پښتني قبيلي و پيژ نئ! ديا رلسمه برخه(اورکزي)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20030
دکتور لطيف ياد- ا ستر اليا
دخبریدو نیټه : 2008-08-01

               
اورکزي د پښتنو يوه نا متو قبيله ده چې ز مو ږ پښت پو ها ن (نسب پيژ ندو نکي) يي د کر لاڼي پښتنو د  ټو لنيز ګروپ نه شميري٠
داو رکزيو د قبيلي زيا تره خلک د او کزيو په ايجنسۍ او يو شمير يي په کو رمه ايجنسۍ کې استو ګنه لري٠ چې مرکز يې د هنګو ښاردی٠ او رکزي د کو هاټ په مال لويديځ ،د سپين غره په ختيز او د تيراه په جنوب کې پراته دی٠ شمال ته يې د اپريدو قبيله، شمال لويديز ته يې پړه څمکني ،لويديځ ته يې توري ، جنوب ته يې بنګښ او ختيز خو ا ته هم د اپر يدو اوبنګښو سره پوله لري٠
د او رکز يو د ايجنسۍ مجمو عي نفوس ٤٥٠٠٠٠ تنه دی چې په او رکزيو سر بيره نور پښتا نه هم يکې اوسي لکه: علي خيل، ميشتي خي ، ملا خيل او شيخان خيل٠
اور کزي په لا ند نيو مشهورو ښا خو نو با ندې ويشل شوي دي چې بيا هر يو ښاخ يې په نورو څا نګو با ندې ويشل شويدي٠ ددغو مشهورو ښا خو نو او څا نګو نو مو نه په لاندې ډول راوړل کيږي:

١-اسماعيل زي: چې د ا ښاخ په ر ابيا خيلو ، ابا خيلو،مامازي،بهريم خيلو، خادي زي ،عيسي خيلو او سادا خيلو با ندې ويشل شوي دي٠

٢- موسي زي: چې په لنډي زي ،علي زي او خواجه خيلو با ندې ويشل شوي دي٠

٣-لشکر زي: چې په علي شير زيو او ما مو زيو باندې ويشل شوي دي٠

٤- دو لت زي: چې په فيروز خيلو،اتمان خيلو او بيزو تي با ندې ويشل ويدي٠

٥- محمد خيل: چې په بر محمد خيلو، عبد العزيز خيلو، ما ني خيلو او سه پای با ندې ويشل شويدي٠

٦- ستوري خيل يا علي زي: چې په باړه ستوري خيلو او تيراه ستوري خيلو با ندې ويشل شوي دي٠
په دوی کې ځيني ښا خو نه شيعه مذ هبه او ځيني يې هم سني مذ هبه دي٠ ددې نه پر ته ددوی تر مينځ يو بل ډول قبيلوي ويش هم مو جود دی چې سمل ګو ند او ګا ړي ګو ند يې بو لي چې ددغې قبيلې ځيني خلک په سمل او ځيني په ګاړه پورې اړه لري٠
تا ريخ حيات ا فغاني د او ر کز يو په باب ليکي: " داسي ويل کيږي چې د بنګښو نه دمخه په کو ها ټ با ندې اور کز يو  واک درلود او تقر يبا پنځه سوه کلونه دمخه بنګښو د اورکز يو نه د کو هاټ سيمه ونيوله چې ددغې سيمي د نيولو له پا ره ددوی تر م ينځ خو نړۍ جګړې وشوې او د يوه افسا نوي روايت له مخې ددوی تر مينځ دغه شخړه او لا نجه د( دای) په نا مه يوه تن اواره کړه ، په دې تو ګه چې يو ځل د بنګښو او اورکز يو ملکان د سيمو د ويش له پاره په درسمند  کې سره را غو نډ شوي وو او هرې يوې غاړې غو ښتل چې زر خيزې سيمې تر لاسه کړي ، له همدې کبله ددوی تر مينځ سو له ونه شوه او نږدې و چې ددوی تر مينځ بيا جګړه ونښلي، په دغه وخت کې دای نو می چې پر اس سپور و له ليرې را ښکاره شو٠ددې له پاره چې بنګښ او اورکزي دواړه له جنګ جګړو نه په تنګ راغلي وو نو دوی په دې خبرې با ندې سره اتفاق و کړ چې دغه دای نو می سپور کله چې دوی ته نږدې راشي نو دوی به ورته دبنګښو او اور کز يو تر مينځ د سيمو د ويش سؤال مطرح کړي او هر څه پرېکړه چې ده وکړه نو دواړو غاړو ته به د منلو وړ وي٠په دغه وخت کې نو موړی سپور راورسيد او دواړو خواوو ددغې شخړ ې د اوارولو له پا ه له ده سره خبرې وکړې،هغه په داسي حال کې چې هما غسي پر اس سپور و په پښتو ژبه يي دغه بيت ووايه:

