(٢٠٠١ کندهار) بن لادن د خپل زوى د واده پر محال وليدل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1863
نقيب الله اسد _ کندهار
دخبریدو نیټه : 2005-01-05

نقيب ا لله ا سد : کند هار   

 

 

بن لادن څوک دی ؟

اسا مه بن ﻻدن په ١٩٥٧ ميلا دي کال په سعودي عربستان کي زيزيدلى ـ بن ﻻدن د تجاراواد بن ﻻدن د اوﻻدي د کړۍ ددو پنځوسو حلقو څخه اوولسمه حلقه ده . اواد بن ﻻدن د همسايه هيواد يمن څخه سعودي ته راغلى و او د نوموړي کورنۍ اوس په عربستان کي د تعميراتي کارونو يو شرکت لري چي ددي هيواد د وتلو او منلو هغو څخه دى .

د اسا مه بن ﻻدن مور د هغه د پلار محمــــد بن ﻻدن د څلورو ښځو څخه يوه ده. د ځينو په اند هغه د سوريي ده خو ځيني نور بيا وايي چي هغه د فلسطين ده.

د بن ﻻدن پلار د الوتکي په يوه پيښه کي هغه وخت چي بن ﻻدن ١٠ کلن و، ووژل سو. بن ﻻدن ته په ميراث کي دخپل پلار د جايداد يوه برخه ور ورسيده. اسامه بن ﻻدن په ١٧ کلنۍ کي د خپلي کورنۍ د يوي سوريايي نجلۍ سره واده وکى. هغه په همدي وخت کي په جده کي د شاه عبدالعزيز په پوهنتون کي شامل سو. په پوهنتون کي د هغه يو استاد عبدا لله اعزام چي د يوي کلکي اسلامي نظريي خاوند و، و.

 

په ميلا دي کال ١٩٧٩ کي هغه وخت  چي افغانان د روسا نو سره په جګړه بوخت و، بن ﻻدن  افغانستان ته پدي نيت راغلى چي د روسا نو په مقابل کي د مجا هدينو سره مرسته وکړي او په جهاد کي برخه واخلي. په همدي وخت کي د هغه استاد عبدالله اعزام په سعودي کي يو ګوند جوړکى تر څو دمجا هدينو لپاره مرستي يو ځاى کي. بن ﻻدن په افغانستان کي ددغه ګوند د يوي څانګي مالي مشر و. دغه ګوند په آخر کي په القــــــــاعـــــــده بدل سو چي مشري يي بن ﻻدن په غاړه وا خسته. هغه عرب چي د مجاهدينو لپاره به يي مرستي ورکولي (افغاني عرب) بلل کيدل.

په ١٩٨٩ کي په افغانستان کي د روسانو تر ماتي وروسته بن ﻻدن بيرته خپل هيواد ته ستون سو او د خپل کاروبار په سمبالولو بوخت سو. په دي دوره کي بن ﻻدن د خپلي شبکي له ﻻري په افغانستان کي جنګ ځپلو ته کومکونه تهيه کول.

په ١٩٩٠ کال کي چي کله د سعودي حکومت امريکا يانو په هغه ملک کي د اډو جوړولو اجازه ورکړه تر څو په کويټ کي د عراق عمليات له نژدي و څاري، نو بن ﻻدن په دي هيواد کي د امريکا يانو د نظامي وجود سره مخالفت وښود او د حکومت پر ضد يي تبليغات شروع کړه.

په ١٩٩١ کال کي بن ﻻدن د سعودي څخه پدي دليل وشړل سو چي د حکومت پر ضد په فعاليتو کي يي برخه اخسته. بن ﻻدن سوډان ته وﻻړۍ  او د سعودي حکومت د هغه هويت ور لغوه کۍ .  

د ١٩٩٣ کال د فبرورى په مياشت کي په نړيوال تجارتي کي مرکز يوه چاودنه وسوه چي په په نتيجه کي يې ځيني کسان مړه او نور زخميان شوه ، . امريکايي چارواکو دديې پيښي په تور ٦ کسه راډيکاله اسلام پالي ونيول. پر هغوى شک و چي ګواکي د بن ﻻدن سره يي اړيکي درلودې . د همدې کال د اکتوبر په مياشت کي په سوما ليا کي ١٨ تنه امريکايي اتباع چي بشري مرستي يي توزيع کولي په يوه حمله کي ووژل سوه . اسامه بن ﻻدن څه موده باده په پېښه کي د افغاني عــــــربـــــــــــــو ﻻس لرل تصديق کړه او امريکايانو ته يي ډارن وويل ځکه چي ددي پېښي وروسته هغوى د سوماليا څخه ووتل .

په ١٩٩٥ کال کي يو ﻻرۍ بم د سعودي عربستان په ښار رياض کي ٥ امريکايان او ٢ هندوان ووژل .

ددې وروسته په ١٩٩٦ کال کي د سوډان حکومت د امريکا او عربستان د فشار له امله بن ﻻدن د خپل ملک څخه وايستى . بن ﻻدن د خپلو درو ښځو او لسو اوﻻدونو سره افغانستان ته راغى . دلته بن ﻻدن د امريکايي پوځونو پر خلاف د جهاد اعلان وکى.

په همدي کال دسعودي عربستان په يوه نظامي اډه (خوبر) کي د بم د چاودني په نتيجه کي ١٩ امريکايي پوځيان ووژل سول .

امريکايي حکومت اسامه بن ﻻدن په سوماليا کي په ١٩٩٣ کي د هغو خلګو په روزلو تورن کى چي ١٨ کسه امريکايان يي ووژل .

