دلوی اوبښونکي خدای (ج) په
نامه
هېماتولوژ ي HEMATOLOGY( دداخله طب لکچرنوټ : لومړی برخه)
ژباړونکي : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص
اکټرصالح محمد سلطانزی ځدراڼ
دجرمني هیواد، نېټه : ١٦ /٨/٢٠٠٨
سریزه :
وینه
په بدن کې دروغیتاپه تړاود توازن ساتلو یوداسې کمیت دی چې دجوړښت اوورانښت پر بنسټ ټاکل کیږي . دوینې
نارمل حجم لږوډېر70 ملي لیتر پر یوه کیلوګرام (70 ml/kg) اویا په بله ژبه دبدن د وزن لږوډېر یوپه څوارلسم
ه برخه (1:14) جوړوي.
دوینې دحجروعنصرونوکمښت کیداشي چی د
لاندنیو لاملونوسره تړاو ولري :
a ) لږتولید
b) په لوړه کچه ورانښت /
ضیاع
c) د aاو b دواړ وترکیب
هیماتوکریت
hematocrit : دوینې دټول حجم څخه دحجرودحجم برخې (دسروکرویاتو) سلیزې اندازې ته ویل کیږي . څرنګه چې په
وغوکسانوکې سره کرویات دحجرودحجم 96 % برخه تشکیلوي ، نود هیماتوکریت کمیت په وینه کې دسروکرویاتودون
ې په اړوند بشپړمالومات ورکوي .
1. دپول تیوري (Pool-Theory): : په بدن کې ټاکلې فضا ګانې شته دي چې په
هغوی کې دوینې دحجروعنصرونه ویشل شوي دي .
2. دبنسټیزحجروپول (Stem cells pool) : دغه پول (
نډ) دبنسټیزحجروترټولوکوچنۍ زخیره تشکیلوي چې دهډوکودماغزودلانه تفریق شوو بنسټیز حجرو د لومړي نظم
طبقې (1.Order)په نامه سره یادیږي . دنوموړي نظم څخه بیادماغزوبنسټیزحجرو، دسروکرویاتوبنسټیزحجرو
اودصفحیاتوبنسټیزحجرو پنځیدنه منځ ته راځي چې د بنسټيزحجرو ددویم نظم طبقې (2.Order) په نامه سره یادیږ
ي . نوموړي دواړه تنظیمونه بیا دورته حجروډیرښت پول ، دذخیرې پول او دکارکولوپول
پاره د مورنۍ بنسټیزحجروپول په توګه فعالیت کوي .
3. دورته حجروډیرښت پول -
اودپخیدونکوحجروپول (proliferative pool – and maturation) : دبنسټیزحجرونوموړې زخیره تل هغه
مهال فعال کیږي کله چې د مرکز نه دبدن په لیری برخو کې حجروته اړتیا پیداشي .
4. دذخیرې پول (Reseve pool) :
دنوموړي ډنډ دحجروکچه دکارډنډ په پرتله شل ځله لویه ده .
5. دکارکولوپول (functionspool) : ترعادي
رايطو لاندې لومړی یوازې بشپړپخې شوې حجرې دهډوکوماغزوڅخه دبدن وینې ګرځیدونکې سیستم ته ورکول کیږي .
دبیلګې په توګه لکه چمتواوپاخه شوي سره کرویات .
دوینې دحجرو جوړښت وېش (hematopoiesis division ) :
سایتوکینونه CYTOKINES
سایتوکینونه عبارت له ګلایکوپروتېنو glycoproteins څخه دي چې دح
جرو دودې اوتفریق کړنلارې په کنترولولوکې یوه برابرونکې اغیزه لري . په تیره بیا دوینې دحجرودجوړیدلوسیستم
( دوینې جوړښت ، دوینې ددفاع سیستم اونور )
1 . اینټرفیرونونه Interferons (IFN):
اینټرفی
ون الفا αIFN- : : دمونوسایتونوڅخه تولیدکیږي ، تجارتي نومونه يې عبارت دي له
: IFN-2a [Roferon A®], IFN-2b [Intron A®] اوتردې نه لانورډیر اغیزمن کونسینسوس اینټرفیرون
(CIFN) IFN alfacon1 (Inferax®) Consensus-Interferon ، بلخواڅرنګه چې Peginterferon (PEG-IFN-2a [Pegasys®] ، او PEG-IFN -2b [Pegintron®])
ډیراوږدبیالوژیکي نیمايي وخت لري نوله دې کبله کیدای شي چې په اونۍ کې یوځل ناروغ ته ورکړشي .
اینټ
فیرون بیتا IFN- : فیبروبلاست اینټرفیرون (د فیبروبلاستونوڅخه تولیدکیږي ) ،؛ تجارتي نومونه يې عبارت دي له :
Fiblaferon®, IFN--1a ( دبیلګې په توګه لکه : Avonex®, IFN--1b (Betaferon®) Fibroblasten-Interferon
اینټرفیرون ګام
ا INF- : دټي لمفوسایتونو T-Lymphocyte څخه جوړیږي . تجارتي نومونه يې IFN--1b
(Imukin®)
(دلومړۍ برخې پای )
(په درنښت)
پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي
څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران
اخذلیک: (د مؤلف اجازه ترلاسه شوې ده With autor permission )
1. Gerd Herold, Heinz,Beckers, „et al.“.: (Innere Medizin), 2008