د (انګور) په نوم کتاب چاپ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20613
روهیال
دخبریدو نیټه : 2008-08-31


د انګور په نوم کتاب په زراعت کي د لوړو زده کړو د خاوند ليکوال ښاغلي علي محمد کرزي نوی اثر دئ، چي په دې وروستيو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ او خپور سوی دئ.
د کتاب محتوی د افغانستان د يوې عمده مېوې انګور په باب په زړه پوري څېړنه ده، چي د عملي کار تر څنګ په نوموړې ساحه کي د ليکوال مسلکي زده کړي هغه څه روښانه کړي چي بايد د زراعت په برخه کي کي د دغي مېوې په باب ليکل سوي وای. د ښاغلي کرزي دغه اثر په (۱۴۰) مخونو کي د يادي سوي مېوې په باب په زړه پوري بيانونه لري.
د انګورو تاريخچه، د انګورو تاک، آب وهوا يا اقليم، موقعيت، خاوره د انګورو د ډولونو خوښول، د تاک ډېرول، پيوند، للمي او اوي انګور، د بڼ ايښول، د تاک روزل، تاکبيري، د  تاکبيرۍ ډولونه، پوجي، اګ وتخنيک، کود او سره، خړوبول يا اوبه کول، د شډلو يا مضرو وښو ليري کول، د باغدارۍ ميکانيزه کول، خزندې او نا وغۍ، د انګورو ټولول يا پرې کول، د انګورو ساتل، د انګورو وچول او داسي نور هغه عنوانونه دي، چي د دغه کتاب څ ېړنيزه برخه جوړوي.
موږ ښاغلي علي محمد کرزي ته د دې کتاب د چاپېدو مبارکي وايو او د افغان ولس د زراعتي پرم ختګ له پاره يې يو په زړه پوري زياتونه بولو.