زموږ ګران افغانستان د مرسته کوونکوهيوادونو په قطارکې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1891
سعيد لودين
دخبریدو نیټه : 2005-01-11

سعيد لودين  ټورنټو کاناډا 

 تېره اونۍ مي د بي بي سي په انټرنټ پاڼه کي دنړۍ له نورو خبرونو سره جوخت دغه خبر چي " افغانستان د څونامي د ځپل شوو خلکو سره مرسته وکړه " خدای و ريښتيا ډير خوشحاله کړم خو د خبر اخيرنۍ جمله چي " افغانستان به دطبي پلاوي ترڅنګ وينه هم ور کوي " نور هم تاثير راباندي وکړ. زموږ ګران هيواد افغانستان چي د تېرو دېرشو کلنو جنګي تاړاکونو دومره کمزوره کړی دی چي بېله بهرنيو مرستو دا لږه ارامي يې هم په خطر کي ده ، په دغسي حالت کښي د څونامي له ځپل سوو سره د مرستي ګام يې د ستايلو وړ دئ . موږ افغانان بېله وينو ورکولو بل هيڅ هم نه لرو،پنځويشت کاله وړاندي چي د کمونيزم بلا يو په يو د هيوادونو خوړل پيل کړي وه همدغه افغانان د همدغه وينو په ورکولو سره د نړۍ نور هيوادونه له دغه ستر ګواښ څخه وژغورل او نن چي بيا د افتونو بلا پر انسانانو حمله کړې ده نو د افغان په لاس کي که يې د مرستي لپاره  غيران نسته په رګونو کي خو وينه لري او دغه وينه به يې يو ځل بيا د انسانانو په ژغورلو کي په کار راسي.

نن چي په نړۍ کي لوی او سرمايداره هيوادونه وآفت ځپلو ته د ډېرو پيسو په ورکولو سره خپل عظمت ښيي بايد د افغانستان نوم د همدغه سر لوړو هيوادنو د ليست په لومړي سر کي  راسي ځکه  افغانستان تر اوسه پر خپلو پښو د درېدلو توان لا نه لري خو د مرستي لاس يې و هغوی ته ور اوږد کړی دئ چي له مرګونو سره لاس و ګرېوان دي چي دغه کار نوموړی هيوادله ټوله نړۍ سره يو سوله خوښونکئ او همدرده هيواد ثابتوي زموږ د ګران هيواد د تل سر لوړۍ په هيله .

 

زړه دي ښه مه کړه د سـروزرو تحـفو ته

بـــې مطلبه يـــــاري نـــــــــه وي د خـانانو

که د زړه اوپه اِخـلاص قدر دي غواړې

پاڼي وګــــــــــــــــــڼه طــــلا د دروېــشانو

                                                                            (سعيد لودين)