نشه يي توكي، ټوپكسالاري، اداري فساد او ترهګري څلور داسې پديدې دي، چې نن ورځ يې درست افغانستان د وحشت تر تتۍ لاندې كړى دى. دغو څلورو پديدو ته د څلورو لويو بلاوو نوم هم وركولاى شو. د دغو څلورو بلاوو ژوند دا ډول يو په بل پورې تړلى دى، چې د هرې يوې برلاسي د هغې بلې د پرمختګ او د هرې يوې ماتېده، د هغې بلې د ساه ختلو په مانا ده.
له دغو څلورو بلاوو څخه د رېيو ته يې لكه: نشه يي توكي، ټوپكسالارۍ او اداري فساد ته چې سړى وګوري، نو د ژوند لپاره يې بالكل لكه قانوني زمينه چې برابره وي، ځكه چې د درېيو سرو د شتون جواز د دولت په جېب كې پروت ښكاري او دغو درېيو سرو ته د دولت په چوكاټ كې دننه د ژوند كولو چانس ورپه برخه دى. ښه به دا وي چې دغې هرې بلا ته يو- يو ځل وګورو.
١_ ټوپكسالاري :
د ټوپكسالارۍ په اړه خو به داسې ورځ نه وي چې له وحشته دې يې د ولسمشر كرزي فريادونه پورته نه وي. له هغې لومړۍ ورځې څخه چې دى د واك پلاز ته ورپورته شو، نو له خپل ملت سره يې دا ژمنه وكړه چې د ډېرو نورو ناخوالو ترڅنګ به د ټوپكسالارۍ دود ته هم لغته وركوي.
دا دى تر ننه پورې دا ژمنه تكراروي او دى يې خپله د افغان ملت ارام ژوند، ملي يووالي، سياسي ثبات او پرمختللي افغانستان لپاره تر ټولو لوى ګواښ په توګه ښيي. څه مهال وړاندې خو يې له نيويارك ټايمز نومې ورځپاڼې سره په خپله يوه مركه كې په خورا مېړانه او زړور انداز سره وويل چې نور به د ټوپكيانو په وړاندې له جديت څخه كار اخلي. د ښاغلي كرزي، دې خبرې ټوله نړۍ او افغانستان هېښ كړل، ځكه چې د ده په اړه هېڅ فكر نه كېده چې له دومره زړورتيا څخه دې كار واخلي، ځكه نو تر ننه هم د ده دا خبره د افغانستان او نړۍ په ټوليزو رسنيو كې په وار- وار يادېږي او يادېږي. له دې مركې څخه مناسب وخت تېر شوى دى، خو تر اوسه پورې مو د ښاغلي كرزي د دغې ګټورې تيورۍ په غاړه كې د عمل جامې ونه ليدې.
دلته يوه ډېره مهمه پوښتنه دا راپيدا كېږي، چې اخر دا ټوپكسالاران څوك دي؟
له بده مرغه چې ښاغلي كرزي تر اوسه پورې ټوپكسالاران خپل ولس ته ور ونه پېژندل او نه يې مشخص كړي دي. خو ايا دا دا مانا لري، چې د ده ولس دومره ناپوه، ساده او سرناخلاصه دى، چې ټوپكسالار به نه پېژني؟
څه موده وړاندې چې كله يوه ورځ ښاغلي كرزي له خپل دود سره سم د ټوپكسالارانو د وركېدو دنده ترسره كوله، نو هلته د كابل ښار، د كابل نندارې په تالار كې په اصطلاح جهاديان د اكاډميسين پوهاند برهان الدين رباني او پوهاند عبدالرب رسول سياف تر بركتناك سيوري لاندې راټول شوي وو. د دوى د خبرو، ويناوو او نظرياتو نچوړ دا و چې دوى په ډېر افسوس سره وويل: ”...كرزى مجاهد ته د ټوپكسالار اصطلاح كاروي. موږ تر دې وروسته ده ته دا اجازه نه وركوو، چې نوره دا ګناه تكرار كړي“. دا مهال ما ته دا فكر پيدا شو چې والله ښاغلى كرزى لكه چې همدا يو پوهاند رباني، سياف، قسيم فهيم، جنرال دوستم، تورن اسمعيل خان، جنرال عطا محمد، عبدالله عبدالله، يونس قانوني، ښاغلى خليلي او... ټوپكسالاران ګڼي، ځكه همدوى خو د ښاغلي رباني او سياف- ښاغلي او رښتيني مجاهدين دي او په دې كې هېڅ شك هم نه شته چې نن ټوپك هم د همدغو ښاغلو په لاسونو كې دى او نوره خو د يوه ډېر ساده او احمق لپاره هم خبره سپينه ده، چې ټوپكسالاران څوك دي؟
