دسرطاني ناروغيودپېژندنې کلینیکي فرمول(TNM)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20842

دخبریدو نیټه : 2008-09-12


 (طبي لکچرنوټ : څلورمه برخه )

لیکوالان   :پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی    ځدراڼ
                 دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځد ان 
                دجرمني هیواد، نېټه :    ۳۱  /٨/ ٠٠٨


  دسرطان ناروغۍ پړاوونه     (The stages of a cancer)   :
کله چې په يو چاکې د سرطان ناروغۍ دلومړي ځل  لپاره وپيژندل شي، نو تر ټولواړینه پوښتنه داوي چې دنوموړې ناروغۍ دپرمختگ اودتوموردحجم ارتوا ي  کچه څومره ده. بل داچې دهراړخیزو لابراتواري کړنلاروپه مرسته ددې سپینوی وشي چې دسرطان حجرې دخپل ځای څخه دبدن نوروبرخو ته لږديدلې دي اوکه نه ، ترڅودبشپړکلینیکي مالوماتوپربنسټ ددرملنې په اړه يوه ګټوره  پ يکړه تر سره شي . نوموړې تگلارې ته دسرطان ناروغۍ د پړاوپيژندنه  ویل کیږي  . هرڅومره چې دسرطاني ناروغیو دپرمختګ  اوپراخوالي پړاوونه په رښتوني توګه وپيژندل شي نو په همغه اندازه  دمناسبې درمل په ټاکنې سره ددرملنې چانس هم زياتيږي  .  داځکه چې دځايزپریوتې ناروغۍ  درملنه دمیتاستازوناروغۍ ددرملنې څخه توپير ري . دبیلګې په توګه دلومړني پړاو خبیث تومورچې ځای په ځای پروت وي اودبدن نوروبرخوته غزیدلی نه وي ، دعم یاتواویا رادیوتیراپي کړنلارې په مرسته يې درملنه کیږي . په داسې حال کې چې دبدن نوروبرخوته غزیدلی خبیث تومور دکیمیاوي درملنې په مرسته خورااغیزمنه درملنه کیږي .  دیوه توموردپړاوباوري ټاکلوپه موخه ترهرڅه دمخه ک ینیکي تګلارې ترسره کیږي لکه : بیوپسي  Biopsy، اکسریزx-rays ،کمپیوتر توموګرافي  CT ،  د مقناطيسي ریزونانس توموګرافي  MRI په مرسته دبدن ناروغوبرخوعکس اخیستل اوبیاوروسته  په دې اړوند د سرطاني ناروغيو لپاره دپړاونوټاکنې سيستم (Staging systems)  څخه کار  اخېستل کيږي . نن ورځ دوه اړين سيستمونه منل شوي چې دډاکټرانو خوا استعمال کيږي او يو یي د ټي این ایم سيستم (TNM) او بل يې د شمېر سيستم (AJCC) په نامه سره ياديږي  (American Joint Committee on Cancer)  . دنوموړو سيستمونو په مرسته سره کو لای شو چې د خبیث تومور لومړنی غټوالی وښيو،او داچې د بدن په کومو لومف غدوکې دسرطان حجرې پيداشوې دي، او په اخېر کې داهم چې دسرطان حجرې دبدن کوم بل ځای پورې رسيدلې دي .   په ٣- شکل کې  دکیثه مثانې  خبیث تومورهراړخیز پړاونه د ټي این ایم سیستم  پراساس  ښوول وي  دی  .
ـ Stage 0a, Ta, N0, M0  : لومړی الف پړاو:  سرطان  یرغل کوونکی خواص نه لري  اونه دمثانې کڅوړی منځنی تشې برخې خواته ستر شوی دی . دغه کانسر مثانې کڅوړې  عظلاتو، نښلوونکونسجونواوکاپسل  (پوښ) ته نه دی ورننوتلی . برسیره پردې دخبیث تومورحجرې په لمفاوي غدوکې نه شته اوپه لیرې برخوکې هم  میتاستازشتون نه لري .
ـ Stage 0is, Tis, N0, M0 : لومړی ب پړاو:   سرطان  یرغل کوونکی خواص نه لري  اودمثانې کڅوړی منځنی تشې برخې خواته ستر شوی نه  دی.  دغړي په ننه برخه کې پروت دی خو دننی برسیرنې خطي سطحې په منځ کې ورننوتلی دی . دغه کانسر مثانې کڅوړې  عظلاتو، نښلوونکونسجونواوکاپسل  (پوښ) ته نه دی ورننوتلی . برسیره پردې دخبیث تومورحجرې په لمفاوي غدوکې نه شته اوپه لیرې برخوکې هم  میتاستازشتون نه لري

