د نړیوالو اړیکو شالید او پېژندنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19137
ژباړن : یحیی یعقوبی
دخبریدو نیټه : 2008-06-22

د پوهنځي د درسي چپټر څخه ژباړل شوی .
استاد : نجیب الله فهیم

ننۍ نړیواله ټولنه د تېرو پیړیو د نړیوالو ټولنو زیږنده ده . چې د وخت په تیریدو سره یو د بل ځای نیولی او په ننۍ بڼه اوښتې . په پخوانیو نړیوالو ټولنو کې هم ملتونو یو له بله سره اړیکې درلودې خو د دغو اړیکو څرنگوالی او څومره والی د نن ورځې په پرتله ډیر ساده او محدود وو .
په پخوانیو پیړیو کې د نړیوالې ټولنې مطالعه چندان د ارزښت وړ نه وو او ډیرو پوهانو او سیاستمدارنو هڅه کوله څو خپلو داخلي چارو ته ډیره توجه  وکړي ، البته د دغه کار ستر لامل د پراخو ارتباطي وسایلو کموالی او یا نشتوالی وو، چې د ملتونو او قومونو تر م نځ اړیکې ټینگې کړي . همدارنگه د لیکوالو ډیری لیکنې او شننې واکمنانو ته په داخلي چارو کې د لاسبري او واکمنۍ ټینگولو موضوع باندې څرښیدې  او نړیوالو مسایلو ته یې هومره پاملرنه نه کوله .
خو د علمي پرمختیاوو او په ځانگړي توگه د اړیکتیایي وسایلو په پرمختگ سره څومره چې د ملتونو او قومونو تر منځ دغه واټن لنډ شو نو هومره د نړیوالو اړیکو موضوع هم وغوړیده .
سره له دې بیا هم ، په اتلسمه پیړۍ کې په ډیرو اروپایي هیوادونو کې روڼ اندي او شنونکي په دې اند وو چې د نړیوالو اړیکو او نړیوالو چارو  څیړنه او مطالعه کومه ځانګړې ګټه نه لري .
د ف انسې د لوی انقلاب څخه بیا تر دوهمې نړیوالې جګړی پورې نړیوالې اړیکې یوازې د ځینو مهمو نړیوالو پېښو لکه د جنگ وانین او اصول ، د بی پرې هیوادونو دندې،  د جنګي بندیانو حقوق  او د ځینو ځانګړو قراردادونو په تشریح او تحلیل او نورو محدودو مسایلو باندې خلاصه کیده .
اما د ارتباطي وسایلو په مرسته د نشنلیزم او ځینو نورو سیاسي، اقتصادي او عقیدتي ایډیالوژیو پیدایښت او پراختیا ، په اسیا ، افریقا او منځني ختیځ کې د ځینو مستعمرو خپلواکي ، د جنگي وسایلو پرمختگ ، د بیلابیلو نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو جوړیدل، او بالاخره د ساړه جنگ پراخېدل  هغه څه وو چې د نړیوالو اړیکو پخوانۍ بڼې ته بدلون ورکړ او په دې توگه د یوې مهمې موضوع په توگه د دو تونو د توجه وړ وګرځیده .

 په ځانګړي توگه په شلمه پیړۍ کې نړیوالې اړیکې د سیاست د علم مهمه موضوع وګ ځیده او ځینی نوی مطالب لکه قدرت ، ملي امنیت ، ډلیز امنیت،  د جنګ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ریښې،  نوې یپلوماسي،  د ملگرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو سازمانونو څرنګوالی،  نړیوال حکومت ، سوړ جنگ او د هغه دپراخیدو عوامل او ځینې نور مسایل د پوهانو د توجه  وړ وګرځید .
د نړیوالو اړیکو په اړه پوهانو له ډیر پخوا راهیسې ډول ډول تعریفونه وړاندې کړي او لا تر اوسه کوم ټاکلی تعریف ورته نه دی غوره شوی . ځینی پوهان نړیوالې اړیکې  د هیوادونو تر منځ هغه متقابلې اړیکې بولي چې د هغو د ملي ګټو د خوندي ساتلو او لاسته راوړلو پر بنسټ جوړیږي .
خو نن ورځ سیاست پوهان هڅه کوي چې د هیوادونو تر منځ دغه اړیکې د اوسني سیاسي چاپیریال په رڼا کې وڅ یړي .نو په دې اساس نړیوالې اړیکې په دې ډول تعریفوي !
 نړیوالې اړیکې د هغو عواملو او فعالیتونو مطالعې ته وایې چې د هیواد په خارجي سیاستونو او سیاسي قدرت باندې ستر اغیز لري .
هغه عوامل چې د نړیوالو اړیکو په برخه کې دولتونو باندی اغیز لري عبارت دي له :
1- د نشنلزم پیدایښت او پراختیا
2- د مختلفو ایډیالوژیو لکه لیبرا یزم ، کمونیزم، فاشیزم ، امپرالیزم ... شتوالی
3- د نړیوال کیدنې یا انټرنشنلزم پراختیا او د مختلفو نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو رامنځ ته کیدل
4- د جنګي ټکنالوژۍ پرمختګ او په ځانګړې توگه د اټومي وسلو جوړیدل
5- د ملتونو اقتصادي پیوستون
6- د نړیوال نفوس زیاتېدل
7-  له دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د خپلواکو هیوادونو زیاتوالی
8-  د ارتباطی وسایلو په پرمختگ سره د نړۍ کوچنۍ کیدل
9- د نړۍ ویش په مختلفو بلوکونو باندې
10- د دریمې نړۍ منځ ته راتگ
11- د گډ او سوله ایز ژوند د اصل منل کیدل
طبعا پورتني عوامل په نړیوالو اړیکو خپل ځانگړي اغیز ښیندلي، اما نه دي توانیدلي چې د دغو اړیکو څیره چورلټ بدل کړ. په دې اساس ننی نړیوال نظام په ځینو برخو کې د نولسمې پیړۍ د نړیوال نظام سره ورته والی لري . او ډیر داسې مسایل او اړیکې تر سترگو کیږي چې کوم ځانگړی بدلون په کې نه ښکاري . لکه ځینې ایډیالوژیک مسایل او یا هم اقتصادي نوښتونه چې په نولسمه پیړۍ کې په ځینو اروپایي هیوادونو کې تر سره شول او اوس په هغو هیوادونو کې چې د پرمختگ په حال کې دي تر سره کیږي . دا او دې ورته نور مسایل هغه څه دي چې د ننۍ نړیوالې ټولنې  پخوانۍ هغې سره ورته والی ښی .
مګر هغه څه چې د اوسنۍ او دوهمې نړیوالې جګړې څخه پخوانۍ نړیوالې ټولنې توپیر جوتوي عبارت دي له !
1- د خپلواکو هیوادونو زیاتوالی
2- د هیوادنو د له منځه وړونکو تخریبي قدرت بې کچې زیاتیدل
3- د مختلفو نړیوالو سازمانونو جوړیدل
4- د مختلفو ازادي غوښتونکو ټولنو او نړیوالو سیاسي احزابو را منځ ته کیدل
5- په نړیواله کچه د دریو سترو هیوادونو( د ام ریکې متحده ایالات ، پخوانی شوروي اتحاد او چین ) غوره دریځ .
نور بیا