د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې(۲۰)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20743
د قرېب الرحمن سعېد ژباړه
دخبریدو نیټه : 2008-09-07


  مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ  دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان  شلم ه  برخه  پرلپسې......( ۵۵-۵۰)
[، مسلمان  باید  په  ښځو باندې  دغه ډول  تیرې  و نه  زغمي ، ښځه که  خپله وي او که   د بل چا ، کافره وې او که مسلمانه ، اسلا م  هغه ته  لور  وی ې دي.]

داسلامي  خلافت ماڼۍ  یا د بدکارۍ  هډه :
 دخلیفه د معشوقې«اُم عرارة»   تښتول او  د خلافت  بحران   (۴)
دمیلې اخري شپه وه –

سپوږمۍ دخپل ستروالي په اخري پړاو کې وه ،د صحرافضا د شیشې  په څیر شفافه  وه ، په میلې کې د انسانانو د هجوم  او ګڼې ګوڼي  شمیره  شونې  نه وه ،  په  څو ځاېو کې  نیمې لوڅې نجونې  نڅیدلې  او په ځیني نورو ځاېو کې  د سندرغاړو  اوهغوی ته  د  راټولو  شو خلکو  ډلې  ټپلې  را ټولې شوې وې. خو  تر ټولو زیات  خلک  د هغې  چوترې  تر خوا  را ټول  شوی و  چېرې  چې نجونې لیلامېدلې . یوه  یوه  نجلۍ به  ئې  چوترې  ته  را وست ه  او هلته به  ئې د اخستونکو د نظره تیروله ، پیرونکو به  د هغوی  مخ  ، صورت ، غاښونه ، ويښتان  او  ټول  وجود  د سر نه  تر پښو  پورې  له نظره  تیراوه ،او بیا  به  ئې  پ ې  بولي  پیل کولې ، هلته جوارې  هم  روانه  وه اود شرابو څښل  په اخري  پړاو کې و. هلته  یواځني شي  چې شتون  نه درلود  هغه قانون و او بس. د هر څه ازادي  وه  د لرې  لرې ځاېو څخه د راغلیو خلکو  خیمې په شاوخوا کې   ښخې شوې وې ، نندارچېان د مذهب  او اخلاقو د بنديزونو  څخه ازاد وو، هغوی ته  مالومه  نه وه چې  دهغوی  دخیمو  څخه لږ څه لرې د غرونو په غیږ  کې  یوه ښایسته او ښکلې پیغله د حلالیدو تیارې نیسې ، او هلته یو انسان   له ځانه  دېوتا  جوړ کړې ، هغوی همدومره پوهیدل  چې ددې  غرونو تر منځ  ژوره  سیمه د دېوتاګانو پایتخت  دې . هلته پیریان او دېوان  پهره  ورکوي ،او کوم  انسان  هلته د ورتللو  جرأ ت  هم نه شي کولاې .
هغوی ته دا هم نه و مالوم ،چې دهغوی تر منځ د الله ج پنځه سوه  مجاهدېن  ور ننوتي  دي. او نور  دولس کسه  سرتیري مجاهدېن  د دېوتاګانو  په  چاپیریال کې  ور داخل  شوی دي ،.. د صلاح الدېن ایوبي  دولسو کسو سرتیرو  ته   ورښول  شوی و چې په غرونو کې د  ورننوتلو  لارې  دکومه  ځاېه  څخه  پیل کیږي  خو هغوی دهغې  لارو  څخه هلته نه شو   ور ننوتلاې ، ځکه  هلته  دهغوی ساتونکي  ولاړ ول،  هغوی باید د یوي ډیر ستونزمنې  لا ې  څخه هلته ور ننوځي ، هغوی ته  دا هم ويل  شوی  و چې د غرونو په شاو خوا کې  هیڅ  انسان  تون  نه لري،   خو دا خبره  غلطه وه  او هغه حبشي علی بن سفیان  ته په دې هکله غلط  مالوم ات  ورکړي  و ، ځکه هلته انسانانو شتون   درلود. د غرونو ددې سیمې اوږودوالې او پلنوالې   د یوه  میل  څخه هم لږ  و ،  څرنګه  چې هغوی روزل شوی  سر تیري  و نو هغوی  خواره  واره اوپه  احتیاط  سره  مخته  تلل ، یوه سر تیري  ته په  ناڅاپي توګه د یوي ونې تر څنګ  خوځنده  سیورې  تر سترګو شو . سرتیرې  په پټه  پټه  او  په  خويدو  سره  د هغې  پسې  ولاړ ، و نژدې شو او ناڅاپي  برید  ئې  پرې وکړ، دهغې  څټ  ئې را تاو کړ او په خپلو  مټو کې  ئې  را ونغاړه  او  خنجر ئې ورته    د زړه  په سر کیښود  او ترې وئې  پو ښتل  چې  ته دلته  څه کوې  او دلته  څه ډول  پهر ې    ولاړې دي .‎؟
هغه  حبشي و  او سر تیري   په   عربي ژبه  خبرې کولې  چې حبشي  پرې نه  پو هیده ، په همدې وخت کې یو بل  مجاهد  راغې  هغه هم خپل خنجر د حبشي  په سینې کیښود  هغه  ترې  په اشارو  سره و پوښتل  نو حبشي  هم  په اشارو  سره ځواب  ورکړ  چې داسې ترې  څرګندېده  چې دلته  ساتونکي شتون  لري ، سر تیرو ددې حبشي  شارګ  و   پرې کړ  او سرتیري نور  هم محتاط  مخته   ولاړل ، د هغوی تر مخه  یو ځنګل  را غې، ددې نه لږ   اخوا  غر ونه  و . خو ځنګلونو او غرونو  تیاره  جوړه کړې وه ، هغوی په غره باندې  یو له بله  څ خه  په لږ څه  لرېوالی  سره   پورته  و ختل .
هلته دننه په هغه سیمه کې چې نجلۍ ئې پروهټ  ته  په لاس  کړې وه  څه  نورې  خبرې  روانې وی  ، د تیږې د څهرې  تر مخه  یوه قالینه  غوړیدلې  وه ، په  هغې باندې  یوه  تیزه او تیره   توره  ایښول  شوی وه ، توري ته نژدې  یو لوي  وښې  هم  پروت  و ، په قالینه باندې  ګُلونه خواره  شوی و، چې تر څنګ  ئې اور  لمبې وهلې ،  دچوترې  څلورو  خواو  ته  قندېلونه  او مشالونه  روښانه   کړل  شوی و چې څلور  نجونې  ئې په رڼا کې ګرځیدې . د هغوی لباس  یواځې  دوه دوه پاڼې  وې  او نور وجودونه ئې لوڅ لغړ و. ددوی  سره یوځاې  څلور  حبشیان هم  تر سترګو کیدل  چې د سر نه تر پښو پورې  په  سپینو څادرونو کې  را نغښتي ول، ”اُمّ عراره» په  تاخانه کې د پروهټ  سره  مشغوله وه. پروهټ دهغې د ويښتانو سره  وبې کولې ، او هغې په مخمور  اواز  ويلې « زه د انګوک  مور  یم او ته د انګوک  پلار. زما زامن به د م صر او سوډان  پادشاهان  جوړیږې ، زما  وينه  پر هغوی  و څښئ ، او زما اوږده  اوږده  طلاې ويښتان  دهغوی په کورونو کې  کیږدئ ، ته ولې زما  څخه لرې کیږي  ، ماته  را نژدې  شه ، » خو پ وهټ  دهغې  په  جسم باندې  د تیلو په څیر کوم  شې  مښوده .
