سکالو: د افغانانو دوېمه جگړه
نېټه : ،
د دېسېمبر۲۳مه ۱۸۷۹"ز" کال
ځای: افغانستان ، کابل
د جگړې گډونوال : انګرېزان او هندیان د افغانانو د ټبرنيو
جنگېالېو پر وړاندې
سرچېنه :
http://www.britishbattles.com/second-afghan-war/kabul-
1879.htm
ژباړه : رحمت آریا
(د ژباړن له اجازې يا نوم يادونې پرته څوک له دغې ژباړې ګټه نه شي
اخېستای!)
د بنگال سپاره سرتېري
جنرالان : برېد جنرال سر فريدرېک رابرټ د محمد جان خان پر وړاندې.
د اوو زرو برېتانيي او
هندي روزل شويو سرتېرو پر وړاندې په اټکليز ډول پېنځوس زره افغان جنگيالي.
پورتنی ځمک انځور په افغانستان کې د افغان- انګرېز د دوېمې
جگړې هغه سېمې راانځوروي چې افغانانو له انګرېزانو سره پکې جگړې کړې دي:
په شمال ختېز کې : علي مسجد، د پېوار
غاښی، چهارآسیا او کابل . په منځ کې احمد خیل، او په سویل کې مېوند او کندهار.
پوځي جامې ، وسلې
او اوزار:
په ټولېز ډول برېتانيي او هندي ځواکونه د بومي هنديانو د کنډکونو له درو لښکرو څخه جوړشوي ول: د
بنگال ، بمبـيـي او مدراس لښکرې چې ورکې کوشنيو سېمه يېزو ځواکونو، لکه د حېدرآباد آړوتي "شرطیه" ځواک ، اود
پنجاب نوي غښتلي سرحدي ځواک هم گډون درلود. هندي کنډکونه د انګرېزي کنډکونود ډګرمنانو تر مشرۍ لاندې په جگړه کې
د پلې کېدلو لپاره چمتو کېدل.
د ۱۸۵۷ کال پوځي پاڅون ، د هندوستان په پوځ کې د ستربدلون لامل شو. له پاڅونه مخکې
پخوانيو ځواکونو د کنډکونو سرتېري د برهمني هندوانو او مسلمانانو د لوړو پاړکو(طبقو) له منځه د هندوستان له م
کزي او ختېزو ولایتونو، په ټولېز ډول د اودها له سېمې څخه راچاڼېدل اوټاکل کېدل. په ۱۸۵۷ کال کې د بنگال د پوځ له
۹۰ پلیو کنډکونو څخه ۶۰ کنډکونو پاڅون وکړ او گڼ شمېر نور يې خواره واره شول او د لښکر بڼه د ۱۸۵۷ کال مخکې ک
ونو د بڼې په څېر را واوښتله. د يادې شوې شمېرې هومره د بنگال آس سپاره هم ورک شول.
پــېرَنگي او پنجابي آس سپاره د چهار دهي په
منځغرونو"دره" کابل کې د شیرپور پر لښکرکوټ د افغانانو له یرغله وړاندې
انګرېزي لښکر د بنگال د پوځ د کن
کونو اود بمبـيي د ولسي ځواکونو په مرسته چې پاڅون یې نه وو کړی، پر پاڅون لاسبری شو. خو په رښتوني اړخ کې ب
ېتانویانو او گوره وو(ګورکه وو) ، سېکهانو، د پنجاب مسلمانانو د بلوڅستان بلوڅانو او د شـِمال لوېدېزو(سرحدي)
پټهانانو نویو کنډکونو ته مخه کړه او د هغوی په مرسته یې ډيلی له سره ونیو او پاڅون ﺋـې غلی کړ.
