څه وايي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18489
پښتونځارعبدالودود
دخبریدو نیټه : 2008-05-24

څه وايي؟ دساحل په لورروانې چپې، دمازديګرزېړی لمر، دګلونوسپړېدل اورژېدل، دسپرلي راتله اوبېرته تله، دشپې چوپه چوپتيا، دورځې بنډارونه اوغوغا، دسپرلي هرخواګلونه شيندل،دخزان ډاګ اوبېديا، څه وايي؟ دورځې تېرېدل،دشپې راتلل،دمغروره سيندچپې په ځګونوبدلېدل، له ګلاب نه دمچکو اخيستولپاره دپرخې راتلل اوسهارداغيارله لاسه پناه کېدل،څه وايي؟ بس ټوله دپيدا، او پنا کيسه ده،دژوندژوره فلسفه ده،نورهېڅ نه دي.د ژوند داستان دی اوبس!