كه خبره سپينه وكړو نو ويلاى شو چې د ښاغلي كرزي اوسنۍ كابينه له يوه، يا دوو كسانو څخه په استثناء يوه ټوپكسالاره كابينه ده او د دې خبرې د زبات لپاره يو څو نورې كرښې هم ليكم، هغه دا چې: څه مهال وړاندې د كابل ښار د پوليتخنيك د لويې جرګې په خېمه كې د ټولټاكنو د قانون د څېړنې په هغه كې د تعديل، نيوكې، بشپړېدا او وړانديزونو په اړه د افغانستان په كچه د افغان ځوانانو يو هراړخيز كنفرانس جوړ شوى و، چې په هغه كې د ولسمشر مرستيال هدايت امين ارسلا، د خپلو خبرو په ترڅ كې دولتي اداره ټوله په ستونزو او فساد كې ډوبه وګڼله، يوازې يې ځان ښه سړى، مجاهد او د كار اهل وباله، نور يې نو د ټولو پر مخونو چليپا راكش كړه. همدارنګه د ټولټاكنو د ګډ دفتر مشر ډاكټر فاروق وردګ، د مخابراتو وزير، د كليو د پراختيا وزارت مرستيال، د بشر دحقونو د خپلواك كميسيون مرستيال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جان ارنولډ، د اروپايي ټولنې استازي، د جرمني د سفارت استازي او... ټولو په بېلابېلو عبارتونو همدا يو د ستونزو او وسلې د شتون نظر وړاندې كاوه او بله دا چې څه وخت وړاندې په كندهار ښار كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا (كندهار د تاريخ په اوږدو كې) څېړنغونډه (سيمينار) جوړ شوى و، هلته د نوموړي وزارت له وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين سره پر يوه لانجه واوښتم، په داسې حال كې چې ټول حواس يې د احساساتو په اور كې سوځېدلي وو، راته ويې ويل: ”په ټوله كابينه كې يوازېنى سړى يم، چې خپله دنده مې په سمه توګه ترسره كړې ده، نوره خو ټوله كابينه له ټوپكسالارانو جوړه ده“.
اوس كه موږ خپل او د ولس څېړنه يوې خوا ته كړو، په خپله د چارواكو له خبرو او كړنو څخه دا خبره تر لمر او روښانه كېږي، چې اوسنى واكمن نظام يو ټوپكي نظام دى. خو دا دا مانا هم نه لري چې موږ دې د نوموړي نظام پرضد يومخ په مخالفت لاس پورې كړو، بايد كمزوري اړخونه يې روښانه او د ستونزو او نيمګړتياوو د له منځه وړلو وړانديزونه يې وكړو.
زه داسې فكر كوم چې نن ښاغلي كرزي ته د هېواد او نړۍ په كچه د ملاتړ او محبوبيت امكانات برابر دي، له همدغو امكاناتو څخه په ګټه اخيستلو سره لكه څنګه چې يې له نيويارك ټايمز سره په خپله مركه كې ويلي، بايد عملي او جدي اقدام وكړي.
له بده مرغه چې ده تر اوسه پورې دا كار نه دى كړى، بلكې د خپل دغه مثبت اقدام پرضد كړنه يې كړې ده. د ساري په توګه څو مياشتې وړاندې د هرات والي تورن اسمعيل خان د مركز له خوا د فرقې ورلېږل شوي قوماندان په وړاندې وسله پورته كړه، په لسګونو انسانان ووژل شول، ده په دغه وحشت كې يو عجيب و غريب نوښت دا هم وكړ، چې د هر ډول نړيوالو، انساني او اخلاقي نورمونو خلاف يې په روغتون كې تر درملنې لاندې بېوسه ټپيان هم ووژل. په دې اړو دوړ كې د افغانستان د هوايي چلن او ګرځندوى وزير چې د تورن اسمعيل خان زوى هم و، ووژل شو، چې دا د مركزي دولت په وړاندې يو څرګند شرارت او بغاوت و. د دې پرځاى چې مركزي دولت د خپل نړيوال توان له ملاتړ سره- سره د نوموړي ياغي او باغي بڼكې ايستلې واى، ښاغلي كرزي يې د زوى فاتحې ته خپله مېرمن ورولېږله او د تسليت پيغام يې ورته وړاندې كړ.
