د عراق ټولټاکني او د ايران راتلونکی !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1904
هدايت الله هدايت _ استراليا
دخبریدو نیټه : 2005-01-12

دهدايت الله هدايت ليکنه 

استراليا_ ١٢/ ١/ ٢٠٠٥ 

دعراق  ټولټاکني د هغه هېواد دامنيتي ګډوډيو او د کورني سراسري  ناخوښيو په چاپېريال کې را نيژدې کېږي. دبغداد د حکومت  د دفاع وزيرد دې ګډوډيو اصلي پړه پر خپل ګاونډي هېوادونو  په  خاصه  توګه  پر ايران او سوريې باندي اچولی ده. دا حکومت په دې ډول غواړي دامريکا د دولت د نوې سخت  درېځې ادارې  هغه تورونه  يو ځل بيا تکرار کړي کوم چي په لوي لاس غواړي د دې هېوادو پښه د عراق و لانجې ته را کش کړي. خو ځيني حلقي بيا دا هم وايې چي د عراق په کورنيو چاروکې د ايران ﻻسوهنه د عراق و عربي هويت  ته  لوي ګواښ پېښ کړيدئ . خو ددې  ټولو خبروتر شا د ايران په هکله د بوش د ادارې لمړنۍ هدف په ايران کې داوسني اسلامي رژيم نسکوره ول دي . داسي هم ويل کيږي چي د عراق په ټولټاکنو کې د ايران راتلونکې هم مطرح ده.

په واقعيت کې د بوش د حکومت   نوې اداره غواړي چي د عراق د لانجې او د هغه د شرمه ډک اشغال نه دخلاصون په خاطر او هم د مينځني ختيځ د نوې راتلونکي  تشکل په خاطر  و خپلې هغي په اصطلاح لويې طرحي ته ﻻره هواره کړي کومه  چې لا پخوا  ددې سيمي د رجه کشۍ دپاره يې   دخپلي ستراتژۍ  په سر کې ځاي ور کړی وو . ددې طرحي د تطبيق دپاره  د بوش دادارې اصلي شعار يعني د«نوی ګواښ»  په  حيث دايران  ټاکنه  به شايد ددې ادارې په فکر يوه پر ځايه  ټاکنه  وي.  دا ځکه چي ايران  دامريکا د پاره په رشتيا هم داسي  بهانې لري کوم چې دې هېواد  دوه کاله  مخکې د صدام حسين د رژيم  په رانسکورولو کې هغه وکارول او  خپل ځواکونه يې هلته  ځاي پر ځاي  کړل .

امريکا نن هم دهماغې نسخې په کارولو سره د ايران په هکله  غواړي و نړېوالو ته دا وښيې چي دا هېواد د ډله ايزي وژني وسلې جوړه وې، دتروريزم  پلوي کوي، دالقاعدې سره اړېکي لري او داسي نور... خو هغه څه چې واقعاً روښانه دي هغه داچې ايران دعراق د پخواني ړنګ شوي  رژيم نه  خلاف  په رشتيا هم د داسي  اټومي پروګرام په پراختيا بوخت دۍ  کوم چي د امريکا دنظره د هغې نه  د ناوړه احتمالي استفادې خطره دورايه ځيني ښکاري.

دبوش دادارې د ملي امنيت سلاکاره ډاکټره کوندو ليزه رايس او د متحده ايالاتو راتلونکې نوې د بهرنيو چارو وزيري لا پخوا ويلي وه چي واشنګټن به په هر هغه اقدام لاس پوري کړي څو د ايران حکومت دې ته اړ باسي دخپلې اټومي تګلاري  نه  لاس واخلي. ان داسي يوه غوښتنه  لا داسرائيلو چارواکو چي پخپله  په اټومي وسلو سمبال يو هېواد دۍ هم کړېده. دې هيواد دا خبره  هم  په  ډاګه کړېده چي اسرائيل د ايران د اټومي تګلاري څخه  د خطر احساس کوې او هغه  د اسرائيلو و موجوديت  ته  لوی ګواښ بولي.

داسرائيلو مشرانو پر عراق باندي د امريکا ديرغل نه  لا مخکې پر امريکايې چارواکو دا زور اچولۍ و چي ايران  دي  بايد دلمړني ګذار په حيث وټاکل  شي. اسرائيلوا په هماغه وخت کې هم  داسي يو پلان لاره چي دايران پر اټومي تأسيساتو دي ديوې مخنېونکې حملې په توګه ګذار وسی خو دا کار يې د واشنګټن و اشارې ته معطله کړي  وواو تر همدې اوسه  پوري يې ځيني  ډډه کړېده.

