د خوبونو غلا
« افغانستان د ناټو عراق او عراق بیا د امریکا فلسطین دﺉ »
دا تروریزم خو نن بیخی
یو فېشن ګرځېدلی دﺉ . تروریزم هر ځای هر څوک دومره ډېر یادوي چی نور نو د هیچا نه خوښېږی یعنی پر هر چا بد لګیږی .
تروریزم یوه داسی اختراع ده چی مخترعین یې پخپله د همدې مکتب چلونکی دي . دا یوه داسی مرموزه وسېله ده چی هر ظا
م ، قاتل او مجرم یی د سپر غوندی استعمالوی . تروریزم هغه مبهم او غامض تورﺉ دﺉ چی تر ننه هیچا هم ندﺉ تعریف
کړﺉ . آن هغه کسان یی هم د دقیق تعریف جراًت نه لري چی پر ضد یی جنګېږی . دا ځکه چی د تروریزم عاملین د هغه د غلیم
انو سره دومره اخښل سوي چی تفکیک یی په صحنه کی څوک نسی کولای . لنډه داچی تروریزم هغه بلا ده چی ظاهراً هر څوک
حساسیت ورسره څرګندوي خو ډېر ځله د هغه تر شا پټیږي .
که په تېرو پنځوس کالو کی تروریسټی پېښی مشاهده او مطا
عه کړو نو وبه ګورو چی تر « بی تمدنه » خلکو
« متمدین » کسان ډېر د هغه مرتکب سوي دي . خو د تېرو شپږو- اوو کالو
پر مختیاوو او پېښو ثابته کړې چی تروریزم یوه افسانه ، یوه بهانه او یوه ډرامه ده چی هر بدمعاش یی د خپلو دښم
نانو د تجرید او بدنامولو یا وژلو په غرض استعمالوي او لدې درکه ښه دکانداري کوي . بی بی سی یو کال مخکی په ۲۷
هېوادو کی د ( ۲۸۰۰۰) کسانو څخه دیوې سروې په ترڅ کی پوښتني وکړې . په دغو کی ویل سوي چی درو دولتونو پر نړۍ خورا م
نفی اغېزه ښندلې چی هغه اسرایًیل ، امریکا او ایران دی .
امریکا ، اسرایًلو او ناټو درې هېوادونه ( لکه عراق ،
فلسطین او افغانستان ) په خپله پوځی نیونه سره د بلواکۍ او مصیبت مېلمانه کړي دي . افغانستان نن د ناټو عراق
ګرځېدلی دﺉ حال داچی عراق بیا د امریکا فلسطین سوﺉ دﺉ . درې واړه به څو لیزی نور هم د رښتیانۍ خپلواکي مخ و
نه ګوري .
که تروریزم د لویدیځ له نظره وشنو ، نو وبه مومو چی هغه یو دښمن نه بلکی یو جنګی تخنیک دﺉ . د ترو
یزم پیروان یعنی تروریسټان نه یو جغرافیوی حالت او نه هم ټاکلی هېواد لري ، نه ځانګړﺉ پوځ او نه هم یونیفورم ل
ي ، نه ټاکلې جبهه او نه هم کوم سرحد لري . بلکي درلوونکی د یو نا مشخص ، مبهم او شکېدلي حالت دﺉ چی پخوا چریکان
وو خو نن « تروریسټان » سول . لنډه دا چی تروریزم د غربی اصطلاح له مخی یو هېواد ، یو دولت ، یو پوځ ، یوه سیمه او
یوه جبهه نه ده چی جنګ ور سره وسي بلکی هغه د مبارزې یو میتود دﺉ چی سخت دریځ او یرغلیز حالت لري .
ځکه نو د «
ترور پر ضد جنګ » څه جغرافیه وی مفهوم نلري او نه هم د امریکا کوم څرګند یا ټاکلی دښمن په بر کی نیسی . دغه جنګ
په تېرو اوو کالو کی امریکا ته پرته له زیانونو څخه هیڅ ګټه هم نه ده رسولې . دې جنګ په امریکا کی د بیري او خوف
یو کلتور ابداع کړﺉ دﺉ . شنني او سروې ګاني ښیً چی امریکا نن تر بل هر وخت ناژغورلې ده او اکثریت امریکایان د «
تروریزم » له ډاره د شپې آرام او د ورځي قرار نلري . وګورﺉ د امریکا ټولنه په مجموع کی د تروریسټانو د تخیلی
ار څخه څومره په عذاب ده : د روان کال په فبروري کی د امریکا د ترور تعقیبی لیست نهو لکو ( ۹۰۰٫۰۰۰ ) ته ورسېد .