جنرال دوستم په فارياب كې د مركزي دولت له خوا د ټاكل شوي والي پرضد په پوځي مارش لاس پورې كړ. د سترګو په رپ كې يې هغه خواركى په زوره له فارياب ولايت څخه وايست، خو ښاغلى عبدالرشيد دوستم د حضرت صبغت الله مجددي له خوا د ”خالد بن وليد“ د وركړل شوي لقب په جامه همداسې شريف، سپېڅلى او دروند پاتې شو.
د مزار شريف د قول اردو قوماندان جنرال عطا محمد په نوموړي ولايت كې د مركزي دولت له خوا د ټاكل شوي امنيه قوماندان اكرم خاكرېزوال پر وس، توان او مسووليت باندې يرغل وكړ، 138 تنه ملي پوليس داسې تري تم شول، چې پته لګول يې د چا د توان خبره نه وه. خاكرېزوال بېچاره په خپل كور كې له ځورونې او د لوږې له ګواښ سره لاس و ګرېوان و، دولت يې غم نه شواى خوړلاى، د امريكايانو د ولايتي بيارغونې ډلې يا PRT له خوا يوڅه قوت لا يموت ورورسول شول. مركزي دولت د جنرال عطا په وړاندې د قانوني كړنې ګناه نه شواى كولاى، ځكه يې نو د مزار شريف ولايت په لاس وركړ.
دې سياسي ناز و ادا او كرشمو ته سړى هېښ پاتې شي. اخر دا پوښتنه خو زه نه شم ځوابولاى، چې امريكا له دغو واكمنو ټوپكيانو څخه څه غواړي؟ ښاغلى كرزى په دې ټوپكسالاره كابينه څه كوي؟ پر يوه سر، له ولس سره د ټوپكسالارانو د وركاوي پخې ژمنې كوي، پر بل سر بيا د همدغو ټوپكسالارانو د سترګو بلا اخلي، ناز يې پر مځكه نه اچوي. په زړه پورې خو لا دا ده چې كرزي د ځان د كانديدۍ په ترڅ كې خپل راتلونكي دوه مرستيالان كريم خليلي او احمدضيا مسعود اعلان كړل.
سړى نه پوهېږي چې دا بيا كوم جادو وبولي. ته به وايې چې كرزي ته دا معلومه شوې ده چې ولس له ما پرته بل هېڅ انتخاب نه لري، ځكه خو راشه د دې ولس د عزت او ناموس څرګند غليمان بېخاره په خپل څنګ كې ودروه او د دې خوار ولس پر خواره او مجبوره ورځ باندې وخانده، ننداره يې وكړه، كار ځنې واخله او لا يې خوار كړه، ځكه د افغان ملت څرګند غداران او هغه ټوپكسالاران چې دى يې خپله د وركاوي خبره كوي، په خپله خوا كې په څرګنده درول او ولس ته يې اعلانول، د ولس پر زخمونو له مالګې دوړولو څخه پرته بله هېڅ مانا نه لري. په داسې حال كې چې دا بېوسه ولس له ځان څخه د دفاع هېڅ وسيله او امكان هم نه لري.
٢_ د نشه يي توكو بلا:
د نشه يي توكو د بلا ژوند، نېغ په نېغه په ټوپكسالارۍ پورې تړلى دى. څنګه چې د ټوپك واكمني نه يوازې دا چې كمزورې شوې نه ده، بلكې له يوې ورځې څخه بلې يې لا بنسټ كلك شوى دى، ځكه نو د نشه يي توكو بلا هم له يوې ورځې څخه بلې ته لا پسې چاغېږي او پړسېږي، چې په دې اړه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو د پلټنې راغلي پلاوي په ډېره نهيلې لهجه وويل چې په نوموړي هېواد كې دغه د نشه يي توكو فساد ډېرې اوږدې او ژورې ريښې ځغلولې دي.
د دغه پلاوي له لهجې څخه داسې ښكاري چې د دغو ريښو كښل ډېر ستونزمن كار دى. ستونزمن كار خو به ځكه وي، چې د ټوپكسالارانو له خوا اوبه وررسېږي، چې نه مركزي دولت او نه يې نړۍ د مخنيوي هڅه كوي.
