Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې(۱۲)
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20125د قرېب الرحمن سعېد ژباړهدخبریدو نیټه : 2008-08-07مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ
دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان دولسمه برخه پرلپسې......
(۳۳-۳۰)
مسلمانان به مسلمانان وي خو اېمان به ئې پلورلې او صلیبیان به پرې حکومت
کوي: (سلطان ایوبي )
اومه نجلۍ او نادودې ئې :(۳)
د صلیبیانو کماندو ډ
ې دبلې ورځې د لمر تر ډوبیدو پورې څه ډیره لار وهلې وه ، لاره پورته په لوړه ختله
، دا د لوړو ژورو ډکه سیمه وه ، کله چې د اخلک یوې لوړې ته وښتل نو هلته ئې
لرې په یوه میدان کې ، چې د کجورو او څو ډوله نورو ونو بوټو څخه زرغون ښکاریده ، یو شمی
ولاړ اوښان تر سترګو شول ، دا اوښان چوکول کیدل او خلکو ترې بارونه
اښکته کول، هلته څه لس دولس آسونه هم ولاړ و. د هغوې سواره عسکر مالومیدل ، پاته نور
ټول داوښانو خاوندان و . دا یویشت صلیبیان همدلته تم شول . هغوې یوه بل ته وکتل ، د
اوښانو او اسونو شتون ورته داسې بریښیده لکه خوب چې ویني. بلکل ئې په خپلو ست
ګو باور نه راته ، ځکه دا دهمدوې اړتیا وه . دهغوې قومندان دا ډله همدلته تم
کړه ، او وئې ویل « مونږ په ریښتونی توګه او د زړه د اخلاصه په صلیب باندې لاس ایښې او
سوګند مو پرې کړې دې ، راشئ او د صلیب کرشمې ووینئ ، دا معجزه ده معجزه ، خداې له اسم
انه څخه تاسې ته سپرلۍ را لیږلي دي ، ستاسو دهریوه په زړه کې چې دکومې ګناه ، یا دخپلې
دندې څخه د غفلت او یا د ځان د په څنګ کولو کوم فکر وی هغه سمدستي له خپلو
زړونو څخه و باسئ ، د خداې زوې چې دمظلومانو ملګرې او د ظالمانو دښمن دې ستاسی د م
ستې له پاره له اسمانه څخه را ښکته شوې دې »
د ستړیا هغه نښې نښانې چې د هغوې پر مخونو باندې
راښکاره شوې وې هغه له منځه ولاړې ، او پر مخونو ئې روښنائې را پیدا شوه . خو هغوې لا تر اوسه پورې په
دې اړخ باندې فکر نه و کړ ې ، چې ددومره بې شمیره اوښانو او آسونو څخه به چې دیو شمیر اوښ
چلونکو او فوځیانو ملکیت و څه ډول د خپلې اړتیا وړ سپرلۍ تر لاسه کوي .
دا نژدې د س
و په شاوخوا کې د اوښانو قافله وه چې په محاذونو کې پروتو د اسلامي فوځ مجاهدینو ته خو
اکی مواد لیږدول . څرنګه چې په هیواد کې دننه د دښمن د یرغل کومه خطره نه محسوسیدله نو
په دې خاطر د قافلي دخوندې ساتلو له پاره کوم ځانګړې اقدام نه و شوې . یواځې لس کسه آسپ
سواره ئې ورسره د بدرګې په توګه لیږلي و .
مګر هلته بالیان هم د خیالي پادشاهانو په څیر په زو
زور خندل او نه ئې غوښتل چې د چا خبره واوري. په کومه شپه ئې چې نجونې
ازادې کړې وې ، دهغې څخه په بله شپه هغه په یوه ځاې کې تم شوې و ، هلته بالیان (موبي) ته وویل ، چې م
ونږ شپږ نارینه یو او تاسې اوه نجونی ، زما دغې شپږ دوستانو زما سره ډیره وفادا
ې کړی ده ، زه له تاسره په عیش اوعشرت کې مشغول اوسم بیا هم دوې څه نه وائې
، اوس هغوې ته زه انعام ورکول غواړم ، ته ددې نجونو څخه یوه یوه ئې زما دې
ساتونکو ته ور حواله کړه . او هغوې ته ووایه چې دا ستاسې د وفادارۍ تحفه ده .
«دا نه شي کیدلاې » (م
وبي) په ډیرې غصې سره ورته وویل « مونږ فاحشې نه یو ، دا زما مجبوري ده چې زه له تاسره
ستا دلاسو د لوبې د الې په څیر اوسیږم . دا نجونی ستا په لاسو را نیول شوې او اخستل
وې وینځي نه دي .»
«مونږ دخپلو دندو دپوره کولو له پاره خپل جسمونه
په تحفه کې ورکوو » (موبي) ورته وویل « مونږ نارینه و ته د عیاشۍ په خاطر نه ورځو ، مونږ ته خپل قوم اوخپل مذهب
یوه دنده سپارلې ، ددې دندې د ترسره کولو له پاره مونږ خپل جسم ، خپل ښایست ، او خپل عصمت او عزت د وسلې په توګه
استعمالوو.
« ما ته هیڅکله هم یوه شریفه او باعزته نجلۍ نه ئې ګڼلې ، » بالیان په
اهانه توګه ورته وویل ، « تاسې ټولو زمونږ له پاره د خپلو جسمونو تحفې را وړي ، معلوم
نه ده چې دا نجونې به د څومره نارینه و په غېږو کې لوبیدلې وي . په دوې کې ئې یوه هم د مریم په څ
یر پیغله نه ده پاته شوې .»