په غالب ګمان  چې انګوک  دهغې  قبیلې نوم و ، او یوه عربي نجلۍ د نشو  په  مستیو کې ددې قبیلې  مور او د پروهټ  ښځه  ګرځیدلې وه، هغه د قربانۍ له پاره تیاره  شوی وه. او پروهټ هم اخرې رسومات  پر ځاې کول .
دولس سر تیرې  د شپې د  چېنجیو په  څیر په  سینو باندې پورته په غرونو ور  ختل، کیوتل  او پرځیدل.  دا ډیره  ستونزمنه  سیمه وه ، دسیمې  ډیر  بوټي  اغزي لرونکي  و، سپوږمي  هم  سر ته  را پورته شوی وه ، چې د ونو په مینځ کې ئې هم د روښنائې  څرکونه  را پیدا کړي و، د رڼا په همدې لږو  څرکونو کې هغوی ته یو بل حبشي هم  تر ست ګو شو  چې په یوه لاس کې ئې  برچه او په  بل  لاس کې ئې    ډال  نیولې و، دا هم د دېوتاګانو د پایتخت ساتونکې و. په چپه خوله دهغې  له منځه وړل  اړین و، هغه  په یوداسې  ځاې ولاړ  و  چې د شا له خوا پرې برید  شونې نه و، او  دمخ په مخ  مقابلې  کول  مناسب  نه بریښیدل ، یو سرتیرې هلته د بوټو په  یوه ګڼه کې پټ کیناست او بل د هغې تر مخه  یوه تیږه  ور واچوله ، د تیږي  په  خويدو سره  اواز  را پیدا شو، حبشي سمدستي متوجه  شو او همغې لورې ته ولاړ. څنګه  چې هغه په بوټو کې دپټ شوی  سر تیرې مخ  ته راغې نو د هغې  څټ د د ځواکمنو مټو  په منځ کې را تاو کړل  شو. او یو خنجر ئې  په زړه کې و    ښخ کړل  شو. سرتیري  تر څه وخته  پورې هملته پاته شول  او بیا ئې په احتیاط سره مخته  قدم   کیښود.
”اُمّ عراره» د قربانۍ  له پاره  تیاره  شوی وه ، پروهټ د اخري  ځل  له پاره هغه  د خپلې سینې سره  یو ځاې کړه، او هغه ئې  له لاسه و نیوله او د زینو  په لور ئې  روانه کړله ، بهر منتظ و  نجونو او نارینه و ته د تیږي د بُت  دخولې څخه  رڼاګانې  تر  سترګو شوې ، نو هغوی د بُت د خولې تر مخه  په سجدې  پریوتې،  پروهټ په خپله  ژبه  یو اعلان وکړ او د بُت دخولې  څخه لاندې  را ښکته و، ”اُمّ عراره» دهغې سره یو ځاې وه. هغه ئې هغې  ښایسته کړل شوی  قالینې ته یوړه ،  نر او ښځې  دهغې  په  چار چاپیر کې  و دریدې ،  ”اُمّ عراره»  په عربي  ژبه وويل « زه د انګوک  د لوڼو اوزامنو  ه پاره  خپل  څټ  پریکول  غواړم  ، زه د هغوی د ګناهونو کفاره ورکول  غواړم ،  زما څټ  پرې کړئ ، زما سر د  انګوک دېوتا   په  قدمونو کې کیږدئ ، دېوتا  به  زما په دې سر د مصر او سوډان  دپادشاهیو تاج کیږدې .» څلور واړه  نجونې او نارینه  یو ځل  بیا په سجده پریوتل ، پروهټ  ”اُمّ عراره» په قالین  په دواړو زنګونو  باندې  کینوله ، د هغې  سر  ئې مخته  ټیټ کړ  او هغه توره ئې  را پورته کړه چې دهغې  پترۍ د پوره لاس  په اندازه   اوږده  وه.
یو سرتیرې  چې تر ټولو دمخه و، ود ید،  هغه په غوږو کې  په خپل ځان  پسې بل سر تیرې  ته  هم د دریدو وويل،  دغره  د لوړوالي  څ خه هغوی ته  چوتره او د تیږې سر  تر سترګو کیدل ،... وئې کتل  چې په چوتره  یوه  نجلۍ په دوه زنګونو باندې کینول  شوې ده ، او سرئې  مخته  ټیټ  کړل  شوی دې ، سپینې سپوږمۍ ، د مشالونو او د قندېلونو ڼاو  شپه  په رڼا ورځ  اړولې وه ، د نجلۍ سره د ولاړ سړي په لاس  کې  توره  وه . په دواړو  زنګونو ناسته نجلۍ  لوڅه  لغړه  وه ، دهغې د جسم  رنګ  دا ډاګیزه کوله  چې دا د حبشي  قبیلې نج ۍ  نه ده ، سرتیري  لږ څه  لرې هم  و اوپه  لوړه  هم . دهغه ځاېه د غشي د خطا کیدو  خطر  موجود و خو هغوی  چې په کوم غره باندې ولاړ و نو دهغې تر مخه   د غره  لمن  نه وه  بلکه ددېوال  په څی   ځاې و  چې  ښکته کیدل  تر ې   شوني نه ښکاریدل.
هغوی  و پوهیدل  چې نجلۍ قربانیږي ، او دهغې  د په  څنګ کولو  له پاره  دومره لږ وخت  دې  چې که  چېرې دوی  هلته  ور  وانه  وځي  نو دهغې په څنګ  کول  شونی نه دي ،هغوی د غره دسر څخه لاندې وکتل  نو جهیل(د اوبو ډنډ)  و ته  تر سترګو شو ، هغوی ته ويل شوی و چې په دې  جهیل(د اوبو ډنډ) کې (Crocodile‎)یا سترې څمڅاری   اوسیږي .
