د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې (۲)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20021
د قریب الرحمن سعید ژباړه
دخبریدو نیټه : 0000-00-00


مکمل غیر سیاسي: ایا زمونږ اوسنې حال خو همداسې نه دې!

د التمش لیکنه
دایمان پلورنکوداستان
دوهمه برخه

د اصلي  قصې د اوریدو تر مخه دا اړینه ده  چی  ددی پیښی  د مخه  وختونه  تر نظره تیر کړل شي. د صلاح الدین ایوبي  د نوم ، په اسلامي تاریخ  کې  دهغې دکړونو د ستروالي  او ځاې  او سرښندونو  څخه په  څوک  خبر نه وي؟ اسلامی امت  خو یې هیڅکله هم نه شي هیروالایې . او  مسیحی  نړۍ  په یی  هم د تل  له پاره  په یاد ولري . په دې اساس دا اړینه نه بریښې  چی د صلاح الدین ایوبي د نسب  شجره  دی  په تفصیلي توګه بیان  کړل  شي .  مونږ  چی کومې پیښې ددلته  لو ستونکو ته  تر مخ  ږدو نو هغه  دومره پراخه  دي  چی  د تاریخ  لمن  سره  را ټولوي.  دغه  تقصیلات  د پیښو د لیکونکو او د قلم د خاوندانو  په  ریکارډ  کÛ
  ثبت  وي ،  او څه  د یوی سینی د سلولونو  څخه د بلی  سیني سلولونو  ته  ور رسیدلي دی .  د تاریخ په لمن کی یواځې د صلاح الدین ایوبي   کړنې  یاد کړل  شوي دي او د هغو  سازښونو په هکله  لږ څه  مومو  چې دهغې   خپلو دهغې  پر خلاف کړی دي .  او دهغي د ورځ  په ورځ  زیاتیدونکي  شهرت او ستروالي  دداغداره کولو  له پاره  یی  هغه  د ښکلو نجونو په یوه داسی  جال  کی د  را ګیرولو   بیا  بیا هڅې کړی  چی  د هغوی په ښایست کی طلسماتي  اغیز و.
د اسلامی  تاریخ د ا ریښتوني ډرامه  په ۲۳ د مارچ  ۱۱۶۹ زیږدیز  کال  کی  پیلیږي . یعني  هغه وخت  چی صلاح الدین ایوبي د مصر   وایسراي  او د فوځ  اعلی قوماندان  و ټاکل  شو.  هغه ته دومره ستره  رتپه  په دی خاطر ورکړل  شوه  چی هغه  تر هر څه لمړې د حکمرانې  کورنۍ  نوی  نیالګې و  او دویم دا چی   چی  هغه د خپل  عمر په لمړیو کی  د جنګ او ځپلو د فن  ماهر  ګرزید ی و .   عسکریت  ورته  په میراث کی پاته شوی و .  دهغی  په ذهن کی  حکمرانی د بادشاهی  په  معنی  نه ، بلکه د اسلام د ساتنی   او د قوم د ستروالي او د خیر ښیګڼې په خاطر  وه .  کله چی د هغی  شعور  را بیداره  شو نو په لمړی ځل  یي  محسوس کړه  چ
 ی په  مسلمانو حکمرانانو کی  نه یواځی  یووالی نشته  بلکه  یو له بله سره  د کومک او بسپنی کولو  څخه هم ډه ډه   کوي .  هغوی  عیاش  ګرزیدلی و .  شرابو او ښکلو  نجونو اوښځو  که  له  یوه  اړخه دهغوی   ژوند رنګین  ګرزولی  و،  خو هلته یی د اسلامی  امت او د اللهج  د دغه  ستر مذهب  راتلونکی  دتیاری  سره  مخ  کړی  وه .  د هغوی دامیرانو،وزیرانو او   مشاورینو ناست   ځایونه د نامسلمانه  ښایسته نجونو څخه  ډک  شوی  و. له دوی څخه  ډیرې  نجوني  یهودی او عیسایي وې  چی د ځانګړو  زده کړو وروسته یی  دی  ناست ځایو  ته ور داخلي کړی  وی . د حیرانوونکي ښایست او د اداکا ۍ د فن  هنرمنداني دغه نجونې د Ù
 �سلمانانو  حکمرانانو او پادشاهانو  کÚ
ې  او د هغوي  ملی غرور  د لرګی د چینجي (دیمک ) په  څیر رژاوه.
