په هیوادکې داتومي پاتې شونوخبرتیا (اوله ـ دوهمه برخي )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18042
پوهنوال ډاکترنظرم حمد سلطانزی
دخبریدو نیټه : 2008-05-01

لیکوال : پوهنوال ډاکترنظ محمد سلطانزی   (ځدراڼ)
دجرمني هیواد، نېټه :  ١١/٤/٢٠٠٨

لومړۍ برخه  

سریزه :
 څوورځې پخوا دهیواديوه لوړپوړي چارواکي خبررسنیوته داسې څرګندونې وکړې چې ګڼه   دوئ داسې شواهد لري چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې خپل اتومي پاتې شوني د کندهار او هلمند په ولايتونو کې ښخې کړې دي . په دې ليکنه کې هڅه شوې ده چې داتومي پاتې شونوپه هکله لوستونکوته بنسټيزمالوم ات وړاندې شي . په دې اړوند اړينه ده چې ترهرڅه دمخه  ځينې فزیکي مسلکي اصطلاحونه تعريف شي ترڅوعام ولس هم په اسانۍ سره داتومي پاتې شونې په هکله  پوهه ترلاسه کړي .
• تعر يف :اتومي يا رادیواکتیوپاتې شونې (Radioactive waste)  هغووروسته پاتو، بېکاره، فضوله هستوي وړانګې خپرونکوتوکوته ویل کیږي  چې په صنعتي، علمي ، طبي ،  ملکې اودورځني ژوند په هراړخيزو برخوکې ورڅخه نورزیاتۍ دپام وړګټه نه شي پورته کیدلای  اوله دې کبله ښايي چې نوموړي مواد  په داسې  یوه خوندي ځای کې وساتل شي چې انسانانو، حیواناتو،ژوندیواورګانیزم اوچاپيریال ته يې زیان وه نه رسيږي .

 که چیرته نوموړي توکي دساري په توګه دځمکې تر لاندې په فني   توګه سم خوندي وه نه ساتل شي ، نو چاپېریال اودخلکوروغتیا ته دخطریوه لویه سرچینه ګرځیدلای شي . داځکه چې اتومي پاتې شوني  خطرناکې هستوي وړانګې لکه الفاوړانګې) (α- rays ، بېتا وړانګې  (β- rays) ګاما وړانګې   (γ- rays)اونیوترون وړانګې  خپروي . دبلې خواپه جاپان باندې داتوم بم دکارولوپایلې اواپیدیميولوژي  (Epidemiology) څیړنو اوګڼ شمی تجربوپه ډاګه کړې ده چې هستوي وړانګې دسرطان ناروغۍ منځ ته راولي .
    
