کائينات څنګه منځته راغلل ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20916
پوهنمل حاجی مح مد نوزادی
دخبریدو نیټه : 2008-09-16


           انسان هم يو عجيب غوندی مخلوق دی . کله ترخپلو پښو لاندی ځمکه هم ليدلای نشی خو کله بيا دسترګو په رپ کی د نوری کلونو واټن وهی . لکه رحمان بابا چی دخپل تصوف په زور دهر ډول تخنيک او تکنالوژۍ دمرستی نه بی نيازه دی او وايی :
          په يوه قدم ترعرشه پوری رسی      
          ما ليدلې دی رفتار د درويشانو
           دنيا او مافيها هغه څه دی چی انسان دخپل پيدايښت له وخته پام ورته اړولې او لاتراوسه هم سرګردانه پکښی ورک دی . انسان تل  پدغه اړه دخپل فکری او تخنيکې توان سره سم اندونه را زيږولې دی . کله ئی خپل استوګن ځای ( ځمکه ) هواره سطح ګڼلې چی لمر ئی داوسيدونکو په چوپړ کی ګمارل شوی ٫ شاوخوا پری را تاويږی . ډيرۍ خولاتر اوسه باور لری چی ځمکه دغوايی پر ښکر ولاړه ده ٫ هرکله چی ئی يو ښکر ستړۍ شی نو غوايی دسر په څنډلو سره ځمکه بل ښکر ته واړوی ٫ پدی وخت کی ځمکه وښوری او زلزله راشی . ددی عقيدی له مخی به يو وخت  داسی پيښه شی چی ځمکه به ديوه ښکر نه بل ته د اړولو پروخت خطا او نسکوره راولويږی . دانوبيا د دنيا پای دی او قيامت کيږی .
         لدی نه چی تيرشو ٫ ان تر شپاړسمی پيړۍ يوری دپوهانو تر منځ دا يو واکمن نظر وو چی ځمکه ئی دټولو کائيناتو مرکزاو دانسان پاره ډير وياړ باله چی ورپکښی ميشت دی . يوازی پدغه وخت کی وو چی پولينډۍ نجوم پوه او متفکر کوپرنيک پدی وتوانيدی څو وښئی چی ځمکه هواره نه بلکه په فضا کی معلق يو کروی جسم دی ٫ پريوه ټاکلی مدار باندی دلمر پر اوخوا څرخی . که څه هم کوپرنيک دخپل دی نظر په ګناه د ډيرو ستونزو سره مخ شو اما دنجوم په علم کښی ئی يوستر ان لاب راوست او داړوندو پوهانو بی شميره ستونزی ئی ورحل کړی .
         نن ورځ د ستوری پيژندنې هر شاګرد پدی پوهيږی چی دځمکی دکرې او ټولو اړوندو سيارو سره زموږ دلمريز نظام غوندی په ميليونو دا ول نظامونه موجود دی چی په ګډه سره کهکشان جوړوی . د کهکشانوتعداد هم پرخپل وار وميليونونو ته رسيږی اوپه بی پايه فضا کي کائينات تری جوړيږی . پدی توګه زموږ ټول لمريز نظام د کائيناتو په سيسټم کی بيخی يوه وړه نقطه غوندی دی .