ددې پایلې دا شوي   چې صلیبیان  چی فرینک (فرنګیان)  په کې  په ځانګړې   ډول د یاد ولو  وړ  دې ، د مسلمانانو  ځمکی  ټوټی  ټوټې  یو پر بل  پسي  د کومي  تیرې  کړې او ان  تر دې  چی یو شمیر مسلمان حاکمان فرنګیانو (اوسني انګلیسانو ) ته  کلنی  محصول ( ټیکس) او  جزیه  ورکونکی وګرزیدل .دا محصول د بدمعاشۍ د محصول  تر نامه  لاندی  هم یادیده . صلیبیانو به د خپل  فوځی  ځواک  په  زور او هم  د کوچنیو  کوچنیو  یرغلونو په شکل  کی دا حکمرانان  ویرول ،  په لږی  سیمی باندی  به یی  قبضه کوله ، تاوان  او ټیکس  به یی  اخسته ، او موخې  یی داوی  چی  په کلار  کلار   اسلامی  امت  د کومی  تیر کړی . مسلم انو  Ø
 �کمرانانو به د خپلو رعایاو د وینی  په  څکلو  د هغوی  څخه  محصول  تر لاسه کاوه او صلیبیانوته په یی  ورسپاره ،  دهغوی  هدف  داو   چی د هغوی  د عیش  او عشرت  په ژوند کی کوم  اخلال  منځته را نشي .
هلته یی د قوم پالني تخم  هم  و شینده ، او تر ټولو خطرناکه  ډله یی د حسن صباح  تر نامه لاندی  جوړه کړه .دغه  ډله د صلاح الدین ایوبي د ځوانۍ  څخه نژدی  یوه  پیړۍ مخته  دهمدی موخو د تر لاسه کولو  له پاره  جوره کړل  شوی وه . دا  د ګټه پالو  ډله او فرقه  وه ، بی حده  خطرناکه او د اسرارو نه ډکه ،  . ددی  فرقی  اړوندو به  ځانته  «فداییان » ویل .   خو  وروسته د  حشیشین  په نامه  په دی خاطر  مشهور  شول  چی دوی  به د حشیش  دنشه کونکي بوټی د موادو  په اساس   نور  خلک  په خپل  جال  کی  را نښلول .
صلاح الدین ایوبي د نظام   الملک په مدرسه کی  ښوونه او روزنه تر سره کړی وه .  پخپله نظام  الملک  د اسلامی نړۍ  په  یوه مملکت  کی یو  وزیر  و ،  ددی مدرسی  بنسټ  همهاغه  ایښودی  و . په دی مدرسی  کی به اسلامی  ښوونه او روزنه  ورکول  کیده او  کوچنیان  به د اسلامی تاریخ  او نظریاتو  څخه  پوره  پوره  خبریدل .
د یوه تاریخ پوه « ابن الاطهر»  د وینا په اساس ، نظام الملک   پخپله د حسن صباح د  فداییانو لمړنې ښکار و.  ځکه  چی  هغه د رومیانو د پراخ  غوښتنو په مقابل کی لکه دغره په څ یر ولاړ  و . رومیانو  هغه په  ۱۰۹۱ زیږدیز کال  کی د همدی  فداییانو  په لاسو  وواژه ،  خو مدرسه یی  په  خپل ځای  پاته  شوه .  صلاح الدین ایوبي همدلته  ښوونه او روزنه وکړه . په همدی عم ر  کی  یی د عسکریت  روزنه  هم د خپلو  مشرانو له  خوا  تر لاسه  کړه .  نورالدین  زنګي  هغه ته  جنګي  تاکتیکونه  ورزده کړل ، د هیواد  د نظام  د پر مخبیولو  روزنه  یی و کړه ،  او په ډپلوماسۍ  کی  یی  ښه پوهه   ور و ښووله .  دغي  ښونو او Ø
 �وزنو په هغی کی  هغه جذپه  را پیدا کړه  چی  وروسته  یی  بیا همغه د صلیبیانو  له  پاره د برق  د تا ونو په څیر  و ګرځوله ،  هغه د ځوانۍ په  پوړ کی  هغه  ډول  ذهانت او وړتیا  تر لاسه کړې وه  چی د یوه ستر سالار  له پاره   اړینه  وي .