ددې سره سره چي د سيمې وضعي اوس بدلون موندلی دۍ خو د واشنګټن اصلي هدف  لا اوس هم د تهران داټومي مقاصدو ومخنېوی ته متمرکزه دۍ. دايران په هکله د امريکا سيا ست د ډېر پخوا نه ثابت پاتې دۍ. ايران په استراتژيک لحاظ  په سيمه کي يو ډېر مهم هيواد دۍ او ددې هېواد  کورنې او بهرني سياست  په اساني سره په سيمه او ټوله نړۍ کي د تشنج او بې ثباتۍ د مېنځه وړلو د پاره ستر رول  لوبولاي  سي.

خو دا هم عجبه ايسي  چي د امريکا په هکله دايران سخت درېزه کړنلاره کله  داسي بڼه  هم نيولې ده چي د متحده ايالاتو سره يې د همکارۍ معني ورکوله . د مثال په توګه ايران  په  کال ٢٠٠١   کې  پر افغانستان  باندي د امريکا د يرغل  نه  د واشنګټن ملاتړ وکړ. يا داچي ايران پر عراق  باندي د امريکا د يرغل  و ملاتړ ته  د ځېنو هغو شيعه سازمانونو فعالول په  حقيقت کې داسي يوحالت را مينځته کړ چي  په  هغه وخت کې دا کار  دامريکا سره د ايران د مرستي کولو په  نامه  تعبير سو. خو دې  ټولو هڅو داسي يوه وضعه را مينځته  نکړل چي ګواکې متحده ايالات  دي خپل دايران ضد سياست  ته  بدلون ورکړي.  په دې اړه د متحده ايالاتو د دفاع سخت دريځه وزير دونالد رامسفلد د عراق د يرغل نه وروسته  تل دا خبره کړېده چي  ددموکراسۍ غزېدل به  ډېر ژر د ايران  لمني ته  هم و رسيږي او د دې  رژيم د سقوط موجبات  به  برابرکړي.

متحده ايالاتو ددې سناريو وتطبيق  ته د ايران په ګاونډيو هېوادونو کي لا پخوا د خپل پوځي قواوو  ځاي پر ځاي کېدل شروع او دايران  محاصره يې بشپړه کړېده .  ددې سره سره امريکا دا  تلاښ هم کوي چي دايران په  هکله  په داسي اقداماتو ﻻس پوري کي څو ددې هېواد  سياسي او ديپلوماتيک يوازيتوب  وساتي او د دي هېواد اغېزه او نفوذ  دهغه  په انډېواله هېوادونو کې کمه کړي.  په دې ډول متحده ايالات دايران په مقابل کي  د مسقيمي او غيرمستقيمي بې ثباتۍ د استراتژۍ  نه ګټه پورته کوي.

ددې نه علاوه د بوش اداره په دوو نورو دليلونو هم وايران ته  سترګي غړولي او دا هېواد ورته زيات ارزښت لري. يو داچې  دايران  ژئو استراتژيک موقعيت  او بل دهغه  طاقتوره انساني او اقتصادي  زيرمي  دې  چې دې هېواد ته يې ځانګړی ارزښت ور کړيدی.  بل داچې دروسيې او چين سره ددې هېواد پوځي مرستې په سېمه کي دايران موقعيت  د يوه  مينځني  ځواک  په توګه ډېر پياوړی کړي او  دې کار ايران  د مينځني ختيځ  په سيمه کې دامريکا دتل پاته تسلط په وړاندي  د يوازنۍ پاتي مانع  په حيث پراېښئ دۍ.

دبلي خوا واټومي وسلو ته د تهران  لاس ته رسېدل  به  ايران په  يوه داسي شريک  بدل کړي چي کېداي سي د پنتاګون سره  داړيکو په اړوند د امريکا د هغوسيالو هېوادو په کتار کي لکه اروپا، چين، هند اوروسيه ودره وې چې دهغه هېواد په مقابل کي به يې  په يوې درنې وزنې باندي بدل کړي .