پر دغه لیست هره میاشت څه ناڅه شل زره ( ۲۰٫۰۰۰ ) نوي کسان ور اضافه کیږي . دغه لیست چی شاملین یی باید ونیول سی
، په ۲۰۰۴ کی څه باندی یو لک او اته پنځوس زرو ( ۱۵۸٫۰۰۰ ) ته ، په ۲۰۰۵ کی څه باندی دوه لکه اووه اتیا زرو (
۲۸۷٫۰۰۰ ) ته ، په ۲۰۰۶ کی څه باندی پنځه لکه پنځلس زرو ( ۵۱۵٫۰۰۰ ) ته ، او باالاخره په ۲۰۰۷ کی څه باندی اووه
که څلور پنځوس زرو ( ۷۵۴٫۰۰۰ ) ته ورسېد . پدې حساب ښایی په راتلونکی جولای کی دا لیست تر یو ملیون نفرو هم
واوړي . البته په دې لیست کی پنځلس زره ( ۱۵٫۰۰۰ ) امریکایی اتباع هم شامل دي . ښه ، دا د « ترور پر ضد د جګړې» یو
ېر کوچنی او فرعی محاذ دﺉ چی لیست او نومونه یی سته خو افراد یی نسته . آیا دا د یوویشتمي پېړۍ د پرمخ تللي تکنا
وژۍ په عصر کی ممکنه ده ؟ آیا نسو ویلای چی په اصطلاح د ترور پر ضد جګړه « نا مشروع هدف ته د نا مشروع لاري څ
خه نا مشروع جنګ » دﺉ ؟
که د عمومی نظره ورته وګورو نو د « ترور پر ضد جګړې » امریکا ته څو عمده زیانونه
اړولي دي لکه :
۱ - پوځی تلفات ، پوځی ضایعات او پوځی کمبودات ،
۲ - په خپله « اختیاري او انتخابی » جګړه
کی بی وسي ،
۳ - اقتصای او مالی سخت بحرانونه ،
۴ - د امریکایی دیموکراسۍ متاًثره کول ،
۵ - د
امریکایی روحیاتو خرابول ،
۶ - په نړۍ کی د امریکایی موقف او ګرانښت را ټیټول ،
ځکه نو دغی « جګړې »
امریکا په یوه داسی مزمنه ناروغی مبتلا کړېده چی رغېدل یی یوه پېړۍ وخت غواړي .
له بده مرغه ، سپینی ماڼۍ دغی «
جګړې » ته یو تاریخی شالید هم پسی ورکړ یعنی القاعده یی د نازیزم ، فاشیزم او کمونیزم سره پرتله کړه حال داچی
هغه نه یو طاقت دﺉ او نه هم کوم جغرافیوی شتون یا کفایت لری ، که نه نو ممکن امریکا یی لړزولې وای او په صرف څو
دقیقو کی یې سل ملیونه امریکایان وژلی وای مګر دغسی قطعأ نده بلکی دا کورټ یوه نا برابره « انتخابی جګړه » او
پېښ کړي تلفات یی په سمندر کی د یو څاڅکي په اندازه دي حال دا چی مابعده تلفات ، ضایعات او نقصانات یی د امریکا
د بهرنۍ تګلاري د پایښت نتیجه ده ، نه د تروریزم ضربه .