صلاح الدین ایوبي د جنګ اوځپلو د فن ترڅنګ د جاسوسۍ (Intelligence) ،  کمانډو او غلچکي بریدونو(Commando and  Guerilla operation) ته هم ځانګړې پاملرنه وکړه .  هغه به کتل  چی صلیبیان د جاسوسۍ  په ډګر کی ډیر مخته  تللي دي ،  او هغوی د مسلمانانو په  نظریاتو باندی  په ډیر هنر  سره یرغلونه کوی . صلاح الدین ایوبي  غوښتل  چی د نظریاتو په  سنګر کی  و جنګیږي ، هلته  چی د توری  د استعمال  اړتیا نه و ی . په دی  قصه کی  به تاسي مخته  ووینئ چی د هغی دتوري  وهنه  ډیره  درنه او ژوره  وه  او دهغی د مینی  ګذار  خو د هرڅه سخت  وهل  کولاې  شول . د هغي له پاره د  زغم او تحمل  اړتیا وه  چی هغي  د خپل  عمر  په  لمړنیو  و
 ختو کی  په خپل ځان کی پیدا کړی وه .
کله چی  هغه د مصرد  وایسراې  او د عسکري ځواکونو د عمومی  قوماندان  په  څیر  مصر ته و استول  شو، نویوشمیر  هغو منصبدارانو  ستره  غوغا  جوړه کړه  چی ددی  رتبی  له پاره کلونه  کلونه  منتظر ناست  ول .  د هغوي له انده  صلاح الدین ایوبي لا  تر اوسه  د مکتب  شاګرداو کوچنې هلک و  خو کله چی د مکتب  دا شاګرد  دهغوی  مخته  راغی ، دهغی  خبری  یی واوریدی ،  نو دهغوی  احتجاج  په ټپه  و درید. د« لین پول » تاریخپوه  له مخي صلاح ا دین ایوبي په  ډسیپلین  (Discipline  )باندي ثابت او ولاړ  وخوت .  هغه د خپل ځان او خپل  فوځ  له پاره  تفریح ، عیاشي  او ارام کول  حرام  و ګرځول ،  هغه  خپل دماغي او  جسمØ
 �نی  ځواکونه  یواځي  په دی  باندی  راټول کړل  چی اسلامي سلطنت  نور  هم  غښتلې  کړي  او صلیبیان  ددی  مځکو  څخه  بیرون  وشړي . هغه په  هر قیمت  په فلسطین باندی  بیرته  سلطه پیدا کول  عوښتل  او همدا  موخی  یی  خپل  فوځ ته  هم ورکړی. د مصر د وایسراې  په څیر به هغه  وویل : [ الله  ماته د مصر مځکه  را کړې  نو دهمغی  ستر ذات   به ماته   فلسطین  هم   را و بښي] خو مصر  ته په ورسیدو  سره هغه ته  په ډاګه  شوه  چی د هغې مقابله یواځی د صلیبیانو س ه نه ده بلکه خبلو مسلمانانو  ورونو  هم دهغي  په  لاره کی  ډیر ښایسته ښایسته  جالونه  غړولې دي  او دا  جالونه د صلیبیانو د موخو او د هغوی  د فوځي ځو
 اک  څخه  هم  خطرناکه  دي .
******(۳)
هغو فوځي او قومی مشرانو  چی  مصر ته  په  ورسیدو سره د هغه  ښه راغلاست ووایه  په هغوی کی ناجی نومی یو عسکری  سالار  ډیر د اهمیت  وړ  و. ایوبي ټول د سر نه تر پښو پوری  و کتل ، دهغه په شونډو  خندا  او په ژپه یی  دمیني او محبت   خواږه  ټکي. یو شمیر پخوانیو افسرانو  هغه  ته  داسې و کتل  چی دهغوی  کتنه  د طنزاو  تمسخر  نه ډکه وه . هغوی د صلاح الدین ایوبي  یواځی  نوم اوریدلی  و . او یا د هغي  په هکله همدومره پوهیدل  چی  هغه د حاکمی کورنۍ  غړی  او دخپل  د کاکا د زوي  ځای ناستې دې . هغوي  په دی هم پوهیدل   چی د نورالدین زنګی  سره د هغه  اړیکی  څه ډول دی ! د هغوی  له انده د صلاح الدین ای
 وبي  اهمیت  یواځی د هغی  دکورنۍ   له اړخه دی ،  او یا یی په دی خاطر  هغه  ته اهمیت  ورکړ  چی هغه د مصر دفوځي  وایسرای  په  څی   راغلی  دې . ددی   پرته هغوي  صلاح الدین ایوبي ته  هیڅ ډول  ارزښت  ورنکړ. یو زوړ  فوځی  سالار  په خپل  څنګ  کی ولاړ د یو بل  سالار په غوږ  کی  وویل [ کوچنې دی ، مونږ به یی  پالنه کوو ]
تاریخ پوهان او دهغي وخت  د پیښو لیکونکي  دا نه شي ویلایی  چی صلاح الدین ایوبي د هغې  خلکو په  آندونو پوه  شوی  هم   و او که  نه . هغه د ښه راغلاست  په دی هجوم  کی  یو کوچنی معلومیده ، خو کله  چی د ناجي سره د ښه راغلاست  په وخت کی  تم شو نو د ایوبي په مخ  کی بدلون  را پیدا شو. هغه غوښتل ناجي ته لاس  ورکړی  خو ناجي چی دهغي د پلار  په عمر  و د ټولو تر مخه د  دربا ي  غوړه مالو په  څیر ټیټ شو او بیا د ایوبي سره  ور غاړیوت. د ایوبي تندی  یی  ماچ کړ  او  ویی ویل : [ زما د وینی  اخرین څاڅکی  به هم ستا د ځان د خوندي ساتلو په خاطر توییږي . ته  له ماسره د« زنګی »او « شرکوه»  امانت یې.]