«مونږ دخپلو دندو دپوره کولو له پاره خپل جسمونه په تحفه کې
ورکوو » (موبي) ورته وویل « مونږ نارینه و ته د عیاشۍ په خاطر نه ورځو ، مونږ ته خپل قوم اوخپل
مذهب یوه دنده سپارلې ، ددې دندې د ترسره کولو له پاره مونږ خپل جسم ، خپل ښایست
، او خپل عصمت او عزت د وسلې په توګه استعمالوو. اوس زمونږ دنده تر سره شوې
ده . اوس چې ته څه وائې ، دا عیاشي ده ، چی هیڅکله هم مونږ ته دمنلو وړ نه ده . کله چې
هم مونږ په عیاشۍ کې و نښلو نو دهمغې ورځې څخه به د صلیب زوال پیل شي . صلیب به
مات شي ، مونږ په دې خاطر دخپل عصمت او عزت شیشي ماتوو تر څو صلیب د ماتیدو څخه خوندې کړو .م
ونږ ته روزنه راکړل شوې ده چې د یوه مسلمان مشر د تباه کولو له پاره د لسو مسلمانانو س
ه شپې تیرول روا دي ، او دثواب کار دې ،مونږ دا د ډیر خیراو د سترثواب کار ګڼوچې
د مسلمانانو یو مذهبي مشر د خپل جسم په واسطه ناپاکه کړو .»
داوښانو چ
ونکي بې وسلې وو ، هغوې تر اوسه پورې د غلچګي یرغلونو او کماندو عملیاتو ډګر ته نه و راغلي.
یا خو د صلیبیانو دغه یو یشت کسیزه ډله لمړنې کماندویان و و او یا ددې تر مخه د صلاح
الدین ایوبي مجاهدینو د شپیني عملیاتو هغه لړۍ ازمیښت کړې وه چې په هغې کې ډیرو لږو سپ
و د غلچکي او کماندویي عملیاتو په واسطه د سوډانیانو دځواکمن فوځ اخري برخه باندې ی
غلونه کول او بیرته به خوندي ځایو ته ستنیدل،.
ددې « خرپ او ترپ، وار وکړه او بی
ته و تښته » د جنګ دطریقي د بریاو په کتلو سره سلطان ایوبي ، دګړندیو ، ذهینو او د
جسماني اړخه سالمو او صحتمندو عسکرو د تیارولو حکم کړې و . او ددښمن په هیواد کې د
جنګیدونکو جاسوسانو د لیږلو د پلان د تیارولو حکم ئې هم کړی و . خو صلیبیانو لا تراوسه
پورې د شپیني او غلچکي عملیاتو په اړوند فکر نه وکړې ، کله کله به صحرائې غلواوشوکمارو
دخلکو په کاروانونو باندې یرغلونه کول او لوټول به ئې. سرکاری قافلي به تل خوندې پاته کیدې
، نو په دې خاطر د فوځونو د خوراکي موادو د غه قافله هم پرته له کومې ویرې
وانه وه . ددې تر مخه هم دهمدې محاذ له پاره د خوراکی موادو دوه قافلي تیرې شوې وې
او د همدې سیمي څخه تیرې شوې وې . نوپه دې خاطر د حفاظتي زیاتو اقداماتو له پاره اړتیا نه
یدل کیده .
دا قافله هم په پوره بې پروائې سره د محاذ په لور روانه وه . او د شپې
له پاره ئې دغلته تم ځاې جوړ کړې و . ددې ځاې څخه لږ څه دمخه د قافلي له پاره ډی
ستر ګواښ متوجه و. صلیبي قومندان خپله ډله په یوه ټیټ ځاې کي تم کړه ، او
دوه کسانو ته ئې دنده ورکړه ترڅو ولاړ شي او و ویني چې په قافلي کې څومره اوښان ، څومره
سونه ، څومره وسله وال ساتندویان دې او څه ډول خطر او ګواښ هلته شتون لري . بیا
هغوې د شپې د یرغل کولو له پاره پلان جوړ کړ. دهغوې سره د وسلو کمښت نه و ، د جذي
او سرښندنې کمښت هم نه و، د هغوې هر یو سړې د خپل ځان د ځارولو له پاره تیار و .
دنیم
ائې شپې څخه ډیر دمخه هغه دواړه ، چې د قافلي د لیدلو له پاره تللي و ، بیرته راستانه شول .
هغوې وویل «چې دقافلي سره لس کسه وسله وال سپاره دې چې په یوه ځاې کې سره بیده شوي
دي ، آسونه په یو بل ځاې کې تبیله شوي دي ، د اوښانو چلونکي هم د بارنو څخه اخوا په ډ
و ډلو ویشل شوې اوپراته دي ،په سامان کې ډیرې زیاتې بوجۍ دي ، د اوښانو د چلونکو س
ه هیڅ ډول وسله نه شته ، »
دا ډیر ښه معلومات و، اوس نو دهغوې کار ستونزمن نه معلوم
یده .
د قافلي خلک په ډیر درانده خوب بیده شوي و . دهغو لسو عسکرو سترګې هم وازې نه
شوې چې لس تورو هغوې سره و څیرول . صلیبې ګوریلاو دا ټول کارونه دومره په
پټه سره تر سره کړل چې د زیاتو اوښ وړونکو سترګی هم خلاصې نه شوې . او د چا چې سترګي
پرانستل هم شوې په دې نه پوهیدل چې څه کیږی . دهر چا له خولي چې اواز وت هغه د هغه د
ژوندانه اخري اواز ثابت شو. یرغل کونکو د اوښانو د خاوندانو د ویرولو له پاره چغې
سوري پیل کړې . ویده هم لکه د لیونو په څیر په ویره کې را پورته شول . اوښان هم
و تریدل او را پورته شول ، صلیبیانو د اوښانو د خاوندا نو عامه وژنه پیل کړه ، ډی
لږ شمیر ترې و تښتیدل . صلیبي قومندان چغې کړې او وئې ویل ، دا دمسلمانانو خو
اکي مواد دي ، له منځه ئې یوسئ ، او اوښان هم له پښو و غورځوئ ،» هغوې د اوښانو په ګیډو
کې خنجرونه او تورې ور ننویستلې او په کې ئې و ګرځولې ، د اوښانو په فریاد کولو
په په لړزیدو شوه. د کماندو ډلې وکتل چې دولس اسونه دې لس د سپرو له پاره او دوه
نور فالتو، او نهه اوښان ئې سره رابیل کړل .
