٢-ابراهيم خيل: زموږ توکم پو هان(نسب پېژندونکي) ابرا هيم خيل د غلجيو پښتنو د ټو لنيز ګروپ او په هغې پورې اړونده بيلې سليمان خيلو پورې تړي٠دابراهيم خېلو قبېلې خلک د افغا نستان په ډېرو ولا يتو نو او له هغې جملې نه دکابل و ايت دپغمان په ولسوالۍ،دميدان او وردګو ولايت دميدان ښار دابراهيم خيلو په سېمه،دپکتيا ولايت د مرکز دګردېز ښار په سهيلي بر خه،دلوګر ولايت په بېلا بېلو ولسواليو،دلغمان ولايت د قر غيو په ولسوالۍاو يو شمير هم دافغا نستان دبلخ ، کندز غزني ،زابل او بکتيکا په ولايتونو کې مېشته دي٠دلغمان ولايت دابراهيم خېلو شمېر د١٣٦٠ کا د سر شمېرنۍ له مخې د ٢٠٠٠تنو په شا اوخواکې ښو دل شوی وو چې ښايې اوس به يې په شمېر کې ډيروالی راغلی وي٠ددغې قبېلې يو شمېر د کرنې او ما لدارۍ په چا رو بوخت دي او ځينې خلک يې د سوداګرۍ او راکړې ور کړې کا رونه ترسره کوي ٠ددغې قبي ې يو شمير په دولتي چارو بوخت دي٠ ابراهيم خيل مېلمه پال پښتانه دي ،ددوی حجرې هر وخت د مېلمنو پر مخ پرانېستلې وي٠دوی دعلم او ښوونې او روزنې سره ډېره مېنه لري.
٣-اپريدي(افريدي):اپريدي دکر لاڼي پښتنو يوه ډېره نا متو،لرغونې او غښتلې قبېله ده چې دعيسی مسيح عليه السلام تر زېږيدو ٥٠٠ کلونه وړاندې يو نا ني م هور مؤ رخ هروډوتس چې د پښتنو دڅلوروقبېلو کومه يادونه کړې ده په هغو کې د يوې قبېلې نوم اپي ريتي ياد شوی دی چې توکم پو هان يې همدا اوسني اپريدي بولي چې د ا پي ريتي کلمه د اپريدي سره د فقه اللغت پر بنسټ هم مطا بقت مو ندلی شي٠(١)
دپښتني شجره الا نسابو له مخې اپريدی دبرهان زوی دککي لمسی او دکرلاڼ کړوسی دی٠داسې ويل کيږي چې په پيل کې د ا پريدي نوم عثمان و چې د يوې پيښې او واقعې په سبب په اپرېدي مشهور شو٠
اپريدي په خيبر درې،کو هاټ او تيراه کې مېشته دي ٠ددوی ختېزه پوله د خټکو سره نښتې ده٠سهيل ته يې اورکزي او بنګښ او سپين غر،لويديز ته يې شينواري او شمال ته يې د مو مندو سېمه پر ته ده٠ په عمو مي تو ګه د اپرېديو سېمه په څلورو جغر افيايې بر خو ويشلې شوې ده چې د خيبر دره، دبازار دره ،داخور دره او د پېښور او د خيبر د غرونو دلړۍ ترمينځ ميدان نه عبارت دي٠اپ يدي په يوه غرنۍ سېمه کې ژوند کوي چې په دوو اداري وا حدونو کې تنظيمه شوې ده يعنې د خيبر ايجنسي چې اکثريت يې پښتانه دي اود١٩٦١ميلادي کال د سرشمېرنې له مخې ددوی شمېر(٢٧٥٣١٢)تنه ښودل شوی دی٠بله د کو هاټ ضلعه چې هلته ادم خيل اپريدي مېشته دي او ددوی تخميني شمېرد٦٠٠٠٠تنوپه شا او خواکې ښو دل شوی دی٠دادم خيلوپورې بله اړونده څانګه حسن خيل دي چې دوی دپيښور په شا او خوا سېمو کې او سيږي چې د١٩٦١ ميلادي کال دسرشمېرنې له مخې يې شمېرد ٢٤٠٠٠ تنو په شاو خوا کې ښودل شوی دی٠
اپريدي ډېر زړور او تو ريالي خلک دي ٠دوی هر وخت د ښکيلاکګرو په وړاندې پ اخې مبارزې کړي دي٠ دلوی سکندر نه راواخله ،تر مغو لو او انګرېزانو پورې په تا ريخ کې ددوی د مبارزو او کا رنا مو يا دونه شوې ده٠اپريدي غيرتي،ميلمه پال او په پښتني رواجونونو او دودونو ته پابند خلک دي٠ددوی تر مينځ دوه قبيلوي فراکسيو نونه (ګوندونه)موجود دي چې دسمل اوګاړي په نا مه يا ديږي٠
په اوسني وخت کې د اپرېدو قبېله په اتو مشهورو ښا خو نو باندې وېشلې شوې ده چې هر ښاخ يې ډېرې څانګې لري ،چې ددغو ښا خونونومونه او ددوی د استو ګني سېمې په لاندې ډول دي:
١-ملک دين
خيل :په ميدان،شلوبر،تند،چوره،کجورۍ،خيبردره اوشډلي کې استوګنه لري٠
٢-قنبرخيل:په کا هو دره،شلوبر ،
ناوه،برشلوبر،باړه اوکجورۍ کې مېشته دي٠
٣-کوکي خيل:په دوه توري،تورڅپری،راجګل،مخرڼي،لاله چېنه او د جمرود
نه تر علي مسجده پورې او سيږي٠
٤-زخه خيل:په خيبردره،څبري کډو،بازار،الچه،کرمنه،پراګ،بنکو،شنه کمر،توره
وياله،بوکاړ،سنډه پل او شډلي کې استو ګنه لري٠
٥-سه پای:په باړه ،ترخو کڅ،سنډه پل، لګړي او کجورۍ کې او سيږ
ي٠
٦-کمرخيل:په ګړي، څاوخ،تخته کلي،غلام علي،بغري،وچ پال،چهل ګزي،ميرودره او کمزوي کې استو ګنه لري.