موږ عملاً ګورو چی دغی « جګړې » په تیرو شپږو کالو کی
امریکا ژغورلې یا بېغمه کړې نه بلکی نوره هم زیانمنه او وارخطا کړېده . یوه څېړنه ښیً چی په ۲۰۰۳ کی د امریکا
کانګریس دننه په هېواد کی ( ۱۶۰ ) ځایونه آسیب پذیره یا تروریسټی اهداف اعلان کړل . په ۲۰۰۴ کی دا شمېر څه باندی (
۱۸۰۰ ) ته ورسېد ، په ۲۰۰۵ کی هم څه باندی ( ۲۸۰۰۰ ) ته ورسېد حال داچی په ۲۰۰۶ کی درې لکو ( ۳۰۰٫۰۰۰ ) ته جګ سو چی
وروسته یی تفریحی او د ساعتېري وسایل او منابع هم په دې لوبه کی ور داخل کړل . اوس د امریکا د هر لوی ښار هر لوی
مارکیټ ، لوی سټډیوم ، لوی تیاتر ، لوی پارک او لنډه داچی د ګڼی ګوڼی هر محل په دې لیست کی شامل دی چی تر حساب
وتلي دي . آیا دا پخپله یو ډار، خوف او تخیلی وهم نه دﺉ چی په لوی لاس یی امریکایان روحاً بندیان کړي دي؟ آیا
دا هرڅه د « ارواحو کیسې » نه دي چی هر امریکایی باید د شپې په ځای کی وبېروي ؟
دا چی واشنګټن په لوی لاس نن ت
وریزم ( یعنی په اصطلاح القاعده ) امریکا او نړۍ ته غټ ترین تهدید بولی ، آیا دا د هغو په سلګونو آن زرګونو
اټومی راکټونو او ذروي وسلو څخه هم لوی خطر دﺉ چی نړۍ په ډکه ده ؟ راځی چی فعلی په اصطلاح « ستر خطر یعنی ال
اعده » او پخوانی ستر خطر یعنی شوروي مختصراً پرتله کړو :
لومړی - شوروي په ۱۹۸۹ کی د نړۍ ستر پوځی طا
ت و چی تقریبأ شپږ ملیونه مجهز پوځیان یی لرل حال داچی القاعده نن صرف ددوو زرو په شاوخوا کی غړي لری ، مش
تابه یی په غارونو کی پټ دي ، د ستراتیژیکی ر وزنیزو اډو څخه محروم دي او د تماس یا ارتباط خورا محدوده
اس رسي لری .
دوهم - په ۱۹۸۹ کی د شوروی ستراتیژیکی توغونکي ځواک څه باندی ( ۱۴۰۰ ) بین القاره یی ستر
توغندي لرل ، ۳۰۰ یی هم د توغولو د کنټرول مرکزونه لرل ، او د توغندیو ۲۸ ثابتي اډې یی لرلې چی د مځکی د
کرې هره برخه یې ویشتلی سوه . خو القاعده هیڅ ډول توغندی نلری . دا صحیح ده چی دغسی وسلو ته تږي دي خو آرزو او
توان دوه بیل بیل شیان دي .
درېیم - شوروی په ۱۹۸۹ کی داسی هوایی طاقت درلود چی کولای یی سو اټومی بمونه د
امریکا په دننه کی وغورځوی ، چی په هغو کی ډول ډول جټ الوتکي او راکټ وړونکي عصری طیارې هم شاملی وې . خو ال
اعده هیڅ هوایی طاقت نلری ، د اټومی وسلو لرل خو د خوب او خیال خبره ده .
څلورم - شوروي د اوبتلونو لس اډې
لرلې چی پنځه یی خورا عصری وې . هغوی ۶۶ رهبری سوي راکټونه د اوبتلونو څخه د توغولو لپاره لرل او ډول ډول سمندری
لوی توغندی او وسلې یی لرلې . خو القاعده دغه تسلیحات نه پېژنی او نه یی هم په خوب کی لیدلي دي .
باید ووایو چی
نن روسیه د پخواني شوروی د وارث په توګه آن تر پخوا هم عصری او خطرناکی وسلې لری ( مګر هغه امریکا او لویدیځ ته
تهدید نه دي ! ) حال داچی د القاعده غړي په نړۍ کی هر ځای ایسار دي ، هغوی هیڅ ځای هم د منظمو او لویو حملو
توان نلری ، اکثریت مسلمانان یی پر لار نه ځي . که دوی هر ځای هم حمله وکړی د هماغه حکومت د سخت او غوڅ غبرګون س
ه به مخامخ سي ( یعنی وژل کیږی ، نیول کیږی ، بندیان کیږی ، اعدامیږی او امریکا ته هیڅ ضرورت نه پیدا کیږی ) .