(زما ځان  د اسلام د عظمت  نه ډیر  ارزښتناکه نه دې.!) صلاح الدین ایوبي  د ناجي  لاس  ښکل  کړ او  زیاته یی کړه (درونده !  د خپلی وینی  یو یو څاڅکی  خوندي  و ساته ، صلیبیان  د تورو  وریځو په  څیر په امت   را خپریږي . )
ناجي   ورته په ځواب  کی  یواځی موسکې  شو، داسی  لکه د صلاح الدین ایوبي څخه یی  چی کومه  ټوقه  اوریدلی وي .داسي بریښیده  چی  په غالب  ګمان صلاح الدین ایوبي د دغه  تجربه لرونکي  سالار د خندا  اهم یت  نه وي  درک  کړې . ناجي د فاطمي خلافت  څخه راپاته  یو روزل شوې  سالار و .  هغه په مصر کی د ساتونکو (Body guards) د ډلی  قومندان و .  د نفرو  شمیره  یی  نژدی  پنځوس زره (۵۰۰۰۰) تنو  ته  سیده .  دغه  وګړی  ټول  سوډانیان  ول ، دا ډله دهغی وخت  په  نوو او عصری  وسلو  سنباله وه. چی اوس د ناجي  په لاسو کی  یوه درنده ځپونکي وسله ګرزیدلی  وه، او دهمدی  ډلی  په مټو ناجي د یوه بی تخته پادشاه  په څیØ
 ± خپل حکومت  کاوه . دا وخت د ګټی پالني او سازښونو  وخت  و . د اس امی نړۍ  مرکزیت  له منځه تللې  و .د صلیبیانو  تخریي  کارونه  هم په ډیره زړه  وړونکی  توګه  روان  و .  د زرپالنې  او عیش او عشرت  دوره  وه .  هر چا چي لږ ځواک هم درلوده  نو هغه   یی دخپلي واکمنی د ټینګښت او د مال او شتمنۍ د راټولولو  په خاطر  مصرفاوه . دسوډاني ساتونکو د ډلی  مشر او قومندان  ناجي د مصر د حکمرانانو او نورو مشرانو  له پاره  یو  ویرونکي  خوب  ګ زیدلی  و. الله هم هغه ته  دغسی  یو شیطانی  دماغ  ورکړی  و. هغه ته به یی په هغه وخت کی پادشاه جوړونکی وایه ،  په جوړولو او  ورانولو کی یی ځانګړی  پوهه درلودÙ
 ‡ ،  هغه صلاح الدین ایوبي و کوت   نو په
®  یی هماغسی  خندا  را خپره شوه  لکه څنګه  چی یوه کمزوري  میږه  د یوه  ځواکمن  لیوه  غاښونو ته  ور  لویږی . ایوبي  دغه  د زهرو ډکه  خندا   نه وه  درک  کړې . هغه ته تر ټولو مهم  وګړی  پخپله ناجی  و . ځکه  چی هغه د  پنځوس  زره   ساتونکو  د ډلی  قومندان  و  او صلاح الدین ایوبي ته  ددی فوځ  اړتیا وه .