همدارنګه دتهران واکدارانو  داسرائيلو په کشاله کې دښکېلو هېوادونو لکه  لبنان،  سوريه،  حزب الله او ځيني نورو فليسطيني جنګيالي سازمانونو د دولتي او غير دولتي بازيګرانو سره  په سيمه کې وروستنی پاتي ملګرئ دی . دغه منابع  به  په قطعي توګه  د ايران د مرستو او د سيمې اويا  نړېواله  ملاتړ نه پرته   به داسرائيلو د پوځي وړتيا په مقابل کې  ډېر ضعيفه سي.

دمتحده ايالاتو او داروپا د اتحاديې ايديالوژيک  يووالی دايران واټومي تأسيساتو ته د ننوتو هڅي اوس دادي نوې بڼه پيدا کړی ده. د يادوني وړ ده چې دايران پر ضد داسي يووالۍ ان په کال  ١٩٩٠ کې هم کله چې عراق پر کويټ باندي يرغل وکړ راغلی وو. خو په دواړو حالاتو کې ددې کار هدف د اسرائيلو په ﻻنجه کې د يوزوره ور مسلمان قطب د را مينځته کېدو مخنيوی وو څو په دې ډول هغه و نه توانيږي په سيمه کې دپوځي ځواکونو انډول له  مينځه يوسي. دم درحاله خو اوس دا وضعه د اسرائيلو په ګټه تمامه سوېده.

 

دامريکا اواروپا  په مابين کې دهمدې ګډو هدفونو او د ورته نظر ديووالي سره سره  ډېر داسي څه سته  چې دهغوي د نظر بېلوالی  هم څرګنده وي. داسي معلوميږي چي اروپائيان دې ته  چمتودي چي که ايران  د پوځي هدفونو په خاطر د خپلي اټومي لوېې غوښتني نه  لاس واخلي  نو په عوض کې به خپلي اړيکي دايران سره عادي کړي. خو متحده ايالات بيا په دې باور دی چې دا ډول شاته  تګ بايد د هغوي په قول د نړيوالي ټولني اراده چي دايران د رژيم نسکوره ول غواړي بايد ټينګه او چټک کړل سي.

دايران د اټومي نيتونو دشنډولو په اړه اوس دوې ﻻري پرتې دي:  يودپوځي ځواک له لاري ددې هېواد داټومي تأسيساتو له مينځه وړل او بل د ديپلوماټيکو فشارونو زياتوالي . دا دواړه به  تهران و دې ته اړ کړي چي د خپلي اټومي کړنلاري څخه لاس واخلي. د لمړۍ فرضيې د وړتيا په هکله بايد وويل شي  چي که داسي يو عملي وړانديز دځانه سره ډېر جدي ګواښونه  نه درلودلاي نو  تل ابيب او واشنګټن به  دايران د اټومي تأسيساتو د مينځه وړلو دپاره به لا د پخوا نه ډډه نه واي کړی.  ځکه اسرائيلو ان په کال ١٩٨٠ کي  د اوسيراک کي په سيمه کې د عراق اټومي تأسيسات  بمباري کړېوه.

ددې ملاحظاتو د په نظر کې نيولوسره دسياسي- ديپلوماتيک او اقتصادي فشارونو څخه استفاده د لمړيتوب ځاي نيسي. ددې سره يوځاي د تهران بيخي يوازي کول او هغه د خپلو سيمه ايزه انډېوالانو نه ليري ساتل هم يو ضروري شرط بلل کيږي. ددې فشارونو په نتيجه کې به ايران د پوځي ځواک د استعمال نه پرته ډېر ناتوانه سي. خو بيا هم دپوځي حل لاره هم د امکان نه  ليري خبره نه ايسي.

په دې اړوند د امريکا ستراتژي  دري جبهې د ځانه سره لري :  په لمړي سر کې د لبنان-سوريې جبهه ده چي امريکا د فرانسې سره په لاس يوکولو سره پر سوريې باندي  خپل فشار زيات کړی دئ. دملګرو ملتونود امنيت شورا د  ١٥٥٩ لمبر پريکړه ليک دا غوښتنه کوي چې سوريه دي دلبنان نه خپل پوځونه  شاته و باسي، د حزب الله غړي دي بې وسلې  کړي او د اسرائيلود پولو په اوږدو کې دي د اسرائيلو ځواکونه ځاي پر ځاي سي.داسي معلوميږي چې دغو  فشارونو اوس نوي حرکت پيدا کړی دئ.

