(طبي لکچرنوټ : درېیمه برخه )
لیکوالان : پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد س
طانزی ځدران
دجرمني هیواد، نېټه
: ۳۱ /٨/٢٠٠٨
دپيل خبرې :
دلکچرنوټ په لومړۍ اودویمه برخه کې دسرطاني نا
وغيودپېژندنې کلینیکي فرمول (TNM خپور شو . دلکچرنوټ په درېیمه برخه کې دنوموړي فرمول پاتې اړونده برخې ت
څېړنې لاندې نیسو.
٤- ګلیسن سکور(Gleason score)
دځینوسرطاني ناروغیولکه دتیوسرطان
اودپروستات سرطان لپاره دټي این ایم سیستم پرځای ډیره ورته خوبیا هم لږڅه بل ډول درجه بندی کارول کیږي . دبی
ګې په توګه دپروستات کارسینوم لپاره د ګلیسن سکوردرجه بندي څخه ګټه پورته کیږي . دګلیسن سکورکښته شمیره لکه
دیوه څخه تردریوپورې دټيټې کچې درجه بندی (Low grade) ، او دګلیسن سکورمنځنی شمیره لکه دڅلوروڅخه تراووپورې
دمنځنی کچې درجه بندي (Intermediate grade) اودګلیسن سکورلوړه شمیره لکه داتوڅخه تر لسوپورې دلوړې کچې درجه بندي (High
grade)سره ورته کلینیکې خواصوښکارندوی دي .
تعریف : دګلیسن سکور دپروستات کارسینوم دبیوپسي نمونې
دنسجونو دودې په تړاو هیستولوژیکي ویشتوب ته ویل کيږي چې دیوه خبیث تومورارځونه ، دخبیثوالي درجه ،
دغدی دبڼې ناوړه تفریق او دغدی غټوالي په هکله مالومات ورکوي .
په 1970 زکال کې یوه امریکايې
پتولوجیستډاکټر ډونالډګلیسن (Donald Gleason) دپروستات سرطان ناروغۍ دبیوپسي یوه نمونه ترمایک
وسکوپ لاندی وڅيړله . نوموړې وکولای شوه چې دنورمال نسجونو اودسرطاني نسجونوتر منځ
یوبنسټیزهیستوپتولوژیکي توپير وپيژني . دبیلګی په توګه دځینوخواصو په پام کې نیولوسره لکه تومورحجرو
هیستولوژي جوړښت ، د تومورحجروځائيزویش ،د تومور حجروغټوالی ،دتومور حجرودودې سرعت ا ود تومور حجرو
ټاکلې دندې دنومارمل حجروڅخه بشپړتوپير لري . دنورمال نسجونو اودسرطاني نسجونودهراړخیزوهیستوپتولوژي
او مورفولوژي خواصو تر منځ نوموړې توپير دیوه سکیل په ډول سره درجه بندي شوی دی چې ګلیسن سکور (Gleason score )
په نامه سره یاديږي . په بله ژبه د ګلیسن سکور دخبیث تومور په تړاویوه داسې درجه بندي ده چې شمی
يې دیوه نه تر لسو پورې رسيږي اوپه ډاګه کوي چې په کومه کچهنارملنسجونوخپل اصلي جوړښت دلاسه ورکړی اوپه س
طانې نسجونو اوښتی دي . هرڅومره چې دګلیسن سکورشیمره لوړه بیه ولري په همغه کچه خبیث تومور خطرناک اویرغل
کوونکی خواص لري . دبیلګې په توګه : دګلیسن سکور درجه یو (Grade-1) دامانا لري چې دتومورحجرې په ډیره ښه
توګه تفریق شوې دي اوبلخوا دګلیسن سکور درجه پینځه (Grade-5)دامانا ورکوي چې دتوموردودې نمونه داسې
بڼه لري چې دنورمال حجروته په هیڅ ډول ورته والی نه لري . په بله ژبه دتومورحجر ې ډیرې ناوړې تفریق شوې دي .