فزیکي اصطلاح ونه :
راديواکتیو   (Radoactive )  :
په طبيعت کې ځينې عنصرونه پيداکیږي چې بې له بهرنۍ اغېز ې څخه نا ببره او په خپل سرتجزيه کيږي او په څنگ کې د اتوم دهستې څخه هستوي وړانگې خپروي  . په پايله کې توپیرلرونکي اودنويوعنصرونو هستې لاس ته راځي او يا داچې دهم هغه عنصرپه  راديو ايزوټوپو باندې بدليږي  .  نوموړې فيزيکې کړنلارې ته راديواکتیو تجزيه یانې وړانگې خپرونکې تجزیه اودغه رنگ فعال خا صيت ته اديواکتیويتي      (Radioactivity )  ويل کيږي  .  (کړاند= Active)  .  نن ورځ ساينسپوهان کولای ي چې ددوه زرونه ډیر رادیواکتیونوکلید (Nuclide)  کوم چې په طبیعت کې نه پیداکيږی په مصنوعي توګه   ترلاسه کړي .
 هغه هستې چې وړانگې  خپروونکی فعا ل خواص و لري دراديو اکتيو (Radioactive) اودهغوى پاتې راديو ايزوټوپ ،د راديونوکليد  (Radionuclid ) په نامه سره ياديږي  . په نوموړې ويی ( لغت ) کې راديو  (Radio) په مانا د وړانگه چې دلاتين ژبې راديوس (Radius) څخه  اخېستل شوی او دلاس او څنگلې ددوواوږدوهډوکو څخه د يوه هډوکي نوم دى ا و اکتيو (Active) دفعال مانا  ورکوي  .
فيزيکي نيمايي وخت  (Physical Half life = T1/2)  :
فيز یکي نيمايي وخت  يا دعمرم وده هغه وخت ته ویل کيږی چې په نوموړې موده کې، د يوه ټاکلي راديواکتیو عنصردهستو شمېر  دلومړني وخت هستوشم ېر په پرتله نيماي ته راولويږي  .   
دوړنګوانرژي واحد (سیورت   (Sievert  
یوسيورت (Sievert = 1 Sv)  دوړانګو انرژي هغې کچې ته ویل کیږي  کله چې  دبدن په یوه کیلوګرام Kg  نسجونوکې یوژول Joule  ان ژي جذب شي . دساري په توګه دطبیعي وړانګو دانرژي کچه چې  دیوه کال په موده کې بدن ته رسيږي لږ څه پنځوس ملي سیورت  (50 mSv = 0,05 Sv)  اندازه شوې ده .
درادیواکتیويتي واحد  (بېکاریل  ( Becquerel )
بېکاریل دیوه ادیواکتیوعنصر درادیواکتیویتي واحددی . یوبېکاریل دتجزیه کیدونکوهستوټول ټال شمیر ته ویل کيږي چې په یوه ٍثانيه کې چوي . که چیرته په یوه ثانیه کې یوه هسته وچوي نویوبیکاریل ورته ویل کیږي  اوداسې لیکل کیږي (1Bq = 1 s-1 )  .
رادیوایزوټوپ (Radioisotope) 
دیوه عنصرایزوټوپونه هغه ګڼ شمیرعنصرونه تشکیلوي چې دهغوی تر منځ دپروتونوشمیریوشان  وي خودهغوی نیوترونوشمیر دیوه بل نه توپیرولري. هغه ايزوټوپونه  چې ادیواکتیوخواص لري اوهستوي وړانګې خپروي درادیوایزوټوپ په نامه یاديږي .
 
اتومي پاتې شونې څرنګه منځ ته راځي ؟
 اتومي یاهستوي پاتې شونې  (Nuclear waste)  هغورادیواکتيوايزوټوپوته ويل کيږي  چې په صنعتي هراړخیزو برخوکې لکه دیورانیوم کان دډبروڅخه دطبیعي یورانیوم ترټولودرانده فلز بیلول ، په طبیعي یورانیوم کې دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پينځه دیرش (U-235) سليزې برخې بډای کول ، په هستوي بټۍ (Nuclear power plant) کې دسوځیدل شووهستوي چاودیدونکوسونګ موادو(Spent nuclear fuel)،اودطبابت په څانګه کې دناروغیو دپيژندلواودرملنې په پایله کې  منځ ته راځي .دنوموړو صنعتي کړنلاروپه هکله په   لاندې ډول لنډمالومات وړاندې کیږي .

 لومړی  : په ١-شکل کې د يورانیوم دبډای  کولوتکنالوژي ښوول شوې ده چې په هستوي بټۍ کې دبريښنا دتولیدپه موخه ورڅخه ګټه پورته کیږي . دیورانیوم اومعدني کانو0,3% U2O8)  ( داستخراج  ،اسطحصال اوکیندلوپه کړنلاره کې دبېلګې په ډول دلسوټنوڅخه نهه ټنه  اتومي پاتې شونې   منځ ته راځي . د يورانیوم زيرمې او کانونه په طبيعي ډول دځمکې کورې (globus) په ډ يروبرخو او په غير متجانس ډول سره پيداکيږي . په لومړي پړاوکې، د طبيعي يورانیوم م عدني مينرالونه لکه (Uraninit = Pechblende) ديو لړفيزيکي او کيمياوي کړنلاروپه مرسته سره دنوروډبرو څخه  بيلږي . په معدني ډبروکې لاندې طبیعي رادیواکتیوعنصرونه پيداکیږي چې  دکان کیندونکوکارګروروغتیا ته لوی ګواښ کیدای شي.  دبیلګې په توګه : کالیوم  (Kalium 40) ، توریوم (Thorium 232)  ، يورانیوم دوه سوه پینځه دیرش  (Uranium-235) يو انیوم دوه سوه اته دیرش (Uranium-238)  ، پلوتونیوم (Plutonium -244) ، کاربون  (Carbon 14) ، رایديوم  (Radium 224,226,228)  ، رادون غاز (Radon 220, 222) اونور .