صلاح الدین ایوبي ته وویل  شول  چی  : درونده مشره   ! د ډیر لری  ځای  څخه دی تشریف  راوړې ، لمړې  ارام  وکړه!   خو هغه  ورته وویل :[ هغه  لنګۍ  چی زما پر سر  ایښوول  شوي ،زه د هغی  وړ نه ووم ،  دغی  لنګۍ زما خوب  او ارام   له منځه  وړې ،ایا تاسې  درانده  شخصیتونه  به ما  د هغی  چت  سیوري ته  بدرګه نه کړئ  چیری  چی زما دندی  (فرایض) زما   انتظار کوی ؟]
(ای  حضور! دکار  د پیل  د مخه  غذا  ته  میل نه لرې؟  یوه نایب  یی تری  و پوښتل .) صلاح الدین ایوبي  لږڅه فکر او  ځنډ  وکړ  او بیا له  هغه  سره  ولاړ .   دهغې ودانۍ  په مخکې   چی غذا  په  کی تیاره  شوی وه  دواړو  لورو ته ځواکمن  شکله  ساتونکی  ولاړ  ول  . ایوبي  ددغه ګارډ او ساتونکو قد، شکل او  وسلي و کتلی  نو پر مخ  یی  روښنایی  را پیدا  شوه . خو دا  روښنایی  د ودانۍ دروازی  ته  د ور رسیدو سره  سم  پایی ته ورسیده . هلته  څلور  ځوانی  نجوني چې  په  جسمونو  یی  نری  لباس او په  اوږو  یی خپری  زلفی   را پرتې  وې  او د ښایست  نمونی  یی له ځانو  جوړی  کړی  و ی ، په  لاسو کی یی د ګلونو د پاڼو ک
 ی  ټوکرئ  نیولی  ولاړې  وې . هغوی  د صلاح الدین ایوبي په  قدمونو کی  د ګلونو د پاڼو  په ښیندلو پیل  وکړ ، او تر څنګ  یی د ډول  او رباب  اوازونه  د اغیزمنو نغمو سره یو ځای  را پورته  شول . ایوبي  په خپله لاره کی د ګلانو د پاڼو په لیدلو سره خپل  قدمونه  بیرته  اته  کړل ، ناجي او دهغی  معاون  یی  دواړو  خواو ته  روان  و . هغه دواړه  ورته ښکته  ول او  ایوبي ته یی د وړاندی تګ  بلنه ورکړه . دا  هغه تګلاره  وه چی مغلو پادشاهانو په هندوستان  کی  رواج کړی  وه.[ ایوبي د ګلونو د پاڼو د مروړلو او بښو لاندی کولو له پاره  نه دی  راغلی .] ایوبي  په داسی خندا کی دا خبره وکړه  چی خلکو به ډÛ
 �ره کمه ، کله هم د چا په شوڼدو  کتلی  وÙ

(مونږ  له اسمانه  ستوری هم د حضور  په لاره  کی  را شکولی  او غوړولی  شو) ناجي ووی .
[که   چیری  زما په لار کی  څه  غوړول  وي نو هغه  یواځی  یو شی  دې  چی زما زړه  خو شحالوي ] صلاح الدین ایوبي وویل .
(تاسی  حکم وکړئ ) نائب  وویل :  ( هغه کوم شې دی  چی د حضور  زړه  پری  خو شحالیږي .). [د صلیبیانو لاشونه !] ایوبي  ورته  سمدستي   په خندا  شو او ځواب  یی ورکړ. خو  سمدستي یی خندا  ورکه  شوه ، د هغې د سترګو څخه د اور بڅرګي  را ووتل او په  ټیټ  اواز  یی  ،چی  قهر او غضب  په کی پټ و ، وویل :[د مسلمانانو ژوند دګلونو غنچه نه ده ،  زه نه پوهیږ م ، صلیبیان  اسلامی سلطنت د مږو او مږکانو په څیر خوري ،  اوپو هیږم  چی  هغوی ولی  بریالی کیږی . دا یواځی په دی خاطر   چی مونږ د ګلونو په  پاڼو  تګ  پیل کړی دی . مونږ  خپل بچیان لوڅ کړی  او دهغوی عصمت او عزت  مو تر پښو لاندی  کړی ، زما  سترګي  په فلسطÛ
 �ن  لګیږی ، تاسی  زما تر پښو لاندی د ګلونو په شیندلو سره د مصر څخه هم د اسلام  جنډا  را کښیباسئ،.......] هغه  ټولو ته و کتل  او په  پوره  دبدبې  سره یی وویل :[ زما له لاری  دا ګلونه  پورته کړئ ، که ما  پری  قدم  کښیښود  نو زما  روح  به  په اغزیو   سورې  سورې  شي .  د غه  نجونی  زما  له لاری لری کړئ    ، هسی نه  چی داسی و نه شي  چی زما توره ددوی  په زړه وړونکو زلفو او ښایسته  ویښتانو کی  په نښتو سره بیکاره  پاته شي .]
