لیکوال: ډاکټر احسن اختر ناز
مفهوم Meaning:
اخ
اق څه شی دي؟ په اکسفورډ ډکشنري کې د اخلاقو مانا داډول بیان شوې چې:
“Rule of conduct recognised in certain limited department of
human life.”
د ژورنالیزم اخلاق هغه ژورنالیستي معیارونه دي، چې د یوشي ښه یا خراب، سم یا ناسم، مسول او غیرم
سول ارزښتونه ټاکي. دغه ژورنالیستي معیار ته د ژورنالیزم ارزښتونه (Canons of Journalism) هم وایي. د ژورنا
یزم داارزښتونه د ژورنالیست دندې او مسولیتونه هم ټاکي، لیکن هغه دندې او مسولیتونه کوم قانوني جواز نه لري،
بلکې ژورنالیست دخپلې اخلاقي دندې په ګڼلو سره د هغوپیروي کوي. ژورنالیستي اخلاق د ژورنالیستانو د دندو او م
سولیتونود ټاکلو تر څنګ د رسندویه وسیلو دمعیار او کردار اندازه هم ټاکي.
د ژورنالیزم دامعیار او ارزښت په
ټوله نړۍ کې تقریباً یو ډول دی. جوزف پلټرز(Joseph Pulitzer) د ژورنالیستي ارزښتونو د بیان شوې خوښي او سمون لپاره تل
په جنګ کولو ټینګار کوي. د نوموړي په اند: ” بې انصافي او ناانډولي کله هم مه زغمئ، تل دټولو ډلو د جذبو خیال
وساتئ. کله هم دکوم ګوند د دریځ ملاتړ مه کوئ، دخلکو دحقونوغصبوونکو او د ناوړه ګټې اخیستونکو لوړوطبقو مخا
فت وکړئ. له بې وزلو سره مرسته وکړئ. تل ولسي سوکالۍته خپل ځان وقف کړئ.، د حق مله اوسئ او پرناسمو خبرو د نیوکې
پرمهال له هیچا او هیڅ لوري هم مه وېرېږئ. “
د دې په رڼا کې د ژورنالیزم ارزښتونه داسې بیانېدلی شي، چې ښايي
ژورنالیزم:
۱- ناپېیلی او له تعصب څخه خوندي اوپاک وي.
۲- منصفانه او جایز وي.
۳-
پر حقایقو ولاړ وي.
۴- مسول او له خپلوموخو سره مخلص وي.
۵- ښایسته، پتمن او
مهذب وي.
۶- ازاد وي.
د رسنیود اخلاقوقانون:
پورتني اخلاقي انداز او معیار ته په پام سره په ټو
ه نړۍ کې د ژورنالیستانو بېلابېلو ټولنو ګوندونو، انجمنونو او ورځپاڼو، راډیو او ټلویزیون، د ژورنالیزم داخ
اقو قوانین جوړ کړي، چې هغو ته ” کوډز اف اتیکس،( Codes of Ethics) کوډز اف انرز(Honours،( Codes of)، چارټرز (Charters)،سټیټ منټس
اف پرنسپلز“( Statements of Principles)
او د نورو نوم ورکول کېږي. داخلاقو د دغه قانون تر شاکوم قانوني جواز نشته، بلکې
ژورنالیستان په رضاکارانه ډول هغه خپلوي.
تاریخي شالید: (Historical Background)
په شلمه پېړۍ کې د ټولنیز م
سولیت نظریه (Social Responsibility Theory) د ژورنالیزم د ازادي تر مشهورېدلو وروسته د ژورنالیزم د ازادي مفهوم هم بدل
شو. د ټولنیزمسولیت نظریه د( Hutchins Commission on Freedom of Press)رپوټ پربنسټ بیان شوې. د کمېسون د رپوټ لومړنی ټوک (یوه
ازاده او مسوله رسنۍ) ترسرلیک لاندې تر ټولو د مخه د ۱۹۴۷ کال دمارچ په ۲۷خپورشو.