         په کائيناتو کی دا هرڅه چی انسان ئی د اوسنې پرمختللې تخنيک په مرسته ليد ای او څيړلاشی ٫ يوازی دسلو څخه پنځه برخی جوړوی او نور ٩٥ % ئی ټوله يوه تاريکه او توره ساحه ده چی هرڅه و پکښی ورک شوی او انسان چی د څيړنې لاس ئی تری لنډ دی نو له هرڅه نه ئی بی خبره پاته دی .
         ددغی توری ساحی دمادی فزيکی حالت تر دی ګړيه پوری انسان ته د درک وړندی اوهمدغه لامل دی دی چی په اړونده برخه کی ئی دفزيک پرمختيا په ټپه درولې ده ٫ ځکه نو پوهان پدی لټه کی دی چی ددغه حالت نه بايد دوتلو لاره پيدا کړی .
 په سويس کی د LHC د ستر لآبراتوار پروژه چی تر اوسه له ٦ ميليارده يورو څخه زيات لګښت پر راغلې ٫  د همدغو هلو ځلو يوه برخه ده . د اړوندو چارو پوهانو چی ټوليز شمير ئی تر ٨٠٠٠ پوری سيږی وپتييل څو پدی موخه دسويس هيواد د Cern په ښارکی يو ستر نړيوال لابراتوار جوړ کړی . دا لابراتوار به دځمکی په دننه کی٨٠ متر ژور او ٢٧ کيلومتره اوږد يو ټونل وی . پوهان هيله مند دی ٫ دلته به د Large Hadron Collider ( LHC ) په م سته چی په حقيقت کی هاډرون ( پروتونونه اواتمی هستې )  پارچوته ديو بل سره د ټکر ورکولو يوه ستره دستګاه ده ٫ دکائيناتو دمنځته راتلو و پټو اسرارو ته درسيدلو يوه لاره وموندل شی . داځکه : داسی يوه فرضيه  موجوده ده چی کائينات ١٣٫٧ميليارډه کاله وړاندی دهغو موادو دټکر اوتصادم په پايله کی منځ ته راغلې چی د نور په سرعت ( ٠٠٠٠٠ دری سوه زره کيلومتره په يوه ثانيه کی ) ئی حرکت کاوه اويو دبله سره ټکر شوه . ددغه ټکر نه يو عظيم انفجار منځته راغی چی پوهانو د بينګ بانګ ( Bing Bang ) پنامه نومولې دی اودوی تر دغه ګړيه پدی اند دی چی همدغه  ستره چاودنه د کائيناتو دمنځته راتلو لامل ګرځيدلې ده .
        پوهان غواړی د سرن تونل د LHC په دستګاه کی هاډرون ( # ) ته دنور په اندازه سرعت وکړی اوهلته ئی يو له بله سره ټکر کړی او ددغه ټکر څخه رامنځته شوی پايلې وڅيړی . که څه هم ځينو پوهانو دا ار درلود چی دا ټکر به ديوه داسی ستر انفجار لامل سی چی دځمکې ټوله کره به له منځه يوسی ٫ خو ډيرو بيا دا ډار بيځايه باله ځکه دسره ټکر کيدونکې موادو مقدار دومره په پام کي نه وو نيول شوی چی داسی يوه ستره چاودنه به م نځته راولې. 
        د بيګ بانګ دستری چاودنی  د فرضيي له مخی په فضا کی دمنځته راغلو کهکشانو مرکز يوه داسی توره اوتاريکه ساحه وګرځيده چی هر ډول سماوی اجسام او حتی نور په ځان کی جذبوی او ورک کوی ئی . دغه توری ساحی دپيدايښت له وخته په پرله پسی توګه دپراخيدو په حال دی چی ستوری پيژندونی ئی دتورسورې يا تورغار ( Black Hole  ) په نامه يادوی .
        دهغه کهکشان مرکز چی زموږ لمريز نظام ورپوری اړه لری ٫ هم يو تور سورۍ دی چی هره شيبه دځمکی دلويوالې په اندازه يوه سياره ورپکښی غرقيږی . پدی شک نشته چی يوه ورځ به زموږ دژوند سرچينه دلمر کره هم ور پکښی غرقه او دانسانانو ژوند به پو فنا شی . خو څيړنې ښيی چی دا کار به نژدی ٤٠ ميليارده کاله وروسته ترسره شی .
          دنور په سرعت کی د دوو هستو دټکر څخه هم دا ډول تور سوې منځته راځی چی اندازه ئی ماکروسکوپی ده او فورا له منځه ځی . زموږ دځمکی په کره کښی به دا ډول تور سوری دسرن تونل په لابراتوار کی دپوهانو په مټ ترلاسه اوډير وخت به موجود پاته وی .
         دادی دسپتمبر لسمه نيټه دتجربې دپاره ټاکل شوی ورځ هم راورسيدل ٫ سهار د تجربی دپيل وټاکلې وخت ته را ټول شوی دنړۍ فزيک پوه څيړونکو په تشويش او بيصبرۍ سره دقيقی پرګوتوشمرلې . دټاکلې وخت څ اغ هم ولګيد ٫ په ٢٧ کيلومتری تونل کی دسترو ماشينانو دچالانولو تکمه کښيکښول شوه . هرڅه سم پرمخ ولاړه او ددی سره سره چی يوشميرپوهان دا ډار څرګندوی چی ځمکه به اخير په هغه تورغار کی غرقه او له منځه ولاړه شی چی په خپله ګيډه کی ورته زيږول شويدی . اوس چی دسپتمبر لسمه نيټه شاته پاته ده ٫ ښايی دافغانستان دکونډو او يتيمانو د دعا له برکته به وی چی تر اوسه لا ددغه ډول خطر نښی نښانی نه ليدلې کيږی اوله نيکه مرغه داسی ستر تور غار م نځته رانغی څو وکولای شی زموږ داوسيدلو خاورينه کره چی دښکلا او بدرنګيو ٫ ښاديواو غمونو ٫ وفا اوجفاګانو ٫ م ينې اونفرت او دسولې او جنګونو نه ډک کور دی ٫ ترستونې تيره کړی . فزيک پوهان او ستوری پيژندونکې سترګی په لاردی چی دغه په ډير واړه مقياس د بيګ بانګ بياتوليد به په اړوندو برخو کی ډيرو معماګانو ته دحل کيلې پيداکړی . په ټوليز ډول د ټولې نړۍ پوهانو دا هڅه يوه ستره تاريخی پيښه وګڼل چی دعلمی کشفياتو او ودی په چارو کی به يو نوی کيفی پړاو پراينزی . د LHC دپروژی مشر Lyn Evans وويل : ٫٫ دا فانتازی غوندی يوه شيبه ده ٫ نور نو موږ کولای شومخ په وړاندی وګورو او د کائيناتو د دپيدايښت ٫  ودی اوتکامل په هکله د درک په لور و يوه نوې دوران ته ورننوزو ،، .
         په وروستيو وختونو کی داسی فرضيی هم وړاندی شوی دی چی دا بيپايه کائينات له ابده موجود دی او د بينګ بانګ پيښه يوازی زموږ دکائيناتو په يوه وړه برخه کی ١٣٫٧ ميليارده کاله پخوا ترسره ويده او داسی بی شميره موازی کائينات نورهم ډير شته . ددغو فرضيو له مخی زموږ بينګ بانګ ښايی زموږ د Spacetime
( زمان- مکان ) او کوم بل Spacetime ( زمان- مکان ) دټکر او تصادم څخه منځته راغلې وی ( واللهُ العَلم ) .
         تورغارونه ٫ کتله او ضد ماده دايولړ نوری دپرابلم نه ډکی موضوعګانی دی چی د سپتمبر لسمه نيڼه او دسرن دتونل ازموينه به رڼا پری واچوی څو دحل په اړه ئی ددغی ازموينې دلاسته راوړنوپربنسټ نوی تکنالوژی او کشفونه دانسانانو په برخه شی .
د Cern د تونل نه تر لاسه شوی راپورونه ښيی چی دتجربی لومړی برخه يعنی دپيل يړاو په برياليتوب سره پايته ورسيد .                      دنوموړی تجربی مخالفان وايی چی د هستو دتصادم اوټکر نه داحتمالی خطر موضوع لاتر اوسه پوری په مخ کی ده او بيخی له  منځه نده تللې . داسی ښکاری چی ددی ډول مخالفانو ډيرۍ هغه امريکايی مذهبی بنسټپال کسان دی چی ددوی په عقيده دا يوازی يو شيطانی عمل دی ځکه دکائيناتو دمنځته راتلو په اړه انجيل شريف هرڅه روښانه کړيدی او ددی ټولو هلوځلو او مالې لګښتونو نه به هيڅ کومه دپام وړ پايله ترلاسه نشی . ددی سره سره دپوهانو ډيره برخه دسپتمبر دلسمی نيټی دازموينې جريان او پايلو څخه بشپړ راضی دی او ټينګار کوی چی يوازی دنوموی ازموينی ترسره کول پخپله يو ستر برياليتوب او لويه لاسته اوړنه ده . 