ترپاڅون وروسته برېتانویانو د هندوستان د " پوځي توکمېزې سیالۍ " سکالو تر لاس لاندې ونېوله او هغې ته یې پرمختگ ورکړ. یو مېر څرگندې توکمېزې ډلې د پوځي چوپړ لپاره تر بلې غوره وگڼل شوې او موخه دا وه چې یوازې او یوازې د سرتېرو په کچه له برېتانویانو سره کار وکړي ، خبرې اترې پرمخ ولاړې ، او په ناڅاپه توگه لښکر جوړ شو او همدغو توکمونو هندوستان د برېتانیا لپاره وژغوره. هغو هندي کنډکونو چې په ۱۸۷۸ کال کې یې پرافغانستان یرغل وکړ سره له دې چې گڼ شمېریې د بنگال له لښکر څخه ول خو په ټولېز ډول هغوی د همدغې توکمېزې سیالۍ له منځه راختلي سرتېري ول، لکه : جټان ، سېکهان ، مسلمانان ، هندوان ، پنجابېان ، پټهانان ، بلوڅان او گورکه.
ترپاڅون مخکې هر پوځ ځانته د لښکر او د آس سپرو د توپخانې بېله ونډه درلودله. له پاڅون وروسته د هندوستان په پوځ کې یوازېني لښکر ته چې د توپخانې د لر و اجازه ورکړ شوه د هندوستان غرنی توپچي ځواک وو. په لښکر کې د آس سپرو ، د جگړې د ډگر او د کلابندۍ د لښکرونو د څانگو بنسټ په ۱۸۵۹ کال کې د برېتانوي شاهي توپچي ځواک په لاس کېښوول شو.
په انگلستان کې د شاهي توپچي ځواک د آس سپرو لښکر د پوځې روزنې پر مهال
په ۱۸۷۸ "ز" کال کې په کنډکونو کې د ځمکنېو کړانو(عملېاتو) لپاره د سپېره چنو(خاکي)
نگو جامو اغوستل دود شول. په ټولیزډول د بدل شوي رنگ تگلارې له یو ې څانگې تر بلې څانگې توپېر درلود او د رنگونو
ډولونه پر ایرنه (خاکستري) ځمکه، له زرغون رنگه نېولې تر روښانه نسواري ایرنبخـُن پورې رسېدل.
د جامو د هم
دغې تگلارې پر بنسټ د جامو رنگ د افغانستان له ځمکني جوړښت سره سمون نه خوړ او په گڼ شمېرکنډکونو کې افسرانو تش
یفاتي پوځي جامې درلودلې.
د هر هندي کنډک ، مشري د برېتانوي بولندویانو له پلوه کېدله چې د ۶۵۰ پلېو سرتېرو پ
سر ۷ تنه بولندویان ول. دا د پوځي څانگو لپاره یوه بشپړه شمېره نه وه او د پوځي بشپړتېا په اړه پرېکړه د ب
ېتانويانو له پلوه اخېستل کېدله او د پوځ دغه نابشپړتېا د لږ تجربه لرونکو څانگو لپاره ځانگړتېا درلودله.
د برېتانېې د پليو ځواکونوسرتېرو یو ډزي یو خـُولي ، ۴۵ مارتېني- هنري توپک درلودل. هندي کنډکونو سنایدر، یو
زي یو خـُولي توپک درلودل خو دغه توپک د زَړې خـُولپورې یو ډزي اینفیلډ وسلې یوه بڼه وه.
په سپاره لښکر کې
برېتانویانو تورې ، شلگرې يا سانګې "نیزې" او لنډي سپک توپک "کارابین" ، مارتیني – هنري او هندي کنډکونو سناېدر
توپک درلودل.
برېتانوي توپچي ځواک ډول ډول توپونه درلودل ، گڼ شمېر توپونه نرم لنډخـُولي توپونه ول او په
جگړو کې یې ډیره پياوړې اغېزه نه درلوده خو که پوځي چارواکي او لښکر په پولادي اوږد خـُولو توپونو چې د اروپایـي
لښکرونو لپاره جوړ شوې ول ، سمبال ول ، نو اغېزه به یې هرو مرو زیاته وه. د توپخانې ملاتړی ځواک په ټولېز ډول
اغېزناک نه وو او د پېښو لړېو څرگنده کړه چې افغاني توپچي ځواک د برېتانوي توپچي ځواک په پرتله ښه سمبال او
اغېزناکه وو.