ځکه نو القاعده خصوصأ امریکا یا لویدیځ ته کوم عملی تهدید نه دﺉ . بلکی دا هر څه یوه تخیلی سناریو او افسانه ه
چی واشنګټن یی د خپلو جیوپولیټیکی او جیو- اقتصادی اجندا د پر مخ بېولو په غرض تلقین او تعمیم کوي او ځان د هغه
تر شا پټوي .
راځی چی یو داسی تخیلی چُرت ووهو یا فانتیزي جوړه کړو یا کوم ښه خوب ووینو او داسی یی فرض کړو
چی د کوم نامعلوم بهیر له امله د « تروریزم پر ضد جنګ » پای ته ورسیږی . القاعده ، بن لادن او د هغوی ټول نږدې م
ګري ا ولنډه داچی ټوله « تروریسټان! » د مځکي د کُرې څخه محوه سي . تروریزم او تروریسټان نور قطعأ شتون ونلري .
یعنی داچی سهار را ویښ سې او په تایید سوي ډول درته ثابته سی چی نه په عراق کی ، نه په قبایلی سیمه او نه هم د
نړۍ په هیڅ کومه سیمه کی نور القاعده وال نسته . په نیو یارک ، واشنګټن ، لندن ، مادرید ....کی نور د القاعده بمی
چاودني نسته . د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر بیا هیڅکله هم پر کومه امریکایی یا اسراییًلی ودانۍ باندی نه ور
ځغلي . د مادرید په رېلوې سټېشن او د لندن په بس اډه کی بیا هیڅ بمي چاودنه نه کیږی . انتحاری یا فدایی حملې نور د
تل لپاره پای ته ورسیږی . هیڅ کوم فیر به کله هم پر امریکایی یا اسرایًیلی عسکرو باندی نه کیږی . هو ، ختم . هر څ
ه باالکل ختم !
ښه ، تر دې وروسته د امریکا لخوا هم د « ترور پر ضد نړیوال جنګ » د یوې رسمي اعلامیې له لاري پای
ته رسېږی . نور به دا فرمان هم نه وی چی یا به زموږ سره دریږﺉ او یا به هم د تروریسټانو سره . د کورني ام
نیت وزارت هم بیرته لغوه سي . له قانونه سر غړوني ، نا قانونه تعقیب .... او هر څه پای ته ورسیږی . د ملی امنیت
هغه « ژیړ ګروپ » چی د شپږو کالو راهیسی نه دﺉ زرغون سوﺉ بیرته زرغون سي . لنډه دا چی سهار را ویښ سې هر څه ګل
وګلزار وي او دا ټول « مثبت » آرمانونه پوره سوي او د نړۍ د ټولو دولتونو په غاړو کی امریکایی طوق هم وراچول
سوﺉ وي . ښه ، نو بیا به څه کیږی ؟ که د ترور پر ضد دغه نړیوال جنګ پای ته ورسیږی نو څه به را پاته سوي وي ؟
ه څه شي به بېغمی راغلې وي ؟ څه به بدل سوي وي ؟ آیا تیل به یو بیرل د ۱۲۰ ډالرو څخه بیرته ۳۵ ډالرو ته وګرځي؟
آیا د عراق جنګ به پای ته ورسیږی ؟ آیا د شمال قطب اوبه به بیرته یخی یعنی کنګل سی ؟ آیا افغانان به د ام
یکایانو اشغال ته په خلاصه غېږ هرکلی ووایی او هلته به دایمی امریکایی اډې او پټ جېلونه پر سر او سترګو ومني ؟
آیا دا به هغه درې زره امریکایان بیرته را ژوندي کړی چی د سپټمبر پر یوولسمه ووژل سول ؟ آیا دا به هغه څلورنیم
زره امریکایی پوځیان بیرته را ژوندي کړی چی په عراق او افغانستان کی وژل سوي دی؟ آیا دا به هغه یو نیم ملیون ع
اقیان او دېرش زره افغانان له تورو خاورو را پورته کړي چی د امریکایی اشغال قربانی سوي دي؟ آیا دا به د هغو په