د لمر د راختلو سره د دې پړاو منظ
ډیر ویرونکې و . بې شمیره لاشونه خواره واره پراته و .ډیر اوښان مړه شوې و . څو په م
ګوني حال کې لاس او پښې وهلې . د خوراکي موادو بوجۍ شکیدلې پرتې وې ، ټول لس واړه
سونه غایب شوې و او هلته کوم ژوندې انسان نه تر سترګو کیده . د کماندو ډله لرې تللې وه ،
هغوې ته د سپرلئ وسایل په لاس ورغلي وو ، اوس نو هغوې په ډیره ګړندۍ توګه د خپل ښکار
تعقیب کولې شو.
*****(۳۰)
ښکار ډیر لرې نه و ، د بالیان ذهن لا د پخوا څخه د (موبي) په ښایست ،
ځوانۍ او شرابو کې ورک شوې و . اوس نو دهغې تر څنګ اوه نورې ښایسته نجوني هم راغلې وې ، هغوې
خطر له یاده ویستلې و ، (موبي) به هغه ته بیا بیا ویل چې دومره زیاد تم کیدل ښه نه ب
یښي ، څومره ژر چې کیداې شي تر سمندر پورې د ورسیدو هڅه وکړه ، زمونږ پسې
خلک ګرځي .« نو ددې مطلب خو دا شو چې ته د صلیب دپایښت له پاره ما استعمالوې ،» د با
یان احساسا ت سوکه سوکه را بیداریدل ، « ایا ته غواړې چې زه د صلیب ساتونکې و اوسم
.»
« ایا ته تر اوسه پورې په دې کې شک کوې ؟» (موبي) ورته وویل « تا بیا ولې د صلیب سره
دوستي کړې ده؟»
« د صلاح الدین ایوبي د حکمرانۍ څخه د ازادۍ په خاطر» بالیان ځواب ورکړ
او وئې ویل « «نه دصلیب د ساتنې له پاره ، زه مسلمان یم ، خو د هر څه دمخه زه یو سوډاني هم
یم »
«زه تر ټولو دمخه صلیبي یم » (موبي) ورته وویل « عیسائې یم او دهغه وروسته د
هغې هیواد لور یم کوم کې چې زیږیدلې یم » (موبي) دهغې لاس را واخست او په خپل لاس کې ئې و
نیو او ورته ئې وویلې « اسلام خو کوم مذهب نه دې ، په دې خاطر ته خپل هیواد ته
په اسلام غوره والې ورکوې . دا کمزوري ستاسې نه ده بلکه ستاسې د مذهب کمزوري ده ،
ته له ما سره د سمندر څخه اخوا ولاړ شه نو زه به درته خپل مذهب و ښایم ، نوبیا به دې
دغه خپل مذهب ،چې ته ئې د خپل سوډانیتوب څخه وروسته ځان پیرو ګڼې، له یاده ووځي.»
« زه په داسې م
هب باندې لعنت وایم چې خپلې لوڼې دپردیو سره دشپې د تر سره کولو له پاره هڅوي او د شرابو
د څښلو عمل ته ثواب وائې ، » بالیان یو ناڅاپه را بیدار شو . او وئې ویلې «
تا خپل عصمت پر ما نه دې لوټلې ، بلکه زما عصمت دې لو ټلې دې ، ما ته نه ،
بلکه تا له ما څخه د لوبو اله جوړه کړې وه.»
« د یوه مسلمان د ایمان د اخستلو له پاره د عصمت
ورکول کوم زیات څیز نه دې » نجلۍ ورته وویلي ، « ما ستا عصمت نه دې لوټلې ، بلکه ستا ایم
ان مې اخستې دې ، خو اوس نه غواړم چې ولاړه شم او تا په لاره کې لویدلې پرزیدلې
پریږدم . زه اوس تا د یوې سترې رڼا په لور بیایم. چیرې چې ستا راتلونکې او عا
بت روښانه او ځلیدونکې تر سترګو کیږی .»
زه هغې رڼا ته نه ورځم » بالیان ورته وویل
.
«ګوره بالیان ! » (موبي) ورته وویل « میړه او بیا جنګی میړه هیڅکله هم د خپلې وعدې او
سودا څخه نه په شا کیږې. تا زما سودا منلې ده ، ما ستا ایمان اخستې او هغه مې په شرابو کې
ډوب کړې دې او تا ته مې ستاد خوښې قیمت درکړې دې . ددومره ورځو را هیسې
ستا وینځه او بې نکاح ښځه یم ، اوس ته ددې سودا څخه په شا نه شې تللاې . اوس یوې کمزو
ې نجلۍ ته دوکه مه ورکوه .»
