د مرګونو
صادرات
« دافغانستان نیول آسانه د ئ خو ساتل یې ګران دئ »
دا تر لمر سپینه ده چي امریکا دښمنانو
ته ضرورت لری. امریکا د دښمن لرلو یا دښمن جوړولو نه پرته یو بې هدفه او بیکاره غوندی هیواد دئ . که شوروی
اتحاد مړسو نو القاعده یې ځای ونیو، که کمونیزم ولاړئ نو تروریزم راغئ . که امریکا په لیرو سیمو کي د
کوم ظالم رژیم سره ملګرئ سي یا کوم ګوډاګئ رژیم تولید او نصب کړی، نو د هغه مخالفین به مقاومت پیل کړی چي ام
یکا به ضرور هغوی « ښورښیان » او یا هم « تروریسټان » وبولی . پر ضد به یې پوځي کومک ور ولیږی تر څ
و درې عمده هدفونه حاصل کړی :
الف ــ « ښورښیان یا تروریسټان ! » هما
ته مصرفوی او خپله اجندا پر مخ بیایی ،
ب ـــ دغه دښمنان د امریکا د خاوري یا بل
ځای د خپلو ګټو پر ضد له حملو نه لیری ساتي ،
ج ــ دیکتاتوریا ګوډاګئ رژيم پخپل ټو
( پوځي ــ مالي ــ استخباراتي ) قوت سره له نړیدو څخه ژغوري ،
بس پدې ډول امریکا د مخه وی
د « تروریزم ! » بابولاله وایی ، ملګري یې لکه ورا ترشا پسی ځی او کسر یا مصرع ورسره غب
ګوی او ټول د اسلامي هیوادو له واټو نو څخه په ډمامو او نغارو تیریږی .
خو پوښتنه دا ده چي افغان م
قاومت یا جګړه ولی دومره پراخه سوه ؟ درې غټ عوامل سته چي هغه دا دي :
ومړی ـــ امریکایی عامل ( د امریکا لویی غلطۍ )
دوهــــم ـــ افغانی
عامل ( د افغان ولس ناراضګی او مخالفت )
درېیـــم ـــ خارجی عوامل ( له پولی نه بهر د وسلو
او پیسو کومک)
دا لا څه ، پر عراق د حملې پر مهال واشنګټن د ناټو څخه د پوځي ګډون هیله وکړه خو هغوی ونه
منله . د امریکا هم زړه ورته ډک او د موقع په انتظار سوه . کله چي په ۲۰۰۳ ـــ ۲۰۰
کي افغان مقاومت ښه توند سو ، نو امریکا پر ناټو فشار راوړ چي اوس نو حتماْ باید راسي او د طا
بانو پر ضد وجنګیږی .
شپږو علتونو ناټو مجبوره کړه چي د افغانستان په اشغال کي ورګ
ه سي :
الف ـــ په عراق کي د پوځي همکارۍ څخه انکار
،
ب ـــ په عراق کي د امریکایی پوځ سخت عملیات ، تلفات او سره
کش کیدل ،
ج ـــ د افغان مقاومت په بیړه شدت او د ملت
سره د یو ځای والی ګواښ ،
د ـــ د امریکا د پوځی لګښت خورا ډیرښت
او دزغم له وحده وتل ،
و ـــ د کابل رژیم تجرید او فاسد کیدل او
مخ پرناکامۍ تلل ،
ی ـــ د افغانستان په بیارغاونه او پرمختګ کي د مالي
او تخنیکی مرستو ونډه ،
خو د ناټو کړنو ورو ورو ښودله چي هغوی دافغان ولس په غم کي نه بلکي د امریکا د
خدمت لپاره دي . دوی هلته په مسلسلو پوځي عملیاتو کي ستړي هلاک سول .
نه یې بیارغاونه وکړه، نه یې څه
خاص پوځي برئ وګاټه او نه یې هم د افغان ولس زړونه خپل کړل . مهم ټکئ دا دی چي په نړۍ کي د
افغانستان د روان پوځي ماموریت په وړاندی جدی مخالفت نسته نو ځکه امریکایان او ناټویان په
ډاډه زړه افغانان وژني او د هیچا پروانلری ، خو افغانان بیله خدایه بل هیڅ غمخور هم نلری .