(د حضور  دبدبه  او ......)،
[ ماته حضور  مه  وایی ] صلاح الدین ایوبي  ویونکی  داسی  و ټوکه ، لکه په توره  چی د کوم کافر  غاړه  وهل کیږی.  هغه وویل [حضور  هغه دی  چی تاسی  یی کلیمه  لولئ ، او زه یی هم غلام  یم ،  زما ځان  دی  دهغی  حضورص څخه ځار شي   چی پاک  پیغام  یی ما په  خپلی  سینی  کی  لیکلی  راوړی .  ما همدا  پیغام  له ځانه سره مصر ته راوړی ، صلیبیان غواړی  زماڅخه دغه  پیغام  واخلي او  د روم په بحیره  کی  یی  ورډوب  کړي ، په شرابو کی یی ور و منډي ،  زه د پادشاه  په څیر نه یم  راغلی .]
نجونو د چا دسترګو په اشارو سره د ګلونو پاڼي راټولی او دهغې ځایه  لري شوې .  صلاح الدین ایوبي  په چټکۍ سره  ددروازی  له لاری  دننه  ولاړ ، یوه پراخه  سالون و  چی  یو اوږد میز  په کی  ایښوول  شوې و. د میز پاسنۍ  برخه په رنګ  رنګ  ګلونو ښایسته کړل  شوې وه،  دګلونو تر منځ  د ګ و او  وزو   وریتې  کړل  شوی  برخې ،  پوره  پوره وریت کړل شوې  چرګان ، او .... نامعلوم ه  چې څه څه  ډول خوراکونه  ځای  په ځای  شوې و. صلاح  الدین  ایوبی   ودرید او د خپل  نائب  څخه یی و پوښتل [ ایا د مصر هر اوسیدونکې  همدا  ډول غذا  خوري ؟] ( نه حضور!)  نائب  ورته ځواب  ورکړ .  غریب  خلک  خو داسې  غذا  په خوب کی    هÙ
 … نه ویني .
[تاسې ټول  د کوم قوم خلک  یاست ؟  صلاح  الدین  ایوبي  تری  وپو ښتل .  ایا د هغی  خلکو  قوم  بل کوم دی  چی داسی  غذا  په خوب کی هم نه  ویني ؟  کله یی  چی دهیڅ  لوری  څخه ځواب  و نه م وند  نو ویی ویل : [ دلته  چی څومره  کارکونکي دی ، او څومره عسکر  چی په دنده   مشغول  دي  هغوی  ټول  دننه  را وغواړئ  او دا غذا  پر هغوی  و خوروئ.    هغه  لاس  ښکته کړ او یوه  وچه  ډوډۍ  یی  را پورته  کړه . دهغي  له پاسه   دوه   دری  د غوښی ټوټې  کښیښودې . او په ولاړه  ولاړه یی  وخوړې . په ډیره  بیړه  یی  یوه ډوډۍ  و خوړله  او یو ګی اس  اوبه یی  پسی  و چښلې . او د ساتونکو  قومندان   «ناجي»  یی له ځانه  سره  کړ او  د
 کمرې   څخه ووت او هغه   سالون  ته ولاړ  چی د وایسراې  د کار ځای و.
دوه ساعته و وسته  ناجي  بیرون  را ووت ، په منډه ولاړ  او په خپل  آس  سپور  شو. آس  ته یی لغته و کړه   او په لږه  شیپه کی د سترګو پټ  شو.
د شپې ناجي  په خپلې ځانګړې  کوټه  کی  دخپلودوه قومندانانو او د  راز   باوري ملګرو سره  ناست و، د شرابو پیالې  یې  په لاسو کی  ، مست ول ، ناجي  ورته وویل : ( د ځوانۍ  جوش  دې ،  په لږو  ورځو  کی په یی یخ کړم. کمبخته   چی هره خبره کوی  وایی  چی د کعبې  په رب   می سوګند  چی د اسلامی  سلطنت  څخه د صلیبیانو په  بیرون کولو  به  ارام  تر لاسه کوم )
صلاح الدین ایوبي  !!  یو قومندان  په طنزکونکی  توګه  وویل :  دومره نه پوهیږی  چی د اسلامی سلطنت  نه هوا ختلي ده ،  اوس  به سوډانیان  حکومت  کوي .
(ایا تا هغه ته نه دی  ویلی  چی دغه پنځوس  زره  لښکر  ټول سوډانیان  دي ؟  یو بل  قوم ندان د ناجي  څخه  و پوښتل، او دغه لښکر  چی  هغه  یی  خپل  فوځ ګڼي ، دصلیبیانو  پرخ اف   هیڅکله  هم جنګ  نه کوي .)