« تا ماته هغه ستره رڼا همدلته و ښوو
ه کومه چې ته غواړې د سمندر څخه اخوا ئې ماته را وښائې .» بالیان وویل « ماته خپ
را تلونکې او عاقبت د هیرو په څیر همدا اوس ځلیدونکې په سترګو کیږي .»....(موبي) د څه وی
و هڅه کوله نو بالیان ورته په قهر سره وویل « چپ شه نجلۍ ! صلاح الدین ایوبي
زما دښمن کیداې شي خو زه د هغه رسول دښمن کیداې نه شم چې صلاح الدین ایوبي ئې هم
په نوم باندې ځان ځاروي ، زه دهغې رسول په نوم باندې مصر او سوډان او هر څه ځا
یدو ته تیار یم . د هغې په ستر اوپا ک نوم باندې زه د صلاح الدین ایوبي تر مخ وسلې
ایښولو ته هم چمتو یم »
«ما تاته څو ځلې ویلې چې شراب لږ څښه ، » (موبي) ورته وویل « له
یوې خوا شراب او له بلې خوا زما د جسم سره ټوله شپه لوبې کول او ویښ پاته کیدل ، ګو
ه ستا دماغ بلکل بیکاره شوې دې ، تا دا هم هیر کړې دې چې زه ستا ښځه یم . »
« زه د
یوې صلیبي فاحشې خاوند کیداې نشم » دهغه نظر د شرابو پر بوتل شو، بوتل ئې را
واخست او لرې ئې خطا کړ ، او را پورته شو . خپل ملګری ئې را وبلل ، هغوې هم
په یوه منډه راغلل ، هغه ورته وویل «دا نجونی او دا نجلۍ هم ټول ستاسې بندیان دې دوې
بیرته قاهرې ته یوسئ ،»
«قاهرې ته !» یوې نجلۍ په حیرانتیا سره وپو ښتل « ته اوس قاهرې ته تل
غواړې ؟»
«هو !» هغه ورته وویل « قاهره ، په دې کې د حیرانیدو څه خبره ده . تر څ
و پورې به په دغه شګو کې اوړو را اوړو ؟ چیرته به ځو ؟ ولاړ شئ او په
سونو زینونه کښیږدئ او هره نجلۍ د یوه یوه اسپ په شا و تړئ او سفر پیل
کړئ. »
*****(۳۱)
په دښتو کې د اوښ سفر بې اوازه وي ، خو د آس د خپو اواز اوریدل کیږي
. خو د اوښ پښې خدای داسې جوړې کړې دي چې ډیر کم اواز هم نه ترې را پورته کیږې
، هغه وخت چې بالیان د (موبي) سره خبرې اړولې را اړولې هغه ته دا احساس هم و ن
و چې په یوه اوښ سپور د یوې کوچنۍ شګلنې غونډۍ په سر ولاړ دې او دوې او دا نورې شپږ
نجونې تر سترګو لاندې څاري ، دا د صلیبي کماندو د ډلې یو سړې و . ددې ډلې قومندان یو هو ښیا
سړې و . هغوې د بالیان د تم ځاې څخه لږ څه اخوا دیره جوړه کړې وه . د هغوې په وهم و ګمان
کې هم نه و چې دهغوې ښکار د هغوې څخه نژدې نیم میل لرې دې . هغه د فوځې پوهې څخه په
کار اخستلو سره د شپې درې کسو ته دنده سپارلې وه ، چې هغوې دې په اوښانو سپاره شي او تر ل
ې لرې پور ې دې پهره وکړي . او هر چیرې چې ورته کوم خطر او یا د کار څه خبره پیدا شي
نو سمدستي دې دلته خبر راوړي . ددې کار له پاره اوښ موزون تر ینه سپرلۍ وه . ځکه چې
دهغې د پښو اواز نه وی ، درې واړه سپاره په مختلفو لورو باندې ولاړل ،
دا ټوله سیمه د پړاو اچولو او تم کیدو له پاره ډیره مناسبه وه . په دې خاطر قوم
ندان فکر کړې و چې کیداې شي دلته بل چا هم تم ځاې جوړ کړې او دیره ئې اچولې وي
.
یو اوښ سپور ته رڼا تر سترګو شوه نو هغه همغه لورې ته ولاړ ، دا یو کوچنې مشا
و چې د بالیان په تم ځاې کی روښانه شوې و . اوښ سپور مخته راغې نو د یوې غونډۍ شاته
پټ شو . دا همدومره ستره وه چې په اوښ سپور ترې هرې لورې ته کتلې شول . په دغه تیاره
غوني رڼا کې نجونې هغه ته تر سترګو شوې چې د بالیان د فوځې ډلې سره ئې خبرې کولې ،
ددوې څخه لږ څه لرې یوه بله نجلۍ د یوه سړې سره په خبرو کې مشغوله ده . او ددوې نه
ږ څه اخوا دهغوې اسونه مختبیله شوې و. په دې کې هغه اسونه هم و چې دوې د بندیانو د
ساتونکو د وژلو وروسته تر لاسه کړې وو .
صلیبي اوښ سپور خپل اوښ را تاو کړ تر
یوه ځایه خو سوکه سوکه ولاړ او بیا ئې اوښ په ځغاسته کړ. د اوښ له پاره نیم میل
فاصله هیڅ شې هم نه دې . سپور خپلې ډلې باندې زیرې وکړ، چې ښکار زمونږ
په قدمونو کې دې . قومندان یوه لمحه هم له لاسه ورنکړه ، د اوښ سپور څخه ئې
تفصیلات و غوښتل او فوځیانو ته ئې د پیدل تلو حکم وکړ، ځکه د آسونو د پښو د
اوازونو څخه د دښمن د خبریدو خطر را پیښیده ... کله چې دا ډله دبالیان تم ځاې ته ورسیده نو
هغه وخت بالیان حکم کړې و چې یوه یوه نجلۍ د آسونو په شاو باندې وتړئ ، د هغه
دوستا ن حیران و او د بالیان په لور ئې کتل چې هسې نه چې دهغې دماغ خراب شوې وي، هغوې
ه ده سره خبرې پیل کړې او په دې تر تیب وخت له لاسه وت. بالیان په ډیره
سخته توګه هغوې قانع کړاې شول ، چې هغه څه چې هغه يې کوي په پوره هوش او فکر سره
ئې کوي . او بیرته قاهرې ته ستنیدو کې عافیت او مصلحت دې .
نجونو په ډیره اندیښنه هغه ته
کتل ، دبالیان خلکو په آسونو باندې زینونه کښیښول او نجونې ئې و نیولې ، یو ناڅاپه پرې
افت را پریوت ، بالیان په لوړ اواز سره بیا بیا وویل « مونږ وسله غورځوو ، او نجونې
اهرې ته له ځانه سره بیرته وړو . » هغه دغه یرغل کونکي د سلطان ایوبي مجاهدین ګڼل ، خو
یو خنجر دهغه په زړه کې ور کښیوت او هغه ئې د تل له پاره چپ چاپ کړ. دهغې ملګرو هم د دوم
ه زیاتو وګړو د ناڅاپی یرغل دفاع و نه شوه کړاې ، هغوې د ځانونو د جوړولو دمخه له منځه تل
ي و. نجونې یو ځل بیا ازادې شوې وې ، کماندو ډلې هغوې سمدستي له خپله ځانه سره یوړې ،
هغوې کماندو ډله و پیژندله ، ځکه هغوې هم دهمدې ډلې جاسوسانې وې . هغوې شپه هملته وکړه او د پهرې
ه پاره ئې دوه ساتونکې و درول چې د تم ځاې په چاپیریال کې به ګر ځیدل را ګر ځیدل .