( ١- شکل)

 ١- شکل : دطبيعي يورانیوم د استخراج ټکنالوژي او ديورانیوم دوه سوه پينځه دېرش  (U235)د بډایو و   (Enrichment) کړنلاره  ښوول شوې ده،چې په هستوي بټيو (Nuclear Power Plants) کې د سونگ موادو په موخه ور څخه کار  اخېستل کيږي . طبيعي یورانیوم په سلوکې لږڅه نهه نوي ديورانیوم دوه سوه اته دیرش   (99%U-238)ايزوټوپ اولږڅه یوپه سلوکې  دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پينځه دیرش 0,7%U-235) ( ايزوټوپ څخه جوړشوی دی.. ديورانیوم دبډای کو وپه کړنلاره کې په زرګونوټنه  اټومی پاتې شونې منځ ته راځي چې دخوارشوي یورانیوم (Depleted uranium) په نامه سره یاديږي . 

دلومړی برخي پای
اخذلیک :
1. http://www.ne.jp/asahi/mh/u/INSCAP/Radwaste.html
2. nuclear.org/info/inf60.html
3. http://www.radioactivewaste.gov.au/Radiation_radioactive_waste
4. http://www.iaea.org/
5. http://www.bbc.co.uk/

دوهمه ب خه :

سر یزه :
داتومي پاتې شونوپه هکله ګرانولوستونکوته  په لومړۍ برخه کې بنسټيزعام مالومات وړاندې شو. په دویمه برخه کې  د مسلکي پوهانولپاره لږڅه تخنیکي اوفزیکي پوهنيزمالومات راغونډ شوي دي . دنوم وړې موخې لپاره اړینه ده چې دیورانیوم  کان څخه دسوچه فلز دراایستلواواسطحصال کړنلاره ترڅیړنې لاندې ونیسو.
دهستوي وړانګوډولونه :
په یوه رادیواکتیوتجزیه کې داتوم هسته خپله زیاتۍ انرژي دالکترومقناطیسي وړانګو اوهستوي زروپه خپرولوسره   دلاسه ورکوی .  رادیواکتیو هستې دری ډوله هستوي  وړانګې خپروي . دغه وړانګې  دالفا )α( ،بیتا)β( اوګاما   ) γ (وړانګوپه نامه سره یادیږي .څرنګه چې نوموړې وړانګې داتوم هستې څ خه دتجزيې په ترځ کې منځ ته راځي نوله  دې کبله دهستوي وړانګوپه نامه سره یادیږي .
* الفاوړانګې –Rays) α ( :  په یوه رادیواکتیوتجزیه کې داتوم هستې څخه دهېلیوم اتوم (He-4) هسته خپریږي چې دوه نیوترونونه اودوه پ وتونونه لري . دهېليوم اتوم هستې ته دالفا وړانګې ویل کیږي .
* بېتا وړانګې  (β-Rays) :  په یوه ادیواکتیوتجزیه کې دهستې څخه یوالکترون خپريږي . په دغه کړنلاره کې دهستې یونیوترون په الکترون اوپروتون اوړی . دهستې څخه شيندل شووالکترونو ته بیتا وړانګې ویل کیږي چې دسرعت طیف يې دصفرنه دنورترسرعت (300 000km/s) پورې سيږي .  
* ګاما وړانګې (γ- Rays)  : کله چې یوه هسته خپله زیاتۍ انرژي دالفا ذرې اویا بیتا وړانګود خپ ولوپه ډول د لاسه  ورکړي اوورپسې دتحریک په حالت کې پريوځي، نوپاتې شوې زیاتۍ برخه انرژي دګاما وړانګوپه ډول خپروي . ګاما وړانګې الکترومقناطیسي وړانګې دي چې دنورپه سرعت خوځيږي . دګاما په تجزیه کې داتوم هستې کتلې نمب (Mass number) اودپروتونوشمیراویا په بله ژبه اتومي نمبر په خپل حال پاتې کیږي خوهسته دهیجاني حالت نه دانرژي يوه ټيټ  ثابت حالت ته را لويږي .
دپام وړ : داکتيويتي پخوانی  واحدکيوري  (Curie = Ci) نوميږي چې د ميرمنې ماري کيوري  فرانسوۍ فزیک پوهې په وياړ ټاکل شوی وو  . د نړیوال واحدونو په سیستم  کې داکتیویتي  واحد بیکاریل ټاکل شوی دی  . یوبیکاریل  عبارت دی له یوتقسیم په ثانیه اویا په بله ژبه یوه هستوي تجزیه په یوه ثانیه کې اوداسې لیکل کیږي :  Bq = 1/s  . دبېکاریل اودکیوري ترمنځ لاندې اړیکې شتون لري  .