٧-
اکاخيل:په باړه، ګلي خيل،وړان،کجورۍ او د اکا خيلو په ميره کې اوسيږي٠
٨-ادم خيل:په اخوردره او ميدان کې
اوسيږي٠
داپرېدوديوشمېر نو رو څانګو نو مو نه دادي:ګلي،زرغون خيل،محمدخيل،تورسپر،فېروز خيل،شېر خان خيل ،کمال خيل ،باسي خيل،ميټاخان خيل،کټيا خيل،زونه خيل،شيخ مل خيل،عبدل خيل،ونډ، لنډي خيل،برګټ خيل،د دارخيل،ظفري،عبدالرحمن خيل،احمد خيل،نيکي خيل ،اورموزخيل،فتح خيل، بهرام ګور،بکهيا،بوديا،کمل خيل،سلطان خيل،سکندرخيل،شان خيل،دولت خيل ،عمر خيل،مدر خيل، ميري خيل،ژراکي،شلو بار خيل،زونه خيل،اديلي خيل،احمد خيل،نصرالدين،بابکرياونور٠٠٠
دلنډي کوتل،باړه،جمروداواخوردرې سوداګرېز مرکزونه داپرېدو په سېمه کې م و قعيت لري اوددې له پاره چې په تنګودرو او غر نيو سېمو کې استو ګنه لري،نو دوی د کر کېلې ځمکې لږې دي،نو ځکه يې زېات شمېر خلک د کا بل او پېښور تر مينځ د سو دا ګرۍ په چارو بو خت دي٠
دپښتونخوا سر بېره يو شمېر اپريدي دا فغا نستان په جلال اباد، کابل ا وکندز کې هم مېشته دي ٠په دې سر بېره زيات شمېر اپريدي دهندو ستان په جنوب دکن، ده يا نا دايالت په پاني پت،کشمير،بيهاراود اترا پراديش په قا يم جنګ کې مېشته دي٠دهندوستان يو پخوانی جمهور ئيس ډاکټر ذاکر حسين هم د هند داتر اپراديش د قا يم جنګ اپريدی پښتون و٠ همداراز په هندوستان کې يو بل ستر اعر قاسم عليخان اپر ېدي د پښتو ژبې مشهور شا عر تير شوی دی چې شعري ديوان يې مو جوددی٠همداراز د پښتو نخوا داپر يديو لاندينې کسان مشهور تاريخي کسان تير شوي دي:نواب عظمت خان کوکي خيل شيرخان خيل او دهغه زوی عجب خان اپريدي چې په کو هاټ کې د انګر يزي ښکېلاکګرو پر خلاف يو ه مبارزه څېره وه٠نو موړی د انګرېزانو له لاسه افغا نستان ته هجرت وکړ او بيا وروسته په کندوز کې وفات او هورې ښخ شو، چې دده د دغوکارنامو په وياړ په پښتو نخوا کې يو پښتو فلم هم جوړ شوی دی٠همداراز په اپريدو کې بل مشهورتن خاطر اپرېدی وچې د٤٠٠٠٠بيتو په شااو خواکې شعرونه ري او د٣٢ کلو نو په عمر يې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړيدي٠په او سني وخت کې د اپرېديو مشهور شخصيتونه دادي: س مان حامد اپرېدی،ډاکټر منور خان،مشهور قانونپوه او وکيل لطيف اپرېدی،رحمت شاه اپريدی اود کرکټ مشهور لوبغا ی شاهداپرېدی٠
(نوربيا)