*****(۳۲)
تر اوسه پورې د سلطان ایوبي لیږل شوي سپاره دهغې ځاې څخه ، چې بندیانې نجونې
د بالیان وګړو دساتونکو څخه ازادې کړې وې ، ډیر لرې وو. هغوې د شپې هم مزل
کاوه او نه ئې غوښتل په دې تعقیب کې وخت له لاسه ورکړي ، لارښود هم ورسره و
هغه ته ځاې او لاره په یاد وه ، هغه دا ډله هغه ځای ته یوړل د کومه څخه
چې پرې حمله شوې وه ، یو مشال ئې روښانه کړ ، وئې کتل چې هلته د رابن او دهغې د ملګرو لاشونه پ
اته دې . دا څیرول شوې او خوړل شوې و . په دې وخت کې دښتي ګیدړانو او نورو حیواناتو د هغوې
لاشونه خوړل ، د سپرو په کتلو سره دا څیرونکې و تښتیدل ، د ورځې له اړخه دوې د
غوښې خوړونکو الوتونکو ښکار و، ساتونکې خپل قومندان هغه ځاې ته یوړ د کومه ځایه چې
هغه دخپلې تیښتې له پاره آس را پرانستې و ، هلته ئې د مشال په رڼا کې ځمکه و کتله ،
د آسونو د قدمونو او پښو نښې تر سترګو کیدې او دهغه لورې نښې ئې هم ښوولې کومي
ته چې دوې تللي و. خو دشپې له اړخه ددې نښو لیدل او تعقیپول هم ګران کار و . د وخت د
ضایع کیدو او د بې لارې کیدو خطر هم و ، نو په دې اساس د شپې هملته تم شول.
د صلیبیانو
له په خپل تم ځاې کې ویښه ناسته وه ، ډیر زیات خوښ و ، قومندان پریکړه کړې وه چې د سهار
په تیاره کې به د روم د بحیرې په لور خوځیږي ، په دغه وخت کې (میګناناماریوس) وویل
چې زمونږ مقصد لا تر اوسه پورې نه دې تر لاسه شوې ، دصلاح الدین ایوبي وژ
خو په خپل ځاې پاته دي ، قومندان ورته وویل چې دا هغه وخت شوني وو چې مونږ
د نجونو پسې قاهرې ته تللې وائې ، اوس مونږ د قاهرې څخه ډیر لرې یو نو په دې اساس
دهغې موخې د تر سره کولو کار و ځنډول شو.
«دا زما دنده ده چې د مرګ پرته
ئې بل هیڅ شې نه شې ختمولاې » ”میګنانا ماریوس» وویل « ما د صلاح الدین ایوبي
د وژلو سوګند پورته کړې ، ماته دیو ملګري او یوې نجلۍ اړتیا ده .»
«دا پ
یکړه به زه کوم چې مونږ باید څه وکړو » قومندان ورته وویل « ټول باید زما د حکم او امر
اطاعت وکړي»
«زه د هیچا دحکم تابع نه یم »« میګنا ناماریوس» ورته وویل » « تاسې ټول د خداې د حکم
تابع یاست »
قومندان هغه ته سترګې برګې کړې او په قهر شو .”میګنا ناماریوس » سره خپ
ه توره وه ، هغه پورته شو او په قومندان ئې توره را وویستله ، خو ملګري ئې تر
منځ شول ، ماریوس ورته وویل « زه د خدای یو بې لارې انسان یم ، زه د ګناه او
بې انصافۍ تر منځ ځوړند یم ، ایا تاسو پو هیږئ چې زه ئې ولې په بندي ځاې کې د
دیرش کالو له پاره ورغورځولې وم ؟» پنځه کاله مخته زما یوه خور چې عمر ئې شپا
س کاله و وتښتول شوه ، زه یو غریب انسان یم ، زما پلار ددې نړۍ څ
خه لا پخوا سترګې پټې کړې وې ،مور مې ړنده ده ، زما کوچنې کوچني زامن دي ، ما به زیار
او زحمت ویسته ، مزدوري به مې کوله او هغوې مې پالل ، ما په چرچ کې دیسوع مسیح را ځړول
وې بُت څو څو ځلې ماچ کړې او دا مې ترې پو ښتل چې زه ولې غریب یم ؟ ما هیڅکله هم
ګناه نه ده کړې ما خپل ټول عمر په ریښتونولۍ او صداقت کې تیر کړې ، زه مزدورې کوم
اودخپلې کورنۍ پالنه کوم خو زما د کورنۍ ګیډه لا تراوسه پورې هم خالي ده ، زم
ا مور به ولې خداې ړنده پیدا کوله ، ماته یسوع مسیح هیڅ ځواب را نکړ ، او کله چې زما پیغ
ه خور و تښتول شوه نو زه چرچ ته ولاړم او د پیغلې مریم څخه مې و پوښتل چې زما د پیغ
ې خور په پیغلتوب تا ته ولې درد راپیدا نه شو.؟ هغه خو معصومه او پاکه وه ، پر
هغه باندې خداې ظلم او تیرې کړې و چې هغه ته ئې ښایست ورکړې و ، ماته نه یسوع
مسیح ددې ځواب راکړاې شو او نه پیغلې مریم په دې هکله څه وویل ......»
