دسرطاني ناروغيودپېژندنې کلینیکي فرمول(TNM)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19477

دخبریدو نیټه : 2008-07-06

 (طبي لکچرنوټ : لومړۍ برخه )

لیکوالان   :    پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی    ځدراڼ دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد ځدران 
دجرمني هیواد، نېټه : ٦ /٧/٢٠٠٨

١. سریزه :
نن ورځ  په نړیواله کچه دطبي ډاکټرانوترمنځ دسرطاني ناروغيودپېژندنې اود کلینیکي بشپړو مالوماتو د راکړې ورکړې په موخه دیوه عمومي فرمول څخه ګټه پورته کیږي چې دټي این ایم  سیسټم  (TNM)  په نامه سره یادیږي . نوموړی فرمول  دکانسردکنترول نړیوال سازمان)  Cancer  (Union International contre le له خواپرلیکه شوی دی اولنډيز يې په (UICC) سره ښوول کیږي .
دټي این ایم فرمول په بدن کې  دیوه خبیث ډوله تومور دزیان کچې اودخبیث تومورارتیدلو په اړوند یوډول  درجه بندي اویا په بله ژبه ټو ګۍ بندي ته ویل کیږي  . دکانسردکنترول نړیوال سازمان دسرطاني ناروغيودپېژندنې ، درجه بندی اودبدن دیوه ځای نه وبل ځای ته دسرطاني ناروغیود غزیدنې په تړاو لاندنۍ کلینیکي ستانداردفرمول  ټاکلی دی . 
 ټي این ایم  سیستم (TNM)
 دټي این ایم  سیستم  ددریو ټکودلنډیز په بڼه ښوول کیږي اوعبارت دی له :
خبیث تومور  (Tumor=T)  ، غده (Node =N) او میتاستازیس (Metastasis = M)

 دټي این ایم فرمول  (TNM) په تیره بیا  دهغوداخله ډاکټرانوترمنځ چې  دخبیث تومورپه پيژندنه اودرملنه کې مسلکي پوهه لري  لکه (اونکولوګیست    (Oncologists اورادیوتیراپیست(Radiation therapists)  خوراډیرکارول کیږ ی .  دساري په توګه یواونکولوګیست ډاکټر  دټي این ایم فرمول په مرسته سره ناروع ته ددرملنې پلان جوړوي ، دناروغۍ داحتمالي برخلیک په تړاووړاند وینه کوي ،ددرملنې  پایلې ارځوي اودنوروطبي مرکزونوسره د خپلو مالوماتوراکړه ورکړه چمتوکوي .

٢. د تومورډولونه :
تومور دنسجونوداناتومي حجم هراړخيزپړسوب ته ویل کیږي . ددې پړسوب لاملونه کیدای شي چې التهاب ، انتاني ناروغۍ دبدن په بین البیني فضاګانوکې  داوبوغیرنارمل راټولیدل اونور وي .  دنسجونوتازه وده چې په هغې کې دحجروډیرښت پرمختلونکی اودکنت ول څخه وتلی وي د خبیث اویانیوپلازم پړسوب په نامه سره یاديږي . داپه دې ناچې که د بدن يوې برخې نسجونه وپړسيږي نو کېدای شي چې د نسجونو دحجم  وده او  غټوالی دسرطان  ناروغۍ سره هېڅ تړاوهم ونه لري . له دې کبله دغه ډول  پړسوب ته  د نسجونو ښه ډوله پړسوب او يا ښه تومور (Benign tumors)  وايي . خو که چېر ته د نسجونو پړسوب د سرطان ناروغۍ له کبله منځته راغلی وي، نودنسجونودغه ډول حجم غټوالي ته خبيث يا خراب ډوله پړسوب (Malignant tumours)   ويل کيږي .    

دنسجونوښه ډوله پړسوب دا مانا لري چې د  سرطان ناروغۍ موجوده نه ده . د ښه ډوله پړسوب يانې ښه تومور خواص په لاندې ډول دي :
 په عادي ډول سره ډیر وروروستريږي
 دبدن نورو برخوته  نه غزيږي يا نې نه ليږ دي
 په عادی ډول سره يوپوښ لري چې د نارمل حجروڅخه جوړوي  .
 