وئې کتل  چې ښي لورې  ته  دغره لمن  شته ، خو هغه هم  ددېوال  شکل  درلود ، هلته بوټي  او ونې  وی  ، هغوی یو دبل  لاس  و نیوه  او د هغې ځاېه  څخه  را ښکته شول. دهغوی د ډلې څخه اخري سر تیري په ناڅاپی توګه مخته وکتل  چې د سپوږمۍ په  رڼا کې  ورته  یو حبشي  تر ستر ګو شو . چې په یوه لاس کې ئې  ډال  او په بل کې ئې  برچه نیولې وه ، هغه خپله  برچه  د توغولو له پاره  تیاره  نیولې وه ،خو په سر تیرو  باندې د سپوږمۍ رڼا نه لګیدله ، حبشي  تر اوسه  پورې په شک کې و، اخري سرتیرې  په لیندۍ کې یو غشې  کیښود  د شپې  په چپتیا کې د غشي د توغیدو  اواز  اوریدل کیده خو غشې د حبشي  په  شا ګ  باندې و لګید  او هغه دهغې ځاېه په سرګونډالو لاندې راپریوت،  سرتیري  دغره  د لمن څخه را ښکته کیدل  خو د لويدلو  خطر ئې  هر ه   ګړۍ  زیاتیده .
*****(۵۰)
پروهټ د توري  منځ  د ”اُمّ عرا ه» په  څټ  جوړ کړ او  او  توره ئې  پورته کړه ، نارینه و او ښځو د سجدې  څخه سرونه  پورته کړ   او په دواړو   زنګونو  شول او یوه   ډیره  د سوزه  ډکه  سندره  ئې په   ټیټ اوزا  پیل کړه ، دا  یوه انګازه  شانته  وه  چې ددې  دنیا  سره ئې  هیڅ ډول  اړیکي نه  درلودل ، دغرونو په منځ کې   په دغه  وادي کې  یو داسې طلسم خپور شوې و  چې بیرون  هر انسان ته ئې دا ډاډ  ورکولې شو  چې دا  د انسانانو  نه  بلکه د دېوتاګانو  ځاې ځیګې دې ...
پروهټ  توره  پو ته  کړه  ، اوس  نو د یوې  ساه  اخستو  په اندازه وخت  و ، څنګه  چې توره  لاندې  اښکته کیده د پروهټ  په تشي کې  یو غشې ور  ښخ  شو . لا  تراوسه دهغه  د توري  لاس    اندې نه و راښکته  شوې  چې درې نور غشي  یو  په بل  پسې دهغې  په   اړخونو کې  و ر ښخ  شول ،   نجونو چېغې کړې ، نارینه و چاته  اوازونه  پیل کړل ، په دې وخت کې د غشو  یو بله  دوره  پیل وه، چې دوه  نارینه ئې دپښو  وغورځول ، نجونو  د هغې بُت د خولې په لور  منډې کړې ، خو ”اُمّ عراره»د خپل چاپیریال  څخه او هم د خلکو  د  وژلو او  وينو تويولو  څخه بې خبره  ټیټ سرې  ناسته وه .
س تیري  په  ډیره  ګړندۍ  توګه مخته  راغلل ، په  چوتر ې  را وختل او یوه ئې ”اُمّ عراره» را پو ته کړه ،هغه تر اوسه  پورې  په نشې  کې  ډوبه وه ، یو سرتیري  خپله کورتۍ  را وويستله  او هغه ئې پرې  پټه کړه ، دوی  لا دهغه ځاېه  تللې  نه وه  چې دولس  دېارلس  حبشیان  برچې  او ډا   په لاس  هلته را ورسیدل ، سرتیري  خواره شول ، دهغوی څلور  کسانو سره  غشي او  لیندۍ وي ، هغوی  غشي  وويشتل ، پاته سر تیري  یوې لورې  ته پټ  شول ، او کله چې حبشیان مخته راغلل ، نو دشا له اړخه ئې پرې   برید  وکړ . یو غشي ويشتونکې د لیندۍ څخه  رڼاکونکې  غشې  و توغاوه ، کله چې غشې  پورته ولاړ  نو هلته  ئې  هغه  رڼا ، چې د غشي د رفتار  په واسطه  کمه شوی  وه ، ددریدو سره  سم  زیاته  شوه  اوغشې بیرته  د ځمکې لورې ته را ستون  شو.
 دمیلې جوش  وخروش  لا  تر اوسه  پورې   کم  شوې نه و . د نندار چېانو څخه نژدې  پنځه  سوه  کسان  را بیل شول او دهغې غ نۍ  سیمې په لور ئې کتل  چې یو  شعله  ورته  په کې تر سترګو شوې وه ، هغوی په خپلو اوښانو او  اسونو باندې سپاره شول ، د هغوی  قومندان  هم ورسره  و ، لمړۍ  هغوی  سوکه  سوکه  را تلل ،تر څو چاته  شک  پیدا نه شی . خو لږ چې  لرې شول  نو خپلو اسونو او اوښانو ته ئې  لغتې  ورکړې او په ځغاسته ئې کړل ، نندارچېان  دمیلې  په شرابو ، جوارۍ  او د نجونو په عصمت  پلورلو اوبې عزته  کولو کې دوم ه  ډوب  وو، چې  چاته  هیڅ  ددې  ګمان  هم و نه شو  چې  د هغوی په دېوتاګانو باندې کوم  اسماني  افت  را نازل  شوې دې .
سرتیرومجاهدېنو  ددې   خطرې  له مخې  اور بلونکې  غشې هوا  ته توغولې و چې د حبشیانو  شمیره  به زیاته وي  خو کله چې فوځ هلته  ورسید  یواځې ددولس  دېارلس حبشیانو مړي  او  د مجاهدېنو دوو کسو شهیدانو   جسدونه  هلته  پراته و. هغوی په برچو باندې شهیدا ن  شوی و ، قومندانانو دهغه ځاې  څخه کتنه وکړه ، د تیږي په خوله  کی ور ننوتل ، او تاخانی ته ورسیدل ، هغه شیان چې هلته دهغوی  لاسوته  ورغلل،هغه ئې  له ځانه  سره  را واخستل ، په هغې کې  یو ګُل  هم و  چې د ټوټې  څخه جوړ  شوی و. د احکامو په مطابق  فوځ باید  هملته  په غرونو کی پټ پاته شوی واې ، سر تیرو  ”اُمّ عراره» په آس  سپره کړه  او دقاهرې  په لور  روان  شول .