«یوه ورځ راته د
یوه ډیر شتمن سړې نوکر وویل چې ستا خور ددې شتمن سره په کور کې ده ، هغه یو
عیاش انسان دې ، پیغلې نجوني را تښتوې څو ورځې ور سره خپله عیاشې کوی اوبیا ئې له
دې ځایه بل چیرته لیږدوی ، خو دا انسان د پادشاه په دربار کې ناسته پاسته کوي ، خلک دهغې
عزت کوی ، پادشاه هم هغه ته دسترې رتبې توره ورکړې ، هغه په ګناهونو کې ډوب هم د
خدای خوښ دې، د نړۍ قانون دهغې په لاسو کې د لوبو اله ده .....زه د هغې کورته ولاړم ، او خپله
خور مې ترې بیرته و غوښتله ، هغه زه په پورې وهلو او ټیل وهو دخپل محل څخه را وویستم
، زه بیا چرچ ته ولاړم ، دیسوع مسیح د بُت او د پیغلې مریم دعکس تر مخ مې و ژړل ،
خداې ته مې ورغږ کړ، ماته هیچا ځواب را نکړ ، زه په چرچ کې یواځې وم ، پاد
ي راغې ،ماته په قهر شو او زه ئې د چرچ څخه را وویستم. ،وئې ویل: ددې ځاې څخه دوه
عکسونه غلا شوې دې ، ووځه ، اوکه نه پولیسو ته دې په لاس کې ورکوم .» ما ترې په حیرانتیا
سره و پو ښتل « ایا د ا دخداې کور نه دې .؟» هغه ځواب راکړ « ته زما څخه د اجازې پرته دخدائې کور
ته څنګه را ننوتې ئې ؟ که چیرې دګناهونو معافي غواړې نو ماته راشه ، خپله ګنا بیان کړه
، زه به خداې ته ووایم چې ستا ګناهونه تاته وبښي ،ته نیغ په نیغه د خداې سره خبرې نه شي
کولې ، زه وځه له دې ځایه.... اوزما دوستانو زه ئې په دغه توګه دخداې له
کوره را وویستم .»
هغه داسې وختونه او داسې داستانونه بیانول چې په ټولو باندې
چپتیا راغلې وه ،د نجونو د سترګو څخه اوښکې روانې شوې ، ددښتې د شپې چپتیا کې ددې خبرو
اغېز په ټولو باندې د طلسم او جادو په څیر را خپور شوې و .
هغه وویل «ما پادرې ، د یسوع
مسیح بُت ، د پیغلې مریمې عکس او هغه خداې چې ماته په چرچ کې تر سترګو نه شو ټو
و ته د شک په سترګه وکتل او په همدې شک سره د چرچ نه را بیرون شوم . کله چې کور ته و
اړم نو ړندې مور مې راڅخه و پوښتل ، چې زما لور دې راوړه او که نه ؟ زما ښځې له
ما وپو ښتل ، زما زامنو له ما و پو ښتل ، خو زه د د یوه تصویر او بُت په څیر چپ ولاړ وم.
خو زما په وجود کې یو توپان راولاړ شو او زه بهر را ووتلم . زه
ټوله ورځ هسې ګرځیدم را ګرځیدم ، د ماښام په وخت کې مې یو خنجر واخست ، او ددریاب په
غاړه باندې زنګیدلې ګرځیدم . شپه تیاره شوه او ډیر وخت لرې یوې لورې ته ولاړم
،ماته دهغه محل رڼاوې تر سترګو شوې په کوم کې چې زما خور بندې کړل شوې وه ، زه
یر ګړندې ولاړم او ددې محل د شا له لورې په دې محل کې و رننوتم ، زه دومره
چالاکه او زیرکه انسان نه وم خو زه چالاکه و ګرځیدم ، کله چې زه د شا ددروازې څخه
محل ته ور ننوتم نو د محل په یوه کوټه کې شور و غوغا وه ، کیداې چې څه خلکو به شراب څښل ،
زه په یوه کوټه کې ور ننوتم نو یوه نوکر زه و درولم ، ما د هغې په سینې باندې
خنجر کښیښود اودخپلې خور نوم مې واخست او ترې ومې پو ښتل چې هغه چیرې ده ، نوکر
زه د دننه پاتخو له لارې پورته پوړ ته یوړم اوپه یوه خونه کې ئې و ر
داخل کړم او وئې ویل چې دلته ده ، زه دننه ولاړم نو زما شاته دروازه و تړل شوه ، او
خونه خالي وه ......
د لږ ځنډ وروسته دروازه پرانستل شوه او یو زیات شمیر خلک دننه راغ
ل ، دهغوې سره توري او ډنډې وې ، ما د خونې شیان را پورته کول او دهغوې په لور م
ې ور ویشتل ، ډیر شیان مات او وران ویجاړ شول، هغوې زه و نیولم ، وئې وهلم ان ت
دې چې زه بې هوشه شوم . کله چې زه په هوش کې راغلم ومې کتل چې زه په ځولنو او
ځنځیرونو کې تړل شوې یم ، زما پر خلاف دا الزام و چې ما ډاکه اچولې ده ،د پادشاه د
یوه دربارې کور مې خراب کړې دې او درې کسان مې د وژلو په نیت زخمیان کړي هم دي، زما فریاد
هیچا وانه ورید . اوماته ئې دیرش کاله د بندې پاته کیدو سزا راکړه او د بندې خانې په دوزخ کې
ئې ور واچولم . اوس نژدې پنځه کاله پوره کیږی خو زه انسان نه یم پاته شوې، تاسو د بندې
خانې په سختیو نه پوهیږئ ، د ورځې له اړخه درڅخه دحیواناتو په څیر کار اخلي او دشپې مو د
سپیو په څیر په ځنځیرونو تړي ، ماته د امعلوم نه وه چې زما هغه ړنده مور به ژوندۍ هم
وي او که مړه شوې به وې ، ماته دخپلې ښځې اوبچیانو په هکله هم معلومات نه و ، زه ئې د یو خطرناک
غل په څیرساتلم اوهیڅوک ئې را ته نه را پریښودل.....