د تیارسـﺊ د لښکرکوټ له سرتېرو پرته د هندوستان د لښکر جوړښت د سولې په وخت کې د کنډک له کچې پو
ته بل جوړښت نه درلود. د ټولیو او ډلگیو بولندویانو کړانېزه(عملېاتي) پوځي روزنه نه درلودله. د جگړې په رام
نځ ته کېدلو د غنډونو اوفرقو سرتېرو او افسرانو ته د پخو کارَندو افسرانو له پلوه روزنه ورکول کېدله.
په ۱۸۷۰
"ز" کال کې برېتانوي لښکر نوې تگلاره راخپله کړه او د اوږد مهاله سرتېرو د چوپړ موده یـې په لنډ مهالې مودې را
واړوله. دغه تگلاره په نړېواله کچه نه وه پلې شوې او په افغانستان کې یو شمېر برېتانوي سرتېري د لنډ مهالې مودې س
تېري او یو شمېر یې لا تر دغه دمه د اوږد مهالې مودې ول. دغې تگلارې په نړېوالې کچې په زباد ورسول چې په کنډکونو کې د
لنډ مهالې مودې سرتېري د اوږد مهالې مودې د سرتېرو په پرتله بې سېکه او ضعیف ول او له ناروغیو سره د مقاومت کچه یې
هم د اوږد مهالو سرتېرو په پرتله ټېټه وه.
کابل ، ۱۸۸۰ کال : د شېرپور پرلښکرکوټ د افغانانو یرغل
گټونکي : برېتانویان او
هندیان
انګرېزي او هندي کنډکونه
برېتانوي کنډکونه:
۹ (م) شلگری کن
ک اوس د ۹/۱۲ شاهي شلگری کنډک دی
۶۷ (م) پلی کنډک وروسته د هامسفایر کنډک او بیا د شهزادگي والز شاهي کنډک
یادېږي.♣
۷۲ (م) هایلندرز ، وروسته سي فورټ هایلندزر او اوس د هایلیندرز په نامه یادېږي♣
۹۲ (م) هایلندرز ،
وروسته د گوردون هایلندرز او اوس د هایلندرز په نامه یادیږي. ♣
هندي کنډکونه:
۱۲
سپور کنډک
۱۴ (م) د موریا شلگری "نېزه" لرونکی کنډک
په خپله د ملکې مخکښ لارښود ټولی
۱۵(م) سپور کنډک ، د
پنجاب سرحدي ځواک
لومړی پي ډبلیو او انجیري او د استحکام ځواک
د بنگال ۲۳ بومي پلی کنډک (سرلښکر کنډک)
د
بنگال ۲۸ بومي پلی کنډک (پنجابیان)
د سېکهانو درېیم کنډک
پنځم پنجابي کنډک (د واوغان توپک)
د گورکه دوېیم
کنډک
د گورکه و څلورم کنډک
د گورکه پنځم کنډک ، د پنجاب سرحدي ځواک
په کابل کې برېتانوي استحکامات
شمېره:
د مـَلکې د ځانگړو هڅو لړۍ د برېدمن والتر همېلتون پراستازیتوب تر سره کېدلې. د همدغو هڅو په
ترڅ کې د ۱۸۷۹ کال د سپتامبر پردرېیمې نېټې په کابل کې د برېتانېې سیاسي مأمور سر لویس کیوناري ووژل شو او د
افغانانو د دوېمې جگړې د لمنې د دویم پړاو د لمبو د پراخېدا لپاره یې خڅرکي او وچوکي راټول کړل. په مرکزي
افغانستان کې برېد جنرال سر فرېدریک رابرتز " ﯟي سي" چې د شتر گردن له غاښي یې د کابل د جگړې د ډگر مشري او لا
ښوونه په غاړه درلوده پرکال ۱۸۷۹ 'ز' د اکتوبر په شپږمې نېټې افغان ځواک د چهار آسیا په سېمه کې په شا و تم
باوه او کابل يـې ونېو.
