هدايت الله هدايت ٣١ جنوري ٢٠٠٥ _استراليا
څونامي د هند د اوقيانوس د هيوادونو لکه هند، سريلانکا،بنګله ديش، تايلند،برما، مليزيا، اندونيزيا... چي د دی سمندر پر غاړه پراته هيوادونه دي دهغوي ساحلي سيمې داسي يو په بل پسي په خپلو موجونو کې را غوټه کړه چي د بشر د طبيعي پېښو په تاريخ کې يې ساري نه وو ليدل سوی . دا پېښه د يوې وحشتناکې طبيعي پېښي په توګه ثبت سوه. دې سمندري زلزلې او د اوبو قهر څه کم دوه لکه انسانان ووژل، د نيم مليون نه زيات يې زخمي کړل او په ميليونونور يې بې کوره آواره او بې اوړو کړه. په اوبو کې يې بې اوبو او چولاوه کړه او په داسي يوې طبيعي بلا او آفت کې يې اخته کړل چې ټوله سرکښه انسانان ورته هېښ پېښ پاتي سول!
هغه څه چې د سونامي سمندري زلزلې او ددې طبيعي فاجعې هيبت يې د نورپخوانيو ورته پېښو نه ممتازه کړ هغه که ددې زلزلې د وژل سوي انسانانو د لوړ شمېرپه خاطروو خو په دې کې هم نغښتي وو چې دا پېښه د جغرافيايې په يوه ډېره پراخه ساحه کې پېښه سوه او ډېر زيات هېوادونه يې په يوه وخت کې متأثره او غمجن کړل. دې انساني فاجعې نړيواله بڼه ځکه پيدا کړه چې په آن واحد کې يې اته آسيايې، پنځه افريقايې هيوادونه په مستقيم ډول پکښې زيانمن کړل او څه ناڅه لس زره تنه د 45 هېوادونو وګړي چې په سيل او سياحت را وتلي وه خپل ژوند دﻻسه پکښې ورکړ.
په دې حوزه کې پراته هيوادونه اوس دداسي يوه واقعيت سره مخامخ سوه چې سونامي ورته ويل کيږي او په راتلونکي کې يې د تکرار احتمال هم ډېر دئ . دهغې سره دمقابلې په خاطر دسيمې دهيوادو متقابله همکاري او دداسي يو سيسټم و نصبېدوته د ضرورت خبره را پورته کوي چي د داسي پېښي د بيا کېدو نه وړاندي د تيار سئ ږغ وږغوي څو په دې وسيله خلګ و خوندي ځايو ته پناه يوسي . ځينې کار پوهان په دې باور دي چې دداسي يوې همکارۍ د فضا د را مينځته کېدو زمينه به ددې طبيعي آفت يوه مثبته نتيجه وي . د هغوي په نظر دې سمندري زلزلې داسي يو فرصت را مينځته کړ چې کېداي سي ددې سيمي د هغو هېوادو تر مينځ د همکارۍ مزي ټينګي کړي کوم چې د پخوا راهيسي يو او بل ته په کږو سترګو ګوري او پر يوه او بل باندي باور او اعتماد نلري.
خو که ددې فرصت نه تېر سو دا خبره هم جوته سوه چې دې بحري زلزلې په نړېواله سطحه هم ډېر هغه ماړه هيوادونه و دې تلاښ ته را کش کړل چې ددې غمځپلي هېوادو د خلګو سره د مرستي په نامه و داسي يو بې سارۍ کمپاين ته مخه کړي چې دهغه نه يې د انساني مرستونه زيات د سياسي ګټې پورته کول لوی هدف وو .
د مثال په توګه د امريکاد متحده ايالاتو پوځي يرغل پر عراق او افغانستان باندي او پر دې هيوادو باندي دامريکايې دطيارو بمبارۍ او په عراق کې د خونړيو پېښو دوام او خرابتيا ډېر ناوړه تأثير د نړۍ په عامه افکارو کې او په خاص ډول په اسلامي نړۍ کي را مينځته کړی دئ . ددې سره يو ځاي د ګوانتانامو او ابوغريب او بګرام په بنديخانو کې د امريکايانوو حشتناکه او غير انساني چال چلند چې دبشر دټولو منل سوي حقوقو نه بر اعلاسرغړونه وه، د اسرائيلي پوځيانو لخوا د فلسطين د خاوري د اشغال دوام او د اسرائيلي پوځيانو غير انساني او خونړۍ چلند د فلسطيني وطنپاله خلګوسره چې ماشومان، ښځي او زاړه سپين ږيري يې اصلي قربانيان دي، په ټوله نړۍ او اسلامي هېوادو کي د امريکا او اسرائيل او د هغه د انډيواله غربي هيوادو سره ډېر ناوړه کرکه او غضب را پارولۍ دی .اوس امريکا او د هغه انډېواله لويديځه هيوادونه د نړۍ د عامه خلګو په ذهنيت کې خپله جاذبه او ددوستۍ د نارو سورو تأثيرپه قطعي توګه دﻻسه ورکړېدۍ. نه ددموکراسۍ دتأمين وچ کلک شعارونو او يا د هغه دکاپيو صادرول دا خلګ خوشاله کړل او نه د پرديو هيوادو يرغل و دوي ته د واقعي آزادۍ زيری ورکړ.