سهار  راوخوت :
د میلې جم وجوش   پاې ته رسیدلې و، ډیر نندارچېان  دزیاتو شرابو د څښلو په واسطه تر اوسه پو ې  بې هوشه  پراته و ، دکاندارانو د تللو په خاطر  خپل  سامانونه  سره  را ټولول ، د نجونو  اخستونکو هم  نور د تللو تکل کاوه ، په  صحرا کې د تلونکو خلکو  قطارونه   جوړ  شوی و. د میلې  د ځاې سره نژدې  چې کوم کلي و  دهغې ځاې خلکو په ډیره بې صبرۍ  سره د شپې  د قربان  شوې  نجلۍ  د ويښتانو  انتظار کاوه ،  ددې قبیلې  خلک  چې د لرې  لرې کلیو اوسیدونکي  و دغرنیزي  سیمې څخه ل ې ولاړ وو او د دېوتاګانو د ځاې  په لور ئې سترګي نښلولې وی . دهغوی زړو  او سپین سرو  به  هغوی  ته ويلې  چې اوس  به پروهټ  راشي  او  ددېوتاګانو دخوشحالۍ  پیغام به راوړي ،او دهغوی تر منځ به ويښتان  وويشي ، خو تر اوسه پورې هیڅوک  نه و  راغلې ، ددېوتاګانو د اوسیدو په ځاې باندې  چپه چپتا خپ ه  شوې وه ، دغې  منتظر هجوم  ته دا څرګنده  نه وه ، چې هلته اوس  فوځ  ځاې په ځاې  شوی  او اوس  به دهغه ځاېه ددېوتاګانو  پیغام  نه  راځي ..... ورځ په تیریدو شوه ،د قبیلې کومو ځوانانو  چې د ق بانۍ کومې  خبرې اوریدلې وې ، هغوی ته شک  پیدا  شو چې دا ټول  درواغ  دي ،  ورځ  تیره  شوه ، مر دهمدې  غرونو  تر شا پریوت ، په چا کې دومره  جرأت  نه و  چې هلته تللاې  واې  او کتلاې وائې  چې پروهټ  ولې  را نه غې .
*****(۵۱)
« طبیت را  وبولئ!» سلطان ایوبي وويل ، « په انجلۍ د نشې  اغیز دې »
”اُمّ عراره» دهغه تر مخه ناسته وه  او ويل ئې « زه د انګوک  مور یم ،ته څوک ئې ؟  ته خو دېوتا نه ئې ، زما میړه څه شو؟  زما سر  پرې کړ ئ او دېوتا  ته ئې  ورکړئ ، ما پر خپلو زامنو قربان کړئ » هغه  همدا خبره  په پرلپسې توګه کوله ، خو اوس  پرې  خوبوړې   حالت  راغلې  و. دهغه سر اندې  زنګیده .
طبیب د راتلو سره  سم د هغه حالت  درک  کړ، او څه دواې  ئې  ورکړه  ، د لږ ځنډ وروسته دهغې سترګې  ورغلې،  هغه ئې څملوله ، اوپه خواږه خوب  ويده  شوه ، سلطان ایوبي ته دپیښې  تفصیلې  مالومات  ورکړل  شول ، او راپور  ورکړل  شو چې هلته په هغه  غریزه   سیمه کې  څه پیښ  شول  او څه تر لاسه  شول ، هغه  خپلو نائب سالارانو هر یو الناصر او بهاؤالدېن شّداد  ته  حکم وکړ  چې پنځه سوه  سواره  له ځانه سره واخلي ، د اړتیا وړ  سامانونه هم له ځانه سره یوسي  او هغه بُت  له منځه یوسي ، خو هغه ځاې  باید  دفوځ په  محاصره کې اوسي ،د  حملې  اويرغل  په  وخت کې م ابله وکړئ ، که چېرې هغه خلک تسلیم شي او د جګړې  نه لاس  واخلي  نو هغوی ته هغه ځاې و ر   وښئې  او په  مینه او محبت  سره ئې   پوه کړئ  چې  دا (دېوتاګان ) یواځي  یو فریب او دوکه  وه .
دّاد  په خپله  (ډایري ) ورځپیښې  کتابچه کې چې   په عربي ژبه ئې  لیکلي ده، دا پیښه  داسې  بیان کړې  چې «هغه د پنځه سوه  سورو  سره هلته ور  ورسید ، د هغوی لارښود د هغه فوځ  قومندان  و  چې  د پخوا څخه هلته میشت  شوی و. په سلګونو  حبشي سوډانيان  هلته  لرې لرې ولاړ ول، دهغوی څخه ځینې په اسونو او اوښانو سپاره وو ، او دخپلو ځانو سره ئې برچې، ډالونه ، غشي  ، لیندئ  او توري  هم را خستې وی  ، مونږ خپل ټول سپاره کسان دهغه غره شاوخوا ته داسې  و درول چې دهغوی مخونه دبهر په  لورې او دهغوی  په لیندېو کې  غشي  ورکړل شوی و ، هغوی  چې  غشي او لیندۍ  نه درلودې  هغوی په  برچو م سلح  شوی و، د ويني تويونکې جګړې  خطر  شتون  درلود . زه د الناصر  سره  دننه ولاړم ، د بُت د کتلو سره سم مې هغه ته وويل  چې دا دفرعونیانو  یادګار  دې . هلته دحبشیانو لاشونه  خواره واره   پ اته و ، په  هر ځاې کې و ګرځیدو را وګرځیدو ، هلته د غرونو تر منځ  یوه  کنډر  وه ، چې د فرعون د وختونو یو  ښکلې  ماڼۍ  مالومیده ، دهغه په دېوالونو دهغه وخت  لیکل  انځور  شوی  و چې الفاظ  ئې د انځورونو په  څیر ښکل  شوی و، هیڅ  شک  نه پاته کیده  چې دا دې د فرعون  ځاې ځیږې  نه وي ،.... ه ته  د دېوار  په څیر د غره  په لمنه کې یو جهیل(د اوبو ډنډ) و، دجهیل(د اوبود ډنډ)  په منځ کې  ستر  ستر  (Crocodile‎)یا سترې څمڅاری   خوځیدلې ، دجهیل  اوبو د غره  لمنه  دننه  ور پرې کړې وه  او دغره په منځ کې ور ننوتې و د اوبو  د پاسه د  غره  چت و، دا ډیر ويرونکې ځاې و ، زمونږ  په کتلو سره ډی    (Crocodile‎)یا سترې څمڅاری   د اوبو  غاړې ته راغلې  او مونږ  ته ئې سترګې و نیولې.
ما سپاهیانو ته وويل ، د حبشیانو  لاشونه   په دې جهیل  کې ور  واچوئ ، دوی وږي  دي ،  هغوی  اشونه  را ښکودلو سره  را وړل ، اوپه  جهیل(د اوبو ډنډ) کې ئې ور واچول ، د (Crocodile‎)یا  سترو څمڅارو د شمیرې اندازه  نه کیدله ، هغه د یوه  پوره  فوځ  په څیر وو ، د لاشونو سرونه داوبو په سر    خو وجودونه  ئې  لاندې  په اوبو کې د غره د لاندې برخې په لور  کشیدل، د پروهټ  لاش  ئې  هم راوړ، هغه  نور انسانان  (Crocodile‎)یا سترو څمڅارو   ته  ور اچول ، خو اوس  مونږ هغه پخپله  په  جهیل(د اوبو ډنډ) کې ور  وغورځاوه ،... دوه سپاهیانو  څلور سوډاني   نجونې  راوړې ، هغوی  چېرې پټې وې وې خو لوڅې  لغړې وې ، یواځې  د ملا سره ئې  یوه  پاڼه  شاته او یوه  مخته  تړلې وه ، ما او ا ناصر  خپل  مخونه  ترې  واړول ، سپاهیانو ته مو وويل  چې هغوی  ته  څه ور واغوندې  او پټې  ئې کړئ ، کله چې دهغوی  جسمونه په کالیو کې  را ونغاړل  شول   نو ومو کتل  چې هغوی  ښه ښکلې وی،  ژړلې ئې ،ويریدلې ،  زمونږ ژباړن ته ئې  دهغې ځاې  ټول حال  احوال  په خپله  ژبه  تیرکړ  چې ډیر شرمناکه و، مسلمان  باید  په  ښځو باندې  دغه ډول  تیرې  و نه  زغمي ، ښځه که  خپله وي او که   د بل چا ، کافره وي او که مسلمانه ، اسلا م  هغه ته  لور  ويلي دي ، دهغو څلور و نجونو  احوال  دا ډاګیزه کوله  چې  هغوی  فرعون  په  خداېي  منلې و، او دهغوی قبیلې  انسان  ته خدای  وایه.
