که چيرې د اندړو دنسب شجره په غور سره و
څيړو نو څر ګنده به شي چې دوی په اصل کې غلجي پښتانه دي٠اندړ د موسی زوی،د ابراهيم لمسی او د غلجي کړ وسی
دی٠ د شجرو له مخې يې تر ه کی او سهاک وروڼه ګڼل کيږي٠
د اندړو شمال ته د غزني مر کز،جنوب ته يې د تر ه کو او
سليمان خيلو قبيله، ختيز ته يي زرمت چې زرمله يې هم بولي ،لو يد يز ته يې د هزاره وو قوم او په ضمن کې د کره باغ
سيمې سره پو له لري٠
د اندړو د قبيلې ښا خو نه په لاندې ډول دي: بازيد خيل، جلال زي اولکڼ خيل چې با زيد خيل
بيا په خو اجه خيلو،مر جا ن خيلو، پير خيلو ،مو سی خيلو او ابر ا هيم زيو ، جلال زي په خا ني خيلو ، الله يار
خيلو او مصري خيلو او لکڼ خيل د پو مي خيلو او بشال خيلو په څا نګو ويشل شوي دي٠
د ا ندړو د قبيلې خلک زياتره په غزني، پکتيا، زابل ،پکتيکا،بغلان ميدان او کا بل کې مېشته دي چې په لا ندې تو ګه در پيژ ند ل کيږي:
١-د غزني په و لايت کې:
اندړ د غزني ولايت د اندړو،جغتو، شلګر،جامراد،ده يک او زنه خان په ولسواليو او
سيموکې مېشته دي چې په نو موړي و لايت کې ددوی مجمو عي شمير ٢٠٠ زرو تنو ته ر سيږي٠
٢-د پکتيا په ولا يت
کې:
اندړ د پکتيا ولايت په مر کز ګر ديز، زرمت او څمکنيو په ولسو اليو کې ميشته دي چې په نو موړي ولايت کې يې ټول
شمير د ٥٠ زرو تنو په شا او خوا کې ښودل شوی دی٠
٣- دپکتيکا په ولايت کې:
د پکتيکا ولايت اندړ په شرنه او
ميټا خان کې استو ګنه لري چې مجمو عي شمېر يې په دغه ولايت کې د٢٠ زرو تنو په شا او خو اکې ښودل شوی دی٠
٤-
د زابل په ولا يت کې:
د زابل ولايت اندړ ددغه ولايت د شا ه جوی په ولسوالۍ کې استو ګنه لري چې مشهور کلي يي
عبدالرؤف کلا، د اندړو کو ټي، د اندړو کلی او سرور کلا نو ميږي٠داسي ويل کيږي چې دوی د غزني ولايت د شلګر و
سوالۍ نه دې سيمې ته ليږ ديدلي او دلته ميشته شوي دي٠ همداراز د زابل ولا يت د دای چو پان په ولسوالۍ کې هم د
اټوالو په نامه د اندړو يو ښاخ استو ګنه لري چې شمير يې د ٢٠ زرو تنو په شا او وا کې ښودل شو ي دي
٥-د بغلان
په ولايت کې:
د بغلان ولايت اندړ د دغه ولايت د نهرين په ولسوالۍ کې ميشته دي او د اندړو د لکڼ خيلو د ښا خ
پورې اړه لري٠
٦-دکابل په ولايت کې:
د کابل ولايت اندړ د چهاردهي ولسوالۍ د کلای بها در خان په کلي کې
استو ګنه لري چې شمېر يې ٥٠٠ تنو ته رسيږي٠ همداراز يو شمېر اندړ دکابل دبي بي مهرو په کلي کې هم استو ګنه لري٠
اندړ ډير ميلمه پال، غيرتي او د هيواد سره مېنه ددوی په پښتني خټه کې اخښل شوې ده٠ دا نګرېز انو سره د افغا
نستان د خلکو په دري ګو نو جګړو کې ددوی ونډه درنه ده,دبيلګې په توګه د١٨٧٩ ميلادي کال ددسامبر د مياشتې په عمو
مي پا څون کې اندړ د ملا دين محمد اندړ په مشرۍ چې په ملا مشک عا لم سره يې شهرت درلود او همداراز د ګل محمد
خان اندړ په مشرۍ چې يوملي شخصيت و په غزني کې يې په انګرېزانو ځمکه تبۍ و ګر ځوله او د يو ملي ځواک په تو ګه يې
دانګر يزانو په وړاندې سره يو مو ټی او دښمن ته يي خوله ما توونکي ګو زارونه ورکړل٠
دروسي ښکيلاکګرو په و ړاندې هم اندړو ډېرې سر ښند نې کړي دي او د افغاني غيرت او تورې په زور يې روسي غليمانو ته هم غاښ ما توونکي ځو ابو نه ور کړي دي٠
ماخذونه:
١-تاريخ حيات ا فغاني، پښتو ژ باړه،١٣٨٦-٢٠٠٧کال چاپ،دانش خپر ندو يه
ټو لنه، پېښور٠
٢-پښتني قبيلي، لطيف ياد،١٣٨٥،د دانش خپر ندويه ټو لنه، پيښور
(نوربيا)