دا په دې مانا چې ښه ډوله تومور د داسو حجرو څخه جوړشوی دی چې د نارمل حجرو سره بيخي ورته والی لري . خو دغه پړسوب هغه وخت د انديښنې وړ دي کله چې :
 دوم ه غټ شي چې په گاونډيو غړو باندې فشار راولي .
 داسې هارمونونه ازادوي چې د بدن نوروغړو په دنده باندې ناوړه اغېز ه کوي .

دنسجونوخبيث ډوله پړسوب يانې خراب ډوله تومورونه (Malignant) د سرطان ناوړه حجرو څخه جوړشوي وي . دنوموړي تومور خواص په لاندې ډول دي :
 د ښه تومور (Benign)   په پرتله دير گړندی ستريږي .
 د شاوخوا نسجونه خرابوي او پکې   ننوځي .
 د بدن نورو برخو ته هم ليږدي .

١-شکل : د نسجونو ښه ډوله (Benign)  او خبيث ډوله  (Malignant) پړسوب ( 6) 

٣. دټي این ایم  سیستم  (TNM) کلینیکي فرمول :


THE TNM FORMULA
y r c p Tis,1-4 (m)(4) X; N0-3(mi)(sn)(i)(mol)(3/17)X; M0-1(mi)(i)(mol)X; V0-2; L0-1; G1-4; R0-2

 yrcp
• y  دسرطان نا وغۍ ددرملنې په ترځ اویا وروسته ټولګۍ بندي شوی  ده  
• r    دسرطان ناروغۍ دیوځل درملنې نه وروسته  بیرته اګړځیدلې اوبیا ټولګۍ بندي شوی  ده
• c     دسرطان ناروغۍددرملنې ترمخه په کلینیکي بنسټ ټولګۍ بندي شوی
 p  دسرطان ناروغۍ دپتولوژیکې څيړنوپر بنسټ ټولګۍ بندي شوی ده

T= Tumor
دلومړني تومورپ اختیا    ( Extent of Primary Tumor = T):
دT  توری دسرطان ناروغۍ غټوالی اود شاوخوا نسجونوسره اړيکې ښيي او قيمت يې د يوه نه ترڅلوروپورې دی . (T=1- 4) . يو دا مانا لري چې دتومور غټوالی کوچنی  او څلور په دې مانا چې تومور ډېرغِټ دی .
دلومړني تومورارتوالی  اویا په بله ژبه دتوموردری بعده غټوالی په لاندې  ډول درجه بندي کیږی .
•  T1- 4  = توموردیوسانتي مترنه  تر څلورسانتي متره پورې لوی دی . بلخوا دکارسینوم ارتوالی یوازې  په نومول شووواناتوم ي جوړښتونواودهغوی په برخوکې غزیدلی دی.
• T0   د کانسر(Cancer)  ناروغي په لومړي پړاو کې ده او د ومره کوچنی ده چې پيژندل يې سخت تماميږي .
• T1   کا نسر د دوه سانتي مترو څخه کوچنې دی   ( < 2 cm ) .
• T2   کانسر ددوه سانتي مترو څخه ستر دی (> 2 cm)  خود پينځو سانتي مترونه کوچنی دی
• T3  کانسردغړي سرحد ي برخې ته رسيدلې اود پينځو سانتي مترو ( > 5 cm) څخه هم اوړي .
• T4  کانسر گاونډيو غړو ته ليږديدلی دی .
•  Tis/Ta   =   کارسینوم په همغه اخته شوي غړي کې دننه پروت دی  اوګاونډیوغړوته نه دی غزیدلی 
• (m)    او/یا (4)   = ملټيپل  (متعدد= پریمانه ) لومړني تومورونه او/یا  دلوموړنیوتوپيرلرونکوتومورونوشمیرښيي . تومورداخته شوي غړي څخه ګاونډیونسجونوته غزیدلی دی .
• په ینه اودتایئرایدپه غده کې دمتعددوالي کچه د pT1-4  په ټولګي بندي کې نیول شوې ده
•  TX =  د ومړني تومورارتوالی نه شي ټاکل کیدای 
 

په درنښت
پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی   ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد ځدران

اخذلیک:
1. Sauer, Rolf: Strahlentherapie und Onkologie  2004 (Urban & Fischer)
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Cancer_staging
3. http://www.prostate-cancer.org/education/staging/Dowd_GleasonScore.ht
4. http://www.cancer.org/docroot/ETO/content/ETO_1_2X_Staging.
5. www .sprawls .org/ppmi2/RAD
6. http://www .cancer-info .com