«اورشه » ! ستا دماغ  درست  دې ؟  ناجي وویل:  زه هغه  ته  همدا  خبره کوم  چی  دغه  پنځوس  زره  د سوډاني  زمریانو  لښکر  به ستا په  یوي  اشارې  سره  صلیبیان ټوټي  ټو ټې   کړي .  لیکن ......   ناجي چپه خوله شو او په څه فکر کی ډوب  شو.
خو څه ؟
«هغه ماته  حکم کړې  چی د مصر د اوسیدونکو  یو لښکر تیار کړم ،  ناجي  وویل ،  هغه ویلی  چی د یوه هیواد فوځ  باندی تکیه کول مناسب  نه وي ،  هغه  غواړي د مصر خلک  په  فوځ  کی واخلي  او زمونږ  د فوځ  په لیکو  کی یی را ګډ  کړي .»
نو تا څه ځواب  ورکړ؟
ما ورته وویل  چی ستا حکم  به د سر په سترګو  پلې  کیږي . ناجی ورته ځواب  ورکړ. خو زه به دداسي حکم  تعمیل و نه کړم.
د مزاج له اړخه  څه ډول  شخصیت دی؟  اوروش  تری  و پو ښتل .
پوره  ضدي  مع ومیږې ، ناجي  ځواب  ورکړ.
ستا د پوهي  او تجربی  په مخ کی  هغه  هیڅ هم  نه بریښي ،  یو بل قومندان  وویل ،  د مصر نوی نوی  حکمران ټاکل شوی  او راغلی  تر یو څو   ورځو پوری  به دا نشه  د هغې  په مغزو کی  موجوده وي .
زه به دهغی  دا نشه هیڅ کله هم کښیوتو ته  پری نږدم . ناجی  وویل ،  هغه به  په همدی نشې  کی  بدمسته او له منځه  یوسم .
ترډیره وخته  پوری  دغه دریواړو د صلاح الدین ایوبي  پر خلاف  خبری  کولی  او په دی ستونزې  یی  غور کاوه  چی که چیری صلاح ا دین ایوبي د ناجي بی تاجه پادشاهۍ ته خطره  پیدا  کړ نو بیا به  دوی  څه ډول  تګلاره  خپلوي ! ه ته صلاح الدین ایوبي خپل نائیبین  په خپل مخکی  کښینولی او هغوي ته دا ورپه یادوي  چی هغه دحکومت کو و  له پاره  نه دی راغلي  او نه به چاته د حکومت  کولو اجازه ورکړي .  هغه  هغوي ته وویل  چی هغه ته د جنګي ځواک  اړتیا ده . او هغه دا هم  وویل  چی  هغه ته ددی ځای دغه فوځی جوړښتونه  له یوه  سره د منلو وړ نه دي . دلته  پنځوس  زره  سوډانی  ساتونکي دي  حال داچی مونږ باید
 د هری سیم ی   اوسیدونکو ته دا حق ورکړو  چی هغوی دی زمونږ  په فوځ کی خدمت وکړی ، خپلی وړتیاوی دی وښائي او د غنیمت د مالونو  څخه دی خپله برخه پورته کړي. ددی ځای د خلکو د ژوندانه  سطحه  همدا ډول  پورته کیدای  شي . صلاح الدین ایوبي هغوی ته  وویل : [ما  ناجي  ته ویلی دی  چی هغه دی په  عامه توګه  د فوځی خدمت   له پاره خلک را وبولي .]
(ایا  ته ډاډمن یی  چی هغه  به ستا دحکم  منلو ته غاړه کښیږدي ؟] یوه  ناظم  تری وپو ښتل.
[ایا هغه  به د حکم د منلو څخه  غاړه  ورغړوي ؟]
هغه  غاړه رغړولای  شي !  یوه ناظم ورته وویل ، فوځی  امور همغه ته سپارل  شوی دی . هغه د چا څخه  په دی هکله ح کم  نه اخلي  بلکه  څنګه  یی  چی خوښه وي همغسي  کوی .
صلاح الدین ایوبي پټه خوله  پاته شو. داسی لکه  هیڅ شي  چی   پری  اغیز  نه وي کړې. هغه ټول  رخصت کړل ، او یواځی علی بن سفیان یی له خپله ځانه   سره پریښود. علی بن سفیان د جاسوسۍ او د ځوابي جاسوسۍ د فن  لوبغاړی و. هغه  صلاح الدین ایوبي د بغداد  څخه   له ځانه سره  یوځای راوړی  و. د پاخه عمر سړی و،  په  اداکارۍ ، کالیوبد ولو او  غوړه مالۍ کی یی پوره  پوهه درلوده . هغی  په  جنګونو کی جاسوسي هم کوله  او جاسوسان  یی هم نیول . دهغی  خپله ډله  داسی وه  چی د اسمان  څخه  یی ستوري هم را شکولای  شول. صلاح الدین ایوبي د جاسوسۍ د اهمیت نه  پوره  پوره  خبر و . په علی  کی د دی فنی  پوهو  څخه  Ø
 �خوا هماغه  جذبه موجوده  وه  چی په  صلاح الدین ایوبي کی لیدل کیده .