د کابل په شېرپورکې د لښکر کوټ انجنیري او د استحکاماتو سرتېري په مورچل کې
له هندوستان سره اړېکه
د خېـبـر د غاښي له لارې ټینگېدله . د لارې په اوږدو ، څنډو، د غرونو په لوړو او اړخونو کې د سرتېرو یوه غټه شم
ېره ځای پر ځای شوې وه چې د غرونو د لړیو په اوږدو کې ټـَـبَـرني جنگېالي د لارې له څنډو لېرې وساتي.
جنرال رابرت
د امیریعقوب خان پاچاهت بېرته تر لاسه کړ او د تاج د خوندي کولو لپاره یې د افغان د هراتي کنډکونو او نورو یاغي
جنگېالیو پروړاندې چې پر "بالاحصار" یـې په برېتانوي استوگنځي او ساتونکي ځواک یرغل او کیوناري یې وژلی و، د نوې
جگړې تابېا تر لاس لاندې ونېوله. د یوشمېر "افغانانو –ژباړونکی" له زېندۍ کولووروسته د وگړو په منځ او د هېواد په
ورڅېرمه سېمو کې اله گوله را وپاورېدله.
د بنگال شلگری ځواک
پرکال ۱۸۷۹ "ز" د نوامبر په مېاشت کې انگرېزانو ته څارکښېزې اوڅارنې "مالوم
ات" را ورسېدلې چې د افغانانو د توکمېزو ډلو یو غټ شمېر جنگېالي د کابل په شـِمال کې د محمد جان خان تر مشرۍ
اندې را ټول شوي او وایي چې یعقوب خان د پیرنگیانویانو لاسپوڅی دی ؛ او پر ځای يې موسی جان ته د افغانستان د نوي
امیر په توگه لوړه کړېده.
رابرت د ښار شـِمالي برخې د چهاردهي هوارې سېمې ته د تورنجنرالانو باکر اومکف
سون تر مشرۍ لاندې دوه ځواکونه ولېږل چې افغانان تر خپلو غېشو لاندې راولي. د چهار دهي په هوارو او ورڅېرمه سېمو کې
د څو ورځو سختو جگړو له لړېو وروسته د ۱۸۷۹ "ز" کال د دېسامبر په ېولمسې د څو ویروونکو او ورانوونکو جگړو په ترڅ
کې درنده جگړه خپل لوړ پوړ ته ورسېدله او دواړه برېتانوي ځواکونه له دغو سېمو څخه بېرته د شېرپور لښکر کوټ ته را
وتښتېدل او له نېکه مرغه دغه ځواکونه د افغان د مخ په ډېرېدو توکمېزو جنگېالیو له منگولو څخه خوندي پاتې شول. په
یوې پېښې کې د آس سپرو توپچي ځواکونو د یوه تنگي په زړه کې خپل څو توپونه له لاسه ورکړل خو له څو ورځو وروسته بېرته
ترلاسه شول.
د افغانانو له پوځي پېاوړتېا او برلاسي سره سره رابرت د یوه یرغلېز لارښود په توگه گروهن وو چې
پر افغانانو باید د تل لپاره یرغل وشي . د اغېزمنو څارکښو اوڅارنو(مالوماتو) د نشتوالي له امله رابرت د
افغانانو د پاڅون د کچې په اړه په تېاره کې را ایسار وو. له دې امله وو چې گڼ شمېر افغانان د رابرت د ځواکونو گ
دچاپېره د کلابندۍ کولو لپاره په را ټولېدلو شول او په یو موټي توگه یې د هندي او برېتانوي ځواکونو د بېرته په شا
تمبولو لپاره مټې بډ وهلې وې.
