د مرحوم روحاني د ماشومې لور اواز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18946
عبدالبشير صالح کندهار
دخبریدو نیټه : 2008-06-15


مورجانې! باباجان چېرته دی؟ له کومو ملګرو سره تل ی دی؟
ايا کوم ولايت ته د خبر جوړولو لپاره تللی دی؟
ايا په کابل يا کندهار کې د خبريالانو کومه غونډه ده؟
ايا د پخوا په شان د خبريالانو کانفرانس جوړ شوی دی؟
زه نه پوهېږم، په هېڅ هم نه پوهېږم، دا هر څه، څه دي؟
مورکۍ جانې! پخوا چې به بابا کوم ځای ته سفر کاوه، ما ته به يې د خپلې مينې ډکه غېږه پرانيستله. زما په اننګو به يې خپلې مهربانې شونډې نښلولې او په ډېره مينه يې لمسولم.
په دواړو لاسونو به يې له غېږې څخه د هوا طرف ته پورته کړم او بېرته به يې په غېږه کې ټينګه ونيولم.
په خندا_خندا به يې راته داسې ويل:
زما لور جانه ده
ډېره پر ما ګرانه ده
زما د زړګي سر ده
زما د زړګي ور ده
بيا به يې په خندا د خبرو په جريان کې داسې ويل: ستا باباجان سبا کوم ولايت ته ځي او خپلې ګرانې لورجانې ته به يوه ناوکۍ راوړم. ښايسته کالي به هم راوړم، بوټونه به هم درته اوړم. د خوړلو شيان به هم راوړم.
بيا به يې په ډېره مينه پر باړخوګانو مچ کړم او په غېږه پورې به يې ټينګه ونيو م، خو مورجانې دا ځلي يې په غېږه کې نيولې نه يم.
دا ځلي يې د مينې غېږه هم رانه کړه، هغه غېږه چې ما به پرې لوبې کو ې، هغه غېږه چې ما به خپله ورځنۍ تنده پرې ماتوله، هغه غېږه چې زما د مينې تار پرې بسته و. اوس هغه غېږه نشته، اوس هغه مينه نشته، اوس هېڅ هم نشته.
مورکۍ! اوس د څو ورځو په تېرېدو سره مې د بابا په نه ليدلو تنده ډېره زياته شوې ده.
مورجانې! دا ځلي يې د پخوا په شان د ناوکۍ، کاليو او بوټونو ژمنه هم و نه کړه.
ايا بابا له ما خوابدی و؟
دا ځلي ولې له ما په پټه لاړ؟ ما ته ووايه، مورجانې حال راته ووايه!
تا ته قسم درکوم. ستا دې قسم په هغه چا وي چې ته يې پيدا کړې يې، راته ووايه!
مور: اهـ اهـ اهـ! لورجانې قسمي دې کړم، ټول حال درته وايم:
پلار دې مړ و
پلار دې شهيد شو
پلار دې ځوانيمرګ شو
بس بابا دې نور کور ته نه راځي، هغه اوس د لحد تورې خاورې خو ي.
کندهار
نېټه: ١٢-٠٦-٢٠٠٨