زرګونو امریکایی، عراقی او افغانی معیوبینو لاسونه او پښې بیرته ورکړي چی په دې « جنګ » کی یې د لاسه ورکړي
دی؟ آیا په دې سره به هغه شل زره امریکایی پوځیان دروحی او دماغی تکلیفونو څخه بیرته خلاص سی چی په عراق
او افغانستان کی په مبتلا سوي دی؟ آیا دا به د جګړې څخه د راغلو امریکایی پوځیانو هغه مصارف بیرته اعاده کړي چی
د دوی د تداوي لپاره ( چی ۶۵۰ بلیونه ډالره کیږی )، ضایع سوي دی؟ آیا دا به هغه عظیم پور چی پر امریکا باندی د
(یعنی ۹ ټرېلیونه ډالره ) بیرته پای ته ورسوي؟ آیا دا به د ډالر ارزښت چی د ۲۰۰۱ راهیسی
۳۵٪ راټیټ سوﺉ ، بیرته جګ کړي؟ آیا دا به د امریکا ۶۲ بلیونه ډالره تجارتی کسر بیرته ختم کړی؟ آیا دا به د
امریکا ۷۵۹ بلیونه ډالره مالی کسر بیرته رفع کړای سي؟ آیا دا به په امریکا کی بیکاري ( چی ۶٪ ده ) صفر ته
اولي؟ آیا دا به امریکایی اقتصاد د رکود او د کور جوړولو مارکیټ د عظیم ترین نقصان څخه وژغوري چی نن پرې مبت
ا دی؟ آیا دا به هغه درې چنده ګراني پای ته ورسوی چی ددې « جنګ » له برکته منځته راغلې ده؟ آیا دا به هغه درې نیم
ملیونه امریکایان چی د سړکونو پر غاړو بیدیږي د کور یا سرپناه څښتنان کړي ؟ آیا دا به هغه یو ټرېلیون ډال
ه بیرته حاصل کړي چی امریکا د عراق او افغانستان په جګړو کی تر اوسه مصرف کړي دي؟ آیا امریکا به د دې ټولو
سترو ضایعاتو سره سره بیا هم د نړۍ یوازینی ستر ځواک وی؟ په مجموع کی ، آیا هغه ویني چی بهېدلي، هغه ضایعات
چی پېښ سوي او هغه تباهۍ چی راغلي، پدې جنګ ارزېدل؟ آیزنهاور څه ښه ویلی چی « په هیڅ جنګ کی هم داسی افتخار نسته
چی په هغه وینو دې و ارزي چی پکښی توی سوي وي. »
که پورتنۍ څو عمده پوښتني په ښه غور او عینی توګه وشنو، نو
د ټولو لپاره ځواب منفی یعنی « یا » دﺉ. دا ځکه چی نوموړﺉ هیڅ شی هم د تروریزم سره تړاو نلري بلکی دا ستر
پانګوال او د پوځی صنعت څښتنان دي چی دا تخیلی بېره یی د ۱٪ څخه ۹۹٪ ته پورته کړې او خپلي ګټي کشوي . صرف ډار
دﺉ چی خپروي یې او بس . هو ، صرف دغو ( ۵۳۶ ) کسو د ۳۰۰ ملیونو امریکایانو او څه باندی یو بلیون مسلمانانو خوبونه
ور نا آرامه کړي دي او همدوی ددې ټولو انسانانو د خوبونو غله دي . همدغو څو کسانو ټوله نړۍ نا آرامه او په
ویر لړلې ده ، ځانو ته دښمنان تولیدوي او هغه تروریسټان بولي او پدې توګه دا جنګ تود ساتی . دا چی څه کیږی او
څوک مري او څه ضایعات راځی دوی ته مهمه نه ده . بلکی د دښمنانو جوړښت او د هغوی پر ضد جنګ باید همداسی جاری وی
او بس ، چی په هغه سره به د نورو جنګ تروریزم وي خو د دوی تروریزم به بیا فقط جنګ بلل کیږی . ځکه
نو سر پیټر اوستینوو د دې دایروي بهیر څخه څه ښه نتیجه اخیستې ده یعنی : « تروریزم د بیوزلو
جنګ دﺉ ، او جنګ بیا د شتمنو تروریزم دﺉ » ! والسلام