د شېرپور د لښکر کوټ د ساتنې لپاره یو شمېر مورچلونه جوړ شول او د یوشمېر مو
چلونو د جوړولو کار نابشپړ پاتې وو. د محمد جان خان وېره ورځ په ورځ ډېرېدله او په لس گونو زره افغانان د هغه تر
ارښوونې لاندې په راټولېدلو ول او دغې وېرې برېتانوي او هندي ځواکونه د ځان د ساتلو "مدافعوي" بشپړ درېز ته را
واړول.
د شېرپور لښکر کوټ د کابل په شـِمال کې یو لوی مستطیل ډوله لښکرکوټ دی چې د برېتانوي او هندي لښکر پرلاس
د افغانانو د لومړۍ جگړې په اوږدو کې له ښاره د پینځو ماېلو په وتلي واټن کې جوړ شو. د لښکر کوټ د یو نېم مایل په
واټڼ کې د سویلي دیوال کار بشپړ شوی وو. د لوېدېځ دېوال کال بشپړېدلو ته نږدې وو. د لښکرکوټ د شـِمالي برخې کار چې د
بېمارو د غونډیو لوړو ته یـې مخه وه او پرکال ۱۸۴۱ 'ز' کې له همدغه ځایه ډیرې اله گولې وشوې همداسې پرېښودل شو او د
لښکرکوټ د شـِمالي خوا د مورچلونو د برخې ساتندویه برخه د غونډۍ پرلوړوڅوکو پورې ونښلول شوه او پر غونډۍ بسنه
وشوه. د ختېز دیوال کار د بېمارو تر کلي پورې ورسېده او بشپړ شو.
د شېرپور پرلښکرکوټ د افغان د ټـَبـَرنیو جنگېالېو یرغل
د لوړو څنډو او د کلي د استحکاماتو په اوږدو کې د خټو ستورڅکي " کلاگانې ، برجونه" جوړ شول. په یوه ځای کې یو غ
َوچوړی وکېندل شو او له افغانانو څخه په نېول شویو توپونو او په اغزن مزیو د خنډ"مانع" په توگه بېرته ډک
و. د لښکر گرد چاپېره د پراخې اړېکتایي "مخابراتی" کړۍ جوړښت رامنځ ته شو.
د رابرت په توپچي ځواک کې دوو
س دښــتـنـي توپونه ، اته غـَرني او دوه گتـلېـنگ توپونه او د افغانانو یو شمیر له کاره لوېدلي ټوپونه ول او
ټول توپونه د لښکر کوټ گرد چاپېره ووېشل شول.
د شېرپور د مورچل په استحکاماتو کې د گتـلېـنگ د توپونو د سرتېرو ډله
د هایلندرز ۷۲ (یم)
کنډک د سویلي دیوال برخې ونیولي. برېد جنرال هیلز د لوېدېځ دیوال ټولې برخې تر خپل څار لاندې او د پنجاب پنځم پلي
کنډک ، د سېهکانو درېیم کنډک او د گورکه پنځم کنډک د لوېدېځو غونډیو نیمایي برخې په خپلې ولکې کې راونېولې.
د سر
ښکرو ۲۳ کنډک د لوړو څنډو د ختېزو برخو پای په لاس کې واخېست. لارښود کنډک د بېمارو د کلي ختېزه او ورڅېرمه برخه
راونېوله. د ۹۲ کنډک ، د ۶۷ پلي کنډک او د بنگال د بومي ۲۸ پلي کنډک ، د انجنیري او استحکام د کنډکونو ټولیو د
ختېز او سویلي دېوال وروستۍ برخې په خپل لاس کې راونېولې.
د رابرت د بولندې ټول ځای ځایگي په لوېدېځ دیوال کې و
.
د محمد جان خان بې شمېره توکمېزه ، ټبرني خېل او خټک د لښکرکوټ گرد چاپېره د کلابندۍ لپاره راټول او سترگې په
لاره ول خو د کلابندۍ لپاره یې پخه پوهه ، پوځي روزنه او وسله نه درلودله .
