پښتني قپيلي و پيژ نئ! څوار لسمه بر خه( اور مړ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20074
دکتور لطيف ياد
دخبریدو نیټه : 2008-08-04

دپښتني شجرو پر بنسټ اورمړ سړ بني پښتانه دي چې د جنو بي و زير ستان په کانېګروم،د پېښور په شا اوخوا او   د  افغا نستان د لو ګر په و لايت کې مېشته دي٠د اورمړ اصلي نوم عمر دين و چې وروسته د اورمړ په نا مه مشهور شوی دی ٠(١)پښتني توکم پو هانواورمړ د شر خبون زوی او د سړبن لمسی ګڼلی دی٠

د تاريخ حيات ا فغا ني مؤ لف ډپټي محمد حيات خان داورمړو په اړوند داسي ليکلي دي:" جوته ده چې داور مړ پلار امر دين د شر خبون له پنځو زامنو په جمله کې تر ټو لو کو چنی و٠ده يو زوی درلود چې اورمړ نو ميده او قبيله يې هم دده په نا مه نو مول شوې ده او تر اوسه هم په همد ې نا مه سره يا ديږي٠ داسي ويل کيږي چې اورمړ شل زامن در لودل او هر ځوی يې چې چيرته پيدا شوی دی د هما غه ځا ی نوم يې پرې ايښی دی او يوه منظو مه چې حضرت ميا عمر څمکني(رح) ويلي نو په هغې کې هم اورمړ ته شل زامن منسوب شوي دي،په د ې ډول: سنګتوی، منتوی، م کور، شکتوی، زيق، مشوی، جلو يان، کانيګروم، حوان ، کو نيخ، خصيران، رنګ، دلجا،ملاڼي، سيداني خان،دو توي،سين، خليل و بورکي٠"

نوموړی مؤرخ ددوی د استوګني سيمي موږ ته داسي معر في کوي:" داورمړو د استو ګني سېمه د سليمان دغره هغه بر خه ده چې اوس پکې د وزير واو مسيدو قبيلي استو ګنه لري ٠ د کا ڼيګروم ښار چې د وزيرو او مسيدو د بدر په سيمه کې پروت دی  د اورمړو له خوا جوړ شوی دی چې اوس هم د اورمړو پنځه ښا خونه په کا ڼيګروم کې په دې ډول او سيږي: خيکني شپيته کوره،خرم چاني څلويښت کوره، ملا تا ڼي شپيته کوره،بيکسي دوه سوه کوره او ج اڼي شل کوره چې ټول د٣٨٠ يا ٤٠٠ کو رنيو تر مينځ په خپل پخوا ني ټاټوبي کې استو ګنه لري٠ "

   د کانيګ وم اورمړ په خپلو مينځو کې په اورمړي ژبې ږغيږي چې بر ګستا،بورکي او بر کي يې هم بولي چې دپښتو،هندي او پارسي ژبي لغوي جوړښتونه پکې شته،خو هغو اورمړو چې خپله ژبه يې ساتلي ده ددوی په ژبه کې له څيړنو داسي معلوميږي چې په مشکله کيدای شي هغه دپښتو ژبې يو دايليکټ(لهجه) وګڼل شي ځکه چې ددغې ژبې فو نو لو جي، مور فو لوجي،سين تا کسيس ، يکسيالوجي او نور ې ژ بنۍ ځا نګړ تياوې دا جو توي چې ددوی ژبه لرغوني او د ختيزو اريايي لهجو ځيني شميرله کيږي او   داريايي ژبو په کو رنۍ کې شا مله ده٠
په اوسني وخت  کې داورمړو د استو ګني ځايونه دادي:

١-د جنوبي وزيرستان په کا ڼيګروم کې چې د ١٩٩٢ زيږديز کال د سر شميرنې له مخې يې شمير ٣٠٠٠ تنه ښودل شوی دی٠

٢- دپيښور د جنوب ختيز په لس کيلو مترۍ کې د اورمړو درې کلي شته چې د برو اورمړو، ښکتني اور مړو او منځني اور مړو په امه يا ديږي٠

٣-په جنوبي وزير ستان او پيښور سر بيره يو شمير اورمړ  دپښتو نخوا  په کورمې ايجنسۍ،کهرک، اورکزيو ايجنسۍ او سوات کې هم ميشته دي ،خو په د غو يادو  شوو سيمو کې دوی شمير خورا لږ دی٠

٤-د افغا نستان د لو ګر په ولايت کې: د تاريخ حيات افغاني د مؤ لف ډپټي محمد حيات خان په حواله د دوی  يو شم ير ٦٠٠ کلونه د مخه د وزيرو قبيلي د غلبي په وجه  او هم دکاختۍ(قحطۍ) په سبب د جنو بي وزير ستان نه د لو ګر د ب کي برک سيمي ته وليږديدل٠د افغا نستان د علو مو اکيډيمۍ دژبو او اد بيا تو د انستيوت د غړي ښاغلي دکتو ر خليل الله اورمړ په قول چې خپله هم يو ژبپوه دی  ماته يې په  په ١٣٦٩لمريز کال کې  د لو ګر د اورمړو په اړوند وويل چې دلوګر اورمړ دعبدالصمد خان، نورالله او تقي په کليو کې استو ګنه لري او په هغه وخت کې يې ما ته په نو م وړي ولايت کې داور مړو مجمو عي شمير د٤٠٠ او ٥٠٠ تنو تر مينځ و ښود ،چې ښايي اوس به ددوی په شمير کې ډيروالی راغ ی وي٠

٥- دهندوستان د پنجاب ايا لت د جلندرهر په ښار کې هم ډير لږ شمير اورمړ شته٠
اورمړ غيرتي، ميلمه پالونکي او په ملګرتيا کې تکړه خلک دي٠                              &nb sp;                                                 
د روښاني غورځنګ بنسټ ايښودونکی او د خيرا بيان  او حالنا مې مؤ لف حضرت بايزيد انصاري چې په پير رو ښان عليه الر حمته١٥٢٥-١٥٨٥زيږديز مشهورو او د مغو لو پر خلاف يې د وياړه ډکې مبا رزې کړي دي اورمړ پښتون و٠
د وزير ستان په اور مړو کې دغه لانديني اورمړ نا متو کسان دي: جنرال وحيد علي بورکی،سکندر افضل خان د البورکي قو مي مو منټ مشر،ملک عبدالرؤف بورکی په کاڼيګروم کې د بورکي قوم مشر،ملک محمد قريب خان بو رکی او ستر جنرال فاروق احمد خان٠
همداراز د افغا نستان د لو ګر د اورم ړو له جملې نه ښا غلی دکتورخليل الله اورمړ نه يا دونه کوم  چې د افغا نستا ن دعلو مو اکډمی علمي غړی او محقق دی چې په پښتو  او اورمړي ژبو کې څيړ نې کوي٠

ما خذونه:
١-حيات افغاني، پښتو ژباړه،١٨٠ مخ٠
٢-پښتانه دتاريخ په رڼا کې، دسيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل ليکنه،١٢٨٣ مخ.
٣-دافغا نستان ژبې او تو کمو نه، سر محقق دوست ينواری،١٦٨-١٦٩ مخونه٠
(نوربيا)