١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږ کال په پوهنتون کې د ځای موندنې په هيله د کانکور په ازموينو کې د برخه والو زده کوونکيو شمېره ٤٠ زرو ته رسيږي .
د يادونې وړ ده چې په ١٣٨١ کال کې دا شمېره ايله ١٨ زره او په ١٣٨٢ کال کې څه باندې ٢٥ زره وه .
تېر کال دغه ازموينې ډيرې لانجمنې وې چې د ځينو ولايتونو پايلې ونه منل شوې .
دغه راز تېر کال د کانکور د نتايجو لپاره له ګاونډي هيواد ايران څخه مرسته غوښتل شوې وه خو سږ کال د نړيوال بانک او سويلي کوريا په مرسته افغانستان توانيدلی دی چې دغه چارې په خپل کور کې ترسره کړي .