پوښتنه دا ده چي ناټو ولی پلمې کوی او نور پوځیان نه رالیږی ؟ دا ځکه چي :
لومړئ ــ دخپلو م
خالفینو او پارلمانونو تر فشار لاندی دي ،
دوهــم ــ پدې جنګ کي خپله سیاسي ګټه نلری ،
درېـی
م ــ په دغه لیری او ګوښه سیمه کي جنګیدل نه خوښوي،
څـلورم ــ د تلفاتو څخه بیریږ
ی،
پـنـځـم ــ هغوی دا جنګ د ځانونه بلکی د امریکا جنګ بولی،
شـــپږم ــ د
امریکا د جنګي ، جوړښتی او مخدره ستراتیژیو سره اختلافات لری،
اووم ــ د نوو چ
یکی جنګونو سره تجربه نلری بلکی هغوی د وارسا تړون په وړاندی روزل سوی وو،
اتــــم ــ ا
وپائیانو تر سوړ جنګ وروسته خپلی پوځي بودجې ندی زیاتی کړی ( نو ځکه زیات پوځيان نلری، کافي تجهیزات، عصری وس
ې، ذخیروی او بلاخره لازمی چمتوینی نلری ) ،
نهـــــــم ــ د ناټوهر غړئ هیواد خپل خپل منافع او
اهداف لری ،
د ناټو هیوادونه پدې ښه پوهیږي چي دډيرو پوځیانو ورلیږل د ډيرو مرګونو وروړل دي، ځکه
دا مسئله پوځي حل نلری بلکی طالبي خښم به یو ملي خښم ته جګ کړی . د ناټو عمومي قوماندان « ياپ دي هوپ شیفر » هم
اعتراف وکړ چي : « دافغانستان د وضعي لپاره پوځي حل وجود نلری » .
په هغو ظاهری هدفونو پسی چي امریکا
پخپل سر او خپله اراده افغانستان ته راغلې وه ، دا دي :
لومړي ـــ د طالبانو ماتول او د القاعده
محوه کول ( یا د هغوی د مشرانو نیول )،
دوهــــم ـــ د افغانستان بیا رغاونه ،
درېـیـم
ـــ د مخدره موادو د کښت اوسوداګرۍ ختمول ،
څلـورم ـــ د یوې دیموک
اتیکې ټولنی جوړول ،
پنځـــم ـــ د بشری حقوقو تأمین او پر ښځو د ظلمونو پای ته رسول،
خو پوښتنه دا ده چي آیا نوموړی هدفونه پدې شپږ نیمو کالو کي حاصل او تر سره سوي دي ؟ بله پوښتنه هم دا چي د
نړۍ ستر پوځي تړون ( ناټو ) ، همدلته دئ ، بین المللی ټولنه همدلته ده، بلیونونه ډالره راوبهیدل، د ګاونډیو
لاسونه لنډل سول ، د نړۍ له هره کونجه « دوستان » راغلل، داولی بیا هم نه امنیت راغئ، نه پرګنیز حکومت، نه م
اومت اوجنګ ختم سو، نه فساد او نه هم مخدره مواد او مسلسل پوځي عملیات ؟ خو څيړونکي او شنونکي وایی چي
امریکا اولویدیځ دافغانستان لپاره « د افغانانو د ملي ګټو مطابق کومه ټاکلې ستراتيژي » نلری، ځکه نو ددې ټولو
امتیازاتو سره سره تقریبا هرڅه په ټپه ولاړ دي .
نو دا چي ټاکلې ستراتیژي نسته، داچي بیارغاونه
دمیږی په رفتار خو پوځي عملیات او ملکي تلفات د موټر په رفتار روان دي، دا چي په هیڅ ترقیاتي، جوړښتي، اقتصادي
او اجتماعي برخو کي کوم مهم پرمختګ ندئ سوی ، دا چي هر څه صرف تبلیغاتي، سیاسي او مصلحتي جنبه لری او خلک د م
اښام ډوډۍ او د یخنۍ لپاره تلتک نلری خو تلفات لاهم زغمي، نوطبعاْ باید مخالفت ډير سی او هغه په مقاومت سره
واوړي لکه نن چي یې وینو .
دا چي امریکا پرله پسې ناټو ته زارۍ کوی چي اووه زره نوپوځیان راولیږئ او
دا چي په اپریل کي به ۳۲۰۰ نور امریکایی پوځيان هم راځي، آيادا د فشار او ناکامۍ علامه نده ؟ ددې پرځاي چي پسله
پږنیمو کالو څخه د هغوی د پوځونو شمیر لږ سوی وای برعکس ډيریږی او نور مرګونه راصادروي . داکاریې په هماغه
پیل کي ولی نه کاوه ؟ آیا اوس ډير ناوخته ندئ ؟ هو ، دا هماغه پوخ اصل ثابتوی چي «
دافغانستان نیول آسانه د ئ خو ساتل یې ګران دئ » په رښتیا هم نور اووه رزه پوځيان څه، چي ښایی اویا زره
تازه پوځيان هم افغانستان ونه ساتلئ سي .