1 Curie (Ci)   = 100 Ci    = 3,7 × 1010 decay /second  
 1 Curie (Ci) = 3,7 ×1010 Bq = 37 ×109 Bq = 37 GBq
يو بېکاريل   1 Bq  مساوي دی له  يوه تجزيه په يوه ثانيه کې یانې   (1/S = 1S-1)
1gramm radium = 1 Curie (Ci) =  37 giga Bq = 37×109 Bq = 37 GBq
Tera Bq = 1012  Bq
Mega Bq = 1000 000 Bq = 106 Bq
 نن ورځ په ډاگه شو ېده  چې طبیعي رادیواکتیویتي زموږ دځمکې دپيدايښت سره يوځای پیداشوي دي  اودځمکې يوه برخه تشکیلوي  . په ځمکه کې ډیرې تیږې، معدني ډبرې، کانونه او رادیو اکتیوعنص ونه  شته دي چې طبیعي رادیواکتیویتي ښئي او طبیعي وړانگې خپروي  . زموږپه چاپېریال کې ، لکه کورونه، هوا، اوبه اوډوډی او نوروخوراکي شیانوکې هم طبیعي رادیواکتیومواد شتون لري  . همدالامل  دی چې د بدن په ډېروب خو لکه هډوکو، غړو،  او نسجونوکې راديو اکتیومواد جذب (زبېښل)  شوي دي اووړانگې حپروي  . په بدن کې پوتاسیوم  (Potassium 40) ، کاربن څوارلس (Carbon 14) ، رادیوم دوه سوه شپږ ویښت (Radium 226)، يورانیوم دوه سوه اته دیر   U238 اورادون غاز (Rn-220) هغه طبیعي رادیو اکتیو عنصرونه دي چې دنوروعنصرونو په پرتله په لوړه کچه پیدا کيږ ي  .
  طبیعي اومصنوعي  رادیواکتیو ایزوټوپونه دخوراک ، څښاک اوتنفس له لارې بدن ته ننوځي . دبیلګې په توګه یوځوان سړی چې  وزن يې اویاکیلوګرام  وي  په بدن کې لږڅه  نهه زره بیکاریل (9000 Bq = 9 kBq)  ادیواکتیوایزوټوپونه لري .  داپه دې مانا چې په یوه ثانیه کې نهه زره هستې چوي اودبدن حجروته هستوي وړانګې خپروي . هغه انرژي ډوزچې پښتورګوته دپولونیوم الفاوړانګو(α radiation)                                &nb sp;                          یوبیکاریل اکتیویتي څخه وررسيږي  دیوه ملي سیورت لسمه برخه تشکیلوي (0,1 mSv/Bq) .  دنوموړي قیمت دپرتله کولولپاره دساري په توګه په یوه کال کې دطبیعي وړانګوڅخه ټول بدن ته لږڅه دوه ملي سیورت   (2mSv)وړانګي رسیږي .
  یوسیورت په بدن کې دهستوي وړانګوجزب شوې انرژي کچه راښيي. یوسیورت په يوه کيلوګرام نسجونوکې یوجول جزب شوې انرژي ته ویل کیږي . دغه څرګندونه داسې لیکو:      1 Sievert = 1Sv = 1 Joule/Kg)

دیورانیوم دراایستلو په کړنلاره کې  اتومي پاتې شونې :

لومړی :  د يورانیوم دراايستلو کړنلاره   (Mining) :
طبيعي يورانیوم په سوچه توگه په طبيعت کې نه پيدا کیږي، بلکې په کاني ډبروکې د يورانیوم اکسايد (U3O8)    مرکب   په شکل موجود وي . کله چې نوموړی عنصر،ديورانیوم يوه کان څخه استخراج کيږي، نو په مرکب کې دسوچه يورانیوم برخه لږ څه صفر ع اريه  درې  په سل (0,3%) کې وي . دطبيعی يورانیوم مرکبات داکسايد په بڼه ډېر ډولونه لري . د بېلگې په ډول، لکه ناتريم يورانات، يورانیوم اکسايد، ماگنېزيم يورانات او امونيم ډي يورانات . په  ١- شکل کې د طبيعي يورانیوم يوه کاني ډبره Pechblende)  (  ښوول شو ېده   .