پرکال ۱۸۷۹ "ز" د دېسامبر په
اوولسمې نېټې سپور ځواک له لوی وره څخه بهر راووت او د دېوال گرد چاپېره یې گزمه کوله. د زړورتېا په دغې ښوونې د
ښارپه سویلي او ختېزو برخو کې افغانان د آسمایي او سیاه سنگ په لوړو برخو کې را ټول شول خود توپچي ځواک په م
دکیو وټکول.
د ۱۸۷۹ کال د دېسامبر په اتلسمې نېټې ښه درنده واوره وشوه او واورې افغانان د شپې له پلوه خواره
واره کړل. له همدغې نېټې را وروسته د څو ورځو لپاره برېتانوي او هندي کلا بند شوې ځواکونه له لښکرکوټه را ووتل چې
ورڅېرمه مورچلې ونېسي که نه لښکر باید د راتلونکو پېښو پرمختگ ته سترگه په لار پاتې شوی وای.
د ۱۸۷۹ کال د
دېسامبر په یووېشتمې نېټې تورنجنرال چارلس گو چې د برایتس د دوېمې فرقې د لومړي غنډ بولنده یې په غاړه درلودله او د
کابل پر لور را خوځېدلی وو په جگدلک کې د رابرتز پيام تر لاسه کړ او ورته بولنده ورکړل شوې وه چې له خپل غنډ سره
دې پرته له ځنډه د شېرپور پر لور را وخوځېږي او دغه خوځښت د سترگو په رپ کې تر سره شو.
داسې ښکارېدله چې د کابل پر
لورد چارلس گو خوځښت د شېر پور پر لښکرکوټ د افغانانو پاڅون را و هڅاوه خودغه یون ته برېتانوي او هندي ځواکونو
هم هېله درلوله او هم ورڅخه ویره. هېله ځکه وه چې د یوه یرغل پرېکنده په شا تمبونه به د افغانانو بدلون موندونکی
پوځ دړې وړې کړي او وېره له دې امله وه چې ښایي افغان ځواکونه به کرارکرار په مورچلونو کې راننوځي او پایله به یې د
افغانانو د بې شمېره فرقو له یرغل سره مخامختېا وي .
د شېرپور د مورچل د شـِمالي برخې ورستنۍ څنډه هغه کېندل شوی غـَوچوړی ښـیيراانځوروي چې په افغاني توپونو بېرته ډک شوې دی.
د ۱۸۷۹ کال د دېسامبر په دوه وېشتمې نېټې رابرت ته څارکښېزخبر راغی چې
افغانان به په سبا ورځ پربرتانوي مورچلونو یرغل کوي او دا د څارکښو سم اوپرځای اوڅارنه وه چې سموالی یې په زباد
ورسېده. افغانان د ښارد شـِمال ختېزله لورې د جگړې لپاره راټول شوي ول او کټ مټ یې د خپلو پلرونو په شان چې
په ۱۸۴۲ "ز" کال کې برتانوي پوځ دړې وړې کړ،هوډ کړی ووچې دغه برتانوي - هندي یلرغلگر ځواک به هم له خاورو سره یو
کوي.
د جگړې د پېل پېلامېزه نښه د سهار په سپېده چاود کې د جنگېالي مـُلا په لارښوونه د آسمایي د غره له سره د
یو ستر او پیاوړي اور په بلېدلو ورکړل شوه او اور دومره پیاوړی وو چې د شېرپور د مورچل ټوله سېمه یې روښانه کړه.
پنځوس زره افغانانو چې مشري یې په سپېنو جاموکې غازیانو او راپارېدلو مذهبي مشرانو کوله د مورچل پرمورچلونو ی
غل وکړ. د فرقې توپونو سېمه د مردکو په ستوریزه اور روښانه کړه او مدافع پلېو سرتېرو پرمورچل د راننوتونکو یرغ
گرو توکمېزو جنگېالېو پر مخ پر یوه وار د توپکو اورونه ور بل کړل.