د نشه يي توكو لېږد رالېږد، كار و بار او سوداګري د عادي، بېوسو او بې وسيلو وګړو د توان خبره نه ده، دا كار و بار د ټوپك په زور كېږي، د بغاوت او سركښۍ په زور كېږي، له واك او اداري مسووليت څخه د ناوړه ګټه اخيستنې په زور كېږي، نه په تش لاس او دا ټول امكانات له چارواكو سره شته او دا چارواكي يوازې ”چارواكي“ نه دي، بلكې ټوپكوال هم دي، ځكه نو نه يوازې دا چې عيني واقعيتونو ته په پام سره دا كار كوي، بلكې هره ورځ يې د سر په غوږونو او دواړو سترګو اورو، يا وينو چې دوى په دغه ناوړه تجارت بوخت دي.
يوه نرۍ بېلګه يې څه مهال وړاندې په مزار شريف كې د جنرال عطا او جنرال خاكرېزوال ترمنځ د ناندريو رامنځته كېدل وو. يو ځل د نوموړي ولايت امنيه قوماندان جنرال خاكرېزوال، د قوماندان عطا په ترياكو بار موټر راګرځولى و او د ده د نشه يي توكو بار ته يې سخت تاوان وراړولى و. قوماندان عطا دا كار د خپل ټوپكي غرور په وړاندې خورا لويه سپين سترګي ګڼلې وه، ځكه يې پلمه لټوله. په پاى كې پلمه په لاس ورغله، بې مسووليته يې همداسې په ترياكو ډكې كڅوړې له هغو خلكو څخه ونيولې، چې د خاكرېزوال له خوا لاسليك شوي د وسلو جوازونه ورسره وو، ځكه يې نو د غچ اخيستلو لپاره په خورا بې مسووليتۍ سره ملي پوليس تري تم او خاكرېزوال يې هم د هغه په كور كې نظربند كړ.
بله پېښه په غور ولايت كې رامنځته شوه، چې هلته هم ملي پوليسو غوښتل د استاد رباني د ترياكو كار و بار ته زيان واړوي او د دغې سوداګرۍ خنډ يې شي. د دې لپاره چې استاد رباني په ترياكو د خپلو بار موټرانو د خلاصون لپاره لار پيدا كړي، نو يې خپل كسان له ملي پوليسو سره لاس و ګرېوان كړل او د خپلو نشه يي توكو د سوداګرۍ له مخې يې اغزي ليرې كړل، چې دا پېښه بيا د هغه ځاى له دكاندارانو سره د ملي پوليسو معمولي اخته كېدل وګگنل شوه. په دې ډول سره د افغانستان په ګوټ- ګوټ كې ټول لوى او واړه قوماندانان، تر وزيرانو، واليانو او سياسي مشرانو پورې په دې ناوړه تجارت بوخت دي. په دې كې هېڅ شك نه شته چې كه نن له دغو خاينانو څخه ټوپك واخيستل شي، نو يوازې د يوم په زور به هېڅكله هم ونه توانېږي، چې د نشه يي توكو لپاره مځكه واړوي او د نشه يي توكو د فساد ريښې دې په كې ښخې كړي.
٣ _ اداري فساد:
په اداري فساد كې خو دا اداره دومره ډوبه ده، چې نژدې دى غوږونه يې هم په كې ډوب شي. رشوت خوړل خو په هر لوى او كوچني اداري واحد كې، په تېره بيه محاكمو كې تر داسې بريده رسېدلي دي، چې نژدې دى ووايم بېخي راته افسانوي ښكاري، خو په رښتيا كې يې شك نه شته. د ساري په توګه په كلدارو يا افغانۍ شكرانه (رشوت) روا نه دى، كه څوك غواړي چې د خپل حق ناحق كار له خلاصون څخه وروسته خپله جبري شكرانه په كوم چارواكي ومني، نو دى لومړى اړ دى چې په خپل لاس كې اسعار په ډالرو واړوي او بيا يې ورته ډالۍ كړي او له دې پرته نو د ده د حق غوښتنې فريادونه له لويه خدايه پرته بل څوك نه شي اورېدلاى.
همدا لامل دى چې د يوه له پامه لوېدلي رياست پر څوكۍ باندې كه نن كوم رئيس ټاكل كېږي، نو څو ورځې وروسته به يې ګورې چې د ښار پر پاموړ موقعيت باندې د ده لپاره موډرن ترينه ودانۍ پورته كېږي، ان ځينې خو به وينې چې د ښار په هر پاموړ موقعيت كې د ده درې نوي او پاموړ ودانۍ ولاړې دي.
