د موميايي مړي د موندنې دعوه بيا شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1895

دخبریدو نیټه : 2005-01-11

١٣٨٣ د مرغومي ٢٢

کابل : په تېرو څو اوونيو کې په دوهم ځل د يوۀ لرغوني موميايي شوي مړي د موندنې خبر ورکړی شوی دی .

دا ځل د بلخ ولايت په يوې ولسوالۍ کې د موميايي شوي مړي خبر ورکړل شوی دی چې د ځايي چارواکو په وينا به کابل ته راليږدول کيږی .

دوه اوونۍ وړاندې د بدخشان له ولايت څخه هم يو خبر راغلی و چې ګواکې هورې هم دوه موميايي شوي مړي موندل شوي دي .

د هغو په اړه لا تر اوسه نور څه نه دي په ډاګه شوي چې په رښتيا هم موميايي شوي مړي و که د بدخشان په سړه هوا کې  روغ رمټ پاتې شوي مړي .

د طالبانو په واکمنۍ کې د يوۀ موميايي شوي مړي په باب هغه وخت د درو هيوادونو ترمنځ لانجه پيدا شوه چې ايران او پاکستان په افغانستان کې د پيدا شوي يوۀ ظاهرآ موميايي شوي مړي په سر دعوه وکړه .

د هغۀ مړي په اړه وروته وروسته خبر خپور شو چې ګواکې موميايي نه و .