« دافغانستان نیول آسانه د ئ خو ساتل یې ګران دئ »
په ۲۰
۳ کي د « رندکارپوریشن » څیړني ثابته کړه چي د افغانستان او عراق غوندی ټولنه کي د هرو (۱۰۰۰) کسو لپاره
شلو خارجي پوځیانو ته اړتیا سته . دا اصل همدا نن د مبارزینو د ماتولو د عملیاتو یو معیار اوسټنډرډ هم ګرځیدلئ
دی . څنګه چي د افغانستان نفوس څه ناڅه دیرش ملیونه دئ . نوباید شپږ لکه ( ۰۰۰ر۶۰۰) پوځیان هلته شتون ولری یعنی د
ټول ایساف د فعلی شمیر دوولس چنده بهرنی پوځیان باید هلته موجود وای . دا چي کابل درې ملیونه اوسیدونکی لری
، نو هلته باید شپیته زره ( ۰۰۰ر۶۰) دغه پوځیان مستقر وای .
همدا اړتیا په ۲۰۰۱ کي مشهورو امریکایی ورځپاڼو (
که نیویارک ټایمز او کرسچن ساینس مانیټور ) هم کړې وه او هغوی د پنځه سوه زرو پوځیانو د ورلیږلو یادونه کړې وه .
رند کارپوریشن وایی چي « د کوسوو په شخړه کي د هرو زرو کسو لپاره شل سوله ساتونکي پوځونه مهیا وو حال دا چي په
افغانستان کي دا تناسب همدا اوس په لس ګونو چنده لږ دی » . دا ولی ؟ دا ځکه چي :
لوم
ړی ـــ دا کار یې د شمال مجرم ائتلاف ته وسپارئ ،
دوهــــم ــــ ام
یکا ځان تر وخت دمخه کامیاب وباله ،
درېــيــم ـــ دایې د افغانستان اشغال
نه باله ،
څلـــورم ـــ مقاومت یې افغاني اراده نه بلکی د پردیو لاس وهنه ګڼل ،
پـنـځ
ــم ـــ دافغانانو ملي ګټي یې هیڅ په باک نه راوړې ،
شـــپــږم ـــ
دافغانستان ګاونډیان یې ددې شطرنج څخه ګوښه سوي بلل،
اووم ــ
د لویو غلطیو کول او د هغو تکرار ،
په اپریل کي ( دابله میاشت ) د ۳۲۰۰ نورو امریکایی
پوځیانو راتګ او د همدومره شمیر یا څه زیاتو ناټویی پوځیانو راوستل به هرو مرو مرګونه، وژنی او وینی توئیدنی
هم په بر کي ولری او دا هغه صادرات دي چي امریکا او لویدیځ یې پر افغانانو لوروي .
دا صحیح ده چي د پوځو
زیاتول به یو څه نظامي تاکتیکی برئ ولری خو باالاخره دا به یوه ستراتیژيکي اشتباه وی ، یعنی دا چي :
۱
ـــ دکابل رژیم به نور هم ګوډاګئ ثابت کړی ،
۲ ـــ افغانستان به خپ
واک نه بلکې بلواک ثابت کړی ،
۳ ـــ جهادیان به نور هم تحریک و ولمسوی ،
۴ ـــ
طالبانو ته به اهداف نور هم زیات کړی ،
۵ ـــ دابه تدریجاْ د آزادۍ د جګړې بڼه غوره کړی
،
۶ ـــ افغانستان به د ترقۍ او آبادۍ څخه نور هم لیری او د بحران په غیږ کی ورولی ،
دا چي همدا لږ شمیر بهرنیو پوځیانو څه ونکړای سو او ستونزی یې ایجاد کړې، نو ډیرښت به یې څه سمسورتیا او ګ
ان راوړی ؟ په عراق کي چي تر افغانستان یو نیم ځل کوچنی دی او هم لږ نفوس لری، ۰۰۰ر۱۷۰ امریکایی پوځيان سته ،
یا امنیت، ثبات او آبادي یې ور په برخه کړې ده ؟ که ښه دئ نو ترې راودي وزي ! په
افغانستان کي به څنګه دا طریقه کامیابه سی ؟ !