ـ Stage I, T1, N0, M0 : لومړی ج پړاو:   دخبیث تومورحجرې  دپستونښلوونکونسجونواود مثانې کڅوړی دننی برسیرنې خطي سطحې (١)  په منځ کې ورننوتلی دي اودسب اپيتیل ترلاندې برخې (٢) ته رسیږي   . دغه کانسر دمثانې کڅوړې پنډو عظلاتو، نښ وونکونسجونواوکاپسل  (پوښ) ته نه دی ورننوتلی . برسیره پردې دخبیث تومورحجرې په لمفاوي غدوکې نه شته اوپه یرې برخوکې هم  میتاستازشتون نه لري.  دخبیث تومورپراخوالي قطر ددوه سانتي متروڅخه لږ دی .

ـ Stage II, T2 (a, b), N0, M0 : دویم پړاو:   دخبیث تومورحجرې  دمثانې کڅوړې پنډو عظلاتوته ورننوتلې دي  خو د مثانې کڅ وړې دیوال یا پوش ته نه دي رسېدلې . برسیره پردې دخبیث تومورحجرې په لمفاوي غدوکې نه شته اوپه لیرې برخوکې هم  م یتاستازشتون نه لري . دخبیث تومورپراخوالي قطر ددوه سانتي متروڅخه پورته اودپینځوسانتي متروڅخه  لږ دی .

ـ Stage III, T3 (a, b), or T4a, N0, M0 :  درېیم پړاو:  دخبیث تومورحجرې  دمثانې کڅوړې پنډو عظلاتوته څخه تیرې شوې او د  مثانې کڅوړې دیوال یا پوش ته هم   رسېدلې . برسیره پردې دخبیث تومورحجرې په لمفاوي غدوکې نه شته اوپه لیرې برخوکې هم  میتاستازشتون نه لري . ددې احتمال هم شته دی چې دخبیث تومورحجرې ګاونډیوغړولکه   پروستات  (Prostate)،رحم(uterus) اومهبل(Vagina)  ته غزیدلې وي . برسیره پردې دخبیث تومورحجرې په لمفاوي غدوکې نه شته اوپه لیرې برخوکې هم  میتاستازشتون نه لري . دخبیث تومورپراخوالي قطردپینځوسانتي متروڅخه  ډیردی .

ـ Stage IV: T4b, N0, M0 or Any T, N 1,2,3, M0, or Any T, Any N, M1  : څلورم پړاو:     دخبیث تومورحجرې  دمثانې کڅوړې پنډو عظلاتوته څخه او د  مثانې کڅوړې دیوال  (کاپسل ) څخه بشپړ تېرې شوې دي .  پوره احتمال شته چې دخبیث تومورحجرې  دمعدې دیوال ، ګاونډیوهډکو، سږو، ینه  اونورلیرې غړو ته غزیدلې اوهلته یې  میتاستازمنځ  ته راوستلې وي . 

 

 
٣ - شکل : د کیسه مثانې سرطان   ( Bladder cancer)هر اړخيزپړاوونه چې د دټي این ایم  سیسټم  (TNM)   په اساس د يوه گراف په بڼه ښوول شويدي . دکیسه مثانه د ننه برخې اپيتېل(Epihel)  په يو(1)  اوورپسې داپيتېل لاندې پوستکې برخه  په دوه (2) او د عضلاتو(Muscle) برخه يې په دريو (3)  سره ښوول شو ېده (1)  .

 (پای)

په درنښت
پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی   ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځد ان 
 اخذلیک: 

1. Sauer, Rolf: Strahlentherapie und Onkologie  2004 (Urban & Fischer)
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Cancer_staging
3. http://www.prostate-cancer.org/education/staging/Dowd_GleasonScore.ht
4. http://www.cancer.org/docroot/ETO/content/ETO_1_2X_Staging.
5. www .sprawls .org/ppmi2/RAD
6. http://www .cancer-info .com
7. http://www.pathologie-fuerth.de/tnm.html