  

( ١- شکل)
 ١- شکل : دښي اړخ نه کيڼ خواته : دطبیعي يورانیوم معدني ډبره (Pechblende ) ، دیورانيوم اکسايد(زيړرنگ) Yellow cake (U3O8)  ، يورانيم ډي اکسايد (نصواري رنگ)، Urandioxid (UO2),، يورانيم تيترافلوراید   (شين رنگ)    ، Urantetrafluoride (UF4)      ، يورانيم هیکسافلوراید                        (سپين شفاف رنگ) ،Uranhexafluorid (UF6)         ،اخستنځی :    (Focus 101)
دويم : ديورانیوم اکسايد اوړه کو    ) (Milling/Refining :
.   په ٢-  شکل کې دمعدني ډبروڅخه ديورانیوم فلزایستنې (Extraction) کیمیاوي کړنلاره ښوول شوې ده . ديورانیوم اکسايد  معد ني ډ برې ديوې ژرندې په مرسته سره دومره کوچنی او ميده کيږي تر څو لکه د اوړو په شان په  پو ډرو باندې واوړي .  ديورانیوم دغه ډول کوچنۍ ذرې، چې دپوډربڼه لري، دقـلوي اويا تیزابي مرکباتو په مرسته سره، داوکسيديشنoxidation  کونکومرکباتولکه(Na2ClO4)  په گډون سره، دنوروموادو څخه بېليږي .همدارنګه دکیمیاوي کړنلارو لکه سلفوریک اسید (sulfuric acid )  په مرسته سره کولای شوچې یورانیوم دنورومینرا ونو،معدني  ډبرو اوفلزاتوڅخه بیل کړو.   دغه ډول اوړه شوي يورانیوم ته د زيړ کیک  (Yellow Cake) نوم و کړشوی دی اوکیمیاوي فرمول   يې په U3O8  ليکل کيږي . دیادولووړده چې دطبیعي یورانیوم نوموړی  زيړ کیک  لاتر اوسه هم ددې وړتیا نه لري چې په  هستوي بټۍ کې ورڅخه ګټه پورته شي بلکې  دمخه تردې ضرورده چې  په یورانیوم هیکسافلوراید واړول شي .
درېيم : يورانیوم هېکسا فلورايد  (UF6)  (Uranium hexafluoride)   :
 دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پینځه دیرش دبډاې کولوپه موخه لومړی  باید زيړ کیک U3O8  د يورانیوم هېکسا فلورايد (UF6) په غازواړول شي ،يورانیوم هېکسا فلورايد په  عادي تودوخی او فشار  کې  یو پودر شکله جامد شکل لري، چې کثافت يې لږ څه پينځه گرام په يوه سانتي متر مکعب کې  دی(5g/cm3) . دتودوخی په څه ناڅه    شپږ پينځوس درجه  د سانتي گراد 56, 4 °C کې د جامد حالت څخه سم سيخ په غازشکله حالت باندې اوړي . نوموړی غازيوخوا ډېر سخت راديو اکتيو اوبلخوا کيمیاوي ډېر‌ زهرجن خاصيت لري . نوکله چې  تنفس شی د سږو او پښتورگو پاره ډېر زيان رسوي .
ديورانیوم دبډای کولو لپاره اړين ده چې لومړی جامد يورانیوم اکسايد يانې زيړ کيک (U3O8) د يو لړفزیکي او کيمياوي کړنلارودمعدني ډبروڅخه بیل شي اوپه اخېر کې ديورانیوم هېکسا فلورايد په غاز باندې و اړول شي . دغه کړنلاره په لا ندې ډول تر سره کيږي .


