عبدالله احسان _ هالنډ ٦ _ جنوري _ ٢٠٠٥ په اسيا کې د طبعي بحران ځپلو سره په هالنډ کې د مرستې ټولونې ملي ورځ د څو ورځو راپه دې خوا هالنډيانو په د اسيا د بهران ځپلي ولس سره د خواخوږۍ په نيت مرستي ټولوي . هالنډيان په ټولو ملي او نړيوالو رسنيو کي په پرله پسې توګه د مرستو غوښتنه کوي . هغه مرسته چي د هالنډ تر اوسه د هالنډي ولس له خوا په اسيا کي بهران ځپلو ته ټوله شوې ده نن دپنجشنبې په ورځ سهار ٦٤ مليونو يورو ته رسيدلې وه ، خو د ورځي په پای کي تر يوې ورځي ملي کمپاين وروسته دا اندازه ١١٢ مليونو يورو ته پورته شوه . په اسيا کي د طبعي بهران ( په اوبو کي د زلزلې ) د خبر د خپريدو څخه وروسته يو ځل بيا پر راډيو ، تلويزونونو او ورځپاڼو او ... کي هغه بانکي شمېره اعلان شوه کومه چي يو وخت پر افغانستان د امريکا د بمباريو پر وخت هالنډي ولس د افغانانو سره د مرستي په نيت نقدي پيسې ورليږلې . دهالنډي مطبوعاتو دمالوماتو له مخي دا ځل ( بانکي شمېره 555 ) د نورو وختونو څخه توپير لري ، ځکه د هالنډ په پېښليک کي کله په يوه ورځ کي د ولس له خوا د مرستي په نوم نږدې ٤٠ مليونه يورو نه وي ټولي شوي .تر اوسه هيڅکله په دومره لوړ شمير پيسې دې بانکي شمېرې ته نه دي ليږل شوي . نوموړې بانکي شميره په هالنډ کي د متحده خيريه موسسو( سامن هلپ اورخانيزاسي) ګډه بانکي شميره ده ، دا خيريه موسسې د بيړنيو اړتيا و په وخت کي په ګډه کار کوي . يو يې پلان وي ، يو يې اعلان وي ، او يو يې ارمان وي . ددوی پر دې ژمنو هله د خلکو باور راغی کله چي د ټيلفون له لاري ځانګړي بانکي شميرې ته د مرستو ليږدونو په ٢٢٠٠ تنو کارکوونکو کي د هالنډ د ولسي جرګې ، د وزيرانو د جرګې کارکوونکي ، او همدا ډول يو شمير نور لوړ رتبه مامورين او چارواکي وليدل شوه چي د شپې تر ١٢ بجو يې د عامه وګړو ټيلفونونو ته دمرستو ليږلو لپاره کار کاوه . په وروستيو ورځو کي د هالنډ تر ټولو غټ ټيلفوني شرکت ، کا پي اين او د ټيلفون نورو ټولو شرکتونو هم د اسيا يي بهران ځپلو سره په مرسته راټولولو کي د پام وړ مرستي او اسانتياوي رامنځ ته کړې ، ټوله هغه کسان چي ګرځنده ټيلفونونه لري ، کولای شي په يو ليکلی پيغام کي ( خېف = ورکړه ) ( Geef ) وليکي او بيا ليکل شوی توری ( 2020) ته وليږي ، په دې ډول به د ليږونکي د کريډيټ څخه يوه يورو او پنځوس سينټه 555بانکي شميرې ته ليږل کيږي . همدا ډول له ټولو ( ګرځنده ، او تار لرونکو ) ټيلفونو څخه په 08001112 زنګ ووهي ، دې شمېرې ټيلفون ته په سلګونو د بېلابېلو شرکتونو کارکوونکي د يوې ورځي لپاره په وړيا توګه کار کوي ، تر څو د ټيلفون کوونکو د بانکي شميرو څخه د مرستي بانکي شميري555 ته پيسې وليږي . نن د جنورۍ د مياشتي شپږمه نېټۀ د سهار د ٦ بجو څخه په ټوله هالنډ کي ٨ راډيو