د(University of Illinois Urbana) د Communication College ofپوهاند ډین تیوډر پیټرسن په ۱۹۵۶ کال په خپل کتاب درسنیو څلور نظریې (Four Theories Of Press)کې دټولنیز مسولیت نظریه د ژورنالیزم د ازادي ډېره مهمه څرګندونه کړې. د پیټرسن په نظر د ټولنیز مسو یت په نظر یه کې مهم شی دادی، چې ازادي او د مسولیت احساس سره لازم او ملزوم دي او زموږ پر ژورنالیزم چې د حکومت ترسیوري لاندې دی، اړینه ګرځي، چې په خپله همزولې(هم عصر) ټولنه کې خپل مسولیتونه پوره کړي.
په اصل کې دا نظریه د دې خبرې غوښتونکې ده ، چې رسندویه وسیلې ملي غوښتنو او ګټو ته په پام سره د یوې مسولې ادارې په توګه کار وکړي او هغو ته دملي او ټولنیز ارزښت د چارو په وړاندې د ګټې حیثیت معمولي وي. دانظریه د ژونالیزم دازادي جمهوري نظریې پرځای وړاندې شوه، چې د هغوروڼ اندوجان سټوارټ مل، جیفرسن او ملټن رسنیو ته ”د نظ یاتوپرانیستې منډيي“ جوړ ه کړه. د هغه ادعا داوه، چې بېلابېلونظریاتو ته دغوړېدلومساوي اسانتیاوې برابرې شي او تر عامه ابلاغ پورې هر یو ور سېږي. لیکن له ۱۹۴۷ کا ل څخه د مخه په رسنیو کې ډېرې خرابۍ پیدا شوې او رسنۍ د یوې ځانګړې ډلې یانې سوداګرو(تجارت پېشه) لاسونوته ولوېدې. هغوی نه یواځې په سیاسي او ټولنیزو مسایلو کې خپل شخصي نظرونه خپاره کړل، بلکې د خلکو اخلاقي کردار یې هم تباه کړ. د خلکو په شخصي ژوند کې یې مداخله وکړه او دټولنیزو بدلونونو په لاره کې خنډ شول. دارنګه (Hutchins Commission) دژورنالیستي معیار یوه نوې اجنډا وړاندې کړه. د ټولنیز مسو یت دنظریې ملاتړی وایي، حکومت ازادو رسنیو ته یواځې اجازه نه، بلکې وده هم ورکړه. په ټولنیز ډول د م سولیت نظریه په اصل کې د خپل ضمیر په وړاندې د ځواب ورکولو پر بنسټ ولاړه ده. بېلابېلو خلکو د هغې مخالف توجیهات او تعبیرونه وړاندې کړي، له دې امله د هغې کوم واحد تعریف نشي کېدلی. ځینوخلکو” ټولنیز مسولیت“ د یو ”اومني بس“اصطلاح ګڼلې، چې د هغه د عمل ډګر ډېر پراخ دی. په خپله پیټرسن د دې کوښښ نه دې کړی، چې د ټولنیز مسولیت نظ یه د ژورنالیستي اخلاقومعیار جوړ کړي. د هغه له نظره ”دایواځې او یواځې نظریه ده، لیکن دا له دې پلوه م همه ده ، چې داهغه لاره تجویز کوي په کومه کې چې د ژورنالیزم د ازادي لاره پوښلې ده.“ د (Four Theories Of Press) ترخپ ولو ۲۵ کاله وروسته د ۱۹۸۱ کال په سپتمبر کې پیټرسن په یوه مرکه کې وویل، چې هغه کله هم د خپل ټولنیز مسولیت دباب (برخې)وکالت نه دی کړی. سره له دې چې نوموړي څو ځله د داسې کولو اراده کړې. لیکن داباب په ژورنالیزم ډې اغېزکوونکی دی او هغه د ټولنیز مسولیت نظریه ډېره مشهوره کړه. ځکه ښايي کله د هغه پربنسټ کوم اخلاقي قانون جوړ شي. د پیټرسن یو ملګري ( Clifford G. Christian) په دې خبره خواشیني وښوده، چې د ا نظریه دیومناسب اخلاقي معیار په پیداکولو کې پاتې راغله. د پوهې یو بل ماهر (Jonn I.. Hultenge of Stanford University) د ټولنیز مسولیت نظریه دغو رسندویه وسیلو ته په نږدې راتلونکي کې د عمل وړ یواځېنۍ پاتې کېدونکې نظریه وګڼله. لیکن له دې نظریې څخه د اخلاقي معیار هیڅ ا انه په منطقي توګه نشي غورځولی. د دې دلیل په راوړلو سره “Hultenge” لیکي په ننني پېر کې چې دابلاغ کوم قوانین او معیار ټاکلي شو، پر هغو ډېرې نظریې اغېز لري.
