خالدهادي (حيدري) نيويارک ، متحده ايالات
د روان لمريز كال، د ليندۍ د مياشتې يوولسمه د ارواښاد علامه پوهاند عبدالشكور رشاد د مړينې هغه توره نېټه ده، چې د ملي ماتم د ورځې په څېر ده، چې ټول لر او بر افغانان يې وكړول او تر پايه به يې نه هېروي.
ګران استاد، په داسې حال كې له موږ څخه جلا شو، چې ګران هېواد مو د بېلابېلو تربګنيو او ګډوډيو ښكار دى او د ځينو جګپوړو چارواكو په ګډون زيات نور كسان د وسلو او پيسو په زور په ولس خپلې غوښتنې مني، چې دا څېرې به خپل دغه بدرنګ كار ته نور هم دوام وركوي.
ګران استاد د خپل ژوند څو لسيزې د خوار، زار، كړېدلي او دردېدلي افغان ملت خدمت ته وقف كړې، چې تر وروستۍ سلګۍ پورې يې په دې ډګر كې صادقانه خدمت ترسره كړ او ملت به يې هم دا خدمت نه هېروي، د ده له خوا راپاتې په لسګونو اثار د دې خبرې پخلى كوي.
خو د استاد پر مړينې، د ملت خواخوږيو، اوښكو او ژړاګانو دا خبره نوره هم څرګنده كړه، چې استاد د خلكو په زړونو كې ژوند كاوه، د خلكو لپاره و، د خلكو په زړونو كې به ژوند كوي او په خلكو پورې به اړه لري.
خو د غم او وير په دغو خواشينوونكو مراسمو كې د دولتي چارواكو، نه ګډون بيا د دولت د مور و ميرې چلند ښه زبات كړ. د وير او غم د مراسمو پر لومړۍ ورځ چې په كابل كې ترسره شوه، يوازې د ګوتو په شمېر چارواكو ګډون كړى و، چې موږ ېوازې انورالحق احدي، ښاغلى ارسلا، برهان الدين رباني او نور... يادولاى شو، چې خپل شتون يې تر يوه ځايه څرګند كړ.
د استاد رشاد په ياد د خواشينۍ د مراسمو پر لومړۍ ورځ د اطلاعاتو او كلتور وزارت ځينو چارواكو هم ګډون وكړ، كله چې ښاغلى رهين د روغتون غولي ته راننوت او د مراسمو سيمې ته نژدې كښته شو، خپل موبايل يې راوكېښ چې د كابل ټلويزيون چارواكي خبر كړي، هغوى راشي او دا مراسم عكاسي كړي، حال دا چې د ټلويزيون درې تنه كاركوونكي له وړاندې هلته ناست وو.
دغه وزارت بايد د دغو مراسمو ټولې چارې سمبالولاى، بايد چې له بهر څخه يې د ځينو فرهنګيانو د راتګ سمبالښت كولاى او دغه راز يې نور امكانات هم برابرولاى، خو د وزارت چارواكي يوازې يو څو شېبې هلته تم شول، نور نو پر خپله مخه لاړل.
حال دا چې دا وزارت د كابل ښاريانو شورا لري، چې په هره غونډه كې يې د سلګونو كسانو د راتګ زمينه برابرېږي، ان چې زلمى خليلزاد هم ورته رابولي او په راډيوګانو- ټلويزيون او نورو رسنيو كې يې فعاليتونه خپرېږي، خو د استاد د مړينې اعلان لومړى د كليد راډيو له لارې خپور شو، چې يوه شخصي راډيو ده، د افغانستان راډيو يوازې پښتو څانګې خبر تېر كړ، بس.
