سيد
بهادرشاه ظفر کاکاخيل ،١٩٦٥ دلاهور چاپ
*-بکرماجيتي سنه چې دهند په نېمه وچه کې بکر مي هم ورته وايي تر عيسوي
سنې اوه پنځوس کا له مشره ده.
(نوربيا)