١٣٨٣ د مرغومي ١٨
کابل : په يوې اټکل شوې څېړنې کې راغلي دي چې د ٢٠٠٤ کال په ترڅ کې تر ٣٥٠ ډير پښتو کتابونه چاپ شوي دي .
خو په دغۀ اټکل کې ډير کتابونه نه دي ياد شوي چې په همدې دليل ښايي ريښتينې شمېره تر ٤٠٠ کتابونو زياته وي .
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د دولت له لورې د پښتو هيڅ کتابونه نه چاپ شوي .
په کابل کې ادبي کړۍ وايي که له افغانستانه دباندې شتمن افغانان خپلې مرستې ونه سپموي نو دا هيله به بې ځايه نه وي چې په ٢٠٠٥ کال کې د پښتو چاپېدونکو کتابونو شمېره تر ٥٠٠ واوړي .