زما پښتون غروره
زه لا تراوسه هماغه غرور لرم، هماغه
پښتنی غرور، اوس هم لا خپلې مور، خور، ورور او نورو ته درناوی لرم، د هغوی په عزت کې خپل عزت وينم، هو زه لا
دومره نه يم کمزوری شوی، چې ته فکر کوې!هو
زه لا هغومره نه يم کمزوری شوی، چې تا راباندې د کمزورۍ ټاپه ولګوله،
هو په رښتيا هم زه ډېر ساده يم، چې د خپل زړه ټول دننه حال مې درته وويلو او د خپل زړه تل مې درته وښود، خو تا لا
زه نه يم پېژندلی، ته لا تراوسه هماغه د بازارۍ سودا په فکر کې يې، خو نه، نه، او بيا هم نه.
ځکه زما ژبه زما خپ
ه ده، نه د بل چا، زه مې په خپل فکر فکر کوم، نه د بل چا په فکر، ځکه زه خپله د فکر خاوند يم، که ته ځانته مغرور يې
خو زه هم ستا نه کم نه يم، ما هم داسې ډېر شاته پريښې دي، خو ستا فکر زما په اړه سم ونه خوت، زما فکر ډېر وړاندې د
تګ کولو خيال کاوه؛ خو ستا فکر لنډه مهاله موده په بر کې نيسي، خو زه بيا هم وايم، چې له کرکې کرکه لرم او له مينې
سره مينه لرم، ګوره پام، چې مينې ته په بد نظر ونه ګورې، ګنهګار به شې، ځکه زما مينه يوازې هغه ستاسو مينه نه
زما مينه ډېره ژورتيا لري او ښايي ته يې تراوسه په مانا پوه نه شې، او زه به د يوه شاعر د شعر يو بيت راواخ
م:
زره نفرت مې زړه کې نه ځاييږي
ټول يې له مينې نه جوړ کړی يمه
او خپله يوه خبره د حمزه بابا په دې بيت کې د
ته وايم:
ما کوز ورته لېمه کړه، زما سر نه ټيټېده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
زه هم پښتون يم،
پښتني غرور لرم او هرڅه مې پښتني خوښيږي، خو د مينې په فضا کې د يو او بل سره د ورورولۍ او خورولۍ لاسونه هم غځوم
او دغو ته بيا ژمن هم پاتې کېږم، خو خير په پای کې درته وايم، چې د خپلو شوخيو او ځورونو بښنه غواړم او په پاتې
ژوند کې دې بريا او خوښي غواړم، که ستا په دربار کې زما په څېر ډېر نور وي؛ نو زه هم د هغو ډېرو له ډلې څخه جلاکېدل
غواړم او دا ورباندې سرباري کول غواړم، چې هرڅه چې کوې، خو له زړه دې زما لپاره بد ګومان وباسه او بس نور دې په
خدای دې سپارم او بيا دې هم په خدای سپارم..
د تل لپاره خدای په امان
ستا سې ورور