[علی تا واوریدل ؟ صلاح الدین ایوبي  ورته  وویل . دغي خلکو وویل  چی ناجي د چاڅخه  حکم  نه اخلي ، خپله خوښه  په خلکو تپي.]
«هو!» علی  ځواب  ورکړ. ما واوریدل ،  که چیری  زه  د مخونو په پیژندګلوی  کی  غلطی  ونه کړم  نو زما د  آنده  د ساتونکو دډلې دغه  قومندان  چی نوم یی ناجي دی ، دکرغیړن  ذهن  انسان دی .  ددی په اړوند  ماته د پخوا څخه  معلوما ت  شته . دغه فوځ  چی  زمونږ د خزانی  څخه تنخواه  اخلی، په  اصل کی د ناجی  شخصی فوځ دی . هغه  په حکومتي کړیو کی داسی داسی  سازشونه کړي  چی دهغی له مخی  ددولت  اداری   جوړښت  تر ډیره   کمزوری  شوی دی . ستا دا پریکړه بلکل  پر  ځای ده  چی  په فوځ کی د هری سیمی  عسکر  باید موجود  وی ،  زه به تاته  ډیر ژر  تفصی ی  معلومات   را غو نډ کړم . زه  شکمن  یم  چی سوډانی فوځ   زموÙ
 �ږ  نه  بلکه د ناجی  وفاداره دی . تا ته به ددی فوځ ترتیب  او تنظیم  کی بدلون  را وستل اړین وي  او یا به ناجي ددی کاره  لری کوې .»
«زه په  خپلو  لیکو کی خپل دښمن  نه پیدا کوم » صلاح الدین ایوبي ورته وویل ، «ناجي د کور  په  رازونو پوه  دی. دهغې په لرې  کولو  هغه د خپل خان  له پاره دښمن ګرځول  په  هیڅ  توګه د عقل او پوهې  کار نه دي . زمونږ  توری د پردیو  له پاره دی .  د خپلو  د وینو د توی و  له پاره نه دی . زه د ناجی  ذهنیت  په مینه او محبت  بدلولای  شم  ته د هغی د فوځ  د ذهنیت د معلولو  هڅه  وکړه . ماته  صحیح  معلومات  راکړه  چی فوځ  تر کومه ځایه زمونږ  وفادار دې .»
خو ناجي دومره خام سړې نه و . دهغی  ذهنیت  د میني او محبت د وړانګو څخه ازاد و . هغه ته  چی د څه ی  سره مینه وه  نو هغه د خپلی واکمنۍ  او شیطانت  سره وه .  په دی  اساس  هغه یوه تیږه وه  خو څوک  به یی  چی په خپل جال  کی را نښلول  غو ښتل نو دهغی تر مخی به  د موم په  څیر ویلی کیده . هغه د صلاح الدین ایوبي  سره هم همدا  تګلاره  خپله کړی  وه . هغه به د هغه په مخکی نه کښیناست . دهغي حکم ته  به   یی  د هوکړی   غږ کاوه  ، هغه د مصر د مختلفو سیمو څخه د ایوبي د حکم په مطابق په فوځ کی د خلکو ورننویستل  پیل کړل . په داسی حال کی  چی دا کار دهغی د  خوښی او ارادې  پر خلاف و . ورځی تیریدی، صلاح ال
 دین ایوبي هم هغه تر ډیره  ځایه  پوری  خوښاوه . ناجي  هغه ته یقین ورکړی و  چی سوډانی  ساتونکی  فوځ د حکم  منتظر دی. او همدا فوځ   به د ولس د امیدونو پوره  ځواب  ورکوي . ناجي  دوه دری  ځله  صلاح الدین ایوبي  ته  ویلی و  چی هغه  غواړی د ساتونکو له اړخه  هغه ته بلنه ورکړي  او فوځ د هغی  د عزت  له پاره  د جشن  د لمانځلو  له پاره  ناقراره دې. خو صلاح الدین ایوبي د خپلو  ورځنیو مصروفیتونو له مخی  دغه بلنه  نشوه  منلای.
 نوربیا