فلهذا ، لکه د امریکا امنیت چي په
فالوجه او انبار کي په دیموکراسۍ پوری ندئ تړلی، په همدې ترتیب هغه په موسی کلا او پنجوایی کي هم د دیموک
اسۍ سره کوم ربط نلری . ځکه ، امریکا دلته ثابته کړه چي :
الف ــــ امریکا د پوځي پلوه بی سارئ
، بی رقیبه او بی چلنجه قدرت ندئ ،
ب ــــ امریکایی پوځ ډير سره کش سوئ دی، پر د
یم هیواد دومره ژر بله حمله نسی کولای ،
ج ــــ امریکا د مالي او اقتصادي پ
وه زېانمنیدونکئ، کمزوره کیدونکئ او بی مایې کیدونکئ ځواک دئ،
د ــــ ام
یکا نور نو یو مشروط سوپر پارو دئ يعنی صرف د ټولو هیوادونو په لیست کي لومړنئ ځواک دی او بس
،
و ــــ هر څه چي امریکا غواړی ، هغسی نسی کیدای یعنی قدرت یې محدود دی ( نه په ناټو
پوځونه زیاتولای سی او نه هم خپل زیات پوځونه رالیږلای سی . )
څومره په ښه وای چي امریکا د ۳۲۰۰
پوځیانو پر ځای د همدومره شمیر ډاکټرانو، انجینیرانو، متخصصانو او ماهرانو د رالیږلو فیصله کړې وای او دلته یې
کاني زیرمی راته ایستلی او کارولی وای، په ملیونونو جریبه مځکه یې آباده او سمسوره کړې وای، د اوبوبندونه او د
اوبولګولو سیستمونه یې راته جوړ کړی او فعال کړی وای، زراعت، صنعت، صحت، مواصلات او تعلیم یې راجوړ او عص
ی کړی وای . داچي پدې شپږنیمو کالو کي یې دا کارونه ونکړل ، یوه لسیزه نور یې هم توقع نسی کیدای . دا ځکه چي هغوی
زموږ لپاره نه بلکي د خپلی اجندا د تحقق لپاره راغلي دي او افغانستان یې هدف نه بلکی د « هدف » لپاره
یوه وسیله ده .
نو ښه به دا وی چي :
۱ ـــ په افغانستان کي باید داسی دولت مستقر وی چي د امریکا
ګوډاګئ نه بلکی دښمن یې هم نه وی ،
۲ ـــ هغه باید پر اشخاصو ( خصوصاْ بی کفایته ، نااهلو او
ناوړو کسانو ) متکی نه و ی،
۳ ـــ هغه باید د مصلحتونو او معاملو له لاری نه وی جوړ سوئ ،
۴ ـــ هغه باید د هرډول ګروپی او دولتی تروریزم عملاْ مخالف وی ،
۵ ــــ
هغه باید د اشغالي هلیکوپټرونو د عملیاتو، استخباراتي ارتباطاتو او قومي ـــ لسانی مداخلاتو څخه
زادانه جوړسوی وی ،
۶ ــــ هغه باید د امریکایی ــ ناټویی پوځونو تر سیوری لاندی نه بلکی د م
ګرو ملتونو یا اسلامي هیوادونو د پوځونو ترشتون او نظارت لاندی جوړ سوئ وی،
که پورتني بنسټیز اصلونه م
راعات سوی نه وی ، نو ګرانه ده چي افغانستان به ( د هرڅومره نورو اشغالی پوځونو د راتګ سره سره ) پرته له مصیبته
د خوښۍ، سوکالۍ او آزادۍ مخ ووینی . وګورئ پخپله امریکایی کلیدی مقامات نن پر خپلی بی وسۍ او دکابل رژیم پر
ناکامۍ باندی اعتراف کوی ، صرف دوې اوونې وړاندی د امریکا د ملی استخباراتو رئیس مایک مک کونیل وویل چي :
«
دامریکا په مشرۍ د پوځي ملاتړ او بلیونونو ډالرو د مرستی سره سره امنیت په افغانستان کي پسی خرابیدونکئ دی . ....
حامد کرزي د افغانستان ۳۰٪ کنټرولوی متباقي لس سلنه طالبان او پاته برخه اقوام کنټرولوی . . . طالبان
ګټمن دي . »
آیا اوس نو زموږ انګیرنی او نیوکي نوری سپیناوي ته هم اړتیا لری ؟ آیا ددې تونل په
پای کي چي څه ښکاری لا واضح ندي ؟
هو ، دا تر لمر سپینه ده چي د کابل رژیم خو بهرنیو خلق کړئ،
اوبه کړی، لوی کړی او « مشروع ! » کړی دی نو ځکه په حساب کي نه راځي بلکی د افغاني مصیبت د کلاوې سر یوازی
په واشنګټن کي دی ، او دا هم معلومه ده چي « کوکاکولا او پپسی خاص فرق نه سره لری » خو بیا هم هیله ده چي
دیموکرات ګوند په کامیابیدو سره د جمهوری خواه ګوند هغه غلطۍ چي دلته یې کړی، که اصلاح کولای نسی لږه تر لږه
هغه باید تکرار نکړی او یو رغنده نوښت وکړی چي په هغه سره به یې ځان او جهان د هغه ناورین څخه خلاص کړئ
وي چي پخپله امریکایانو ایجاد کړئ دی . و السلام
nsamad57@hotmail.com