«... ما به هر وخت فکر کاوه چې
زه به ریښتونې یم که خداې ، ځکه اوریدلې مې وه چې خداې بې ګناه خلکو ته سزا نه ورکوي
، خو زه خداې په کومې ګناه کې را نیولې یم او دا سزا ئې راکړې ده ؟ زما
بچیانو ته په کومه ګناه سزا ورکول کیږې .... زه پوره پنځه کاله په همدې اندیښنو کې
ککړ وم، څو ورځې دمخه د فوځ یو څو افسران هلته بندې خانې ته راغلل، هغوې ددې کار له پاره چې اوس
مونږ ورته مؤظف شوې یو څه کسانو ته اړتیا وه ، ما خپل ځان ورته نه را مخ کاوه ، ځکه چې
دا د پادشاهانو نښتې او جنګونه دي ، ما ته ټول پادشاهان یو څیر دې خو کله مې چې واورید
چې څو نجونې د مسلمانانو د بند څخه ازادول دې نوزما په زړه کې زماد خپلې خو
غم را تازه شو . مونږ ته ویل شوې و چې مسلمانان دکرکې وړ قوم دې ،ما دا اراده کړې
چې ره به عیسائې نجوني د مسلمانانو د بند څخه ازادوم ، نو که چیرې خداې ریښتونې وي نو زم
ا خور دې دهغه ظالم عیسائې د لاسو څخه را ته ازاده کړی . بیا فوځې افسرانو وویل چې د
یو مسلمان پادشاه دوژلو پلان هم دې نو زه ددې کار په اهمیت پوه شوم او خپل
ځان مې ورته را مخکښې کړ . خو شرط مې ورته دا کښیښود چې ماته دومره رقم
اکړئ چې زه ئې خپلې کورنۍ ته ورکړم . هغوې د رقم د راکولو وعده وکړه او دا ئې هم
وویل که چیرې د سمند څخه اخوا له منځه ولاړئ نو ستاسې کورنیو ته به دومره زیات رقم و
کړل شي چې دټول عمر له پاره به چاته اړ نه پاته کیږي .
هغه دخپلو ملګرو په لور ا
اره وکړه او وئې ویل « دا دواړه زما سره په بندې خانې کې و ، دوې هم خپل ځانونه را وړاندې کړې دي ، له
مونږ ه څخه د سلګونو خبرو پو ښتنه شوې ده خو مونږ درې واړو هغوې ته ډاډ ورکړې دې چې م
ونږ به خپل قوم او خپل مذهب ته دوکه نه ورکوو ، ماخو په حقیقت کې دخپلې کورنۍ له پاره
خپل ځان پلورلې دې د بندي خانې څخه د وتلو تر مخه یو پادري مونږته وویل ، چې دمسلمانانو عام
ه وژنه د ټولو ګناهونو د بښلو سبب کیږي . او د مسلمانانو د بند څخه د عیسائې نجونو ازادول خو
تاسو نیغ جنت ته بیائې .ما د پادرې څخه و پو ښتل ، چې خداې چیرې دې ؟ هغه چې کوم
ځواب راکړ هغه زما له پاره د ډاډ وړ نه و.ما په صلیب باندې لاس کښیښود او
سوګند مې یاد کړ ، مونږ ئې بهر را وویستو ، زه ئې خپل کورته بوتلم ، زما کورنۍ ته هغوې ډیر
ستر رقم ورکړ . زه ډاډمن شوم ، اوس نو زما دوستانو ! ما ته د خپل سوګند تر سره
کول اړین بریښي ، زه غواړم ووینم چې زما خداې چیرې دې ، ایا د یوه مسلمان پادشاه په وژ
و به خداي را ته تر سترګو شي.»
«ته لیونې ئې ، لیونې !»قومندان ورته وویل «تا چې څومره خبرې و کړې
ماته په هغې کي د عقل لږ څه بوي هم نه راځي »
«هغه ډیرې ښې خبرې وکړې » دهغه یو ملګرې وویل ،
« زه به له هغه سره یوځاې کیږم»
«ماته اوس د یوې نجلۍ اړتیا ده » ”میګنا ناماریوس » دنجونو په
ور وکتل او وئې ویل « زه به د نجلۍ د ځان او عزت مسؤل یم، زه د نجلۍ پرته تر صلاح الدین
ایوبي پورې نه شم رسیدلې ، د هغه وخته چې زه دلته راغلي یم په همدې فکر کي ډوب یم
چې زه به دصلاح الدین ایوبي سره څنګه په یوه ځانته ځاې کې ووینم .»
(موبي) پورته
شوه او دهغې سره د تللو له پاره ئې خپل هوډ و ښوده . او وئې ویل « زه له ده سره تللو ته تیاره
یم»
«مونږ خو تاسو په ډیره ستونزمنه توګه دهغوې څخه ازاد کړي یاست (موبي) ! » قوم
ندان ورته وویل « زه تاسې ته د داسې خطرناک مشن د تللو اجازه نه شم درکولاې .»
« ماته دخپل
عصمت د بدلې اخستل راپه غاړه دی،قومندان صیب! (موبي) ورته وویل « زه د صلاح الدین
ایوبي دخوب خوني ته په اسانۍ سره ور ننوتلې شم ، ماته معلوم دې چې د یوه مسلمان رتبه چې
څومره لوړه وي همغوره ډیرهغوې د ښکلو نجونولیواله او زړه بایلیدونکې اوسي ، صلاح ا
دین ایوبي ته به دا احساس هم و نه شي چې هغه په خپل ژوند کې اخرې نجلۍ ویني
.»
د ډیر زیات بحث او تکرار نه وروسته ”میګنا ناماریوس » د خپل یو ملګرې او (موبي) سره
یوځاې د خپلې ډلي رخصت واخست ، ټولو ورته دعاوې وکړې او خداې پاماني ئې ورته وویله.