دا ډیر  ښکلې  ځاې و ، ټوله دښته ئې شنه  وه ، هلته دننه  د اوبو  یو چېنه  وه  چې دهغې د اوبو  څخه  دغه جهیل(د اوبو ډنډ)  جوړ شوې و، ښکلې او دنګې  ونې  په کې ولاړې وې  چې یخ  سیورې  ئې درلود. د فرعونیانو څخه ئې دکوم  یوه دا ځاې خوښ  شوې و،او ځانته ئې  ترې د تفریح کولو ځاې  جوړ کړې و او د خپلې خدائې  د ثبوت  له پاره ئې دا تیږلوړه   بُت  جوړ کړې و. هغه خپل ځانته  تاخانه دعیش او عشرت  په خاطر   جوړه کړې وه ، خو آسمان  څه بل رنګ  ښوده ، لمر دهغه ځاېه  څخه  بل ځاې ته تللې و، د فرعونیانو ستوري مات  شوی و خو په مصر کې نور باطل مذهبونه  را پیدا  وی و. بلاخره  د حق  کلیمه  را پورته شوه ،او مصریانو د  (لا اله الله)  کلیمه وا وریدله ، او د ال ه  په وړاندې  روڼ  مخي شول ، خو  هیڅوک  په دې  نه پو هیدل  چې باطل  لا تر اوسه په دې غرونو کې  ژوندې پاته  دې ،  الحمدلله  مونږ د ستر ذات  په کومک  هدایت و موند او د باطل  دا  انځو   مو  هم د بیخه وويست او دا  شګُلوړه  او غریزه  سیمه مو د باطل  څخه پاکه  کړه .»
***** (۵۲)
«دا  ځاې مو د  سپرو  په محاصره کې واخست او د فوځ مجاهدو ځوانانو  د تیږې دغه  هیبت  لرونکې بُت  ټوټې ټوټې کړ . چوتر ه  ئې هم لاندې  را وغورځوله ، تاخانه  د خاورو او تیږو  څخه ډکه  شوه ، بیرون  په سلګونو حبشیان  حیران او په  ويره کې ولاړ  وو ، او کتل ئې  چې ددوی په دېوتاګانو باندې  څه وشول ؟ ، اوس نو ټول  را وغوښتل شو او دننه  یوړل  شول   او  ورته  وښول  شو چې دلته  هیڅ  نه و، څلور واړه نجونې هغوی ته ور وسپارل  شوی ، دهغوی څلورو  واړو  پلرونو او و ونو  هملته  شتون  درلود، هغوی  هر یوه خپله  خپله  لور  له ځانه سره یوځاې کړه ، هغوی ته دا  وويل شول  چې دلته  یو بدکاره  انسان  اوسیده  هغه  مو (Crocodile‎)یا  سترو څمڅارو ته ورح واله کړ. هغه په سلګونو راټول شوی منتظر  حبشیان  ټول  کینول  او دهغوی په ژبه  ورته  وعظ او نصیحت  وکړل شو، هغوی ټول   چپ  ول ،  هغوی ته د اسلام  په لور  بلنه  ورکړل  شوه ، هغوی بیا  هم  چپ  چاپ  پاته و ، کله کله  به دا شک  کیده  چې دهغوی په سترګو کې وينې  را بهیږي ، هغوی ته د ا  ټکې  د اخطار  په  څیر واورول شول ،«چې  که چېرې تاسې  ریښتنې  خدای  لیدل غواړئ ، نومونږ  به ئې درته   و ښایو ، خو که  چېرې تاسې همدا ځاې  چېرې  چې تاسې ناست یاست  د خپلو  د واغجنو  خدایانو کور  ګڼئ  نو مونږ به دا غرونه  هم   ریزه  ریزه  او د شګو په ډیری  بدل کړو ، بیا به تاسې ووينئ  چې کوم خدای  ریښتونې دې »
هلته په قاهر ه کې  ”اُمّ عراره» په هوش  راغ ی وه ، هغې هم خپله قصه  بیان کړې وه ، هغې به کله  ويل  چې هغې کوم خوب  کتلې دې  خو هغې ته  ټولې خب ې  په یاد  راغلې وی ، هغې  وويل  چې پروهټ  به  هغه  شپه   او  ورځ  بې ابرو کوله ، او څو څو ځله به ئې هغه ګُل  دهغې  پوزی  ته  بوي کاوه ، ”اُمّ عراره» ته وويل شول  چې که چېرې سرتیري م جاهدېن  په وخت  نه وائې  در  رسیدلي  نو ستا  څټ  به هغه  پرې کړې و ، سر به دې په غار کې او وجود به دې د (Crocodile‎)یا  سترو څمڅارو په  خیټه کې  پروت  وه ، دغه نازکه او ښکلې  نجلۍ د ويرې   و لړزیده ، د سترګو ئې اوښکې  را روانې شوی ، هغې د سلطان ایوبي لاس  ښکل کړ او ورته ئې وويل  «ماته  ا له  ج   د ګناهونو  سزا  راکړې ده ، زه پر  خپلو ګناهونو  اعتراف کول  غواړم ، د خداې په خاطر  ما ته پناه  راکړه ، » دهغې  ذهنې حالت  ډیر خراب  بریښیده .
هغې د شام د یوه شتمن  تاجر نوم واخست اووئې ويل  چې دهغه  لور ده ، دا  یو مسلمان  تاجر و ،هغه د شام  د امراو  سره  دوستانه اړیکې درلودل ، په  هغه وخت کې به  امیر د یوه  یوه ښار   یا دېوي  یوي ټوټې  ځمکې  ح کمران  و چې دمرکزي  امارت  تابع  به  و ،او مرکزي امارت  به د مرکزي  وزارت او مرکزي خ افت  تابع و، دا  امراء   د لسمې  پیړۍ  را هیسې په پوره  عیاشې کې ډوب  شوی و ، د سترو او شتم نو تاجرانو سره به ئې د  دوستۍ  اړیکې   ټینګول ، دهغوی سره به ئې ګډ تجارت  هم کاوه  او رشوت  به ئې هم د همغوي په لاسو اخست، دهغوی حرم سرایونه  به د ښکلو نجونو څخه تل ډک و او د شرابو میلې به  په کې ګیدلې .