پیل او پرمختیا: (Origin and Evolution)
که دژورنالیزم په ډګر کې په
نړۍ واله کچه د اخلاقي اصولو د برابرولو د عمل جاج واخیستل شي نو دا ډول لومړنی اخلاقي قانون د امریکا یو
ژورنالیستي انجمن ( Kansas’s Editorial Association) په ۱۹۱۰ کې خپل کړ او په ۱۹۲۰ کې ډېرو نورو ګوندونو او اخباري خپ
نیزو ادارو هم دغه ډول قانون جوړ کړ. همدا ډول په فرانسه کې نیشنل جرنلیسټس سنډیکېټ اف فرانس ” چارټر اف
دي ډیوټیز اف جرنلیسټس“(Charter of The Duties of Journalists) تیار کړ اوپه ۱۹۱۸ کې یې قانوني حیثیت خپل کړ. په بېلابېلو
هېوادونو کې درسنیو د کړنو د لیدلو او د رسنیو د داسې ناروا استعمال د ودرولو لپاره چې د رسنیو د قوانینو مد کې
نه راځي. په دولتي او شخصي کچه د رسنیوکمېسون جوړېږي. په امریکا کې (۱۹۴۵- ۱۹۴۷ د ژورنالیزم د ازادي کمېسون،
ایل پریس اف انګلینډ(۱۹۴۸-۱۹۴۹ )، دهند د رسنیو کمېسون (۱۹۵۲-۱۹۵۴) او د جنوبي افریقا د رسنیو کمېسون (۱۹۵۱-۱۹۵۲)
د هغه څو بېلګې دي. هغوی د رسنیو د ناروا استعمال د مخنیوي لپاره د رضاکارانه بندیزونو سپارښتنه وکړه. په دې
سربېره د ژورنالیزم ازادي او نېک نامي د ساتلو لپاره په بېلابېلو هېوادونو کې د رسنیو ځان واکې (خودمختارې)ټو
نې هم جوړې شوې، چې د خپلو غړو لپاره نه یواځې اخلاقي قانون برابروي، بلکې د هغوی خلاف د خلکو په شکایتونو هم
کارکوي.
دا مهال په نړۍ کې لږ ترلږه ۱۷ داسې هېوادونه دي ، چې د رسنیوټولنې کار په کې کوي، چې هلته ژورنالیزم نېغ
په نېغه د حکومت د کنټرول پرځای د شخصي ادارو ملکیت دی. چې په هغو هېوادونو کې استرلیا، ډنمارک، فنلینډ، ب
تانیه، امریکا، هند، لویدیځ المان، نیوزیلنډ، تائیوان، سویډن جنوبي افریقا، هالینډ، ناروې، اس
ایل، سریلنکا، فلپاین او ترکیه شامل دي. لیکن په ځینو هېوادونوکې د رسنیو ټولنې د اخلاقو قانون نه برابروي، ب
کې د هغه څارنه کوي. لکه په جنوبي کوریا کې. همدا ډول په ډنمارک کې یواځې د ورځپاڼو دخاوندانو او خپرونکو د اخلا
و قانون دی. لیکن خپله د ژورنالیستانو کوم لیکلی قانون نشته.