استاد د نفس له غرور نه برخمن انسان و، چې هېڅلكه يې هم دولتي چارواكو ته لاسونه اوږده نه كړل چې كوم كتاب يې ورته چاپ كړي، يا دې هم د كوم كتاب لپاره پانګه وركړي، همدا وجه وه چې زيات كتابونه يې ناچاپه پاته دي او په دغو ناچاپه كتابونو كې زياتره ډېر مهم هم دي، چې نن سبا يې چاپول ډېر ضروري ګڼل كېږي، اوسني وزارت خو نه كومه پښتو خپرونه لرله، نه يې كوم پښتو كتاب چاپ كړ او نه به يې د ښاغلي رهين په مشرۍ كې څوك څرك ولګوي، د ښاغلي رهين د واكمنۍ په موده كې دغه وزير د خپلو هغو ليكنو ټول مواد او پلانونه عملي كړل، چې په امريکاکي ئې په اميد اوونيزه کي خپرول،ده نه افغان غوښت، نه يې افغانستان، تر ځان يې د خپلې نظرې زيات ملګري هم راتاو كړي وو، چې د ده د نظريې او رايې پلوي به يې كوله، نو دا د ستم او تعصب لارويان كله د افغان او افغانستان په ګټه خبره منلاى شي، بيا د استاد علامه په څېر يو ملي خدمتګار خو به يې خامخا د سترګو اغزى وي.
استاد به په ژوندوني هم له اوسنيو چارواكو سر ټكاوه، چې د دې ملت او هېواد په ګټه نه دي، په ځانګړې توګه يې د كلتور وزارت ياداوه، چې په رښتيا هم له تعصب او تربګنۍ ډك چلندونه به يې له تاريخ څخه هېڅلكه هم هېر نه شي.
د كابل په مراسمو كې نه د دولت د رئيس پيغام ولوستل شو، نه د خواخوږۍ مراتب وړاندې شول، نه مو هم د كلتور وزارت له خوا كوم خپور شوى پيغام وليد. ځكه موږ ته خو هسې هم پته وه، چې د كلتور اوسنى وزارت يوازې يوې ځانګړې طبقې ته كار كوي او يوې ژبې ته ترجېح وركوي، چې دا يې د تېر درې كلن كار په اوږدو كې موږ ته څرګند شول.
دغه وزارت څو څارنوالان هم ټېكه كړي وو، چې كوم ليكوال به يې خوښ نه و، نو سم له لاسه به يې په لاس وركاوه، يا به يې هم ورته دوسيې جوړولې، چې دا په دې نوې پېړۍ كې د وحشت يوه بېله ننداره وه، چې موږ وليده او نور نو څرګنده نه ده، چې د دغه وزارت په اډانه كې به كوم نور تبعيضونه سرونه اوچتوي.
بله ورځ چې د استاد جنازه كندهار ته لېږدول كېده، د وزارت له خوا يو كس هم نه و لېږل شوى، لږ تر لږه يې چا يو تش پيغام هم ونه ليد، چې هلته يې په چا ولولي. يوازې ګل اغا شېرزي له لومړۍ شېبې تر كندهاره پورې د استاد له جنازې سره ملګرتيا كوله، چې په كندهار كې بيا د كندهار د والي او ښاروال، دغه راز نورو چارواكو منډې ترړې د يادونې وړ دي، چې هر راز همكاري يې وكړه. الله دې دوى روغ لري او دا زيار دې يې په صواب كې راشي.
استاد يوازې د پښتنو نه و، چې د اطلاعاتو او كلتور وزارت داسې چلند ورسره وكړ، استاد خو د پښتو تر څنګ په نورو ژبو هم كتابونه ليكلي، استاد خو په خپله ځان په قوم او قبيلې پورې منحصر نه ګاڼه، بلكې په ټول افغانستان او افغانانو پورې يې اړه لرله،دا كه د كلتور وزارت چارواكي افغانان نه ګڼي، بيا خو نو سمه ده.
خو موږ وينو چې دلته بيا هم ځينې كړۍ استاد ته په پردۍ سترګه ګوري او په دې توګه يې خپل هويت او هدفونه څرګند كړل.
الله دې استاد ته جنتونه ورپه برخه كړي، الله دې د ده نجيبې كورنۍ ته صبر وركړي او د استاد شاګردان دې ګړندي لري، چې وكړاى شي د استاد پر پله ګام كښېږدي او د ده ياد دې ژوندى وساتي .
په کليواله پښتنه مينه