په کلینیکي تړاودګلیسن سکورددوودرجودجمع په ډول لیکل کیږي . دبیلګې په توګه که چیرته
دکارسینوم دودې یوډول نمونه ولرونودګلیسن سکوردرجه يې دوه ځله شمیرل کیږي . که ومنوچې موږ یوه نمونه ددرجه
یوسکور (Grade-1) په بڼه وپيژندله نوپایله يې داسې لیکو: Score 1+1 = 2 کوم چې ترټولوخورا ښه
تفریق شوی تومورمانا ورکوي او یا : Score 5+5 = 10 کوم
چې تر ټولوخراب اوناوړه تفریق شوي تومورمانا ورکوي . په نوموړې درجه بندي کې لومړی غړۍ اودویم غړۍ
دنمونې دودې دوه هیستولوژي ډولونه په ډاګه کوي . دلومړي غړي د نمونې بڼه ددویم غړي دنموني بڼې په پرتله په
کلینیکي تړاو ډیرارزښت لري . دبیلګې په توګه که چیرته دیوه ناروغ دپروستات کارسینوم عملیات ترسره شوي
وي اوترمایکروسکوپ لاندې دوه ډوله وده کوونکې اوپه هیستولوژي تړاوتوپيرلرونکې نمونې پيژندل شوې وي چې د لومړۍ
نمونې دګلیسن سکوردرجه يې دوه(Score 2) اوددویمې نمونې سلیزه برخه لس په سلوکې خو دګلیسن سکوردرجه يې درې
(Score 3) ټاکل شوې وي نونتیجه يې په لاندې ډول لیکل کیږي . Score 2+3(10%) = 5 په دغه معادله کې ګلیسن
سکوردوه درجې چې دنمونې ډیره برخه تشکیلوي دګلیسن سکوردرې په پرتله چې دنمونې یوازې لس په سلوکې جوړوی دنا
وغۍ دپيژتدنې اودرجه بندي په تړاوډیرارزښت لري .
په عادي صورت سره دبدن حجرې په خپل منځ کې یوډیرښه م
نظم ترتیب شوی جوړښت لري اوپه لوړه کچه تفریق شوې دي ترڅودهرغړی په تړاوټاکلې دندی ترسره ورسوي . خودتومو
حجری نوموړی خواص دلاسه ورکړي وي . په ٢- شکل کې دپروستات غدې نسجونودخبیثوالې درجې دتفریق هیستولوژي بڼه
ښوول شوی ده . دنسجونودخبیثوالې درجه بندي دګلیسن سکور په مرسته سره په لاندې ډول بیان کیږي :
• ګلیسن سکور- یو (Gleason score 1) : دپروستات اډینوکارسینوم دبیوپسي په نمونه کې دغدوبڼه
یوشان ده ،منځنی غټوالی اودیوې بلې سره نږدی څنګ په څنګ پرتې دي . بلخواداسې غوټې لیدل کیږې چې ښکاره س
حد لري . دبیوپسي نسجونویوه غوره نمونه لیدل کیږي چې حجرې يې ددندې په تړاوخوراښې تفریق شوی دي
اودخبیث تومورحجرووده په خورا ټيټه درجه کې پرته ده(Low–grade) . که څه هم حجرې څنګ په څنګ دیوې بلې سره نږدې پرتې
دي خوبیاهم بیلې ښکاری . دحجروبڼه منظمه ،ګرده اوپه ځینوځایونوکې بیضوی شکل ځانته غوره کړی دی
.