په نړۍ واله کچه د ابلاغي مسایلو د حل کولو
پاره ۱۹۷۷ کې د سویډن په ښارسټاکهولم کې دسین میک برایډکمېشن (Sean Mac Commission) جوړ شو. د هغه غونډه په ۱۹۷۸ کې و
وه. دې نړۍ وال کمېسون په ۱۹۸۰ کې یو رپوټ برابر کړ ، چې د هغه نوم ډېرغږونه او یوه نړۍ “Many Voices One World” وه. په
هغه رپوټ کې داخلاقو د قانون ۷۲ تجویزونه وړاندې شول او پر هغو ټول غړي یوه خوله و. د هغو تجویزونو په رڼا کې هر
هېواد د خپلو اړتیاو له مخې د اخلاقو قانون برابر کړ، چې ژورنالیستان په اخلاقي توګه د هغه پیروي کوي.
د ملګرو ملتونو د اخلاقود قانون مجوزه: (UN Suggested Code of Ethics)
ملګرو ملتونودجوړېدو له پیل څخه په نړۍ واله کچه د ژورنالیزم لپاره کوډ اف انر ( Codes o f Honours) د تیارولو هڅه پیل کړه. په ۱۹۵۲ کې د نړۍ له څو مسلکي ګوندونو سره تر اوږدو سلاوو وروسته کوډ اف انر جوړ شو هغه ته د حتمي شکل ورکولو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍ والې ټولنې، ورلډ اسمبلي اف انفارمېشن(World Assembly of Information)هغه مطالعه کړ، لیکن ځینو هېوادونو اود ورځپاڼو د خاوندانو د ګوندونو د مخالفتونو او اعتراضونو له امله د هغه ګوند کومه غونډه جوړه نه شوه. پر هغه کوډ دا اعتراض و، چې په هغه کې د” ازادي څرګندولو“ لپاره خطرونه پټ دي. حال دا چې د کوډ په متن کې داخبره روښانه شوې وه ، چې د هغه اصول یواځې د مسلکي کسانو له ضمیر سره تړاو لري. دا رضاکارانه دي اوپه دې لړ کې به هیڅ ډول حکومتي م داخله نه وي.
د ملګرو ملتونو د ژورنالیستانونړۍ وال فدراسیون د اخلاقو قانون (انټرنیشنل فیډرېشن اف جرن یسټس) د فنلینډ د رسنیو ټولنې ( پرېس کونسل) په لارښوونه جوړېږي. د ۱۹۷۲ په نومبر کې یونیسکو(UNESCO) انټرنیشنل ا ګنایزېشن اف جرنلیسټس له لوري داخلاقویو قانون وړاندې کړ. د اخلاقو قانون په مجوزه کې لاندې اصول وړاندې ول:
۱- ژورنالیست ته د خبرونویا تبصرې په بڼه د خپرېدونکو حقایقو تصدیق پکار دی. که داسې ونې نه وي نو، له حوالې سره د هغه مشروط کول پکار دي. هغه ته ښايي چې دحقایقو له مسخ کولو ماتولو، مروړلو یاچاپولوڅخه ډډه وکړي او که د هغه معلومات ناسم ثابت شي نو د هغو سم خپرول پکار دي.