ستيشنونو په ګډه يوه ځانګړې راډيو وچولوله ، ددې راډيو نوم 555 پنځه پنځه پنځه و . (راديو پايف پايف پايف ) دا راډيو په ټول هالنډ او د هالنډ څخه بهر ټولو غټو راډيو ستيشنونو د ماخستن تر لسو بجو پوري په بېلابېلو لنډو او منځنيو څپو او همدارنګه د ايف ايم په څپه اوريدل کيده . ټوله ورځ په راډيو کي په پرله پسې توګه د هالنډي ولس څخه غوښتنه کيدل چي ، اسيا ځپل شوې ده ، ځپل شويو وګړيو هر څه له لاسه ورکړې دي ، له اسيايي بهران ځپلو سره مرستي وکړئ . کله به د اوبو ږغ او کله د بې وزلو ميندو ، پلرونو او کله هم د تنکيو ماشومانو د ژوند وروستۍ هيبت ناکي چيغي اوريدل کيدې . هالنډيانو ويل چي غواړي نن به راټولي شويو پسو اندازه ٧٥ مليونو يورو ته په رسولو سره په نړۍ کښي ددوی په اصطلاح ريکارډ جوړ کړي ، د هيلو پر خلاف دا اندازه د شپې ١٢ تر دوولس بجو پوري يو سل دوولس ميليونو يو سل څلور څلويښت زرو يورو ته ورسيده ، په راډيو555 کي اعلان وشو چي د هالنډ د شاهي کورنۍ څخه مليکې بياتريکس هم نوموړي بانک شميرې ته پرون پيسې ليږلي دي ، ونه يې نه غوښتل اندازه يې چاته وښيې . 555ځانکړي راډيو ټوله ورځ خپروني وکړې ، او تر هغه وروسته ټاکل شوې وه ، چي په بېلابېلو هالنډي تلويزيونو کي يوه ځانګړې خپرونه وکړي، تر څو وکولای شي لاډيري مرستي راټولي کړي ، پر ټلويزيون وښودل شوه چي په لسګونو زورو نر او ښځي ټيلفونونو ته ناست وو او پر08001112 د مرسته کوونکو له خوا راروانو ټيلفونونو ته په پرله پسې توګه ځوابونه ويل .په همدې ورځ د ټولو هغو کسانو چي د ټيلفون لپاره په کار ګمارل شوي وو ، ٢٢٠٠ ته ورسيد . په دې کسانو کي د هالنډ پر پخواني لومړي وزير ( ويم کوک ) برسېره ، اوسنی لومړی وزيرښاغلي بلکن ، او دهغه مرستيال ( خيرت زلم ) او د کابېنې پر ځينو غړو برسيره د بېلابېلو ښارونو واليانو ، مشهورو سندرغاړو ، د تلوزيون مشهورو وړاندي کوونکيو او د مشهورو فلم جوړونکو برخه اخستې وه ، او په خپله يې د مرسته ورکوونکو ټيلفونونو ته ځوابونه ويل . ها خوا د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي د ښار په منځنی برخه ( دام ) کي په لس ګونو زره خلک هغه کنسرت ته راټول شوي دي کوم چي د ځانګړي راډيو555 له خوا د مرستي راټولولو له پاره جوړ شوی دی ، په دې کنسرت کي مشهور هالنډي سندرغاړي سندري وايي ، کنسرت ته ننوتل وړيا ( مفت ) دي ، خو هلته به هغه کارتونه ويشل کيږي چيري چي مرسته کوونکي کولای شي خپل نوم ، پته او د بانک شميره وليکي ، او لاسليک وکړي چي له بانک څخه يې د هالنډۍ مرسته ټولوونکي ټولني بانک شميري555 ته پيسي وليږدول شي . د هالنډي ولس له خوا مرستي لږ تر لږه د يوې نيمي ( 1.50) يورو څخه پيل بيا تر ټولو غټه د يونيفې انشورنس شرکت ( Unive Verzekeraar ) د درې سوه