په ١٩٩٨ کي بن ﻻدن اعلان وکى چي مسلمانان بايد امريکايان چي هر ځاى يي تر ﻻس ﻻندي راسي ، ووژني .  د همدي کال د اګست د مياشتي پر ١٧مه نيټه په کينيـــــــا او تانزانيـــــــــــــــا کي د امريکا د سفارتونو مخي ته دوه ﻻرۍ بمونه وچاودل چي ٢٢٤ تنه پکي مړه سوه.

د اګست د مياشتي پر شلمه نيټه د امريکا اولس مشر (کلينټن) په افغانستان کي پر هغو کمپونو باندي د کروز توغندۍ د راغورځولو امر ورکى چي ددوى په وينا طرح ګر پکي روزل کيدل. او په همدي ورځ يي په سوډان کي هغه ځاى بمبار کى چي دوى ويل نا قا نونه سلاوي پکښي جوړيدي.

د نومبر په مياشت کي د امريکا حکومت بن ﻻدن په کينيا او تانزانيا کي د امريکا پر سفارتونو په حملو کي په ﻻس لرلو تورن کى .

په ٢٠٠٠ کال کي د الجيريا اوسيدونکى احمـــــــــد پدې تور ونيول سو چي د ﻻس انجيلس ايالت په نړيوال هوايي ميدان کي يي د ناکامه ترورستي حملي هڅه وکړه .  احمد ومنله چي هغه په افغانستان کي په يوه لري پراته کمپ کي چيرته چي جنګي تربيه ورکول کيده روزل سوى و. دغه کمپ د بن ﻻدن له خوا حمايه کيدى .

د ٢٠٠١ کال دفبرورۍ په مياشت کي بن ﻻدن په کندهار کي د خپل زوى د واده پر محال وليدل سو چي د سپوزمکۍ له ﻻري يي عکاسي سوي وه . په همدي کال د هغه ٤ نژدي ملګري په دي تور ونيول سول چي د ١٩٩٨ کال د فبرورى د مياشتي په ٢٩ مه يي په افريقا کي د امريکا پر سفارتونو په حملو کي ﻻس درلود.

د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د مياشتي پر ١١مه د امريکا ددفاع پر وزارت او نړيوال تجارتي مرکز باندي حملي وسوې چي د امريکا د حکومت په وينا بن ﻻدن ددي حملو تر شا ﻻس درلود. 

په ٢٠٠٢ ميلادي کال کي امريکايي ځواکونو په افغانستان کي واکمن د طالبانو حکومت نسکور کى . په افغانستان کي امريکايي هوايي او ځمکني قواوو د القاعده شبکي د ريښو په ايستلو کي خپلو هلو ځلو ته دوام ورکى.  د مارچ په مياشت کي دا جنګ د افغانستان په ختيځو سيمو کي د غرونو په لړۍ کي ادامه ولرله . امريکايي پوځيانو وويل  چي هغوى نپوهيزي چي ايا په دي جنګ کي بن ﻻدن وژل سوى او که څنګه ؟ د ٢٠٠٢ ميلادي کال په پسرلي او دوبي کي بن ﻻدن خاموش و خو د مني په موسم کي هغه يو ځل بيا د نړيوالو پام هغه وخت ځان ته را واړوۍ چي د الجزيري تلويزون د هغه دوه  ويډيويي فلمونه خپاره کړه .  امريکايي استخباراتو و منله چي د فلم اواز د بن ﻻدن خپل و .  

په ٢٠٠٣ کال کي بن ﻻدن يو ځل بيا ددنيا پر مسلمانانو زغ وکى چي په سپيڅلي جهاد کي برخه واخلي. د ٢٠٠٣ کال د فرورۍ په مياشت کي د الجزيري تلويزون د اسامه بن ﻻدن د خبرو يو ټيپ خپورکى چي په هغه کي بن ﻻدن پر مسلما نانو او اسلامي ملکونو باندي  پر عراق باندي د امريکا د حملي پر خلاف ددريدو ږغ وکى .

د ٢٠٠٣ کال د مارچ پر ١٩مه پر عراق باندي د امريکايانو د حملي څو ورځي مخکي د (ايسوشي اى ټډ) او (رويټرز) خبري رسنيو د يوه پاکستاني چارواکي له خولي وويل چي امريکايي پوځيانو د افغانستان په سهيل لويديځو سيمو کي د عملياتو پر وخت د اسامه بن ﻻدن دوه زامن نيولي دي. ٦ مياشتي وروسته عربي ژبو رسنيو د القايده او اسامه بن ﻻدن له خولي ددي خبر تايد وکۍ .

اسامه بن لادن

 

د ٢٠٠٤ کال د جنورۍ د مياشتي پر څلورمه نيټه د الجزيري تلويزون يو ټايپ خپورکۍ چي د (سي آى اې) په اند په تازه څو ورځو کي ډک سوى و. په ټيپ کي بن ﻻدن وايي چي پر عراق قبضه د فارس د خليج د تر ﻻس ﻻندي کولو او تيلو د ګټلو د هڅو پيل دى.

د ٢٠٠٤ کال د مارچ په مياشت کي امرياکيي پوځيانو په ډاګه کړه چي هغوى به داسامه او دهغه د ملګري په لټه پسي د پاکستان سره په نژدي سرحدي سيمو کي عمليات ګړندي کي او د امريکا اولسي شوراد مارچ پر اتلسمه نيټه دي توافق ته ورسيده چي د بن ﻻدن د نيولو په بدل کي جايزه دي ٥٠ ميليونه ډالرو ته لوړه سي .