 دای خو داسي وايي*** چې سمه د بنګښ، غر د اورکزی
ويل کيږي چې له هما غه ورځې ورو  سته د دای ويش عملي شو او تر او سه هم د چلند وړدی".
اورکزي په غر نۍ سيمه کې ژوند کوي چې دوبی يي معتدل او ژمی يې خورا سوړدی، په تيره بيا د مرغومي، سلواغې او کب په ميا شتوکې چې دجنوري،فبروري او مارچ د ميا شتو سره سمون خوري٠ ددوی زيا تره خلک دکرنې په چارو او لږ شمير خلک يې په پوونده ډول ژوند کوي٠ دځمکو لږه بر خه يي په روانو او بو خړوبيږي، خو د ځمکو ډيره بر خه يې وچوبه(للمي) دي ،مګر ډيرې زرخيزې دي،ان چې دوه فصله حا صلات ور کوي٠دوی په خپلو ځمکو کې وريجي،غنم، جوار، اورب ي،لو بيا،کدو ان،ټيپر او دار چيني کري چې ددوی د سيمي خوراکي پيداوار ددوی اړتياوې پوره کو لای شي٠
داو کزيو ايجنسي د سمندر نه تر ٧٠٠٠ فو ټو پورې لوړوالی لري او ټوله ر قبه يې ١٨٠٠٠ کيلو متره ښو دل شوې ده٠
مشهور سيندونه يې تاجلي،خرماني،د ماموزو رود،ګنداو،انګوري،تبي،کړمان،ابی دری،مستوره او د خانکي توی سيندونه دي٠

د اورکزيو د ايجنسۍ هيډ کوارټر هنګودی او اصلي ښا ر يې دره ادم خيل دی٠اورکزي خپل با زارونه د ميله په نا مه يادوي چې د هغو نه يې لانديني ميلې مشهورې دي: ډبوري ميله،ميشتي ميله،فيروزخيل ميله، کا لايا ميله،غ جو ميله،ساما مموزي ميله، انجاني بازار،کده بازار او کوريز ميله٠ داورکزيو ايجنسۍ د ليدو وړ ځا يونه،کلا يا، فيروز خيل  سا ما نه ،ډوبرۍ، کول او بدن دي٠
د او رکز يو د ايجنسۍ سر بيره يو شمير او رکزي او دهغو جملي نه مسوزي او  نيمايي لښکرزي د کورمې په ايجنسۍ کې هم استو ګنه لري٠د پا کستان په نورو ښارونو لکه کراچۍ، راو پنډۍ،اسلام اباد او لاهور کې هم يو شمير او رکزي ميشته دي٠ په بيښور کې هم زيات شمير اورکزي استو ګنه ل ي٠
اورکزي غير تمن، جنګيالي،ميلمه پالو نکي او په پښتنولۍ ټينګ خلک دي٠ دوی دانګريزانو سره په هغه وخت کې چې دهند نيمه وچه ددوی تر استعماري واک لاندې وه په ډيره ميړانه جنګيدلي دي او داسي ويل کيږي چې دوی په هغه وخت کې ٢٨٠٠٠ زره تنه وسله وال ځو انان درلودل ٠
د  اورکزيو په ټو لو څانګو کې دولتزي او مسوزي په شمير کې زيات دي٠د اورکزيو مجمو عي شمير د ٣٠٠ زرو تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی چې له هغې جملې نه ٦٠ زره تنه يې دکورمې په ايجنسۍ او پا تې يې د اورکز يو په ايجنسۍ کې مېشته دي

اورکزي په هند وستان کې:
اورکزيو په هندوستان کې د ات سمې پيړۍ په لو مړۍ نيمايي کې د  دغه هيواد په مد هيا پراديش کې چې مرکز يې د بهو پال ښاردی يو لوی پښتني رياست جوړ کړ چې بنسټ ايښودونکی اورکزی پښتون نواب دوست محمد خان دی٠نو موړي ددغه پښتني رياست بنسټ په ١٧٢٣ زيږديز کال کې په بهو پال کې کيښود٠نومړی د هندوستان د مغو لي واکمن عالمګير اورنګ زيب د زوی سلطان بهادرشاه په زمانه کې له تيراه نه چې په هغه و خت کې د افغا نستان د خاورې بر خه وه هندوستان ته راغلی و٠په بهو پال کې تر دوست محمد خان نه وروسته داورکزيو پښتنو د پاتو نوابانو نو مو نه په لاندې ډول دي:
نواب سلطان محمد خان،نواب يار محمد خان،نواب فيض محمد خان،نواب حيات محمد خان،نواب غوث محمد خان، نواب جها نګير محمد خان،نواب نظير محمد خان،نواب شاه جهان بيګماونواب سلطان جهان بيګم٠
دبهوپال پښتني نوابانو د بهو پال دښار په ودانولوکې ډيرې هلې ځلې کړي دي چې د ستا يني وړدي٠ددوی د نو ابيو په وخت کې ډير جو ماتونه، مدرسې،کتابتو نو نه، پلونه ،رو غتونونه او نور ډېر عام المنفعه کارونه تر سر ه شوي دي٠

ما خذونه:
١-تاريخ حيات افغاني، د ډپټي محمد ح يات خان
٢-پښتني قبيلي، لطيف ياد
تواريخ خورشيد جهان، دشير محمد ګنډ اپور تا ليف

(نوربيا)