پنځوس زره يورو په اندازه مرسته وکړه . خو د مرستي ټولوني د ملي کمپاين د ورځي په پای کي دا ريکارډ په پرله پسې توګه مات شو . او د ځينو شرکتونو له خوا په غټو اندازو نقدي مرستي وشوې . اروپايي وخت ماخستن نږدې لس بجې تر ټولو لوړه شمېره پيسې د سپورټ اکسي له خوا مرسته وشوه چي اندازه يې څلور سوه زره يورو وه . او په دې حساب د ټولو مرستو شميره اعلان شوه چي ٩٠ مليونه يورو ته ورسيده . په دې کمپياين کي له ٦ کلنو ماشومانو نيولي تر ٨٠ کلنو زړو پوري په مليونونو وګړو ونډه واخسته . يوه شپږ کلن ماشوم وويل : په هغه کوڅه کي چي مي کور دی او يوه بله کوڅه کي په کورونو وګرځيدم اود توپان ځپلو ماشومانو لپاره مي مرسته وغوښته ، ما د خپلو ګاونډيو ماشومانو څخه ٣٠ يورو راوړي دي او اوس يې بانکي شميرې555 ته اچوم . د هالنډ لومړي وزير ښاغلي پر هالنډي ولس ته په داسي حال کي چې د مرستي ټولوني تالار ته راغلی و وويل : بهران ځپلي له لوږي او يخنۍ وژغورئ ! هغوی ستاسو هري يورو ته اړتيا لري،هغوی هر څه له لاسه ورکړي دي ، اسيا مرستي ته اړتيا لري ، مرسته وکړئ ، بانکي شميري555 ته پيسې وليږئ ،لومړی وزير د شپې تر ١٢ بجو پوري د مرسته کوونکو ټيلفونونو ته ځواب وايه ، د هغوی نوم ، پته ، او بانکي شميرې يې ليکل . يوه بله ماشوم چي له څو تنو ملګرو سره د555 له له خوا راټلوشوي تالار ته راغی ، ويې ويل چي ټوله ورځ يې پر سړک د اسيايي توپان ځپلو سره د مرستي په نيت ګيتار ږغولی دی ، له خلکو يې ٣١٦ يورو ټولي کړي دي او اسيايي توپان ځپلو ته ليږي . ددې مقالې خپرولو پر وخت اوس هم په امستردام کي کنسرټ دوام لري ، او پر هالنډي ټلويزيونونو د اسيايي توپان ځپلو سره د مرستي راټولوني ملي کمپاين . او د ټولو شويو نقدو پيسو اندازه په هرو لسو دقيقو کي يو مليون جګيږي . د ٦ جنورۍ د مرستي ټولوني کمپاين د شپې پر ١٢ بجې پای ته ورسید ، وروستۍ مرسته د يو مليون يورو وه چي د zorg_verzekeraar زورخ انشورنس شرکت له خوا وشوه. ٦ جنوري د لويديځي اروپا وخت ، 23:50 بجې ماخستن 112 مليونه يو سل څلور څلويښت زره يورو ټولي شوي دي ، دا اندازه به نن شپه ٦ د جنوري او رارواني ورځي نوري هم لوړه شي ، نوره هم جګيږي . د يوې ورځي مرسته ټولوني په ملي کمپاين کي وتوانيدل چي له ولس څخه نږدې شپېته مليونه يورو د اسيايي هيوادونو بهران ځپلو ته راټولي کړي . دا کمپاين د سهار د شپږو بجو څخه پيل او د ماښام پر ١٢ بجې پای ته ورسيد. د مرسته ټولولو لړۍ په هالنډ کي دوام لري ، ترنن وروسته به دموبايل ټيلفون له لاري د پيسو ليږلو ، او ځانګړي ټيلفون شميرې ته د زنګ وهلو برسېره کور په کور د مرسته کولو پاڼي هم وويشل شي ، چي د پوست له لاري به هر څوک وکولای شي د خپل توان په اندازه نقدي پيسې بانکي شميرې 555 ته وليږي .