۲- ژو نالیست چې څه خپروي ښايي، چې د هغو مسولیت ومني. د هغه مسلکي راز ته دې درناوی وشي او د معلوماتي س چینې دپټولوله شرط سره د ترلاسه شویومعلوماتو په اړه تصدیق او تسلي پکار ده او خپله معلوماتي سرچینه له (و ځپاڼې ، رسالې او نورو) خپل کوم مسول کس اوبل چا ته ښودل نه دي پکار. هغه د راز د ساتلو له مسولیت څخه یواځې هغه وخت خلاصېږي کله چې نورو ته د معلوماتورسوونکی په خپله هغه ته اجازه ورکړي یا دا ثابته شي چې هغه د مع وماتو برابرونکی سیاسي، ټولنیزو یا ذاتي ګټو لاملونوته په پام کولو سره په څرګند او شعوري ډول ګمراه کوي. که حقایق د ټولنیزې ګټې یا قانون نفي کوونکي وي نو، په دغسې صورت کې هم ژورنالیست ته لازمه ده، چې هغه په دې سلسله کې د خپل ضمیر مطابق مسلکي او پټ راز وساتي
۳- ژورنالیست ته د افرادو، م هبونو او ولسونوله سپکاوي څخه ډډه کول پکار دي. که اړوندکسان په خپله د دې شي اجاز ه نه ورکوي نو هغه ته پکاردی، چې د افرادو د شخصي ژوند درناوی وکړي او په دې کې تر هغه وخته پورې مداخله ونه کړي تر هغه، چې ه عامه ګټو سره تړاو ونه لري
۴- ژورنالیست ته د خپل مسلکي ویاړ ساتنه پکارده. د خبرونو د ترلاسه کولو لپاره له دوکې او د نورو له تېراېستلوڅخه کار اخیستل نه دي پکار. هغه ته له دریمې ډلې څخه د څه شي خپرولویا حقایقو د مسخ کولواویا نه خپرولو په بدل کې پیسې یا بډې اخیستل نه دي پکار. له لیکنې څخه هر ډول کا وباري او شهرت غوښتنه ”پبلسټي“ اېستل پکاردي.
۵- ژورنالیست ته له ژورنالیستي ورورولي څ خه د خپل تړاو په سلسله کې ” د دیانتدارانه مقابلې او اړین یووالی“ تر منځ توازن ټینګو او له ادبي غلا څخه ځان ساتل پکار دی. هغه په خپل کوم داسې یوملګري باوري کول پکاردي، چې هغه د ” ازادي څرګندولو“ د مقصد اومس ک د اخلاقي اصولو لپاره مصیبتونه زغملي وي. هغه ته د مذهب یا نسل پربنسټ په خپل مسلک کې د چا دګمارلو یا د کارسپارلو په سلسله کې کوم توپیرکول نه دی پکار.
۶- ژرونالیست دعامه ګټولپاره تر ټولو زیات کارکوي. د خپل کار په وسیله هغه ته د بنسټیزو انساني حقونو د اصولو د پیاوړي کولو او په خلکو کې د ښه پوهاوي په پیداکو و کې مرسته کول پکار دي. دارنګه هغه ته په نړۍ واله کچه د مسایلو د حل کولو لپاره د تشدد دلارې تجویز کولو یا د هغه له تائیدولو څخه ډډه کول پکار دي. هغه ته ښايي له ټولنیز ، توکمیز، مذهبي یا ملي کرکې او تعصب څخه ځان وساتي.
د نړۍ د مختلفو هېوادونو ژورنالیستي اخلاق:
د هر هېواد خپل ځانګړي نظریات، حالات او اړتیاوې وي او
د هغو مطابق هر هېواد داخلاقو جلا قوانین لري. کېدای شي دیوې مسلې په اړه د هر هېواد نظرونه جلا وي
یکن هیڅ هېواد هم د خپلو نظریاتو یا خپل ولس او هېواد خلاف د څه شي د خپرولو اجازه نه ورکوي. د ټولنیز مسولیت
نظریه د ژورنالیزم په ازادي کې هم د ”مسولیت“ مفهوم د بېلابېلو خلکو له نظره مختلف دی او هر هېواد هغه د خپلو
ځانګړو ټولنیزو اړتیاوو سره سم خپلوي.