همدا وجه وه چې دامريکا د پاليسۍ جوړونکي کارپوهان په دې لټه کې سوه چې ددې طبيعي ناورين څخه په ګټه اخيستلوسره خپل د ريا او تزور انساني تصوير ددې سيمي او نړۍ وخلګو ته په خپلو مرستو کې وښيې. جورج بوش د امريکا جمهور ريئس په دې تلاښ کې سو چي ددې فرصت نه حد اعظم استفاده وکړي څو دخلګو دا ياغي سوی ذهنيت رام او هغه په دا شاني مرستو رانيسي . هغه ددې کار په لومړي ګام کې د نوي کال په لومړۍ اوونۍ کې خپله وينا ودې زلزلې ته وقف او لارښوونه يې وکړه چي د امريکا بيرغونه دي په ټوله نړۍ کې نيم ځوړنده وي. ددې نه علاوه د ابراهاهم لينکلن طياره وړونکې بېړۍ او ډېرو نورو هليکوپترو او طيارو ودې سيمي ته د مرستو په ليږلو کې برخه واخيسته . په دې اړه د امريکا پخواني د بهرنيو چارو وزير کولين پاول دخپل هيواد مرسته لس برابره زياته ا وهغه يې نژدې يو مليارډ ډالرو ته ورسول او زياته يې کړه چې دا دامريکا دخلګو د سخاوت ښکارندوي دی او هغه به تلاښ وکړي چې په ټوله نړۍ کي دداسي سخاوت اندازه نوره هم لوړه کې. راوروسته بيا جورج بوش دای بي سي د تلويزيوني شبکي سره دخپلي مصاحبې په ترڅ کې وويل چې زموږ څرګنده ديپلوماتيک تلاښونه د هغو کسانو د ديپلوماتيکو تلاښو په پرتله چې غواړي د امريکا بدووايې او دخلګو په زړو کي کرکه را پيداکوي قوي او ډېر ښه نه ده. خو دايې هم زياته کړه چې په اسلامي نړي کې خلګو دامريکا همدردي وليدله!
د استراليا حکومت او خلګو د يو مليارډ نه زيات استراليايې ډالرو مرسته اعلان کړه او د ټولي نړۍ د عامه خلګو په انساني او عاطفي تحرک کې يې ځان شريک کړ ، دملګرو ملتوسازمان، د نړيواله سره صليب ټولنه او د سرو مياشتو ټولنو په ډېره پراخه کچه ددې فاجعي د قربانيانو سره په خپلو مرستو کې خپله همدردي او غمشريکي و ښودله. خوهغو هيوادو چې غوښتل يې د دې همدردۍ نه خپل سياسي اهداف پلي کړي هغه څه يې ﻻسته را نه وړل چي غوښتل يې د خلګو و زړو ته ﻻره پيدا کړي.
ددې بحري زلزلې نه را پورته سوي سياسي تأثيرات د دې هيوادو د کورنيو چارو په سياسي فضا کې بدلونونه هم د ډېري پاملرني وړ وه. دې فضا داسي يو دخوښي احساس را پيداکړ چې ګني ددې هيوادو پروني دښمنان به په نني دوستانو بدل سي. په سريلانکا کې څه ناڅه دوې لسيزي کيږي ددې هيواد دجنوب سينهاليان او دشمال د تاميلانو ترمينځ خونړي کشالې رواني دي. ددوي او د محلي دولت په مينځ کې دناندريو د ختمولو تلاښونه تر اوسه ناکامه پاتي دي. دې سمندري زلزلې چي د شمال او جنوب سيمي يې دواړه په يوه اندازه زيانمني کړې د تاميل د پړانګانو دډلي او د سريلانکا ددولت لخوا دسولي ، پخلايني او همکارۍ داسي نښي نښانې وليدل سوې چي دا خوښي يې را زياته کړل.