په دې كې شك نه شته چې دغه ودانۍ د بېوسه افغان ملت په اوښكو جوړېږي او د دغو ښكلو ودانيو په ښكلا كې د دغه ملت د وينو رنګ كارول شوى دى. تر هغه چې د واكمنو ټوپك او برچه په لاس كې وي، نو هغوى له يوې خوا د نشه يي توكو په كار و بار سره د افغانستان نړيوال حيثيت ته ګوزار وركوي، له بلې خوا په رشوت خوړلو سره د اداري فساد افسانه هم پنځوي.
٤_ ترهګري :
د دغو درېيو بلاوو (ټوپكسالارۍ، نشه يي توكو او اداري فساد) بېغمه ژوند د درېيمې هغې (ترهګرۍ) د فعاليت او ژوند لپاره پخه او پراخه لار پرانيستې ده، هغه په دې دليل چې مفسد واكمن چې د خپلو جنايتونو او خيانتونو پر مهال هر ناروا حركت كوي، هر فساد كوي، نو پړه يې ښه بېخاره د ترهګرو پر غاړه وراړوي. په دې كې شك نه شته چې ترهګر به د افغان ملت ارام ژوند ته ګواښ نه ورپېښوي، خو له يوې خوا د واكمنو فساد د دوى لپاره ښه زمينه برابره كړې او له بله پلوه دوى د خپل قانون د پردې شا ته تروريسټي خوځښتونه هم پر دولت ضد ترهګرو تاوانوي. زه فكر كوم چې دغه د دولت په چوكاټ كې دننه پر كار بوخت ترهګر تر هغو ډېر خطرناك دي، چې عملاً او مخامخ د خپل مخالفت ږغ پورته كوي، بله دا چې ډېر داسې د دولت ضد په اصطلاح ”ترهګر“ شته چې د دولت د نااهلو او لنډپارو چارواكو له خوا برناحقه په يوه او بل نامه ځورول شوي او په لوى لاس مخالفت ته اړ ايستل شوي دي، چې يوه څرګنده بېلګه يې په زابل ولايت كې په اصطلاح هغه خطرناك ترهګر ملا دى، چې د طالبي نظام تر ړنګېدو وروسته پر خپل كور كښېناست او د لومړنيو توكو يو كوچنى دكانګى يې راوايست، خو هر وخت به د مغرضو چارواكو له خوا حق ناحق ځورول كېده، رټل كېده او ګواښل كېده، په پاى كې د ده نفس تر پزې راورسېد، چې له عملي مخالفت پرته بله هېڅ لار ورته پاتې نه شوه. دا كيسه مې د يوه نړيوال خبري سرويس له ژورناليسټ څخه وارېدله چې ويل يې: ما دغه د دولت په اصطلاح ترهګر په زابل ولايت كې وليد او ورته ومې ويل چې ياره! د خداى روى وګوره، اخر تر كومه به دا مخالفت كوې، نور دا مظلوم ولس پر كراره پرېږده، يو څه خو په خپل ګرېوان كې سر دننه كړه، چې ستا د دغه مخالفت ګټه د چا په جېب كې لوېږي.
دغه ژورناليسټ زياتوي چې دغه طالب چې ډېره ښكلې ځواني يې وه، راته ژړل، مرۍ- مرۍ اوښكې يې پر توره ږيره راوبهېدلې او راته ويې ويل: پوهېږم چې ګټه يې د پرديو، په ځانګړې توګه د پاكستان جېب ته لوېږي، پوهېږم چې په دې حركتونو كې زما، زما د ملګرو، زما د هېواد او زما د ولس تباهي ده، خو اوس ما ته بله هېڅ لار نه ده راپاتې. اړ يم، پر كور مې پر كراره نه پرېږدي، اوس دې نو زما او زما غوندې د نورو مجبورانو زور ته ځان ټينګوي.
د دغه ژورناليسټ په وينا، دغه طالب د چريكي عملياتو په تكتيك كې دومره لاسبرى و، چې كه په هر ډول محاصره كې به راګير شو، خو داسې د محاصرې له كړۍ څخه ځان باسي، لكه مرغړى چې له ګوتو وځي.
پــــــــــايـــــــلـــــه :
تر هغه چې له واكمنو سره پوځي زور ملګرى وي، نو ټوپكسالاري به ورځ په ورځ اوج ته رسېږي او چې ټوپكسالاري واكمنه وي، نو د نشه يي توكو كار و بار او اداري فساد به هم د بېسارې ودې په حال كې وي او چې داسې وي، نو د ترهګرۍ د بلا سيورى به هم له يوې ورځې څخه بلې ته د هېواد او ملت پر سر لا پسې خپرېږي