سرچینې
“ Journalism” (Quarterly journalism), Vol. 1 no. 2 1968 journalism Department, Punjab
University Lahore. Article “code of conduct for working journalist by AT chaudhri “ PP 17. 18.
F. Frasher bond “An interoduction to journalism” Macmillian company, New York 1983
P-5
Robert Shmuhl “ The Responsibilities of journalism ” IOWA state University press Ist ed 1983 P .7
H. Engene Goowdin “ Groping for Ethics in journalism” IOWA state
university press Ist 1983 p.7
“ A free and responsible press ””Report of the commission on freedom of the press “ Robert. M hutchins , ch . (Chicago: univ,
of Chicago press, 1947)
Fred S. siebert, Theodore Peterson, and Wilbur Schramm, “ Four Theories of the pree ”Urbana: University of Illinois press 1956. PP. _ 74-78
Robert Schmuhul. Four theories of the Press PP 78. 79
“The responsibilities of journalism ” P 41 university of Ntre Dame Press Indiana USA
M V, Kamar “professional
journalism “ vikas
Groping house PVT Ltd India 1980 p 263
Ibid
Clifford G Christian “ fifty years of scholarship in media Ethics ” jounal of communication 27 .NO, 4 (Autumn
1977): 23
Groping for Ethics in journalism p. 9
I bid p 14
شفیق جالندهري: ”ژورنالیزم او ژورنالیست“ علمي کتابتون، اردوبازار
لاهور، اګست ۱۹۸۴، ص ۲۱.
16 “ world press Encyclopadia by Georage Thomas Kurian” Vo 1 facts on file Inc, New York 1982 p 29
17 Ibid p 13
18”ژورنا
یزم او ژورنالیست“ ص، ۳۳-۳۲.
19 “ world press Encyclopaedia ” p 31
20 ”ژورنالیزم او ژورنالیست“ص، ۳۳-۳۲.
21
دژورنالیزم فن“ ص ۲۴۸- ۲۴۹.
22 دژورنالیزم فن“ ص ۲۴۹.
23 دژورنالیزم فن“ ص ۲۴۹.
24 spencer crump “ fundamentals of journalism
” Mc Graw Hill Book company USA 1974 pp 145 -148
25 bruse M. Swain Reporter, s Ethics the IOWA state UNI – press Ist Edition 1978 pp 112-113
26 Groping for Ethics in journalism p
15
27 world press Encyclopeadia Vol II P 957
28 Ibid Vol I I p 32
29 John, L Hulteng “ playing at straight American society of Newspaper Editors p 71 78
30
Mughees – ud -Din sheikh from freedom to responsibility journalism Quarterly journal
Mass comm. Deptt panjab university 1985 p 25- 32
31-ډاکټر-عبدالسلام-
خورشید ”دژورنالیزم فن“،ص ۲۴۸.
32 the Democratic journalist journal No 6 june 1968, article “ how permanent is Lrnins conception of the press by Irenea
Tetelowska ”
33world press Encyclopaedia Vol p 219
34 Karl Marx Library Vol IV Mc Grow Hill Book company p 9
35 jane Leftwick joan R Dassin Press control Around
the world Press praeger publishers USA 1982 p 411
37 press control around the world pp 93 -94
38-world press Encyclopaedia p 224
39 the Democratic journalist No 5 1968 Article A
criticism of the Bourgeose theory of Journalism by prof jasen Z asurki p 104
40-ماوزي-تنګ ”د خلکو خدمت وکړئ“ انتخابي مضامین دریم ټوک،
۸ستمبر ۱۹۴۴.
41 Philp c, Horton “ the thirld world and press freedom “ praege special studies New York 1978
Article press censorship in south Africa By Percy
Qolioza p 236
42 Press control around the world p 198
43 Ken Metzler News gathering p 258 259