”اُمّ عراره»د همداسې یوه تاجر لور وه چې دخپل پلار  سره به د  دولس دېارلس کالو په عمر  دام او  ماڼیو ته د نڅا او سندرو   محفلونو ته ورتلله ، پلار  ئې کتله  چې لور ئې ډیره  ښکلې ده  په دې خاطر  ئې  هغه د کوچنیوالې څخه د   امراو  په  محفلونو  کې د عادې کولو په خاطر  راوړه ، اُمّ عراره» وائې  چې د څوارلس کالو په عمر وه  چې د امراو  زړونه  ورته  را مات  شول ، دهغوی  له ډلې څخه دوو  ئې  هغې ته ډیرې  قیمتي تحفې ورکړې  اوپه دې ترتیب  هغه د ګناهونو په  نړۍ کې  ور وبه  کړل  شوه .
په  شپاړس  کلنۍ کې  هغه د پلار   د اجازی  پرته د یوه  امیر  معشو ه  و ګرځیده ، خو په خپل کور کې به اوسیدله، هغه  په  شتمنیوکې  را  پورته  شوې وه  ، د شرم  و حیا نوم  ئې هم نه پیژانده ، دوه  درې کاله وروسته هغه  د پلار  د لاسو  څخه ووتله ، او په  پو ه  ازادۍ  سره  ئې ددوه  نورو امراو  سره  هم جنسي  اړیکې  پیدا کړل ، هغې په ښکلا،  غوړه مالۍ ،  او نارینه  په  دوو ګوتو د ګډولو په  امورو کې نوم  و ګاټه . د تیرو  شپږو کالو راهیسې  هغې ته یو بل ډول  روزنه  هم  ورکول کیده ، دا  د درې  امراءو  د سازش  پایلې وی  چې پلار ئې هم  په کې شریک  و . مخته  بیا  په دې سازش  کې یو  صلیبي هم  را ګډ  شو. دې امراؤ پخپله  د خپلواکه  حاکمانو دجوړیدو  خوبونه  کتل ،  او دا کار د صلیبیانو د  بسپنې  پرته  شونې  نه  و .
”اُمّ عراره» ئې د نورالدېن  زنګي  او خلافت  تر منځ د فساد  دپیدا کولو  له پاره هم استعمال کړې وه ، صلیبیانو  دهغې سره  په دې  دنده کې  درې نورې  عیسایي  نجونې  هم  ور یو ځاې کړې وي ،او په دې تر تیب  ئې د ځمکې لاندې  یو جال  خپور کړې و.
کله چې دوی  و کتل  چې  په مصر کې د ص اح الدېن  ایوبي  په نامه  یو ځوان  نوم پیدا کړې دې  او هغه داسې دوه مهم کارونه  هم  تر سره کړي  دي  چې  دهغې په واسطه  هغه د مصر  وزیر او  امیر نه بلکه  پادشاه ئې  ګرځولې دې ،نو ”اُم ّ عراره»  ئې  خلیفه العاضد  ته د تحفي  په توګه  و استوله ، هغه ته دا دنده  ورسپار ل  شوې  وه ، چې دخلیفه العاضد په زړه کې  د صلاح الدېن  ایوبي  سره دښمني را و ټوکوي ، او پخوانې سوډاني فوځ  چې  یو څو  عسکري منصبداران ئې لا تر اوسه  پورې  په فوځ کې پاته دي   العاضد  ته  را نژدې  کړي   او سوډانيان  دې یو بل  پاڅون  ته  و هڅوي ، هغې ته بله دنده دا ورسپارل  شوی وه ، چې خ یفه العاضد  دې  ته  وهڅوي  چې کله چې سوډانيان  پاڅون او بغاوت وکړي نو هغوی ته دې  وسلې  او سامانونه  ور ولیږي  اوکه شوني وه  نو دصلاح الدېن ایوبي د فوځ  یوه برخه دې  هم د هغه  پرخلاف  بغاوت  ته و هڅوي او د سوډانيانو  ملګري دې ئې کړي ، که خلیفه نور  څه و نه شو کولاې ، نوخپله  ساتونکې ډله دې  سوډانيانو ته  ور حواله کړي  او پخپله دې د صلاح الدېن ایوبي  تر څنګ  پناه واخلي  او هغه ته دې ووائې  چې دهغه ساتونکي  باغیان  شوی دي . لنډه داچې  د صلاح الدېن ایوبي پر خلاف  داسې  محاذ   جوړول  و  چې هغه پرې د مصر نه تیښتې ته  مجبور کړي  اوخپل پاته عمر په نوم ورکۍ کې تیر کړي .
”اُمّ عراره» سلطان  ایوبي ته وويل  چې  هغه د یوه مسلما ن  په کور کې پیدا  شوی ده  خو پلار ئې ورته د مسلمانانو د ریښو او جرړو  د ويستلو  روزنه  ورکړې ، د اسلامي سلطنت  امراؤ  دخپلو  دښم نانو سره   په یو لاس کیدو سره  دخپل  سلطنت  د تباه  کولو  هڅې  پیل کړي دي .
دې نجلۍ  د خلیفه العاضد  دماغ  او زړه  په  خپله ولکه  کې واخست ،او هغه ئې د سلطان ایوبي  پر خلاف  ا   وپاراوه ، رجب  هم په دې سازشي کړۍ کې  شریک  و ، رجب  دوه  نور  فوځي مشران  له ځانه س ه  یو ځاې کړي   و، رجب  په دې  لړ کې دا کار وکړ  چې دخلیفه  په ساتونکې ډله کې  ئې د مصریانو پر ځاې  سوډانيان  ور  ننويستل ، کله چې ”اُمّ عراره» خلیفه ته را وستل شوه، لا تر اوسه ئې دوه  دونیمي میاشتې نه وي تیرې شوې ، چې  د خلافت  په ماڼۍ  ئې  پوره  ولکه  و مونده ،او  دخلیفه د حرم سراې  ملکه و ګرځیده ، هغه  دا  خبره  هم ډاګیزه کړه  چې خلیفه غواړي  سلطان ایوبي  له منځه یوسي ، چې په دې  لړ کې رجب  د حشیشینو د ملاتړ  د تر لاسه کولو له پاره دهغوی سره   په  خبرو کې مشغول دې.