 پدی اړه دافغان - جرمن انلاين تبصره او پخپله دسرن دشنونکی ډلې سايت  ( ## )  په زړه پوری معلومات لری ٫ خوداټول  داهغه څه دی چی تر نن ورځی پوری په تونل کی دپيښو شوو حالاتو يو سربيرن او لنډ انځور په ګوته کوی . پرسپوږمۍ اومريخ باندی    ديولړ لاسبريو پايلو اوتجربو ښودلې ده چی پاک خدای و اشرف الخلوقات ته داتوان بخښلې دی چی داسباب العالم دپيدايښت وپټواسرارو ځان ته ورسوی او دبشر دلاسبری پربنسټ د ادر مطلق دقدرت تجلا او تعالې وځ وی                              &nbs p;                               & nbsp;       

     -  دهغی ورځی په هيله چی دبشر په ګټه دزمان اومکان هرڅه تسخيرشی !

                              &nbs p;                               & nbsp;                              &nbs p; 

( # ) - هاډرون : ديونانی کلمی Hadros نه چی دقوی او ټينګ مانا لری ٫ اخيست شويدی . دا په هستوی فزيک کی هغه يو ډول ټينګی او قوی ذره وی پارچی دی دلومړی ځل لپاره دشوروی فزيک پوه ل. ب. اکون لخوا دهاډرون پنامه نومول شويدی .
 ( # # ) -  دغه دسرن په لابراتوارکي د څيړونکی ډلی انترنيتی سايت دی چی دموضوع مينه وال دلازياتو معلوماتو دترلاسه کولو   په موخه کولای شی تر ګټه واخلې