د سهار د لمر تر راختلو جگړه له لوېدیځ ،
سویل او د ختېز دیوال د لوري له اړخه د بهاند سیلاب په توگه را غځېدله او د جگړې ډگر له ختېز خوا د بېمارو له لورې
پېاوړې کېدله. افغانانو یوازې د مورچل په شـِمال ختېزگوټ کې د تېرکښ ځای ونیولای شو. د مورچل پر سرلښکریزې ب
خې د یرغل پیټې دروند وواو ملا یې په گاونډیو لوړوڅوکو کې د سیکهه د سرتېرو په ملاتړچې یرغل ورباندې نه وو
وی، وتړل شوه.
کله چې جگړه د خپلې شډلتېا لوړې کچې ته ورسېدله ، څاښت ته نېږدې د لسو او یو لسو بجو په شا او خوا
کې جگړه په ټولېز ډول له سهارني زوره و لولېدله ، که څه هم افغانانو په څو څو ځلي په یرغل لاس پورې کړ خو هغه سها
نۍ ولوله او پرېکندوالی یې نه درلود.
د څاښت د یوولسو بجو په شا او خوا کې رابرت د آس سپرو یو ځواک د بېمارو
وړو غاړوه ته ولېږه چې د کلي څنگېزه تشه ډکه کړي او پر برېد کوونکو افغانانو بمبونه و اوروي. د توپونو د دغه اور
له امله افغانان په شا شول.
د ورځې په نېماېیو کې برېتانوي او هندي آس سپاره له لښکر کوټه بهر را ووتل او د
افغان د ځواکونو په خواره واره کولو او د په شا کېدونکو افغان ټـَبـَرنیو جنگېالېو په تمبولو یې پیل وکړ او پليو
ځواکونو د لښکرکوټ د څېرمه کلي سېمه چاڼ کړه.
هغه افغانان چې په سېمه کې له وسلو سره وموندل شول ، ښه ورځ یې ونه
ېدله. کله چې رابرت د محمد جان خان د ستر پوځ د خواره واره کېدلو په اړه څارکښېزې اوڅارنې تر لاسه کړې نو د ۱۸۷۹ "ز"
کال د دیسامبر د مېاشتې په ۲۴ نېټې یې له ښاره د افغانانو شړلو ته مټې را بډ وهلې.
د برتانوي او هندي آس سپارو له
پلټنو او څار سره سره محمد جان خان او پلویان یې غزني ته و تښتېدل.
د سر زیانونه
د هنديانو او برتانویانو د
سرزیان ۳۳ ؤ. جنرال رابرت په اټکلېز ډول ویلي چې د افغانانو د سر زیان تر درې زرو پورې رسېده.
پایله:
هندي او
برتانوي دولتونو له دغې بریا وروسته آرامه سا واېستله ، اوس د دې وخت را رسېدلی ووچې د افغانان د جگړې پر سترلگښت
د پای ټکی کېښودل شي. د راتلونکو شپږو مېاشتو په اوږدو کې نوی امیر، عبدالرحمن ، را منځ ته شو او برېتانویان
هندوستان ته د کـَډڼ اوپه شا کېدلو لپاره چمتو شول.
د ۱۸۸۰ "ز" کال په پسرلي کې برېد جنرال ستیوارټ له
کندهاره را ځوځېږي ، غزني نیسي او گډ ځواکونه یې د خیبر د غاښي له لارې په شا کیږي. په پام کې نېول شوې وه چې
کندهار د یوه جلا شوې نوي هیواد په توگه د برېتانیې ترلاس لاندې پاتې او د برېتانوي – هندي ځواکونو فرقه هلته
تم او ځای پرځای شي. خو له دغې جگړې وروسته په سویلي افغانستان کې د ستر سرخوږي له راپارېدلو سره سم د برېتانيي
او هندي ځواکونو تر مخ درې نورې جگړې پرتې وې.
اخځ:
د کابل پر لور لار- له ۱۸۷۸ تر ۱۸۸۱ پورې له افغانانو سره
دوېمه جگړه ، لېکوال : براین رابسون.
د برېتانې اوسنۍ جگړې ، لېکوال: گرانت