اس پي تاميلسلوان د تاميلي پړانګانو د سياسي ښاخي يوه مشر د بي بي سي سره ددې پوښتني په ځواب کې چې آيا ددې توقع کيداي سي چې دا طبيعي فاجعه دي د سريلانکا د خلګو په نژدې کيدو کی يو نقش و لوبوي هغه وويل چې نه يوازي د سريلانکا په جنوب کې بلکه په نورو سيمو کې هم ددې تأثيراتو په هکله خبري کيږي. خلګو ته دا باور پيدا سويدی او فکر کوي چي دا وضعيت به وکوﻻي سي چې د متقابل اعتماد حس زياد او د سولې دپروسې سره مرسته و کړي.
په اندونيزيا کې هم وضعه په همدې ډول جريان و موند. د سونامي بحري ښورماښور دا هيواد د يوې لنډي مودي لپاره په دې و توانوۍ چې دسوماترا په ټاپو کې د آچې د وﻻيت جدايې غوښتونکې او مرکزي دولت تر مينځ و ګډي همکارۍ ته اړ باسي. د آ چې جدايې غوښتونکې دکال ١٩٧٦ زېږديز کال راهيسي د خپلواکۍ دپاره تلاښ کوي او نژدې دشلو کالو راهيسي په دې سيمه کې اضطراري حالت دوام لري. داندونيزيا د بهرنيو چارو يو مقام په دي مورد کې وويل چې دا تراژيدۍ ددې باعث سوه چې انسانان يو اوبل سره نژدې کړي او دښمني ددوستۍ او همکارۍ ځاي و نيسي .هغه زياته کړه چي د انسانانو داسي نيژدېوالي دقيقاً هغه څه دي چې موږ ورته اړ يو څو و کوﻻي سو د نړۍ دا سيمه هم د طبيعي بلاو نه او هم دانساني حماقتو نه وژغورو.
کتونکې په دې باور دي چې د وخت په تېرېدو سره او د دې طبيعي ناورين د زخمو او خرابيو په جوړېدو سره به شايد دا مثبت د همکارۍ تأثيرات ولو که ډېر کوچني هم وه خپل ارزښت دﻻسه ورکړي او وضعه به بيرته و خپل هغه لومړنی حالت ته را وګرزوي. خو ډېرو بيا دا تلاښ و کړ چې د خپلو مرستو په زياتوب سره د حالاتو مسير د خپلو ګټو د ساتلو په چوکاټ کي بل رنګ ورکې اوو دې پروسې ته د خپلو غوښتنو پر بنياد دوام ورکړ ي.
د پامه بايد و نه لوېږي چي ددې سيمي په ټولوځايو کې حالات داسي نه وه. دمثال په توګه په ټايلنډ کې هغه سيمي ډېري زيانمني سوې چېري چې ګڼ شمېر مسلمانان پکښې اوسېدل. د جنوري پر دريمه نيټه دټايلنډ په يوه پوځي فرقه باندي دمسلمانو ښورښيانودحملې کاليزه وه. د تايلند چارواکو دلسو زروتنو نه زيات سر تيري د دې ټاپو په درو جنوبي ولايتو کې ځاي پر ځاي کړل څو ددې ښورښ د کليزي د لمانځلو په خاطر د هرډول ګډوډيو نه ساتنه وکړي . دې کار دا وښودله چې ښورښيانو او د تايلند حکومت خپلي دښمنۍﻻ پخپلو کې ساتلي دي.
دسونامي دې غمناکه او باهيبته تاريخي بحري فاجعې دا سوال هم را پورته کړ چي په داسي حالاتو کي د قربانيانو سره د مرستي په خاطر بايد په نړيواله سطحه يوه اوږد مهاله او دائيمي د حل ﻻره پيدا سي . دداسي فاجعې د قربانيانو سره خو مرسته يو انساني او با ارزښته کار دی خواحساسات نشي کولاي د سياست ځاي ونيسي. هره انساني فاجعه خپل تأثير دټولي نړۍ پر اذهانو باندي پرېږدي او هغه متأثره کوي. دداسي ورته طبيعي مصيبتونو دتأثيراتو د کمولو دپاره چي په هر ځاي او په هر وخت کي يې د تکرار احتمال موجود دي و نړيوالې ټولني او شتمنو هيوادو ته په کار ده چې د مځکي د کرې و ټولو اوسېدونکو ته د مرستي يوه دائمي او عادلانه د حل لاري و لټو ي او دا لاري په سياسي بازيو کي را ښکېله نه کړي .