٢- شکل : دیورانیوم معدني ډبروO3)  (U څخه دسوچه یورانیوم  فلز(U)  دترلاسه کو وکیماوي کړنلاره ښوول شوې ده . اخیستنځی :  http://www.gsi.de/
په لومړي پړاوکې دیورانیوم معدني ډبرې  کوچنی ټوټې کیږي اوبیا د اوړوپه شان میده کیږي .  نوموړی میده  زيړ کېک دیوه اوکسیدان لکه  Na2ClO3    اویا Mno2  په شتون کې  دګوګړو تیزابو  (H2SO4) په مرسته مینځل کیږي ترڅوپه  ډبرو کې یو انیوم،  دڅلورقیمته څخه شپږقیمته یورانیوم ته واړول شي . داکسیدیشن   (Oxidation)کړنلاره ځکه اړینه ده چې شپږقیمته یورانیوم، په ډبروکې دڅلورقیمته یورانیوم په پرتله په کیمیاوي مرکب اواوبو کې ډیر ښه حل کیږي . دغه وروستی کیمیاوي مرکب      UO2(SO4) دیورانول سلفات  Uranylsulfat  په نامه سره یادیږي. .  دام ونیاک   NH3 په ګډولوسره دیورانیوم فلز داوبه زڼ محلول څخه بیلیږي . وروسته له هغه څخه دامونيم هايد واکسايد NH4OH سره گډيږي، تر څو امونيوم ډي اورانات=Ammonium Diuranate  (NH4)2U2O7 باندې واوړي . دغه زیړکیک بیاوروسته په   نيتريک اسيد کې حل کيږي HNO3  او د يورانيول  نيترات مرکب    = Uranyl Nitrate   UO2(NO3)2 ورڅخه لاس ته راځي. په اخېر کې نوموړی مرکب د هايدروجن مالېکول په مرسته سره، د ریدکشن کيمياوي پروسې لاندې نيول کيږي، ترڅوچې يو نسواري رنگه يورانیوم ډي اکساي (UO2) ورڅخه جوړشي .  بیا په خپل وار سره  د هايدروفلوريک اسيد(HF= hydrofluoric acid) او د فلورين (F2 = fluorine)  په اکسا يديشن سره، لومړی (UF4) اوورپسې يورانیوم هېکسا قلورايد   (Uranium hexafluoride) لا س ته راځي . 
د يورانیوم هېکسا فلورایدسوچه غاز مرکب   چې صفرعشاريه اوه په سلو کې 0,7 % د يو انیوم دوه سوه پينځه دېرش U235 او پا  تې برخه  يې یورانیوم دوه سوه اته دیرش  U238   جوړوي، بيا په خپل وار سره د يوې ځانگړې ټکنالوژي په مر سته سره، چې ديورانیوم غاز سنتريفوگ په نامه سره ياديږي، دچاودېدونکې يو انیوم دوه سوه پينځه دېرش U235 برخه  ،د  درې  په سل (3 %)  نه تر پينځه په سل پورې   بډای کيږي .
په پايله کې د يورانیوم هېکسا فلورایدغاز، بيا په خپل وار سره ديورانیوم اکسايد  (UO2) په يوه پودر اړول کيږي او دلوړ فشار، ټاکلي تودوخي اوځانگړې ټکنالوژي  په مرسته ، په ناڅاپې ډول سره  په لومړي پړاوکې دغاز څخه په جامد حالت، او بيا په دوهم پړاو کې د کوچنيوکروي شکله  ټوټو (Pellets) باندې اړول کیږي .        د چاو دېدونکي يورانیوم دوه سوه پينځه دیرش بډای شوې  دغه غونډې ټوټې، په هستو ي بټيو کې د سونگ موادو په موخه کارول کيږي .
    ديورانیوم هېکسا فلورايدڅخه، په هستوي بټۍ لکه دسپکو اوبو بټۍ(Light Water Reactor)  ، د  خوټېدونکې اوبوبټۍ (Boiling water Reactors)  اود لوړ فشاراوبوبټۍ (High Pressurized Water Reactors)   کې ،دچاودېدونکو سونگ مواد و په موخه ، گټه اخېستل کيږي .
دیورانیوم دراایستلو په کړنلاره کې  اتومي پاتې شونې :
Nuclide
رادیونوک ید مخصوصه
اکتیویتي دوړانګوډول  فزیکي نیمايي وخت دوړانګوانرژی
 
Thorium-232
توریوم (40 Bq/kg)  الفاα 1,405×1010 کاله 4,083 MeV
Potassium 40
پوتاشیوم (400 Bq/kg)  بیتاβ-  1, 28×109 کاله 1,321 MeV
Radium- 228
رادیوم (48 Bq/kg)  بېتاβ- 5,75 کاله 1,325 MeV
Radon-220
رادون (10 kBq/m3)  الفاα 55,6 ثانیه 6,405 MeV

(ددویمې  برخې پای )
په درنښت
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی   (ځدراڼ)
اخذلیک :
1. http://www.ne.jp/asahi/mh/u/INSCAP/Radwaste.html
2. http://www.radioactivewaste.gov.au/Radiation_radioactive_waste
3. http://www.iaea.org/
4. http://www.bbc.co.uk
5. http://en.wikipedia.org/wiki/Radioactive_waste