دا هسې  یوه  اتفاقي خبره وه ،چې سلطان ایوبي د خلیفه  د بیکاره وجود او  دهغې د عیش او عشرت  نه په تنګ  راغلي و او دهغه پر خلاف  ئې  پاڅون  پیل کړې و، او دا هم  اتفاقي  خبره ده  چې ”اُمّ عرا ه» همغې  خلکو تښتولې وه  چې د سلطان  ایوبي پر خلاف  ئې  جګړه کول  غوښتل ،  او دا  خو یو یر ښه اتفاق و  چې سلطان ایوبي د رجب څخه  د ساتونکو د ډلې قومنداني اخستې وه ، اوهلته ئې دخپلې خوښې  یو ومندان  ټاکلې و. خو دې ټولو اتفاقاتو دحالاتو څپې د سلطان ایوبي پرخلاف   را ګرمې کړې او پخپله سلطان ایوبي ته  ئې خطر  را پیدا کړ. سلطان  ”اُمّ عراره»په خپله پناه کې واخسته ، نجلۍ  په خپلو پخوانیو کړنو   ډیره زیاته  پښیمانتیا  ښوله ، او د خپلو ګناهونو کفاره ورکول  ئې غوښتل ، قدرت  هغه ته  یو لړزه  ورکړه او دهغې دماغ  ئې درست  کړ ، سلطان ایوبي  په  پوره ډاډ  سره  په دې  فکر  پیل کړ  چې هغه  حکام  چې په دې ټول  جال کې  ورګډ شوی  دهغوی سره  څه  ډول  سلوک  وکړي .
بله ورځ  الناصر او بهاؤالدېن  شدّاد  د فرعونیانو اخرې  نښې  له منځه یوړې او بیرته د فوځ س ه یوځاې را ستانه شول .
***** (۵۳)
اته  ورځې وروسته :
د شپې  اخري  برخه وه ،د سلطان  ایوبې په  را ويښیدو کې  لږ څه  وخت  و، خو هغه ملازم  را  ويښ کړ او ورته  ئې وويل چې الناصر ، علي بن سفیان  او دوه نور نائب سالاران  راغلي  دي ، سلطان  ټوپ  کړ  او را پورته شو ، او د لیدنې  خونې ته ورغې ، ددې  مسؤلینو سره  د هغو دلګیو  قومندان  هم  و  چې د ښاره  ئې  بیرون  ګشت کاوه ، س طان  ایوبي ته وويل  شول  چې لږ تر لږ ه   شپږ  زره  سوډاني ، چې په کې د لرې کړل  شوی  فوځ  وګړي  هم شامل دې  او دهغې وحشي  قبیلې  وګړي  هم ، چې د عقیدې نښې نښانې ئې  له منځه وړل شوې وې د مصر  په  پولو کې را ننوتی  او په  یوه ځاې کې  ئې  پړاو  اچولې دې ، دې قومندان د هوښیار تیا نه کار اخستې و  چې په عام لباس کې ئې دوه  اوښ سپاره  هلته ور استولي و  تر څو مالوم کړي  چې ددې لښک   موخي  څه دي،  دې اوښ سپرو  خپل ځانونه  مسافرین  ور پیژندلې و ،هغوی ته دا مالومه  شوه  چې دا لښکر په قاهرې باندې د برید او یرغل په خاطر  و روان دې ، اوښ  سپرو د لښکر دمشرانو سره یو ځاې شول او د صلاح الدېن  ایوبي پر خلاف  ئې خبرې پیل کړې  او ورته ئې ډاډ ورکړ  چې دوی  به  زیات  شمیر خ ک  په دې لښکر کې  دشاملیدو په خاطر  راوړې ، ددې خبرو  وروسته هغوی رخصت واخست ، ددوی  د اطلاع په مطابق  دا لښکر  د اخوا دېخوا نورو ځاېو څخه د خلکو  د  راتلو منتظر و او په راتلونکې بله ورځ ئې د هغه  ځاېه کوچ کاوه .
سلطان ایوبي  لمړې دا   حکم وکړ  چې دخلیفه  په ساتونکې  ډله کې  یواځې پنځوس  کسان او یو قومندان  پریږدئ  او پاته  نور  ټول  عسکري  قشلې ته  راوړئ ، که  چېرې خلیفه  احتجاج  وکړي  نو  ورته ووایاست  چې دا زما  حکم دې ، سلطان ایوبي    علي بن سفیان ته  وويل  چې دخپلې شبکې  لږ  تر لږه  سل کسان چې په سوډاني ژبه  و پو هیږې  د سوډاني باغیانو په  لباس کې  ددې قومندان  سره  سمدستي  هلته  ور ولیږئ ، قومندان  ته  ئې وويل  چې دا سل کسان  دهغو دوو  اوښ سپرو  سره یوځاې  د سوډانيانو په لښکر کې ورګډ کړئ ،دا  دوه اوښ سپاره  به  هغوی ته ووائې  چې هغوی د وعدې سره سم دادې  کومک  راوړي دې ، دهغوی له پاره هدایات دادي  چې هغوی به د لښکر  د مخته کیدو  په هکله  مالومات   را رسوي ، او هم به دا خبر  راوړي  چې د شپې په وخت  ددې لښکر  حیوانات او خوراک څښاک   چېرې  وي، سلطان   ایوبي الناصر ته وويلې  چې ګړندي  اس  سواره  او دکوچنيو  منجنیقونو  دلګي تیار کړي .
«ما فکر کاوه  چې مونږ به مخامخ او  نیغ په نیغه  ټکر کوو  او سوډانيان به  له ښاره   لرې  په کوم ځاې کې له منځه وړو » الناصر ورته وويلې .
«نه  !»  سلطان ایوبي ورته وويل ،« الناصره ! په یاد ساته  چې که ددښمن  شمیره  ستاسې د شمیره څخه لږ  هم وي نو بیا  هم د نیغ  په نیغه  ټکر څخه ځان  ساتئ ، د شپې  له اړخه  سرتی ي  مجاهدېن   استعمال کړئ ،تر څو هغوی د شپې غلچکي یرغلونه  پیل کړي ، دښمن د  اړخونو څخه ، د شا څ خه ... اود  هرې لورې  څخه تر فشار  لاندې  راوړي ،او د ترپ  او خرپ د  عملیاتو وروسته  خپلې  پښې سپکې کړي . تر څنګ ئې د دښمن د خوراک  څښاک  لارې  بندي کړئ، ځناور  ئې له منځه  یوسئ ، او په دې ت تیب  دښمن  وار خطا کړئ ،د هغوی  ډلې  سره  وويشئ ، هغوی ته د مخته  د راتلو  فرصت  مه و کوئ ، هغوی ښي  او کیڼ  لورې ته  په خپریدو  مجبور کړئ ، که چېرې مخامخ  ټکر  اخستل  غواړئ  نو بیا دا  له یاده  مه باسئ  چې دا  صحرا  ده ، د هر څه دمخه  د اوبو په ځاېو باندې ولکه  پیدا کړئ ، د لمر ګرمي  اود هوا  څپې  د دښمن پر خلاف  کړئ ، هغوی  مجبور کړئ  چې ستاسې  د خوښې  ګر ته راشي ، زه به تاسې ته  عملي درس   درکړم . زه به ددې لښکر د ا غوښتنه  پوره  کیدو  ته پرینږ دم   چې هغوی دې قاهرې پورې  را ورسیږی . او یا دې زما فوځ دهغوی سره مخامخ  جګړه وکړې .» هغه علي بن سفیان  ته وويل  « ته  چې د خپلې  شبکې  کوم سل کسان  په  هغه فوځ کې د ګډون  له پاره  ور  استوي ، هغوی ته ووایه  چې هغوی دې په سوډانيانو کې دا افواه خپره کړي  چې په  شپږ   اوه   ورځو کې صلاح الدېن ایوبي په  بیت المقدس باندې حمله کونکې دې  په دې خاطر  په کار ده چې  په قاهرې باندې  برید  دهغه  په غیاب کې تر سره   شي .