• ګلیسن سکور- دوه (Gleason score 2) دبیوپسي نسجونویوه غوره نمونه لیدل کیږ
ي چې حجرې يې ددندې په تړاوخوراشې تفریق شوی دي خودخبیث تومورحجرووده په دومره ټيټه درجه کې نه ده ت
سره شوې . په هغه برخه کې چې دخبیث تومورحجرې پیداشوې دي یوخوا ګډې وډې پرتې دي اوبلخوا په خپل منځ کې
دیوې غدې د قطرپه اندازه واټن لري . برسېره پردې داډینوکارسینوم څرګندخواص دادي چې دغدوپه بڼه
اوغټوالي کې ډير بدلون لیدل کیږی .په دې مانا چې بڼه اوغټوالی دیوه ځای نه وبل ځای ته توپيرلري . : دپروستات
اډینوکارسینوم دبیوپسي په نمونه کې دغدوبڼه یوشان نه ده ، غدې دیوې بلې سره نږدی څنګ په څ
نګ پرتې نه دي . بلخواداسې غوټې لیدل کیږې چې دومره ښکاره سرحد نه لري
• ګلیسن
سکور- درې (Gleason score 3) : دبیوپسي نسجونویوه غوره نمونه لیدل کیږي چې حجرې يې ددندې په تړاو په منځنۍ کچه تف
یق شوی دي اودخبیث تومورحجرووده يې هم په منځنی درجه ترسره شوی ده . په نوموړې نمونه کې دری ډوله
توپیرلرونکې خبیث نسجونه شتون لري .دپروستات اډینوکارسینوم دبیوپسي په نمونه کې دغدوبڼه بیخي یو
ان نه ده اوپخپله غدې هم کوچنی دی ، غدې هرې خواته خورې ورې پرتې دي . بلخوادغوټوسرحدهم
ښکاره نه مالومیږي .
• ګلیسن سکور- څلور (Gleason score 4) : دبیوپسي نسجونویوه داسې
نمونه لیدل کیږي چې حجرې يې ددندې په تړاو ډیر ناوړې تفریق شوی دي اودخبیث تومورحجرووده په ډیره لوړه د
جه ترسره شوې ده . په نوموړې نمونه کې دری ډوله نسجونه شتون لري چې دغلبیل په بڼه سوري اوڅوکې لري .
دکارسینوم وده په ډیره ښه توګه لیدل کیږي . دپروستات اډینوکارسینوم دبیوپسي په نمونه کې دتومور سیمه
بیخي شلیدلې بریښي ، دغدومنځ برخه تښه ده ، ځینې غدې سره ویلې شوې دی او ځانګړې سیمې جوړوی
.
• ګلیسن سکور- پینځه (Gleason score 5) : دپروستات کارسینوم دبیوپسي یوه نمونه ده چې حجرې
يې ددندې په تړاو ترټولوخراب تفریق شوی دي اودخبیث تومورحجرووده يې ترټولوڅخه په لوړه درجه ترسره
وې ده(High-grade) . دنیکروسیس نسجونه دغلبیل سوریو په شان بڼه اوڅوکې لرونکوخبیث تومورحجروله خوا احاطه شوی
دي . دخبیث تومورحجرې ټاکلې دنده نه شي ترسره کولای اوپه ډیره چټکی اوناکنتروله سره ډیرښت مومي . دپ
وستات اډینوکارسینوم دبیوپسي په نمونه کې دتومور سیمه بیخي شلیدلې بریښي ، دغدوشتون هم ښکاره
نه مالومیږي ، ځینې غدې سره ویلې شوې دی او ځانګړې غټې سیمې جوړوی .
٢-شکل : دپروستاتاادینوکارسينوم دبیوپسي په نمونه کې دتومور هیستولوژی بڼه دګلیسن سکوردرجه بندۍ پر بنسټ دیوه نه تر پينځه پورې ترسره شوی ده . که چې په پورتنې شکل کې لیدل کیږي چې دلاندې برخې حجرې )ګلیسن سکور پينځه( دمنځنۍ برخې (ګلیسن سکوردرې) اوترټو وپورتنۍ برخې په پرتله (ګلیسن سکوریو) بیخي توپير لري(3) .
(ددرېیمې برخې پای)
په درنښت
پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد س
طانزی ځدران
اخذلیک:
1. Sauer, Rolf: Strahlentherapie und Onkologie 2004 (Urban & Fischer)
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Cancer_staging
3. http://www.prostate-cancer.org/education/staging/Dowd_GleasonScore.ht
4. http://www.cancer.org/docroot/ETO/content/ETO_1_2X_Staging.
5. www .sprawls .org/ppmi2/RAD
6. http://www .cancer-info .com