داپريکړه ليک و سورېي ته ددي پټ پيغام رسول دي چي د ايران سره دې خپل پيمان وشلوي او دايران د انډېوال حزب الله  نه دې ځان لېري کړي. پريکړه ليک تر هر څه  نه  وړاندي پر سيمه ايزه حل باندي هم ټينګار کوي او ددې امکان برابره وي چې  په دې کشاله کې دفرانسي هغه موضعګيري هم  ښه درک سي چې پخوا يې انتظار نه کېدئ. د فرانسي ددې  اوښتني يوازنئ علت دواشنګټن سره ددې هېواد د نظر په ورته والي کې نغښتي  دی چي د ايران او سورېي د پيمان د ګډوډلو معنا ورکوي.

د امريکا د متحده ايالاتو دبلي  جبهي طرحه په عراق کي دايران د نفوذ کمول دي. هغه جګړه چي په کال٢٠٠٤  کې د انګليسي او امريکائي ځواکونو لخوا د امام مقتدا صدر پر ضد را شروع  سوه يوازي په دې دليل نه وه چې ګواکې  صدر د عراق د اشغال څخه ناخوښ وو. په دې جګړو کې د متحده ايالاتو اصلي هدف دا غوښتنه وه څو هغه جريانونه  له مينځه يوسي کوم چې د تهران سره ټينګي اړيکې لرلي.

دبلي خوا متحده ايالاتو دايران د خلګو د مجاهدينود سازمان څلورو زرو غړو ته د سياسي پناهنده ګۍ ورکول دي. ددې نه وړاندي دامريکا متحده ايالاتو په خپل فهرست کې دا سازمان د يوه تروريستي سازمان په حيث پېژانده. خو ددې سازمان لخوا دايران د پټو اټومي برنامو  لڅول  ددوی او واشنګټن تر مينځ د نژدېوالي زمينه برابره کړه. او امريکا به  شايد غواړي چې د هغوي نه  په راتلونکې کې داسلامي انقلاب په راپرځولو کې استفاده وکړی کوم چي همداسي کار يې د عراق د اشغال نه وړاندي د احمد چلبي په لارښوونه د عراق د ملي کنګرې نه وکړ.

په پاي کي متحده ايالاتو د جګړه مارو ځواکونو ( جنګسالارانو) پر ضد دافغانستان ددولت دواک  د ټينګولو په خاطر خپل انډېوال ښاغلی حامد کرزی   دې ته و هڅاوه  چې د هرات  جنګسالاراو د هغه ولايت د مجاهدينو  مشر اسمعيل خان چي دايران د نژدې ملګرو نه دئ د واکه ليري کړي. خو ددې سره سره تهران دافغاني سياسي تشکلاتو په شبکه کې چې د شمال دائتلاف په دننه کې ېي ځاي نيولۍ دی  د ډېر پراخ او دوستانه اړېکو لرونکۍ دئ . د امريکا او افغاني چارواکو دپاره به څه  ناڅه ګرانه وي چي په   يو لنډ مهاله  موده کې ددې شبکې نه   دايران نفوذ کم کړي .

تر اوسه پوري خو د واشنګټن او تهران د ښاخ پر ښاخ کېدو څخه ډډه سوېده خو « د لوی مينځني ختيځ » طرحه چي د بوش دولت يې اجرا کول غواړي د دې سيمي د هېوادو د ګټو سره جدي ټکر پيدا کوي. چي ايران ته  هم رسېدونکې دی. سره ددې چي په عراق کې دمتحده ايالاتو دپوځيانو د ستړيا نښي نښانې ليدل کيږي او وروستي پر مختياوي داسي څه وايې چې شايد دامريکا نوې اداره به دعراق په وړاندي پرخپلي راتلونکې ستراتژۍ  نوې کتنه وکړي خو که  متحده ايالات د ايران  سره پر جګړه باندي په هره بهانه چې وي  ټينګار وکې  نودا به  په يوه پراخه سيمه ايزه کشاله بدله سي چې  ډېري نوري ستونزي به هم  را وزېږه وې  او کيداي سي چې  ټوله  سيمه د اور په  لمبوکې را تاو کړي.

 

اخځنونه :

 *د بي بي سي خپروني

 *د( لوموند ديپلوماتيک ) د جنوري دمياشتي ګڼه

 *د ايران د (مهر) خبريزه خپرونه