په همدې توګه زیات  شمیر  هدایات  او  احکام ئې  صادر  کړل  او هغوی ته ئې وويل  چې هغه  به سر  له نن  څخه په قاهره کې نه وي موجود . هغه  هغوی ته د قاهرې  څخه  ډیر  لرې ځاې  ور په ګوته کړ. هغه غوښتل  خپل نظامې   دفتر ددښمن تر څنګ  جوړ کړي  تر څو  جګړه تر خپل  نظارت  لاندې  تر سره کړي . ټولو د لیدنې په همدې خونه کې د سهار لم ونځونه  ادآ کړل ، او دسلطان ایوبي  په  احکامو ئې  عمل پیل کړ.
سلطان ایوبي دفوځي  او جنګي  تیاریو  له پاره خپلې خونې ته ولاړ .
***** (۵۴)
دسوډانيانو په لښکرو کې ورځ په ورځ زیادښت  را ته ،  دوه کاله پخوا د هغوی یو بغاوت  ناکامه شوی و.او د بل  بغاوت اوپاڅون  له پاره ئې  کار پیل  کړې و ، ص یبیانو ورسره  د نظامي  او مالي کومکونو  وعده کړې وه  او دسلطان ایوبي د راپرځولو  له پاره ئې د  جاسوسانو یو زیات شمیر  مصر ته ورننوستي و .
  د سوډانيانو  یرغل  به یو  ورځ نه  یو ورځ کیده،  خو اوس په ناڅاپې توګه  راغې ،  علت ئې داو  چې سلطان ایوبي  د یوي سوډاني قبیلي  یو مذهبي مشر  باندې  فوځي  برید کړې و ، اودهغوی د دېوتاګانو ځاې  ئې   له منځه وړې و. دا څه معمولې  کار نه و ، په مصر کې  د  سلطان ایوبي  مخالفینو دهغه ددې  اقدام  څخه پوره  ګټه پورته کړه ،او د سوډاني فوځ لرې کړل  شوی ټول  باغې قومندانان  ئې  یو له بله سره  را یوځاې کړل ، هغوی  ټولو یوځل  په خوزښت  پیل  وکړ ،  په دوی کې مصري مسلمانان  هم و ،   هغوی ددې سوډاني   قبیلې مذهبې  ج بات نور هم را وپارول  او هغوی  ته ئې وويلې  چې د هغوی مذهب  ریښتونې دې  او که چېرې هغوی  د سلطان ایوبي  پر خلاف  پا څون  وکړي  نو دهغوی دېوتا  به د  خپل توهین  د بدلې د اخستلو  له پاره ددوی سره  کومک  وکړي،  هغوی په پنځه  شپږو  ورځو کې  لښکر  را ټول کړ  او  په قاهره ئې د  یرغل کولو  له پاره ځانونه  چمتو کړل ،  څه وخت  چې داخوا  دېخوا  خلکو  او قبیلو  ته دا خبر  ورسید،   هغوی هم په دې  لښکر کې شاملیدو ته تیاریدل .
کله چې ددوه اوښ  سپرو  سره یوځاې هغه سل وسله وال  کسان په دې  لښکر کې  ورګډ شول  نو دا  لښکر د پولې  څخه دې غاړې ته راغلې و، اوپه یوه  ځاې کې ئې  پړاو  اچولې و، سلطان  ایوبي دشپې  شپې  هلته  دومرنژدې  ور غې چې ددې  لښکر د نقل وحرکت  په  هکله  ژر  خبریداې  شو. هغه سل کسانو د لښکر مشرانو ته وويلې  چې سلطان ایوبي  تر څو  ورځو پورې  د فلسطین په لور  خوځیږي ،  د لښکر مشران  ډیر خوښ  شول  هغوی دا پړاو  دوه  ورځې  نور  هم  اوږود کړ. بله شپه  سلطان ایوبي ته ددې  لښکر په هکله لمړې  خبر  راو سید.
په  ورپسې  شپه   هغه پنځوس  سواره  او پنځه  منجنیقونه  هلته  ور  واستول  چې  اور  بلونکې مادې  باندې  سنبال  شوی و، هر منجنیق  یوه  آس  کشاوه ، نیمه شپه  ، هغه وخت  چې  سوډاني لښکر  په  درانه  خوب  بیده و مجاهیدېنو  دهغوی د خوراک  په ذخیرې باندې  د  اور  ګولې  ور و توغولې  او وروسته  ور پسې اور  بلونکې غشي   ور و توغول شول ، صحنه  ټوله  د اور د شعلو  نه ډکه شوه ، په لښکر کې سخته  بده  ورځ   را پیدا  شوه ، منجنیقونه ئې سم دستې  بیرته  را  ولیږل ، دغه  پنځوس  کسه مجاهدېن  په  څلورو  ډلو وويشل  شول ، دوی  خپل آسونه  ور وځغلول او د لښکر  د  اړخ  خلک  ئې د خپلو برچو او نیزو په واسطه   له منځه  یوړل  او د شپې شپې  ئې ځانونه خوندي ځاېو ته و رسول ، لښکریانو ته د ځانو  د  راټولولو  فرصت  په اس  نه  ورته ، هلته  چې  د اور  په لمبو کې دهغوی  د خوراک  ذخیره  سوځیدله  نو په هغه ځاې کې آسونه  او  اوښان  هم  و تریدل   او وتښتیدل، په همدې وخت کې د سلطان  ایوبي سواره  یوځ   بیا  را پیدا  شول  او غشي  ويشتل  ئې  پیل کړل، او بیرته ولاړ ل  ، هغوی بیرته  بیا  را ونه ګرځیدل .
په بله ورځ  خبر  را ورسید چې د سوډانيانو  لږ تر لږه  څلور  سوه کسان  د اور  په لمبو کې ، د آسونو  او  اوښانو  د تریدو   او د ګوریلا مجاهدېنو د  حملو  په واسطه  له منځه  تللې دي ، دهغوی د خوراک  ټوله ذخیره  سوځیدلې وه ، او د غشو  ذخیرې  ئې هم له م نځه  تللې وي ، باغي   لښکر دهغې  ځاېه کوچ&nbs