هغوې دوه اوښان له ځانه سره واخستل ، په یوه ئې (موبي) سپره کړه او په هغه بل هغه دواړه سړي
کښیسناستل. دهغې سره دمصر سکّّّې هم وې او طلائې اشرفۍ هم . دواړو سړو
چُغې واغوستې ، په دې وخت کې د ”میګنا ناماریوس » ږیره هم را اوږده شوې وه ،
دهغه د مخ رنګ هم په بندې خانې کې د سختیو له لاسه ایټالیائې نه و پاته شوې ، دهغه په
رنګ کې توروالې را څرګندیده ، په دې اساس پر هغې دا شک نه کیده چې دا اروپایی دې ، هغه
ته ئې د ځان د بدلولو په خاطر کالي ورکړي و خو یو خنډ تر مخه وه چې علاج ئې نه
پیدا کیده ، او هغه دا چې ماریوس ته د ایټالیي ژبې پرته په بله ژبه خبرې کول نه ورتلل،
خو (موبي) د مصریانو په ژبه خبرې کولې ، هغه بل سړې چې له دوی سره یوځاې تللې و هم دمصریانو په ژبه ب
د نه و . دوې غوښتل ددې خنډ د لرې کولو کومه لاره پیدا کړي ،
هغوې یواځې یوه شپه دم
خه روان شوي و ، (موبي) د لارې په ښکته پورته ښه پو هیده ، ځکه هغه د قاهرې څخه راغلې وه . ماریوس
پر هغې باندې هم یو چُغه ور واچوله ، او دهغې سر ئې د لوپټې په څیر په یوه څادر پټ
کړ.
*****(۳۳)
د سهار په روښنائې کې د سلطان ایوبي د سپرو هغه ډله چې د تعقیب له پاره
وتلې وه د آسونو د قدمونو په نښه کولو سره همغه لورې ته روانه شوه ، دلته د ډیرو
سونو د پښو نښې لیدل کیدې چې پټیداې نه شوې ، د سهار څخه د مخه د صلیبیانو ډلې نجونې
ه ځانه سره کړې او د ساحل په لور روان شول ، د هغوې تګ ډیر ګړندې و. دهغوې په تعاقب
کې د لټونکو سفر تم کیدونکې و . ځکه چې د شپې له خوا هغوې ځمکه نه شوه کتلاې خو ص
یبیانو خپل سفر جارې و ساته ، هغوې غوښتل چې په نیمه شپه کې پړاو وکړې خو
هغوې په ډیره بیړه کې وو.
صلیبیان چې په نیمه شپه په کوم ځاې کې تم شوې و د سهار د لکیرو د را
ښکاریدو سره سم بیا و خوځیدل ، خو دهغوې تعقیب کونکي ډله د سهار په پوره روښنائې
کې د هغوې پسې و خوځیده .
”میګنانا ماریوس» د عقل څخه کار اخستې و چې هغوې پر اوښانو سف
پیل کړې و ځکه اوښان د لوږي او تندې دومره پرواه نه کوي ، د تم کیدو پرته
د آسپ نه زیات سفر کوي ، په دې خاطر ماریوس او دهغې ډله په ګړندۍ توګه خپله هدف ته ور نژدې
کیدل .
تر اوسه پورې د لمر پریوتو ته لا ډیر وخت و چې هغوې ته دانسانانو لاشونه تر ست
ګو شول ، دعلي بن سفیان نائب د بالیان لاش و پیژانده ، دهغه څهره سلامته وه ، دهغې سره
نژدې دهغې د شپږو نورو ملګرو لاشونه پراته و ، د ټولو څخه کارغانو او حیواناتو غوښې
کولې وې ، سپاره حیران وول چې دا څنګه خبره ده ؟ د وینې څخه معلومیده چې ددوې د مړینې څخه
ډیر وخت نه دې تیر شوې . که چیرې دوې د بغاوت په شپه مړه شوې واې نو د وینې نښه به ئې هم نه
واې پاته ، یواځې هډونکي به و . دا یوه معمه وه ، چې هیڅوک ئې په حل نه پوهیدل . ددې
ځاې څخه بیا د اسونو د پښو نښې را پیدا شوې سورو خپل اسونو ور و ځغلول ، تر نیم میله پورې و
اړل ، نو د اوښانو دپښو نښې هم تر سترګو شوې ، هغوې همداسې مخته ولاړل ، د لمر د پریوتو سره بیا
هم هغوې دمه ونه کړه ، اوس نو د خاورو د غونډیو لوړه ژوره سیمه پیل شوه . چې په دې کې
یوه لاره د یوه سُرنګ څخه تیریده ، ددې پرته بله دتللو لار نه وه .
صلیبیان هم په
همدې لار تللې وو. او د روم د بحیرې په لور روان و .د غونډیو سیمه تر ډیره ځایه پورې
خپره وه . دهغې ځاې څخه د وتلو وروسته تعقیب کونکې و دریدل ځکه چې مخته ورته پراخه شګ
وړه میدان پروت و.
دسهار په وخت روان شول نو چا وویل چې د سمندر هوا راولګیده
، سمندر هم دومره لرې نه و خو صلیبیان نه تر سترګو کیدل ، په یوه ځاې کې د خوراک څ
ښاک د پاته شونو څخه دا انګیرل کیده چې دلته دشپې یو شمیر خلک تم شوې دې ، اسونه
ئې هم همدلته تړلې دی ، بیا نو دا اسونه له هغه ځایه څخه روان شول ، د ځمکې په کتلو س
ه تعاقب کونکو خپل آسونه په ځغاسته کړل ، لمرهم په خپل سفر روان و او مخته ته
، آسونو ته ئې په یوه ځاې کې ارام ورکړ . اوبه ئې ورکړې او بیا روان شول ، د سمندر هوا هم
تیزه شوې وه چې په هغې کې د سمندر بوې صاف محسو سیده ، بیا د ساحل غونډۍ تر
سترګو شوې ، ځمکې دا ویل چې آسونه لږ مخته روان دي چې شمیره ئې نه معلومیږي .
د ساح
غونډې را نژدې کیدې ، تعاقب کو نکو ته په یوه غونډۍ باندې دوه کسان تر سترګو شول ،
هغوې همدې لورې ته راکتل ، هغوې په تیزۍ سره د سمندر په لور ښکته شول ، آسپونه
نور هم تیز شول ، کله چې د غونډیو